(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دلته هم زه مرم هلته هم زه مرم

د وسله والو طالبانو د كويټې شورا د پاكستان د استخباراتي كړيو تر سخت فشار لاندي ده. مخكې په پاكستان كې د وسله والو طالبانو دوې شورا ګانې موجودي وې چې يوې په كويټه او بلي په پېښور كې فعاليت كاوه. د راپورونو له مخي د تېرو څو مياشتو راهيسي د وسله والو طالبانو دواړي شوراګانې د پاكستان د استخباراتي شبكې او د دغه هيواد د اردو له خواسلب صلاحيت شوي. د تحريك طالبان پاكستان او لښكر جنګوي پاكستانيو طالبانو له غړو سره د پاكستان د استخباراتو مرموز توافق د كويټي شورا صلاحيتونو ته صدمه رسولې. د چارو شنونكې وايي، په پنجاب كې د پاكستانيو طالبانو او د پاكستان حكومت مخفي خبرو اترو د افغان طالبانو د مستقلانه تصميمونو چاره پيکه کړې، د كويټي او پېښور شوراوي مخكې هم د پاكستان د استخباراتو تر اغېز لاندي وې، خو په دې وروستيو كې داسي راپورونه خپاره شوي چې اوس د دغې شورا هره پرېكړه او هر اقدام بايد مخكې تر ابلاغ د پاكستان د استخباراتو تر نظر يو ځلې تېر شي. پاكستان غواړي وسله وال طالبان په افغانستان كې د خپلو ګټو دفاع ته چمتو كړي. د پاكستان طالبان د افغان طالبانو سره نږدې اړيكې لري، نو په همدې اساس د پاكستان حكومت ته ډېره ستونزمنه نه ده چې د پاكستان د طالبانو په ډول د افغان طالبانو رهبري هم په خپل لاس كې واخلي. په افغانستان كې د طالبانو وروستي بريدونه هم تر ډېره بريده د پورتنۍ ادعا پخلى كوي. افغان طالبان اوس په پاكستان كې نه يوه واحده رهبري لري او نه هم يوه واحده كتله لري. ځيني طالب مشران مستقيماً د پاكستان د استخباراتو په لاس كې دي. د بروكسل تر درې اړخيزي غونډي وروسته په افغانستان كې طالبانو جګړې ته زور وركړ، ځكه د بروكسل په غونډه كې كياني ولسمشر حامدكرزي ته وويل چې په افغانستان كې د جګړې موسم راروان دى. د كياني د خبرو مفهوم دا نه وو چې د طالبانو د ګواښ يادونه وكړي، بلكې دا د كياني شخصي ګواښ و چې حامد كرزي ته يې وكړ. د نوموړي تر ګواښ درې ورځې وروسته وسله والو طالبانو د خالد بن وليد په نوم د پسرلنيو عملياتو د پيل خبر وركړ. جالبه دا ده چې وسله والو طالبانو د روان لمريز كال په پيل كې لا د خپلو عملياتو د پيل خبر وركړى و، خو دا چې ولي دوهم ځل د كياني تر خبرو وروسته دغه عمليات بيا په نوي نوم اعلان شول، د رواني لوبې دوهم مخ تشريح كوي. چې خبره ډېره اوږده نه شي دلته څو علتونه موجود دي چې عامل يې په وجود راوړى: د طالبانو پخوانۍ سياسي كتله تجزيه شوې، طالبان اوس واحد هدف، حقيقي پلان او رهبري نه لري، يو زيات شمېر لوړپوړي طالب چارواكي همدا اوس د پاكستان د استخباراتي شبكې په محاصره كې دي او د هغوى د اجازې پرته، نه څه ويلاى شي او نه كوم اقدام كولاى شي. په تېرو څه دپاسه يوولسو كلونو كې چې به كله كوم طالب د پاكستان د اجازې پرته خوله خلاصه كړه، نو پاكستان به د ترهګر ټاپه پر ووهله او امريكا ته به يې وسپاره او يا به يې مستقيماً خپلو كثيفو جېلونو ته واچاوه، نو په همدې اساس ګڼ شمېر لوړپوړي طالبان مجبور شول چې د پاكستان غوښتنې ومني او كه په افغانستان كې جګړه كوي، نو بايد د پاكستان ګټو ته حق اوليت وركړي. كه څه هم د پاكستان د دغې پاليسۍ سره به ځيني طالبان موافق نه وو، خو پاكستان په وچ كلك زور مجبوره كړه چې د پاكستان سره ټولي لاري ومني. اوس د وسله والو طالبانو د كويټي او پېښور شوراګانې د پاكستان په استخباراتي شوراګانو اوښتي او هر تصميم چي په دغو شوراګانو كې نيول كېږي بايد مطلق د پاكستان د پوځ او استخباراتو پر مزاج برابر وي، خو كه د دوى د مفاداتو په خلاف كوم طالب اوچت شو، نو په هم هغه دقيقه يې نور ملګري ورته ګوري پوځ او استخبارات يې وتړي او له ځان سره يې بوزي. دا اوس تر بل هر هيواد زيات افغان طالبان په پاكستان كې بنديان دي، داسي طالبان هم د پاكستان په جېلونو كې پراته دي چې په افغانستان كې يې د اوسنۍ جګړې سره مخالفت درلود او د پاكستان په غوښتنه حاضر نه وو چې دلته جګړه وكړي، خو دا ډول كسان هم په هم هغه لحظه چې يې د جګړې څخه انكار كړى، نيول شوي او تر اوسه د پاكستان په زندانونو كې پرته له كوم جرمه څخه شپې او ورځې تېروي. تر ټولو ښه مثال يې د وسله والو طالبانو پخوانى كليدي غړى او پوځي قوماندان ملاعبدالغني برادر دى. د وسله والو طالبانو دغه قوماندان غوښتل د افغان دولت د سولې پروسې سره خبرې اترې وكړي، خو د پاكستانيو ملېشو له خوا ونيول شو او اوس هم د پاكستان په زندان كې پروت دى. پاكستان افغان طالبان د افغان دولت لپاره د فشار د يوې الې په ډول كاروي. زموږ طالبان د تېرو څو كلونو راهيسي د پاكستان په اوده كې دي. پاكستان د افغانستان د تېرو څو لسيزو جګړو څخه د ځان د بسيايني (خودكفايي) لپاره ډول_ډول استفادې وكړې، دوى خپل اقتصاد د افغانستان د جګړې پر سر غني كړ، د اټوم بم خاوندان شول. كه چېري طالبان په دې مفكوره وي چې پاكستان زموږ دوست دى، نو دا به يوه لويه او نه جبرانېدونكې تېروتنه وي، ځكه پاكستان په هيڅ صورت نه د اسلام او هم نه د افغانستان مدافع كېداى شي. پاكستان ته خپلې ګټې مقدمي دي او د خپلو ګټو مدافع دى، نو زموږ افغان وسله وال طالب ته په كار دي چې نور له پاكستان سره خپلې اړيكې وشلوي، كه نه نو يو وخت بيا د خپلو غلطيو جبرانولو وخت ځني تېر وي. كه همدا افغان طالبان نه وي، نو پاكستان او پنجابيان په هيڅ صورت دلته جګړه نه شي كولاى. د پاكستان پوځ او استخباراتو خو زموږ پر خپلو اوږو د خپل وطن د ورانولو وسله ايښې، كاشكې زموږ جنګ مخامخ د خپل طالب پر ځاى د پنجاب سره واى، هغه وخت به بيا پاكستان پوه شوى واى چې د سېره څو پخېږي، اوس خو دواړو لورو ته يو تن وژل كېږي. د فكر خاوندان خو په دې اساس اوس د رواني جګړې څخه رنځ وړي چې دواړو خواوو ته يو افغان وژل كېږي، دلته هم زه مرم، هلته هم زه مرم، كاشكې زموږ په روانه جګړه كې د جګړې اصلي لوبغاړو ته هم زيان رسېدلاى، نو بيا به موږ حساب نه ورته كولاى، خو اوس ګټه د نورو او زيان زموږ په برخه دى.

--------------------------

ليکوال: عزت الله ذکي

سرچينه : ټاټوبی اوونيزه

- بېرته شاته