(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خشاک

ليک : طيب خان
زمونږ په کلي کښې يو ليونې دې، پخوا ئي ډير علم کړې وو خلکو به ورته استاز صيب وئيلو، خو بيا ليونې شو، له مشرانو څخه مو دا هم اوريدلې دي، چې ډيرو کتابونو ورله دماغ خراب کړي وو،اوس ورته څوک استاز او څوک ليونې وائي، په شا ورته بمبار هم وائي، د ليونو کارونه او خبرې هم د خوند وي نو سوچ مې کولو چې د ليوني استاز بعضې قيصي تاسو سره شريکې کړم.
يو ورځ د کوره راووتم نو په کلي کښې مې شور
او چيغې واوريدې، په منډه ورغلم چې ورسيدم نو شادې کاکا او مامد کاکا {تاسو پوهيږۍ چې پښتنو کښې دا نومونه د کومو نومونو جوړيږي} په جنګ وو، د کلي خلک ئي په منځ کښې وو، دواړه ئي نيولي وو، دواړو ګواښونه او په يو بل پسې زورونه کول، خلکو دواړه ته دلاسې او د نرمۍ خبرې کولې چې په دې کښې حاجي صيب را ورسيدو، او د جنګ د خورولو هڅه ئي پيل کړه، حاجي صيب د کلي مشر دې او خلک ئي ډير خاطر کوي، تر دې زه نه ووم خبر چې جنګ په څه دې، حاجي صيب خلک ارام کړل او د جنګ د علت پوښتنه ئي ترې اوکړه، په دې وخت ليونې استاز هم راغې او مخې ته اودريده، شادي کاکا وې د نن زما د پټي پوله ټوله ورانه کړې ده، حاجي صيب د مامد نه تپوس اوکه چې پوله دې ولې ورانه کړې ده، هغه وې خپل پټي ته مې ټريکټر بوتلو لار خټه وه نو دده په پټې مې راوستو، نو پوله ورانه شوه، بيا دغسې دواړو بحث شروع کړو، زه به ئي جوړه کړم او ته به ئي جوړ کړې او ولې دې ورانوله او داسې ډيرې خبري خو لنډ دا چې اخر حاجي صيب فيصله اوکړه او خلک په خپل، خپل کار روان شو، مونږ چې روان شو نو ليونې لګيا شو، وې ظاليمانو چې دا څومره وخت مو په دې جنګ تير کړو، که دومره وخت مو په خپل،خپل پټي کښې تير کړې وې، نو پوله به مو هم جوړه کړې وې او په پټي کښې به مو څه کرلي ريبلي هم وې، په جنګونو خو پولې نه جوړيګي، مامد کاکا وئيل اوس ليوني ته غوږ شه دې مو اوس نور مازغه خرابوي، ځه مړه.
ليونې استاز روان شو، زه هم د ليوني استاز سره روان شوم، ليونې د ځان سره لګيا وو، وئيل ښه نو چې دا لا اوس چا په جنګ کړي دي، ما ورته وې استاز دا په خپله په جنګ شوي دي، ماته ئي اوکتل وئيل ليونيه، په خپله څوک نه په جنګ کيږي دا څوک جنګوي، ما ورته وې، استاز تاسو هم څه وايۍ، د چا څه کار دې چې څوک جنګوي،، وئيل ليونيه دا چې څومره جنګونه کيږي دا څوک جنګوي، څوک چرګان جنګوي، څوک سپي جنګوي، څوک انسانان جنګوي، څوک قامونه جنګوي او څوک ملکونه جنګوي.
ما ورته وئيل، استاز تاسو هم څه وايۍ، انسانان او قامونه او ملکونه څوک ولې جنګوې او څنګه ئي جنګوي،
استاز وئيل، خانه زه تانه يو تپوس کووم، ما وې ښه،،وئيل چې د چا د پټاخو او شورشرو دکان وي نو هغه څه ته ناست وي؟
ما وې استاز څه ته ناست وي، جنګونو ته خو نه وي ناست،
استاز اوخندل وئيل ليونيه، ودونو، ښادو ته ناست وي دا ئي کاروبار دې، ما وې استاز نو اوس ددې خبرې سره د جنګونو څه کار؟
استاز وئيل، ته هم راته روغ نه ښکارې، دا راته اووايه چې د چا د بارودو دکان وي نو هغه څه ته ناست وي؟ ما وې څه ته ناست وې؟
استاز بيا اوخندل، وې ليونيه هغه جنګونو ته ناست وي، چې جنګ وي نو کاروبار به وي، د څه خلکو د بارودو دوکانونه دي، انسانان جنګوي، د څه خلکو د بارودو غټ، غټ ملونه دي، غټې‌،غټې کارخانې دې، قامونه جنګوي، ملکونه جنګوي، دا د خلکو روزګار دې، دې سره د ډيرو خلکو روزي تړلې ده.
ما ورته وئيل، نو استاز په دې کښې چې دا خلک مري، وئيل مرې دې کنه، چې اور بليږې نو خشاک خو په کښې سوزي، چې موټر ګرځي نو تيل خو په کښې مصرف کيږي، ما وئيل استاز پوهه نه شوم، استاز وې، ځه ليونيه ته نه پوهيږې او په کوڅه کښې رانه روان شو.
بمبار استاز خو لاړو، خو زما په مازغو کښې لا تر اوسه دا خبره تاويږي، چې دا خلک څوک جنګوي، نه پوهيږم چې زما هم مازغه خراب دي چې د ليوني خبرو ته سوچونو اوړې يم که څه؟

- بېرته شاته