(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د رواني سياسي لوبې مخ اوڅټ

که طبقات متقاسيم د يوې ټولنې اصليت په نطفه کې له منځه وړي، برعکس ملي يووالى بيا د ټولنې د ژوند بقاء، د وګړو د سالمو حقوقو نه دفاع د حق او باطل ترمنځ تفکيک او معترضيت او معروضيت ته لاره هواروي. تشنج او افراط وتفريط هره لحظه وګړنيز او بشري حرکتونه  ګواښي. ولسونه په نړۍ کې په متفقوالي د ځان د پايښت په موخه نظامونه جوړوي او قوانين وضع کوي. د هيواد اساسي خطوط او قواعد بلا استثناء پلي کېږي. اساسي کرښې په هيڅ صورت انحراف او نقض ولو که تاسي ياست، نه مني. په افغانستان کې قوانين د نفاذ او تطبيق پر ځاى، يوازي د لوستلو او مسح کولو په موخه جوړېږي. په تېرو يوولسو کلونو كې د ملي يووالي شمزۍ د ماتېدا په ټس کې نه يوازي جوړ شوي او شته قوا نين پلي نه شول، بلکې د نظام تر کمزوري چتر لاندي له موقع څخه په استفادې په ټولنه کې طبقات متقاسيم چې په ضمن کې د يوې ټولنې د فنا کېدو باعث ګرځي، په لوى لاس رامنځ ته شول. مخکې به د شمال او جنوب ستونزه يادېده، خو اوس کور په کور، کوڅه په کوڅه او کلي په کلي  ستونزې او مشکلات دي او يا په بل او لنډ وريانټ ځان ځاني ده  او هر څوک خپل خان ته رباب وهي. د ملي يووالي او ملي توافق لاره په ګوليو او کاڼو ويشتل شوې. موږ ته په تېرو يوولسو کلونو کې بهرنيانو په خاص ډول ايران او پاکستان  د عسلو  پر ځاى، زهر راکړي. د نړۍ د استبدادي يرغلګرو امپراطور يې په خلفه تړلى. زموږ په خپلو کولمو يې په ډېر بسيط ډول خپل ګېډه راوګنډل. يو څه د دې پخو مداريانو جادو قوي و او يو څه انا زړه وه، نو ځکه يې له اده باده وغورځول. د ولس د ضعف نقطه يې ووهل. زموږ ملت پر سلو لارو روان شو، هيڅ ملي اجماع، يووالى او توافق وجود نه لري، موږ آن پر ملي مسايلو هم تيت وپرک او پاشلي نظرونه لرو، حال دا چې د نورې نړۍ او هيوادونو ولسونه مطلق پر ملي مسايلو اجماع، توافق نظر او ملي يووالى لري، د دوى د سياسيونو تر منځ فردي ستونزه دولت ته د ګواښ په مفهوم نه وي، خو زموږ په منځ کې فردي ستونزې وخت پر وخت دولت او حکومت ننګوي. تازه زېږېدلى پاکستان يې چې تر اوسه د اسيا په کره کې نظر افغانستان ته له تاريخي اړخه بلوغ هم نه دى وهلى، ښه مثال دى. د دغه هيواد چارواکي چې خپل په منځ کې هر څومره ستونزې لري، خو پر ملي خطوطو او قوانينو باندي بيا په بشپړه توګه ملي يووالى لري. دې ته ورته يو زيات شمېر هيوادونه خپل سياستونه د خپل منځي اختلافاتو په بډه نه وهي، خو افسوس صد افسوس زموږ پر حال، د مرکزي دولت او مزاري د چارواکو تر منځ کشمکش هم نظام ننګوي. د يوې ولسوالۍ د ولسوال او والي تر منځ ستونزه هم نظام ته چلېنج ورکوي، د يو والي او وکيل تر منځ ستونزه هم دولت ته ګواښ او په سردرد بدلېږي. يو  وزير هم د دولت مشروعيت تر سوال لاندي راوستلاى شي او مرکزي دولت ته تکان ورکولاى شي. د دې تر شا پټ درانه لاسونه خو څه کوې، هغه خو دومره درانه دي چې په يوه څپېړه د حکومت مخ ورپړسوي. دا ولي موږ له نورې نړۍ سره جوت توپير لرو؟ دا ځکه چې د ملي يووالي شمزۍ  ماته ده، متقاسيم طبقات دي، هر څوک ډله او ګروپ لري چې د ضرورت په وخت کې يې د خپلو نامشروع ګټو لپاره وکاروي. ملت يې له وېرې او په زور يرغمل کړى. په دې وروستيو کې د ننګرهار والي او حاجي ظاهر قدير تر منځ لوبه د پورتنۍ ادعا د پخلي لپاره کفايت کوي، ځکه داسي په زرګونو بېلګې لرو. تاسي درنو لوستونکو به له رسنيو اورېدلي وي چې په دې اواخرو كې د بلخ والي په زغرده وويل چې که چېري د افغان پر ځاى په برېښنايي تذکرو کې د هر قوم بېل نوم ونه ليکل شو، نو خپل د کورنۍ د غړو لپاره به دا تذکرې وانخلي، مطلق دا ډول خبرې او هڅې د ټولنې، کلتور، هويت، رسومو او پنځه زره کلن تاريخ د محوه کولو مانا لري. په اساسي قانون کې د افغان کلمه داسي نه ده تعريف شوې چې فقط پښتون ته افغان ويل کېږي، بلکې داسي ليکل سوي چې افغان کلمه د افغانستان  هر فرد ته اطلاق کېږي. په افغانستان کې دا ډول کارونه پرته له دې چې دا ولس نور پر زرو لارو روان او تيت وپاشان کړي، بل کوم ارمغان نه لري. موږ مخ په مخه خپله سره وهو او د څټ له خوا مو بيا ګاونډيان ټکوي. د تېرو يوولسو کلونو راهيسي د حاکم ټيم د ځينو متعصبو کړيو  له امله، د رواني سياسي لوبې مخ او څټ ورک دي. که اوسني دولتي حاکم ټيم په تېرو څو کلونو کې د شخصي تضادونو او مفاداتو پر ځاى، د ملي يووالي  په مټ د افغانستان د غميزې عمق ته کتلي واى او په صداقت سره يې پر ملي خطوطو پرته له تبعيض څخه توافق کړى واى، د بهرنيو ستونزو لاره او دريڅه مو په بشپړ برياليتوب سره موندلاى شواى. د تېرو څو کلونو راهيسي يوه مرموزه وژونکې سياسي  توطيه د افغان ولس ژوند ګواښي، خو افغان ملت يې تر دې دمه په شا او مخ نه پوهېږي. افغان دولت د دې پر ځاى چې د ملي توافق له لاري روانه سياسي كثيرالابعاده لوبه ودروي، خپل منځي اختلافاتو او شخړو پر سر اخيستې اجرائيه قوه له مقننه قوې سره ستونزه لري، قضائيه قوه له اجرائيه قوې سره مشکل لري، ولس له دولت سره ستونزه لري، سياسي اپوزيوسيون ځان ته ستونزې لري، سيمه ييز زورواکي او کمواکي ځان ته مشکلات لري، قومونه، ډلې، ګروپونه او احزاب بيا بېل مشکلات لري. بلاخره کورنيو ستونزو د بهرنۍ سياسي معضلې حل پېچېده کړى. ولس او دولت دواړه ځګ ته لاس اچوي. اوس به افغان ملت يا لاره جوړوي او يا به لاره مومي. سياسي شنونکي او کار پوهان په اوسنيو شرايطو کې د افغانستان د روان سياسي کشمکش د ټولو اړخونو حل يوازي او يوازي د افغان کهول په ملي يووالي او ملي اتحاد کې ويني، نو په همدې اساس راځئ چې تر شخصي او کورنيو نفرتونو، تبعيضونو، نيوکو، ستونزو او مشکلاتو تېر شو او يو ځل د خپل اساسي مشکل جرړې په يوه ا تفاق نظر د ملي يووالي او ملي اتحاد په مټ وباسو، پر افغان ملت حاکم تورتم دړې وړې کړو، د غليم خوله له خاورو ورډکه کړو او نيازبينه يې پر هديره خپل د پېغلې په ډول وژړوو. د تکبر او غرور له هسکه يې راوغورځوو او د افغانيت د امپراطور يو مست نيلى يو ځل بيا د دښمن پر خاوره وځغلوو.

-------------------------

ليکوال : عبدالحليم حلميار

سرچينه : ټاټوبی اوونيزه

- بېرته شاته