Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
دپېښوردشهیدانوپه یادکي
20.12.2014 رمضان ارماني سهیلي پښتونخواکویټه
هرخواچیغي نارې دي پښتونخواپه وینوسره ده
داخاوره دمیرویس اواحمدشاه په وینوسره ده
اورنه دي لمبې دي داپرموږباندي بلېږي
یواځي پرموږبل دي که دنیاپه وینوسره ده
دمیني محبت خبري ورکي شوې له موږه
مجنون هم په ژړادی چي لیلاپه وینوسرهده
کابل که کندهاردی پېښورپه وینوسورشو
دکویټی ښارنه جوړه کربلاپه وینوسره ده
هرماشوم ټپي ټپي دی هم ځوانان په وینورنګ
خنداله موږه ورکه ده، ژړاپه وینوسره ده
قلم مي په ژړادی هم کتاب راته ژړېږي
خوره سوه توره شپه چي مورڼاپه وینوسره ده
خوره به خوشحالي شي ارماني دامي باوردی
پرې مودي لاسونه زموږدعاپه وینوسره ده