Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
موږ چا مړه کړو؟
[02.Jun.2015 - 19:34]نه زلزلې او نه توپان مړه کړو
ږلۍ د اور راکټ باران مړه کړو
داسې کاپرو او پردو مړه نه کړو
لکه چې خپل ورور مسلمان مړه کړو
عرض به د چا دربار ته ورسوو
په دروازه کې چې دربان مړه کړو
څه به کوو خلکو له غلو نه ګیله
موږ خو څاروان د دې کاروان مړه کړو
ځمکې هم راوسته په موږه مرګو
که افتونو د اسمان مړه کړو
غریبو مړه نه کړلو خوارو نه کړو
موږ امیرانو د دوران مړه کړو
لیوانو ونه خوړو مات یې نه کړو
خو د انسان په نوم انسان مړه کړو
وي به ضرور د غمازانو لمسون
داسې له مخې چې جانان مړه کړو
د چا د زهرو په ترخو مړه نه شو
خوږو خبرو خوږ بیان مړه کړو
چې دین یې ورکړ د دنیا په بدل
بس خو همدغه بې ایمان مړه کړو
په ژوند مو ولیدې لمبې د دوزخ
د وخت بې وخته امتحان مړه کړو
د ژوند سپرلی ته مو خندلی نه وو
تنکی ګلان وو چې خزان مړه کړو
قربانی نه شو د وطن له سره
شخصي قدرت ګټې د ځان مړه کړو
چې د وحدت لاره مو پرې ښودله
بیلتانه وخوړو هجران مړه کړو
چې لیوني ورپورې هم خاندي
هغه دلیل هغه برهان مړه کړو
پوره به نه شي تر قیامته پورې
خوشې وعدو چټي پیمان مړه کړو
کوربنو هم په موږ صرفه ونه کړه
که نابللی شان مهمان مړه کړو
۱۰/۸/۱۳۷۱ انصاري واټ
نصرالله حافظ