په آزاد سرحد کې د مومندو مبارزې
ډاکټر عبدالرحمن زماني
(اتمه برخه)
ستره لوبه (The Great Game)
د١٨١٠ او ١٩٠٧ کلونو په موده کې په افغانستان او منځنۍ اسيا کې دانگريزي او روسي امپراتوريو پلټونو، جاسوسيو او دسيسو يا چل ول ته د سترې لوبې نوم ورکړ شويدې . دسترې لوبې اصطلاح دلومړي ځل دپاره د نولسمې پيړۍ په سر کې د دغې جنگ جگړې يوه بريتانوي گډون کوونکي "ارتر کونولي" Arthur Connolly اختراع کړه . دانگريزانو دغه مامور داستخباراتي معلوماتو دراټولولو دپاره په سيمه کې اوږده سفرونه وکړل . دغه انگريز دخپل يوه بل ملگري چارلز ستودارت Charles Stoddart سره يو ځاې په ١٨٤٢ کال کې په بخارا کې خپل ژوند هغه وخت له لاسه ورکړ، کله چې ددواړو سرونه پريکړ شول . خو دسترې لوبې اصطلاح په ١٩٠١ کال کې د"کيم" Kim په نامه د Kipling Rudyard کيپلنگ د يوه داستان د خپريدو نه وروسته عامه شوه .
دسترې لوبې په لوبغاړو کې درې ډلې شاملې وى :
1. بريتانوي فوځ او د هغې منصبداران او د بريتانوي هند د حکومت سياسي اداره
2. بريتانوي جاسوسان چې يا خو سيلانيان او يا هم عسکري مامورين وو
3. هغه محلي کسان چې دمعلوماتو د راټولولو دپاره انگريزانو استخدام کړي وو او هغو خطرناکو ځايونو ته به يې استول، کومو ته چې به د آروپايانو ورتلل گران وو. دوې به اکثره يا دپيرانو او روحانيونو او يا هم دبودايي زيارت کوونکو په جامه کې استول کيدل . انگريزانو دا ډله ددوې د غير عادي مهارت او چالاکۍ په وجه استخدام او تر ليږلو دمخه به يې دپټو معلوماتو د راټولولو او پټې سروې په چاروکې تربيه کول . ددې ډلې د شمير او نومونو په هکله زيات معلومات ځکه نشته، چې دوې د خپل کار ليکلې رپوټونه پريښودلي ندي .
ديادولو وړ ده چې دسترې لوبې د بريتانوي لوبغاړو تر ټولو مهمه ډله د بريتانوي فوځ منصبداران او د سياسي شعبي مامورين وو. دسترې لوبې دبريتانوي لوبغاړو په معروفه څيرو کې لاندني کسان شامل وو:
– جيمز ايبټ James Abbott ، چې په خيوا کې يې دروسانو په ضد فعاليت درلود، دبريتانوي هند د هزاره دسيمې د چارو مسئوليت وروسپارل شو، او دايبټ آباد ښار يې په نوم ياديږي .
– لارد اوکلندLord Auckland ، دبريتانوي هند گورنر جنرال چې په افغانستان يې د١٨٣٩ کال دتيري امر صادر کړ.
– ډاکټر ويليام برايډنDr. William Brydon ، چې دافغانانو او انگريزانودلومړۍ جگړې ديواځيني ژوندې پاتې شوي کس په توگه مشهوره شو.
– الکساندر برنيس Alexander Burnes ، هغه سيلانې چې مرکزي اسيا ته دسفر کتاب يې ډير مشهوره شو، دکابل په تخت دشاه شجاع د کښينولو وروسته ددانگريزانو دهيئت مرستيال او د١٨٤١کال په پاڅون کې ووژل شو.
– کيوناريCavagnari ، دافغانانو او انگريزانوددوهمې جگړې په وخت کې په کابل کې دانگريزانو دنمايندگۍ مشر چې دوه مياشتې وروسته ديوه پاڅون په نتيجه کې ووژل شو.
– ارتر کونوليArthur Connolly ، دسترې لوبې داصطلاح اختراع کوونکې چې په بخارا کې ترې سر پريکړ شو.
– لارد کرزنLord Curzon ، دبريتانوي هند وايسراى (نائب السلطنه) چې شمال مغربي سرحدي ايالت يې تاسيس او سيمه يې مستقيما دمرکز تر ادارې لاندې راوسته .
– ميجر هرالډ دينHarold Deane ، د١٨٩٧کال دازاد سرحد دقبايلو دستر پاڅون په وخت کې دملکنډ بريتانوي سياسي مامور، او په ١٩٠١ کال کې دشمال مغربي سرحدي ايالت جوړيدوسره سم لومړنې کميشنر.
– مورتمر ديورندMortimer Durand ، دهندوستان هغه خارجه سکرتر چې په ١٨٩٣کال کې يې د بريتانوي هند او افغانستان تر منځ دسرحد دټاکلو خبرې سرته ورسولې او دغه سرحدې کرښه يې په نوم ياديږي .
– ويليام ايلفينسټنWilliam Elphinstone ، هغه انگريزي جنرال چې دافغانانو او انگريزانو په لومړۍ جگړه کې يې دانگريزي قواوو قومانده پر غاړه وه او په ١٨٤٢کال کې دافغانانو په لاس ووژل شو.
– ليپيل گريفينLepel Griffin ، هغه سياسي مامو ر چې په ١٨٨٠ کال کې يې امير عبدالرحمن خان سره دقدرت درسيدو دپاره دانگريزانو په شرايطو خبرې وکړى .
– حوزيه هارلنJosiah Harlan ، په افغانستان کې لومړنې امريکايې جاسوس .
– موهن لالMohan Lal ، اصلاً مسلمان او نوم يې آغا حسن خان و، نيكونه يې د راجه منى رام كشميري له كورنۍ او د اسلام په دين مشرف شوي وو. پلار يې ميرزا محمد شكوه نومېده. موهن لال د سدوزيو د كورنۍ د سقوط او د وزير فتح خان د وروڼو د عروج په وخت كي په افغانستان كي، او د انګرېز انو سره دافغانانو په جګړه كي د استعمار د پرمختګ له مهمو عواملو او جاسوسانو څخه وو. هغه دانګرېزانوپه فعاليت كي مهمه ونډه درلوده . هغه نه يواځې د الکساند برنيس سره د منشي، او ترجمان په توگه خدمت وکړ او هغه ته يې فارسي ژبه زده کړه، بلکې انگريزانو ته يې مهم معلومات راټولول، مخورو افغانانو ته به يې رشوتونه ورکول چې دانگريزانو پلويان شي، او دانگريزانو ددښمنانو دوژلو دسيسې به يې هم جوړولې. د امير دوست محمد خان دژوند په نامه دهغه يو كتاب کې دهغه د سترګو ليدلي ډير حالات راغونډ شوي چي د محمدزيو د دورې د تاريخ له مهمو منابعو څخه ګڼل كيږي (داکتاب د"زندگى امير دوست محمد خان امير کابل" تر نامه لاندې په دوه ټوکه کې دکابل دپوهنتون دپخواني استاد پروفيسر ډاکټر سيد خليل الله هاشميان لخوا ژباړل شوې او په امريکا کې دائينۀ افغانستان دمجلې لخوا خپور شوې دئ) .
– لارد ليتنLord Lytton ، دهندوستان هغه وايسراى وو چه دتيري کوونکي فارورد پاليسۍ له امله يې دافغانانو او انگريزانو دوهمه جگړه پيښه شوه .
– مکناټنWilliam Macnaghten، په افغانستان کې دانگريزانو دتيري کونکي پوځ مشر اودهغه هيئت مشر هم وو چې شاه شجاع يې دقدرت په گدۍ کښيناوه . هغه د ١٨٤١کال ددسمبر په مياشت کې دوزير اکبر خان په لاس ووژل شو.
– جان مکارتنيJohn Macartney ، بريتانوي سروې کوونکې اود مونستوارت ايلفنسټن دماموريت د ټيم هغه غړې وو چې دافغانستان يوه ډيره په زړه پورې نقشه يې جوړه کړه .
– چارليس ميسنCharles Masson ، چې اصلي نوم يې جيمز ليويس وو، په ظاهره دبريتانوي پوځ څخه کابل ته وتښتيد، په ١٨٣٩کال کې يې دانگريزانو دپاره جاسوسي کوله، دسوالگر په بڼه يې ډير ځايونه وليدل . هغه يو ښه لرغون پيژندونکې هم وو، او دکابل شمال ته پروت هغه ښار گوټې يې هم آروپايانو ته وروپيژانده ، کوم چې مقدوني اسکندر جوړ کړې وو.
– ويليام مورکرافتWilliam Moorcroft ، چې دآسونو دسوداگر په بڼه يې انگريزانو ته جاسوسي کوله .
– ايلدريد پاتينجر Eldred Pottinger، چې دهرات دښار په جامع جومات کې يې دخطيب او ملا امام دنده تر سره کوله .
– روزکيپل Roos-Keppel ، چې ١٩٠٨ او ١٩١٩ کلونو ترمنځ دشمال مغربي سرحدي ايالت کميشنر وو او دانگريزي /پښتو ژبې قاموس يې وليکو .
په کابل کې دانگريزانو ميشته وکيلان يا مسلمان ايجنټان
انگريزانوپه لومړي سر کې دافغانستان په هکله ډير لږ معلومات درلودل . که څه هم دافغانستان په هکله دځينو مسافرو او سيلانيالو کيسې موجودې وي، خو دالفينستن تر استولوانگريزانو دبريتانوي هند دسرحد (اټک) څخه آخوا زيات معلومات نه درلودل (١). دوې ته به داستخباراتي معلوماتو راټولول نه يواځې داچې ستونزمن او خطرناکه وو، بلکه دامعلومات نيمگړي او په نشت حساب وو. دمعلوماتو څرنگوالې به دهغو افرادو په قابليت او وړتيا پورې مربوط وو، کومو چې به په بدلو څيرو او جامو کې سفر کاوه . انگريزانو به کله ناکله وطني او ځايي خبر ليکونکي هم گمارل .
انگريزانو ددې ستونزې دله منځه وړلو دپاره هڅه وکړه چې په افغانستان کې خپل ميشت نمايندگان وگماري . خوکه د (۱۸۳۸ - ۱۸۴۲) او (۱۸۷۸ - ۱۸۸۰) کلونو يا دافغانانو او انگريزانو دلومړۍ او دوهمې جگړې نه تير شو، په کومو کې چه انگريزانو په کابل کې د خپلو نمايندگانو دميشته کولو ناکامه او له مصيبته ډکې هڅې وکړې، نوبيا انگريزانو تر ۱۹۲۲ م کاله په افغانستان کې کومه ديپلوماتيکه او سياسي نمايندگي نه درلوده . خو دوې پدې بريالي شوي وو چې په کابل کې اوسيدونکي وکيلان يا دبريتانوي هند مسلمانه ايجنټان (عاملين) ولري او د هغوې په ذريعه خپل رپوټونه او معلومات لاسته راوړي. .داسې ښکارې چې دانگريزانو لومړنې مسلمان وکيل د ۱۸۵۶ کال دهغې لوظنامې په نتيجه کې مقرر شوې، کومه چې دانگريزانو او امير دوست محمد خان تر منځ دهغه دزوې سردار غلام حيدر خان اوبريتانوي گورنر جنرال داستاځي جان لارنس John Lawrence تر منځ ترسره شوه . دپيښور ددغې لوظنامې په پنځمه ماده کې، په کابل کې دانگريزانو دحکومت وکيل ته خاصه اجازه ورکړ شوي وه .
د ۱۸۸۲ او ۱۹۱۹ کلونوترمنځه دبريتانوي هند د حکومت دمسلمانو وکيلانو په ډله کې په ترتيب سره خان بهادرمحمد افضل خان، سردار ميرزا عطالله خان، سردار محمد افضل خان گنداپور، محمد عزت خان منشی، محمد اکرم خان، مولوي غفور خان، حافظ محمد نواز خان، ملک خدابخش توانا، ، فقير سيد افتخارالدين، ملک طالب مهدي خان، او حافظ سيف الله خان شامل وو.
دافغانستان داستقلال دگټلو نه وروسته د ۱۹۲۱کال دتړون په اساس دافغانستان او بريتانيا تر منځ دسياسي اوديپلوماتيکواړيکو او نمايندگيو جوړيدو ته لار پرانيستل شوه. او دهند دخپلواکۍ تر وخته چې بيا انگريزان په ظاهره له سيمې ووتل، دانگريزانو سفيران په کابل کې ميشته وو. دا ټول سفيران دهندوستان دسياسي خدماتو مامورين وو او دباندنيو چارو دوزارت لخوا به ټاکل کيدل . پدې سفيرانو کې په ترتيب سره فرانسس هنري همفري، ريچارد مکوناچي، ويليام فريزر-تايتلر، فرانسيس ويلي، او گيلز فريدريک سکواير شامل وو.
انگريزانو دافغانانو سره ددوهمې جگړې دپيل کيدو نه وروسته داستخباراتو موضوع ته خاصه توجه ورکړه او استخباراتي څانگې يې تاسيس کړې .
دمختلفو وسايلو او چلونو نه استفاده
که په افغانستان، عربي هيوادونو او هندوستان کې د انگريزانو عملي شوو پلانونو ته وگورو نو څرگنده به شي چې ددوې دفعاليتونو هدف په سيمه کې دتوطئو او دسيسو، سبوتاژ، په حاکمه محافلو کې د نفوذ، دلويو رشوتونو په ورکولو، دقدرت په گدۍ دلاس پوڅو اميرانو او پاچاهانوپه کښينولو،او دهيوادونو دطبيعي جغرافيې په بدلولو متمرکزه وو. دوې به په ډير مهارت او خاصې هوښيارتيا سره دهيوادونو په دربار، او مخورو قومي او روحاني کړيوکې اثر رسوخ پيدا کاوه. پدې لاره کې ددوې غوره وسيله د پيسو نه کار اخيستل وو، دکومې په ذريعه چې يې اشخاص په بيه اخيستل، استخدامول او دهغوې له لارې به يې اغتشاش ته لمنه وهله، منفي تبليغات به يې کول، او په سلطنتي محافلو، سياسي ډلو او عامو خلکو کې به يې ناباوري او خپلمنځي اختلافات منځ ته راوړل. (٢).