(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

خوږې مورې / د افغانانو نصیب

خوږې مورې 
مورې ببو مورې ادې مورې 
ادکۍ مورې مې یی خوږې مورې
...
ستاپه شدو او صداقت مې قسم
ستا په دعا او برکت مې قسم
له جنتې مقام د جار شم مورې
ستا په همت او په زحمت مې قسم
ستا تکلیفون بیخوبي یادوم
ستا حوصله او همدردي یادوم
چې را یادیږې زړه مې وران غوندی شي
دا لوی جهان لکه زندان غوندی شي
اوښکې تويږي په ګریوان مورې
بیا نه پوهیږمه په ځان مورې
الله دې قبرجنتي کړه مورې
الله دې قبر نو را نې کړه مورې
حفیظ ملیار دې ارمانجن پاته یم
پټ په زړګي کې تل غمجن پاته یم

****************************************************************** د افغانانو نصیب

دراکټونوباران
هر خوا د اور لمبې
ځمکه لمبه
 اسمان له تور دوده ډک
ګلاب ګلاب وطن مو
د ټوپکمار او د اغیار له لاسه
په  کربلا بدل شوه
ځوانان مو وینو کې رنګ
کورونه وران او ویجاړ
میندی مو بوری شولې
پیغلي سرتوره شولی
ماشومان وچې شونډې
دیتیمانو سلګۍ
د مظلومانو ازار
دکڼډو رڼډو پریاد
دشهیدانو ارمان
ځمکه اسمان ژړوی
 
مکتب مو هم سوځیږي
ډیر له تعلیمه محروم
 
ګلبڼ زخمي زخمي دی
ګلان مو مړاوي مړاوي
بلبلان ټول مرور
په زړونو چاودی چاودی
شعر او غزل نه لري
دخپل په عشق کې ناکام
د غم سندرې وایی
مدام ماتم یادوي
 
پیغلې ګدر نه لري
پیغلې ټپې نه وایی
په خپلو نرمو ګوتو
جونې چمبې نه وهي
 
خلک داوښکو ملغلرونه تسبیح جوړوي
په څیرې څیرې ګریوان
خلک الله یادوي
 
دشتې مو شاړې ښکاري
غاټول زخمي زړګي کې
تور تور داغونه لري
شپونکی شپیلۍ نه وهي
 
کاشکې  الفت اومحبت ژوندی شي
کاشکې انصاف او صداقت ژوندی شي
 
کاشکې دسولې شمعې
یو ځلي بلې شي بیا
یوو بې ډیوې پتنګان
خاورې ایرې پتنګان
 
میکده ړنګه بنګه
خلک خمار خمار
دیو ساقې په طمع
په انتظار ولاړ
 
دلته عاشق نه مني
مینان خوار او زار
 
ډیر بی وطنه مهاجره ګرځې
شوو بې وطنه بې کفنه خلک
 
لکه زخمې اوبې وزره مرغۍ
یو سرګردانه ژوند دی
دافغانانو نصیب
د افغانان نصیب
 
حفیظ ملیار
25/11/2014


بېرته شاته