د پښتنو تس نس وټونه
21.04.2013 پښتنو يو ځل بیا کلي او کورونه په سياسي بیرغونو او نعرو ښایسته کړي. هر کلی د ټول پاکستان نمايندګي کوي. په یوه حجره د یو ګوند سور/شین بیرغ، په بله سره جهنډا، خوا کښې ورسره بره په توت کښې برگ چوپر بیرغ ولاړ دی، نو مخامخ ورته د هغه بل کاکا په کور د بل سياسي ګوند شنه جهنډا په هوا کې رپېږي.
د ټول کلي دوه سوه وټونه دي. خو د خپل منځو تربګنو له امله کلی په سیاسي طور ویشلې شوی دی. په دواو سوو کې 25 وټونه د هغه، 30 د ده، 55 د هغه بل، 20پکې د ښه سړي، 12 يې د تره د زوي- او مړه سر به دې څه خوږوم خو د پاکستان د ټولو پارټیو پکې د لسو اتو وټونو پوری برخه شته.
د پښتنو په دغه ویشلي قسمت شاعر وايي
دا ته چې ځان ته زه
او زه ځان ته زه وایم
زه په زه به پاتې شو
دا ته او زه.
د پښتنو د ډوډۍ میلمستیا معلومه خبره ده. خو سياسي میلمستیا يې هم ځان ته څه وايي. دوی نه چې څومره لرې يې نو هومره به يې ښه میلمه يې. مثال يې په قبایلی سیمو کې د پټو شوو ترهګرو دی. د ټولو قدرمن میلمه پکې عربی، بیا پسې هغه بل او بیا بل. دغه حال يې د سیاست هم دی. د بلې ژبې، بل وطن، بل فکر مشر ورته زیات قدرمن وي.
د پښتونخوا ګاونډي صوبه پنجاب ته بیا وګوره د 2013م په انتخاباتو کې د پنجاب په یو کلي کې په مشکله درې بیرغونه ښکاري. ووټ يې د دواو یا درې پارټیو تر منځ ویشل کیږي. او هم دغه وجه ده چې پارلیمان کې يې بیا غږ هم درون وي. کراچۍ کې د تیرو شلو کالو راسې یوه پارټي حکومت کوي. سنده کې هم دغه حال دی. د بلې صوبې ګوندونه يا امیدواران پکې ټاکنی ګټلی نه شي.
سياسي فکر کې رنګیني خوند کوي. ډیمو کراسي پرې ښايسته کیږي خو ډیمو کراسي ولس ته دا اجازه هم ورکوي چې داسې خلک یا ګوند د واک په څوکیو کېښنوي چې د اولس خدمت وکړي. خو حالاتو د پښتنو لپاره سياسي دریاب خړ او کبان ړانده کړي. څوک ورته "غیور پښتون" ، بل ورته "په مذهب مین پښتانه " او هغه بل ورته وايي: "په سیمه کې د سولې لپاره خپل قیمتي ووټ ما ته راکړۍ."
که اوگرۍ دغه نعرې د پښتنو د اوسنو مسلو حل نه دې ځکه چې ددې سملاسي خطرونه، ترهگري، بې امني او داسې شرائط پیدا کول دي چې که ملاله سکول ته ځي نو څوک به يي د وژلو هڅه نه کوي.
که پښتانه اوس د ځان او وټ په قیمت خبر نه شول نو د انتخاباتو په شپه به د خپل تس نس ووټ نتیجه واوري چې پنجاب ،سنده، بلوچستان او کراچۍ څوک منتخب کړل او دوي چا ته ګټه ورکړه.