په عراق جګړه
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لنډولیکنو څخه) د لیکلو نیټه: مارچ ۲۰۰۳
تقریباً ټوله نړۍ عراق ته ځیر شوي ده. د امریکا متحده ایالتونه غواړي چې د عراق رژیم بدل کړي. یوه امکاني جګړه د عراق په ټولو ګاونډیو هیوادونو اغیزه لري. دغه هیوادونه ځانونه د کډوالو راتګ ته چمتو کوي. دعراق د ګاونډیو هیوادنو له ډلې څخه د بیلګې په توګه د ایران حالاتو ته لږه رڼا اچوو.
دپیټرفیلیپ له نظره ایران د عراق دجګړي په برخه کې وده په ګډوله احساساتو تعقیبوي. په رسمي توګه به تهران ځان ترې وباسي، خو دا ثابته ده چې په عراق باندې برید به په ختیځ ګاونډي هیواد هم اغیزه ولري. که د امریکا متحده ایالتونه چې عراق ورسره هیڅ اړیکي نه لري، او یا خراب اړیکي لري، یو د بل سره په جګړه بوخت شي، نو دا د تهران لپاره د خوشالۍ او رضایت علت نه دی.
د تهران د سیاسي او نړیوالو څیړنو د انستیتیوت مشر سید کاظم سجاد پور نن سبا برلین ته راغلی دی چې د بهرني سیاست لپاره د الماني ټولنې سره خبرې وکړي . دی وائي چې زه دلته خپله نظریه لرم او دنورو لپاره خبرې نه کوم. ځما په عقیده ددواړو خواوو څخه فاصله نیول کیږي، دا ددې مانا لري چې مونږ په عراقیانو نه ژاړووهغوۍ بایده دی چې د ملګرو ملتونو د پریکړې غوښتنې پوره کړي. د بلې خوا څخه زمونږ د امریکا ګامونه هم نه خوښیږي، دا ګامونه یو ډول عمل دی چې په سیمه کې بدلون راولي او دا داسې یو عمل دی چې نتیجې ئي نا مالومه دي او کیدای شي چې تاواني وی.
ایران په دې اخرنیو اونیو کې تکراري ددې هڅه کړي ده چې منځګړتوب وکړي او د جګړې مخه ونیسي. ددې هڅو ناکامي به ایران ته تاوان ګڼلی شي.
طبعي خبره ده چې ایران دا هڅه کوي چې د جګړې مخه ونیول شي او دا د هغه کډوالو له خاطره هم کوي چې ایران ته د جګړې له کبله به ورځي.
پدې سړی پوهیږي چې کله یوه جګړه پیل کیږي، خو په دې نه پوهیږي چې د جګړې له امله څه پیښیږي او کوم بدلون به منځ ته راځي. نه یوازي په عراق بلکې د عراق په ګاونډیوهیوادونو کې دا اندیښنه شته ، ځکه چې ډیر څه روښانه نه دي. کله چې سړی په دې ډاډه نه وي چې جګړه به څنګه روانه وي او کومې پايلې (نتیجې) به په سیمه کې ولري، نو په دې باندې خو هډوله نه پوهیږي چې د جګړې ورورسته به حالات څنګه وي.
ډیر نا روښانه اړخونه شته دی، خو د امریکایانو بنسټي ګڼڼه یا فرضیه داده چې دوۍ هر څه په دغه سیمه کې په پوځي زور سره حل کولی شي او دوئ د پوځ څخه په سیمه کې د ټولنیز جوړښت د وسیلې په توګه کار اخستلی شي.
بل ډول ټولنیز سمبالښت سړی په اسانۍ سره د کاغذ پر مخ لوستلی شي، خو په واقیعت کې سړی د ربړو او ستونزو سره میدان ته د راوتلو سره مخامخ کیږي، نو بیا نتیجه روښانه نه ده او کله نا کله غیر تولیدي ده، او هغه څه نه دي چې پلان شوي وی.
هغه لانجه چې د عراق د پوښتنې په برخه کې د امریکاد متحده ایالتونو او اروپا تر منځ پیښه شوي ده، دا هم جوته ده چې خوشبیني چیرته ده. په اکثره هیوادونو کې د اروپا په دریځ خلک پوهیږي او پرې راضي دي، بي له دې څخه چې د اروپا په دننه کې د اختلاف په باره کې څه ووائي.
دا په لومړي سر کې د امریکا د متحده ایالتونو او عراق لانجه نه ده، بلکې د امریکایانو موخه یا هدف دلته نړیوال سیسټم دی. امریکایان غواړي چې اروپائي ملګرو په ګډون په هر چا امر وکړي او نه غواړي چې لودیځ خپل لارښوونکي و ګڼي ، بلکه غواړي چې امر ورته وکړي .
د اروپا لپاره نړیوال حقوق ډیر مهم دي، همدغه شان د ملګرو ملتونو موسئسه یا تنظیم او عامه نظریه ورته هم مهمه ده ، چې نه یوازې په اسیا کې بلکه په غیرو لودیځو هیوادونواو نوره نړۍ کې د اروپا د دریځ هرکلی کیږي.
دغه راز په ۱۹۹۸ ع کال کې د عراق او یا دخلیج د کړکیچ په هکله اروپایانو په بهرني او د امن په سیاست کې په مهمو پوښتنو یو ګډ دریځ نه لرلو. کله چې امریکایان ډګر ته راغلل،نو اروپایانوجدي خبرې و نه کړې چې څنګه داروپا اتحاد په ګډه سره دریځ ونیسي. یوازي د اروپا د جرګې مشر یاکویس سانتر د ملګرو ملتونو د مشر د هلوځلو ملاتړ کاوه چې د سوله ایز حل لپاره لاره ګوري.
د امریکا د متحده ایالتونو په مقابل کې ګډ اروپائي دریځ یوازې د سوداګرۍ د سیاست په برخه کې نیول کیده، دکیوبا او ایران په مقابل کې د اروپا د اتحاد او د امریکا د متحده ریاستونو بیلابیل دریځونه ئي بیلګه وه.
د اروپا د اتحاد ۱۵ هیوادونوپه دې برخه کې یو د بل سره د نظریو توپیر لرلو. دا چې د امریکا د وسله وال ځواک سره سیده پوځي مرسته وشي او که یوازې لوژیستیکي مرسته وشي، پدې هکله په بروکسل کې د اروپا د بهرنیو چارو د وزیرانو له خواکومه پریکړه هم ونه شوه. بلکه د واشنګټن سره د دوه اړخیزه اړیکو په واسطه چې هر هیواد ورسره لرلي لاره وټاکل شوه اود اروپا د اتحاد غړیو هیوادونو مختلف دریځونه په خپل حال پاتې شول.
پاریس د عراق په مقابل کې د زور څخه کار اخستل په کلکه ردول او د امریکایانو سره ئي هیڅ مرسته نه کوله. لندن په بشپړه توګه د امریکایانو ملاتړ کاوه، او پدې سره ئي غوښتل چې صدام حسین د بمونوپه زور سره دې ته اړ کړي چې د ملګرو ملتونو له خوا منع شوې وسلو پلټنو ته اجازه ورکړي. لندن داسې انګیرله چې په خلیج کې ددوۍ د جګړې په لیږل شویو بیړیو چې د انګلستان بیرغونه رپیږي، نو دا په دې مانا دي چې په عینې وخت کې د اروپا بیرغ رپیږي، خو خبره داسې نه وه، ځکه چې اروپا اتحاد یوه خوله نه ؤ.
د اروپائي اتحاد هغه هیوادونه چې د ناټو غړي ؤ، غوښتل چې د امریکا د وسله وال ځواک سره کم ناکمه لوژستیکي مرسته وکړي، مطلب ئي د هوائي ډګرونو او هډو څخه دالوتکو د الوتلو او هم په خپل هوائي قلمرو باندې د الوتکو د تیریدلو اجازه وه. په اروپائي اتحاد کې د بي پلوه هیوادونو لکه سویډن،فنلینډ،ایرلینډ او اطریش زړه هم په امریکایانو ؤ، دوۍ د خپل بې پلو توب سره سره دې ته په ښه سترګه کتل چې په نزدې ختیځ کې خطرناک ډیکتاټور چې خطرناکې وسلې لري ، د منطقې د امن په خاطر وټکول شي، نو لدې کبله د امریکایانو سره د ملاتړ پلویان ؤ.
نو دا پوښتنه پیدا شوه چې بیلابیل هیوادونه څنګه د امریکایانو په ډډه ودریږي. داچې د امریکا د مخالف سره څوک څنګه مناسبات لري دې ته هیچا پاملرنه ونه کړه. یوازې د ملګرو ملتونو او د هغوۍ پریکړو ته د مختلفو کړکیچونو په هکله ګوته ونیول شوه، په خوله ملاتړ وشو، خو په عمل کې څه ونه شول.
Writen By: Late Dr. Kabir Stori