(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خاطراپریدی

(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لنډولیکنو څخه) د لیکلو نیټه:   ډسمبر ۱۹۹۵

زړه که مې هر څو رانه هر څه غواړي

هیڅ نه دی خبر چې هر څه زړه غواړي

تل به بې پروا وي ګړنګونو نه

څوک چې خپل منزل ته رسیده غواړي

خلک پرې تیر شوي د سرونو نه

خوله ورنه خاطر په تشه خوله غواړي

دا شعر د مصري خان خاطر ( خاطر اپریدی) دی، چې فلسفي،ادبي او ټولنیز ارزښت  ئې ډیر دی او د شعر په فن کې د خاطر لوړ استعداد او توان راپه ګوته کوي.

مصري خان خاطر په ۱۹۲۹م کال کې د خیبر په تاریخي دره کې د اکبر خان په کور کې ځیږیدلی دی.  دی په قام زخه خیل اپریدی دی.  خاطر لا وړوکی ؤ،چې د مور او پلار سیوری ئي له سره کم شواو له  زده کړي څخه بي برخې پاتي شو، چې له دې کبله ئي په لومړی سر کې لیک لوست نه شو کولی، خو بیا وروسته ئي د لعل زاده ناظر شینواري څخه لیک لوست زده کړ. شاعري ئي په وینه کې راوړي وه، خو د ناظر اصلاح په کې ډیوې بلې کړي.

د خاطر هر غزل زړه راښکونکی دی او هر شعر ئي لکه د پښتو د ټپې غوندي د زړه تل ته کوزیږي او د زړه په کور کې ځای مومي. داځکه چې خاطر خپل  شعرونه اوغزلي په روانه ولسي ژبه ویلي دي، چې دده دڅو غزلو دا څو بیتونه ددې خبرې ګواهي (شاهدي) کوي:

زه خاطر دي نور خاطر کولی نه شم

ای رقیبه که پوهیږي نو سړی شه

او په بل غزل کې وائي :

چې د زړه کور له دې راشي پروا نه شته

ای خاطره، خاطر تل د میلمنو شي

د خاطر ټول شعرونه د یو بل څخه خواږه دي لکه چې وائي:

خلک چې نښه ولي ګوري ورته

تاچې مخ پټ کړ نو ګوزار دې وکړ

او یا داچې:

چې څه ئي کړل هغه ئي ټول وکړل په تا خاطره

که دي یوځلي په لاس راشي په اشنا به څه کړي

دمصري خان خاطر خوږي غزلې او شعرونه د مقدرشاه مقدر او فضل ربي قیس په زیار سره د سندرغاړو  اوولسي خلکو له خولي او له ځینو مجلو څخه چې دده غزلې او شعرونه په کې چاپ شوي ؤ، راټول شوي او د تاترې پښتو ادبي جرګې، خیبر ایجنسۍ له خوا په ۱۹۸۷ م کال کې د «دیوان خاطر» په نوم چاپ او خپاره شوي دي.

ښاغلي مقدر شاه مقدر په دغه کتاب کې د خاطر د شاعرۍ د پیل په هکله د ښاغلي باجوړي خبره راوړي، چې ښاغلي مراد شینواري ورته ویلي  ؤچې په ۱۹۴۹ م کال کې به خاطر زمونږ سره په لواړګې کې د باصر چای والا په دوکان کې کښیناستو او ددغه ادبي محفل تر اغیزې لاندې راغی او په شاعرۍ ئي پیل وکړ. په دغه وخت کې دی د شلو کلونو په عمر ؤ.

خاطر اپریدي په خپل ژوند کې ډیري تودې سړې تیري کړي دي، ځکه چې ددي اقتصادي حالت ښه نه ؤ، د مال دولت څخه پرته ژوند تیرول ډیر ستونزمن کار دی، خو ده هیڅکله خپل همت نه ؤ بایللی او په خپلو مټو ئي خپل بال بچ ته روزي پیداکوله او په هر حالت کې به ئي منډي ترړي وهلي، ان تر دې چې په نري رنځ اخته شو، او لدې دونیا نه ئي د ارمانونو ډک زړه  د ۱۹۶۹ م کال د جون دمیاشتې په یولسمه نیټه د څلویښتو کالو په عمر ګور ته یووړ او په خیبر کې په خپله پلرنۍ هدیره کې په ډیر درناوي سره خاورو ته وسپارل شو.

خاطر نه مري شعر ژوندی ئي په جهان دی

هر یو بیت ئي ولسي ساده روان دی

خاطری به د خاطر، خاطر کې تل وي

چې جوړ کړې د غزلو ګلستان دی

که خاطر د رقیبانو خاطر نه کړي

خو خاطر د میلمنو کړي قدردان دی

د خاطر خاطر په ستوري ځکه ګران دی

چې خیبر ئي په مصرو باندي ودان دی

که چیري د خاطر شاعرۍ ته د موسیقۍ په نښتون کې وکتل شي، نو د موسیقۍ سره په اسانۍ یو ځای کیږي. د خاطر په سلو کې څه ناڅه اتیا (۸۰)شعرونه هنر مندانو د موسیقۍ په پردو کې راوړي دي. د پښتو نامتو هنرمندانو، لکه د پښتو د موسقۍ بابا استاد خیال محمد،استاد اول میر، استاد ګلزار عالم،استاد شاولي او نورو ګڼ شمیر سندرغاړو د خاطر غزلې په خپلو خوږو او زړه راښکونکو غږونو کې ویلې او دده غزلونو ته ئي ژوند وربخښلی دی.

ښکلي به سر ټیټ کړي یاره ستا په تصور کې

ډیر خاطره ستا دغزلونو په سرونو

 

- بېرته شاته