Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
دمسافری تریخ زیندان
سوزیږم د هجران په سرو لمبو کې
بندیوان یم د موسافرۍ په تورو تیرو کې
تل وهم سوجونه په زړه باندی غمګین یم
خوار او ځار ګرځیږم نابلدو ښارو کي
نه لرم خوشحالي په زړه کې نوره
زړه می مات قلم قلم شو موسافرو کې
رانه پاتی جنت نیشان وطن دی
خوشحالي نه شته پردو وطنو کې
لا به وی تر کله دا دردونه او زه
ذبیح لله وایي لا به تر کله محاجر یو نورو مولکو کې
پښتانه سوزي سرو لمبو کې لویه خدایه
شپه او ورځ وژل کیږي جنګو کې لویه خدایه
نه سفر سالار لرو نه مشر هر څوک مو وهي
راباندی جوړ کړی قیامت ده خپلو کورو کې لویه خدایه
مسافر جانان
لا به تر کله وی ورک پردي وطنو کې جانانه
عمر خو لاړ تیر شو د بیلتون غمو کې جانانه
ډیر ډیر می یادیږی هر څه کوم نه می هیریږی
لکه پتنګ سوزیږم د هجران په لمبو کې جانانه
الله د زر راوله ګرانه په ما کړه دا سختې اسانه
ګنګسه او ګیچه ناسته یمه ستا په خیالو کې جانانه
د غمو پیټی می دردوند شو وروست می پستوکی د وجود شو
ګیله وکړمه له چانه چی خوشحالي نه شته زمونږ قیصمتو کې جانانه
په لحد کې به ناری کړم زه دهجران غمو له دنیا خپه راشړی یمه
موسافرو ته پروت دی لوی نصیحت د ذبیح الله په شعرو کې جانانه
ذبیح الله شریفي