دپښتنو امن : پخپله د پښتنولپاره د پیړۍ آزمون
یادوونه: دا لیکنه په 22.06.2013 نېټه د٬٬ پښتنو په سیمو کښې دجګړې لاملونه او له جګړې څخه د خلاصون لارې چارې.٬٬ تر سرلیک لاندې پوهنیز(علمي) سیمینار کښې چې په فرانکفورت کښې جوړشوی وه واورول شوه.
څېړندوی عبدالغفور لېوال
پیلیزه
ددې شکایت تکرار ندی پکار ، چې پښتانه هره ورځ په منځني برید تر سلو پورې وژل کیږي، ښوونځی ، پوهنځی ، کار او دانساني ژوند امکانات نلري او لاهم دنړۍ له وروسته پاتې قومونو څخه شمارل کېږي.
په دې هم تم کېدل ندي پکار چې دا ټولې نارواوې پر موږ خپل کوي که پردي ؟ دا هم ویل شوي چې زموږ سیاسي ـ جغرافیوي موقعیت ددې ټولو ناخوالو لامل دی ، ځينې وايي نه ! د کفر او دین دجګړې ټول بار پښتون پر خپلو اوږو پورته کړی او بس :
یا به وخو ري ککرۍیا به کامران شي .....
زه به په دې لیکنه کې له دود شویو ګیلو ګوزارو څخه تیر شم، ان ددې ملي ناورین پر لاملونو به هم خبرې نه کوم او رابه شم مخامخ هغو حل لارو ته ، چې زما په نظر نن سبا یې د نړۍ دغه په وینو او بدمرغیو لژند قوم، ښايي دځانژغورنې لپاره، عملي کړي.
دملي رهبرۍ آدرس :
اوس نو دپښتنو ستونځه یوازې ملي نده ، بلکې سیمه ییزه او نړیواله ده، ډیر ځله چې له نړیوالو سیاسي او ستراتیژیکو ځواکونو سره ددې قوم د برخلیک خبره شوې ده ، نو یوه ترخه حقیقت ته په اشاره او یا هم د ځانونو د خلاصون لپاره یې ویلي دي ، چې پښتانه ملي مشرتوب نلري ، یا پښتانه داسې یو سیاسي ادرس نلري ، چې د ټولو یا لږ تر لږه داکثریت پښتنو استازیتوب وکړای شي. موږ له پښتنو سره دخبرو لپاره چاته ورشو چې د هر پښتون د استازیتوب ادعا وکړای شي؟ دیوې ملي مشرۍ نشت پښتانه د نړۍ د سیاسي لوبو له ډګره لرې ساتلي ، ان په هغو خبرو او پریکړو کې هم حضور نلري ، چې پکې د پښتون هیواد دبرخلیک په اړه خبرې کیږي. د سیاست دمېز تر شا د پښتون څوکۍ اوس هم تشه ده.
ملي رهبري څه ده ؟
هر کله چې یو شخص یا سیاسي حرکت وکړای شي د یوې سترې ملي مسئلې، ستونزې یا پېښې پر مهال یو ملت یا د یوه هېواد بشپړ اکثریت د مثبت حل لوري خواته وروخوځوي او له ستونزې څخه یې وژغوري ،ملي مشري یې رامنځ ته کړې ده.
په داسې حالت کې مهمه داده چې دغه شخص یا سیاسي حرکت خپله اراده ولري او د ملت خوځښت یا Mobilize کولو نوښت یې خپل وي.
موږ دملي مشرۍ یوې مجموعې ته اړتیا لرو چې د پښتنو له بېلابېلو تولنیزو ځواکونو څخه جوړه وي.
دا چې ملي مشري به څنګه رامنځته کوو ، ښايي ددغه امن کانفرانس په څېر یوه ملي علمي جرګه پرې خبرې وکړي
دملي مشري ځانګړنه ښايي دا وي ، چې دټول افغان ولس او دټولې پښتنې خاورې ژغورل یې د مبارزې یوازینۍ موخه وي . .
دې موخې ته به څنګه رسیږو؟
ګومان وکړئ چې ټوله نړۍ ستاسو پر ضد ده او په دې نړۍ کې هیڅ دوست نلرئ . ښايي هرڅه دځانجوړونې له ټکي څخه پیل کړو. له دښمنانو سره تر ټولو انساني او مشروع دوښمني داده چې ځان پیاوړی کړو.
زموږ د ځانژغورنې کيلي په ځان پیاوړي کولو کې ده ، خو راځئ ددې ملي ژغورنې دمیکانیزم درېګونې پوړۍ وپېژنو، او دې ته راشو چې دملي مشرتوب مجموعه یعنې دپښتنو د خواخوږیو ځواکونو ، روښانفکرانو ، لیکوالو ، فرهنګیانو ، پښتني رسنیو ، ګوندونو او مدني ټولنې نه جوړ شوځواک ، سره په ګډه دغه درې منزلونه څنګه وهلی شي:
دژغورنې لومړی پړاو (ویښتیا) :
دنړیوالتوب یا ګلوبالایزیشن په دې چټک پیر( زمانه) کې موږ چېرته یو ؟ ولې یو؟ او دوست و دوښمن څوک دی؟ دویښتیا دبهیر کار دادی چې دې پوښتنو ته ځواب ووایو . موږ ولې ښوونځی نلرو؟ ولې پخپله ژبه زدکړه نکوو یایې نشو کولای؟ ولې وزګاره ، ناروغ ، بې ډوډۍ او له تولیدي ملکیت څخه محروم یو؟ ولې جګړه دنورو وي او پکې سټ موږ شو او ولې ټوپک دبل وي او پر ماشه زما ګوته ایښې ده؟ اوولې له هرټوپکه وتلې ګولۍ زما پر ټټر لګیږي؟ هر پښتون ته ددې پوښتنو ځوابونه رسول د ویښتیا دپړاو هڅه ده موږ باید خپله ناروغي وپیژنو یا ښه ده ووایم چې موږ باید خبر شو ، چې ناروغه یو. ملي مشري ښايي له هغو ملي ځواکونو سره ـ چې مخکې مو یادکړل ـ یوځای دټولو پښتنو عامه پوهاوي ته هڅې پیل کړي او دوی راویښ کړي. دویښتیا لویه ځانګړنه دا ده چې په ملي چارو کې د ملي ګټو په اړه دملي مشرتوب دريځ په یوه خوله او یووخت ټولو ته ورسول شي او د ولس عامه ذهنیت له سر ګردانۍ او ګډوډۍ څخه وژغوري. دهرې لویې پریکړې ،مسلې او ستونځې پر مهال ښايي دولس سالمه لارښوونه وشي او دبې باورۍ مخه ونیول شي. دویښتیا پړاو د ولس د باخبرۍ او یوه ملي ادرس ته دمخې کولو پړاودی.
دژغورنې دوهم پړاو ( روښانتیا) :
روښانتیا دپېژندل شویو ستونځو د حل لارو دپېژندلو پړاو دی . په دې پړاو کې ښایي د ملي مشرۍ مجموعه په یوه خوله ټول ولس له هغو لارو چارو څخه خبر کړي ، چې پر بنسټ یې دپښتنو ګډخوځښت دژغورنې ټول بهیربشپړولای شي.
دژغورنې او پرمختګ په اړه د پښتنو دعامه ذهنیت د روښانه کولو لارې کومې دي؟ امن تر هغو نشي راتلای ، تر څو چې پښتون وږی او وزګاره وي ، خپل ښوونځی او خپله مدرسه ونلري .
له لوږې او بې وزلۍ څخه داقوم څنګه ژغورلای شو؟ ددې خاورې له اقتصادي سرچینو ، بشري ځواک او سیمه ییزو ځواکونو څخه د کوم اقتصادي موډل پر بنسټ ګټه پورته کولای شو؟ کوم ډول سیاسي نظام دپښتنو د ملي مشرۍ د انستیوتیزه کولو لپاره جوړیدای شي؟ د ټولنیز سمون ا و عدالت لارې کومې دي. زموږ اقتصادي لومړیتوب څه دی؟ کرنه ، سوداګري که صنعت یا څاروي روزنه ؟ کانونه یا هم داینرژۍ تولید؟ که داټول خو په کومو لارو چارو ؟ له کومه یې باید پیل کړو. ایا له ښوونځي څخه یې پيل کړو که دکورله زانګو څخه؟ دښارونو او کلیو تر منځ توپیر څنګه له منځه یوسو ؟ څنګه کلی د ښار له دوښمنۍ څخه راوګرځوو اوپه یوه مرستیال ځواک یې بدل کړو؟ ددین او دنیا پخلایینه څنګه کولای شو؟ او څنګه دا پوهاوی عام کړو چې هر دنیوي کار ددین ضد کار ندی ، تر هغو یې چې ددین سپیڅلي احکام نه وي نقض کړي.
دروښانتیا پړاو ټول د علمي او عملي طرحو د جوړولو ، ولس ته یې درسولو او عملي کولو ته یې د خلکو او حکومتونو داړایستلو پړاو دی . دملي مشر توب مجموعه په دې پړاو کې دهرې ملي ستونځې د حل علمي او عملي لارې چارې دولس په مرسته او قوت د عملي کېدو تر بریده رسوي او په دې توګه دژغورنې درېیمې پوړۍ ته ګام پورته کوي.
دژغورنې درېیم پړاو ( بدلون) :
بدلون له دې بدمرغیو څخه د وتلو ( ښه ده ووایم ځان ایستلو) هغه عملي پړاو دی ، چې باید خلک یې پخپله د ملي مشرۍ دمجموعې په مرسته ترسره کړي. یو ریښتینی بدلون هغه دی چې خلک یې پخپله ډاینامیک ځواک اوسي . داسې بدلون، چې دملي مشرۍ مجموعې یې ټول معلومات رامنځ ته کړي وي ، دحل لارې چارې یې ښوولې وي او ټول عملي میکانیزمونه یې خلکو ته ورښوولي وي. په داسې وخت کې خلک پخپله یو ټولنیز بدلون رامنځته کوي او پرته له دې چې وینې وبهیږي ، هېواد ویجاړ شي او ملي یافردي شتمنیو ته زیان ورسیږي ، بدلون دټولنې په منځ کې راځي. زه بیا ټینګار کوم ، چې که د ویښتیا او روښانتیا پړاوونه سم بشپړ شي نو بدلون پخپله د خلکو له خو ا رامنځته کیږي.
خو د بدلون ټول بهیر هم باید د ملي مشرۍ دمجموعې له خوا ګام پر ګام تر څارنې لاندې بشپړ شي.
په پایله کې ښايي ټینګار وکړم ، چې امن ته رسېدل په سوال ، زاریو ، ژړاګانو ، ګیلو او شکایتونو ناشونی دی ، تر هغو چې له دننه څخه ځان پیاوړی نکړو نور نو تر اخر زمان پیغمبر وروسته معجزه نکیږي ، پردي هم زموږ په حال رحم نکوي او په دې سیمه کې هم دوستان نلرو.
دخدای سپیڅلی کلام هم فرمايي : چې ترهغو به خدای دیوه قوم حالت بدل نکړي ، ترڅو هغه قوم پخپله خپل حالت بدل نکا.
دخپل حال دبدلولو دغه درې پړاوونه نورو ولسونو لاپخوا بشپړ کړي دي، او که موږ یې اوس پیل نکړو نو سبا به ډیره ناوخته شي او خدای مکړه د پښتون دپاتې کیدو یا ورکیدو خبره به رامنځ ته شي .
مګر تاسو د خپلو هغو مشرانو خبره هېره کړه ، چې: یابه یو کیږو ګنی ورکیږو !
Assist Professor Abdul Ghafoor Liwal Directori of the Regional Studies-Center of Afghanistan RSCA