(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سياستونو تصادم

سياستونه بايد د هيواد په ګټه عيار شي. يا په بل اوريانټ، سياستونه بايد ملي خطوط او ملي منافع منعكس كړي، خو بدبختانه زموږ سياسيون د ملي منافعو پر سر هم د سياستونو د تصادم ستونزه لري. ملي خطوط معلوم دي او ملي منافع مشخص تعريف لري. په ډيموكراټيكو هيوادونو او پرمختللو ټولنو كې د سياستونو ټكر د هيواد د منافعو د لا ساتنې په موخه رامنځ ته كېږي. نړيوال د بهرنيو سياستونو لپاره يو چوكاټ لري، دوى اصلاً د ملي منافعو او ملي خطوطو پر سر د سياستونو تصادم نه لري. د نظرونو، افكارو او تيوريو ټكر طبيعي خبره ده، خو ځان ته يو معيار لري. كه چېري په يوه ټولنه كې د ټولنې د لا ښه پرمختګ پر سر د نظرونو ټكر موجود وي، نو سالم رقابت ته لاره خلاصوي چې پايله يې د بشري ټولنو په خير تمامېږي، خو كه يوه ټولنه د زعامت، ملي خطوطو او ملي منافعو پر سر وېشلي نظرونه ولري، نو زياتره مهال يې هيواد او ټولنې ته د ګټې پر ځاى زيان ډېر وي، ځكه په ملي مسايلو كې تر ډېره اتفاق نظر او اجماع اهميت لري. په افغانستان كې تر بل هر هيواد د نظرونو د ټكر او د سياستونو د تصادم ستونزه ډېره محسوسېږي. زموږ سياسيون نه پر ملي مسايلو او نه هم پر كورنيو مسايلو اتفاق نظر لري، د هرې موضوع پر سر زموږ د سياست د ډګر فعالان ضد او نقيض سياستونه تراشي، چې نظريات يې مځكه او اسمان فرق سره لري. زموږ نظرونه واټن سره لري چې آن احتمالي يوځايوالى يې هم ناشونى برېښي. اصلاً په افغانستان كې ستونزه د سياست په ډګر كې پر ټولو مسايلو د نظرونو د توافق د يوې تعريف شوې او منل شوې غونډلې نه شتون ګڼل كېږي. دوهمه ستونزه چې اوس زياته محسوسېږي، دا ده چې هر څوك له خپل ادرسه ګونګ او نامعلوم سياستونه ترسيموي. درېيمه ستونزه دا ده چې د افغانستان په  هره قوه كې د سياستونو د تصادم ستونزه موجوده ده، مقننه قوه ځان ته سياست تمثيلوي او په عين حال كې په خپل بطن كې د سياستونو او نظرونو واضح ټكر لري. اجرائيه قوه ځان ته مختلف سياستونه ترسيموي او په ضمن كې په خپل منځ كې د سياستونو د تصادم ستونزه لري او قضائيه قوه هم په همدې ډول ستونزو مبتلا ده. په صورت كل، بيا د دې درو واړو برجسته قواوو سياست په خپل منځ كې د نه منلو مخالفت او تصادم لري. زموږ ملي خطوط او ملي منافع بايد مشخص شي. پر ملي منافعو د سياستونو د ټكر پر ځاى د سياستونو د متفقوالي لپاره بايد هر اړخيز كار وشي. په اوسني نظام كې د يوې مفكورې او فكر خاوندان ډېر كم دي، څومره كسان چې په دې نظام كې موجود دي، په هم هغه كچه مختلفو او مخالفو سياستونو او افكارو نظام ته لاره پيدا كړې. د سياستونو ټكر ډېر ژر په نظام كې تشنج رامنځ ته كوي. كه چېري په يوه ټولنه كې د نظرونو تصادم تر فردي سرحده پوري ورسېد، نو نه يوازي د ټولنې نظام له منځه وړي، بلكې ټولنه په طبقات متقاسم مرض مبتلا كوي. د ټولو پرمختللو هيوادونو سياستونه له كوڅې، بازار، رسټورانټ او دولتي څوكۍ څخه نيولې، تر وزارت او ماموريت پوري، د خپلې ټولنې او هيواد د ملي منافعو د پاليسۍ او سياست پر سر توافق نظر لري. په مخ پر ودې هيوادونو او ټولنو كې پر هره موضوع كې دومره وېشلي نظرونه په صورت قطعي وجود نه لري، هر فردي، ټولنيز او ګوندي سياست مخكې تر مخكې د ملي منافعو په چوكاټ كې عيارېږي، خو متاسفانه زموږ د بازار، كوڅې او مسجد له سياست څخه نيولې، تر حكومتي او دولتي سياست پوري ټول د توافق نظر پر ځاى ټكر لري. نړۍ هم د افغانستان ځينو سياستمدارانو ته د حيرت ګوته په غاښ نيولې. دولت يو څه وايي، حكومت بل څه وايي او آزاد سياستمداران بيا د دې دواړو په خلاف خپله نغاره ډنګوي، ولس او مطبوعات ځان ته سياستونه او پاليسۍ تعقيبوي چې دغه راز ګونګ حالت اصلاً د مركزي دولت د سياستونو د اظهار چاره پيكه كړې. د افغانستان په اوسنيو شرايطو كې دغه ډول بېلابېل او مختلف النوع سياستونه نه يوازي د ټولنې د نجات سبب نه ګرځي، بلكې ټولنه او هيواد نور هم د بربادۍ او تجزيې كندې ته وراچوي. وېشلي افكار ټولنه هم وېشي، نو په همدې اساس د افغانستان اوسنى دولت بايد د خپلو داخلي سياستونو د نظرونو د توافق لپاره تر ډېره بريده كار وكړي، تر څو ولس له اوسني متذبذب سياسي چاپېريال څخه راووزي. كه د دولتي چارواكو پاليسي، نظريات، هيلې او افكار په يوه چوكاټ كې بسيج شي، نو ملت به له اوسني ګونګ او مبهم حالت څخه نجات ومومي. سياستمداران دې په خپلو ورځنيو چارو كې په خپلو مباحثو كې د ملي منافعو ضد او مشروع يا سالم او غيرسالم سياستونه سره تفكيك كړي. زموږ په اوسنۍ ټولنه كې اوس كه دولت دى، كه ملت، كله چې زر نفره پر يوه موضوع نظر كوي، نو اقلاً د نهو سوو كسانو نظرونه سره په تصادم كې وي، چې په پرمختللو ټولنو كې كه چېري كټ_مټ په يوه موضوع كې له (۱۰۰۰) كسانو نظر واخيستل شي، نو حتماً به د سلو تنو نظر سره په تصادم كې، خو د (۹۰۰) كسانو نظر به بالكل له يو او بل سره توافق ولري. دا مهمه نه ده چې په فرعي مسايلو كې دې حتماً تر ډېره بريده توافق نظر موجود وي، خو پر ملي مسايلو او خطوطو باندي بيا توافق نظر يوه اساسي موضوع او اړتيا ده. په افغانستان كې په هرو ۱۰۰ كسانو كې ۹۹ كسان تصادم نظر او د ملي مسايلو پر سر د سياستونو د ټكر ستونزه لري. البته دا ستونزې ورځ په ورځ زياتېږي او محسوسېږي. تر څو د ملي يووالي د حنجرې په مټ د ولس، دولت، ډلو، احزابو، حركتونو، افرادو، مطبوعاتو، مدني ټولنو او ازادو كړيو سياستونه د هيواد د ملي منافعو په چوكاټ كې بسيج نه شي، اوسنۍ غميزه لاينحل برېښي.

-------------------------

ليکوال : عبدالحليم حلميار

سرچينه : ټاټوبی اوونيزه

- بېرته شاته