Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
ستوری
خزان په ستورو د اسمان ګډ دی رژیږي ستوري
دا خونړۍ تیارې چې ځان غزوي لویږي ستوري
په تروږمۍ کې لاره نه ښکاري، ړندې شي سترکي
نن چې له مونږه لاره ورکه ده پوهیږي ستوري
مونږ به دستورو په رڼا لاره د لمر څارله
لمر ته به څنکه رسوؤځان،چې مړه کیږي ستوري
اسمان له مونږه سره لار د دښمنۍ نیولې
رڼا خوراک د تروږمي کړي، چې ورکیږي ستوري
مونږه د ستورو پسرلی غواړو، چې وغوړیږي
رڼا وي ژوند، په هر هیواد کې چې غوړیږي ستوري
ربه رڼا کړې په رڼو ستورو اسمان زمونږه
پیدا کوو سره ضرور،که رڼیږي ستوري
تړلی ژوند زمونږ د ستورو د رڼا سره دی
چې د لمر کلې ته رسیږي، خوشالیږي ستوري
خدایه زمونږ په شپو باران د ستورو، ؤوراوه
چې مو په شپو ځیلیو کلیو راوریږي ستوري
په دې تالارکې چې راټول یو لیوني نه یو موږ
وجه ئي داده چې په موږ کې نن یادیږي ستوري
«سرتیر» له لمر سپوږمۍ او ستورو سره مینه لرم
په ستورو ښه ښکاري جهان، زما خوښیږي ستوري
شاعر : عبدالوهاب سرتیر
مونستر ـ جرمني