دپښتو دښکلا سمول
د پښتو ښکلا دهغې په غږونو، وییئووتورکوکې نغښتې ده، چې دې پښتونولۍ ګاڼه ګڼل کیږي،که چیرې پښتون هرځای دې پښتو په ښکلا وګاڼه ځان ویاړن واغوستی کړي،نو په نړی کې به یې هرڅوک دې پوهې وښایست درناوی کوي،او که دې پښتو دې ګاڼې له ښکلا څخه لوڅ ولغړ وي،نوهرڅوک به یې دې ناپوهی وبدرنګی نادرناوي کوي.
نوراځۍ چې نړۍ ته ځانونه ناپوهان وپاګلان وروونه پېږنواو دې خپلې خوږې ږبې په ښایسته کولوکې هڅې وکړو.
ډیر پښتانه په لیک لیکلوکې دې ستاینو دې ایښیودلو په مهال کې چې کومه ستاینه دې کوم چا لپاره په کارباندې اچوي، دې ته پام نه کوي چې ترځان واړه ته باید کومه ستاینه او ترځان څخه لوی ته بیا کومه ستاینه ولیکل شي،دِ دې لپاره چې داناسمي په لیک دودکې سمه شي نو باید په دا لاندې لارو باندې لیکنې وشي:
۱/ که چیرې لیک ترځان څخه واړه یا کشر ته لیکل کیږي،نوبیا به دې (ګرانه، خوږه، وړکې یاوړه کیه....)ستاینې ترنوم څخه مخکې لکه:
ګرانه وروره ،خوږه وروره، وړوکې یا وړکیه وروره......)اوداسې نورې دې خوږوالۍ ونازوالۍ ستاینې چې دې مینې او درناوۍ دې اړیکودې غزولو وراغزولوځان خوځونه واحساس پکښې را په خوځیدو وي ورته ولیکو.
۲/او که چیرې لیک ترځان څخه لوی یا مشرته لیکل کیږي،نو بیا به دې (دَرَنه،لویه،قدرمنه، لالا...)ستاینې ترنوم څخه مخکې ورته لیکل کیږي،لکه:
درنه وروره ، مشره وروره ، قدرمنه وروره ،لالا.... او داسې نورې درنې ولوی ستاینې چې دې مشرانو درناوی پرې پر ځای کیږي او دې زړه دې مینو ستنې یې په نرمۍ سره دې کشرانو لورته پرې ورکږې کیږي.
۳/ هغلته ځينې ویئې زموږ په لیک دودکې شته چې په بنسټ کې له پښتوږبې څخه نه دي،له عربي وپاړسي ږبو څخه دې پيښواو تقلید له لارې پښتوږبې ته راګدې شوي دي،چې هغوی ورته صفات والقاب هم وایې لکه:( جلالت مآب ، صاحب ، جناب ، حضرت ، محترم...)داډول ویئې چې دې نوم ترمخې او ترشاه راځې دې پښتوږبې له لاردود(ګرامر) سره سمون نلري،ځکه ستاینې په پښتوږبې کې ترنومونوڅخه ورسته نه راځي،داویئې یوازي په پښتنو باندې لکه دې بادار غوښتنه په چوپړکونکي باندې منل شوې دي،نو پښتانه یې باید پخپله ږبه کې دې پښتو ویئې چې دې هغوی ځان نیونکې وي ولټوي،او یا یې دې تورکو په بدلولو سره دې پښتوله غږ دودسره برابرې کړي لکه: صاحب(صیب) معنی (مانا) لیلی (لیلا).. اوداسې نورې.
لیدنه: باید ووایم چې پښتو ټولنه دې پښتودې چوپر به لاره کې دې پښتنو په وړاندې ډیرې لوې لوې دندې په غاړه باندې لري،که چیرې زموږلیډرانودې پښتوپه چوپړکې بې غورۍ کړي دي ،اوزموږ دې بیرته پاتې کیدو وبې علمیواړوندون یې ندي څیړلي ..نوپښتو ټولنه وپښتانه لیکوالان ورڼافکران باید دې هغوی له ځېلنوڅځه لوستنې زده کړي اوګټې وعبرتونه ورڅخه واخلې .
لیکوال: علي خان صافي.