د پښتونخوا د پوهنې دیره
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لنډولیکنو څخه) د لیکلو نیټه: اکتوبر 2000
په ویښتو کې ځما سپین ډکې ښکاره شو
خپل احساس راته دا وائي چې بوډا شوي
خو مئین زړه دا خبره کله مني
وائي اوس خو ایله ځوان شوي چې بابا شوي
د اشعر د پښتونخوا د پوهنې ددیرې مشر او د پیښور راډیو ډایرکټر نامتو لیکوال ،شاعر ادیب، افسانه لیکونکي او ژونالست ښاغلي لایق زاده لایق دی
ښاغلی لایق د1959 ع کال د جنورۍ د میاشتې په پنځلسمه نیټه دخدای بښخلي لعل جان میا کره د سوات په ښایسته او مشهور کلې «مدین» کې ځیږیدلی دی.
ښاغلی لایق زاده لایق په قام اخون خیل مشرخیل دی. لومړنئ زده کړې ئي په خپل کلې کې کړې دي. لوړې زده کړې ئي په اردو ادب، سیاست، حقوقو او پښتو ادب کې تر سره کړي دي.
ښاغلی لایق زاده لایق سربیره پر دې چې د پښتونخوا ددیرې د بنسټ ایښودونکو د ډلې مخکښ او مشر دی، د پښتو ژبې یو وتلی او منلی شاعر ، ژورنالست اوغوره افسانه لیکونکی هم دی.
نامتو لیکوال او څیړونکی ښاغلی ځلمی هیوادمل د افغانستان د څیړنې د مرکز په خپرونه «ازاد افغانستان» کې د پښتونخوا د پوهنې ددېرې په هکله لیکي چې دا ټولنه د لرو اوبرو افغانانو په ګډه همکارۍ د 1998 عیسوي کال د اګست په میاشت کې جوړه شوې ده، او په پیښور کې فعالیت کوي.ددې ټولنې په یادښت کې راغلي چېد پښتونخوا د پوهنې دیره په ولس کې د ځان پیژندنې د روحئ د پیاوړتیا لپاره هلې ځلې کوي، چې د هر ډول سیاسي نظر نه پرته د پښتني کولتور، پښتو ژبې اوادب د پرمختګ لپاره کار وکړي او په دې توګه د لر او بر لیکوالانو تر منځ د هماهنګۍ او نظریو یووالي ته وده ورکړي.
د پښتونخوا د پوهنې دیره دوه څانګې لري. د فرهنګي څانګې چارې ئي ښاغلی ننګیالی میردادخیل په غاړه لري او مطبوعاتي څانګې مسئول ئی ښاغلی جمشید ندیم نیازي دی.
فرهنګې څانګه د کولتوري غونډو او مشاعرو د جوړولو لارې سنجوي او د موسیقۍ پروګرامونه برابروي
تر اوسه پورې ددې څانګې له خوا د موسیقۍ دوه پروګرامونه شوي دي، چې د هیواد نامتو شاعر او هنرمند استاد رحیم غمزده ، ښاغلي ځلمي غمزده ، ښاغلي ماسټر علي حیدر،ښاغلي رضوان منور، ښاغلي شاضوان
دادي: ګل پاڼه د مبارز څاپي شعري مجموعه،
ماته آئینه د لایق زاده لایق لنډې افسانې،
لعلونه د اختر ملک اختر او رحیم سید خان ټولونه
دسوات او ملاکنډ د شاعرانو منتخب شعرونه او پيژندګلوي،
یادونه د محمد ابراهیم بیدروال شعري ټولګه (مجموعه) او
ژوندی وزر د ډاکتر دیدار یوسفزي شعري ټولګه، چې د پښتۍ (قیا) په سر ئي دا شعر لیکل شوی دی:
پرواز کوم پرواز د تورې شبې نه تر سحر
قیام کوم قیام زه دشعور په هر نظر
لټومه په الوت د فکر ورک منزل د قام
غوڅ غوڅ لرم ځیګر، خو لا ژوندی مې دی وزر
د پښتونخوا ددېرې مرستیال او لوي منشي ښاغلی عبدالبصیر بیدار ددېرې عمومي چارې سموي او دېره د لر او بر د ګڼ شمیر لیکوالانو په تماس توده ساتي.
پتمن پوهان چې په پښتو ادب کې کره لاس اولوړ استعداد لري، په تیره بیا د اسلامیه کالج استاد پروفیسر اباسین یوسفزی، د پیښور د پوهنتون د ژورنالیزم ډیپارټمنټ مشر ډاکتر شاه جهان د پښتونخوا ددېرې ډیوه بله ساتي.