پښتون سنرغاړي احمدګل سره مرکه
پښتنو ته د موسیقۍ تفریح ورکونکی احمد گل وايي خپل ژوند يي غمناک دی
د تیرو شپیتو کالو نه زیاتې مودې راهسې پښتنو ته د ساز او خوږ اواز د لارې تفریح او خوشحالي ورکونکی استاز احمد گل وايي خپل ژوند کې يي چرې هم خوشحالي نه ده لیدلې او اوس د مرگ په انتظار ورځې شپې سبا کوي.
د نړۍ په هرگټ کې چې چرته هم پښتون ميشته دى اؤ هغه د موسيقۍ سره لږه غوندې علاقه هم لري نو د استاذ احمدگل د نوم سره به ارومرو بلد وي.
استاد احمد گل د تيرو 63 ؤ کالو څخه سندرې وائي اؤ دپاکستان حکومت ورته دهغه فن داعتراف په توگه دامتياز تمغه هم ورکړې ده.
په کال 1942ء کې يې د پيښور سره نزدې په سوړيزۍ نومې کلي کې د وهاب په کالۀ کې سترگې غړولې وې چې په دغه زمانه کې دهغه ترۀ گل خان دخپل دور نوميالو سندرغاړو کې شمير ؤ اؤ دشهرت چرچې يې تر لرې لرې رسيدلې وې.
داستاذ احمد گل پلار وهاب به هم پخپله سندرې وئيلې خو دهغه زيات شوق د طبلې غږولو سره ؤ ځکه نو وروستو يې سندرې پريښودې اؤ په طبله نوازۍ کې يې ښه نوم پيداکړو.
استاد احمد گل لا ماشوم ؤ، په دريم جومات کې يې سبق وئيلو چې د خپل ترۀ دفن څخه متاثر شو اؤ دلسو کالو په عمر کې يې د سندرو په وئيلو پيل وکړو.
د پيښور ريډيو څخه د هغه په اواز لمړۍ سندره دانشر شوې وه چې " په نيمه شپه کې اوازونه_ وه توره بلبله ناښاده_ خوږ اشنا دې بيل کړو لۀ مانه"
وروستو هغه د خپل وخت دمشهورو اؤ نامتو موسيقارانو استاد شيرافگن،استاد نواب اؤ استاد صابر څخه باقاعده فني زده کړې ترلاسه کړې اؤ دشلمې صدۍ دپښتو دلويو هنرمندانو په صف کې يې ځانله ځايې جوړ کړو.
دامهال چې دهغه عمر درې اويا کالو ته رسيدلى دنيمې پيړۍ څخه يې زيات عمر په سندرو کې تير کړو.
هغه پخپل 63 کلن هنري ژوند کې په لکونو سندرې،رباعيات،غزلې،چاربيتې،ټپې،نيمکۍ،بدلې اؤ کيسې وئيلي دي.
په ټي وي،راډيو،سټيج ،شخصي محفلونو اؤ حجرو کې يې دخپل فن دمظاهرې ترڅنگ په قطر،هالينډ،سعودي عرب،افغانستان اؤ متحده عرب اماراتو کې دخپل هنر ښودنه کړې ده خو په فلم کې يې سندرې نۀ دي وئيلي.
وائس اف امريکا ډيوه راډيو سره په ځانگړې مرکه کې فلمي نړۍ څخه د بهر پاتې کيدو علت استاد احمد گل دا وښودلو چې کله دپښتو دوه زاړۀ فلمونه "زرتاجه" اؤ "تورې سترگې" جوړيدل نو فلمساز هغه سره خبره وکړه چې ددغو فلمونو دپاره بايد هغه پخپل اواز سندرې ووايي خو داحمد گل استاذ په وينا فلمساز د يوې سندرې پسر هاغه مهال درې سوه روپۍ معاوضه ورکوله اؤ دۀ ترې پينځۀ سوه غوښتې اؤ چې کله يې په پيسو خبره جوړه نۀ شوه نو بس بيا يې دفلمونو په لوري پشا نۀ دي کتلي.
احمدگل استاذ وايي هغه داسې گڼي چې فن يې لکه د وينې په رگونو کې چلن کوي.
دسندرې وئيلو ترڅنگ احمد گل استاد د هارمونيم هم يوټکړه استاد دى اؤ وايي باجه د هغه معشوقه ده کله چې ورته کښيني نو يو روحاني سکون ترې ترلاسه کوي.
دهغه په وينا کله چې ډير خفه وي نو بيا باجه راواخلي اؤ خپل غم په راگونو اؤ سرونو کې نغمه کړي.
دامهال چې هغه په وجود زيات کمزورى دى خو اواز يې هم هاغه شان ځوان دى لکه څنگه چې به پنځوس کاله وړاندې د کلي په حجرو کې داحمدخان استاذ سره يوځايې مشرانو اوريدو.
احمد گل استاد وايي په هاغه زمانه کې مائيکونه نۀ وؤ باجه به يې غاړې ته اچولې وه اؤ ټوله ټوله شپه به يې په ولاړه محفلونه کول.
"اف _ څه د قدر ډکه زمانه وه اؤ څه قدردان خلک وؤ.ته گوره دژمې اوږده شپه به مونږ ټوله په محفل کولو تيروله خو مجال شته کۀ چا به مو دمخې نه ړق وهلو،مشران کشران ،همځولي ټول به راته محفل کې دم ختلي ناست ؤ اؤزمونږ رباعياني،غزلې اؤ چاربيتې به يې اوريدلې_ لا بعضې بعضې خلک به راته په ژړا شول ،زمونږ لاسونه به يې د تبرک په توگه ښکلول "
خو داوسني کول په هکله بيا هغه ډير مايوسه دى اؤ وايي "اوس خو تپوس مۀ کوه_ دبې شرمۍ دور ته پاتې شوي يو خو څه وکړو خلاصون مو نيشته ،بل هنر مو زده نۀ دى،خيټه ډوډۍ غواړي ،ډوډۍ مو په دغه باجه پسې تړل شوې ده اؤ کۀ زړۀ مو غواړي اؤ کنه خو دخيټې د مجبورۍ له امله به دفن نه ناخبره خلکو ته سندرې وايم نو "
احمد گل استاد وايي هغه فنکار دى،په راگونو مئين دى اؤ زيات افسوس هغه وخت ورشي چې کله په يومحفل کې يو فني راگ غږوي ،کلاسيک اوروي اؤ د فن باريکو ته ورکوز شوى وي خو په دغه مهال ورته د محفل د يوگټ نه ځلمي اواز ورکړي"کاکا ته دې دا غزلې لږې پريږده اؤ دې هلکانو ته گرم ساز وغږوه چې گډ شي"
هغه وايي اوس د"امرسې" اؤ"پتاسې" د سندرو وخت دى ،اوس څوک په فن څه کوي.
کله چې مو د استاد احمد گل نه پوښتنه وکړه چې درې شپيتۀ کاله دې د فن خدمت وکړو_څه صله په لاس درغله نو هغه وويل"دا صله چې کۀ په باران کې مې کوټه څاڅي نو د ليو کولو توان يې نۀ لرم، کۀ د دريوؤ سوؤ روپو نه بره راته په کور کې بيماري پيدا شي نو نفلونو له زور ورکړم اؤ خدايې ته ژاړم چې ياالله ستا نه بغير مې بل هيڅ د ژړا اؤ مدد ځايې نيشته"
داتوؤ بچو پلار احمدگل نه چې مو کله وپوښتل په ژوند کې دې د خوشحالۍ کومه خاص لمحه راغلې ده اؤ د خفگان؟ نو ځواب يې دا ؤ چې "يره جي_ کۀ رښتيا راباندې وايي نو ما هډو په ژوند کې خوشحالي ليدلې نه ده،په غريبۍ کې مې سترگې پرانستي اؤ په غريبۍ کې به مرم،سندرې مې هم وئيلي اؤ دبچو د روزۍ دپاره مې په دياړۍ په خوړونو کې باجري هم چاڼ کړې ده،دبوسو ټرکونه مې هم ډک کړي دي اؤ د خټو ټاټکي مې هم چلولي دي"
هغه وايي درې درې مياشتې يې کار نۀ وي اؤ چې څوک يې محفل ته نۀ بوځي نو مجبور دى چې اولاد ته د ډوډۍ پيداکولو دپاره دياړي مزدوري وکړي.
"اؤ اوس خو چې دا جينکۍ راوتلي دي،ډى جى رواج شوې ده نو په مونږ بوډاگانو څوک څۀ شړق راغورځوي"
داحمد گل استاد سره دمرکې دغه برخه د مرکه کوونکي دپاره ډيره د اذيت ډکه وه چې کله ترې پوښتنه وشوه لويې خواهش دې څه دى ؟
هغه په ډکو سترگو په ژړغوني اواز وويل "دا بچي مې ناست دي خفه کيږي،گنې اوس ويم چې ايسته مړ شوى اؤ نورمې ددې بې ارزۍ د ژوند نه اوږې سپکې شي"
هغه گيله وکړه چې تراوسه ورسره حکومت يا کومې فني ادارې د يوې پيسې مرسته هم نه ده کړې اؤ نه اوس د ژوند په دې حصه کې دچا نه دمرستې هيله لري.
احمدگل استاد زياته کړه کۀ د امتياز تمغه ورته تيرکال ورکړل شوه نو څه پرې "دپيتلو په دغه ټيکلي خو خيټه نۀ ډکيږي،ماته خو اوس د دارو درملو ضرورت وي ،بوډا سړى يم په کور ناست يم پکار ده چې حکومت مې دې بچو له دومره څه ورکړي چې څه دتيل مالگې هټۍ پرې روانه کړي اؤ زۀ دخپل ژوند په وروستۍ برخه کې د رزق اؤ دارو درملو د محتاجۍ نه بچ شم