د منزل په لور
[16.Aug.2012 - 11:51]
دا د هغه کتاب نوم دی چی په پښتو، پښتونولئ میئن ،د پښتنوروحانی، سیاسی، قامی او ولسی مشر او د پښتون قامي وحدت ستر لارښود ښاغلی محمد افضل خان (خان لالا) لیکلی دی چې دپښتنو دقامي یووالی ابادئ ،سوکالئ اودقامی پیژند اود پښتنی کولتور د ودی او پرمختیا اود خان لالا دعملی سیاسی ژوند او مبارزی ټول اړخونه پکی ځای شوی دی د پښتونخوا د پوهني دیرې له خوا په ۲۰۱۰ ع کال کی په ۱۹۶ مخونو کی چاپ اور خپور شوی دی
ددی کتاب تړون د هر هاغه پشتون، افغان په نوم شوی چی څوک قامي وحدت د خپل ژوند مقصد او مرام ګڼي