پښتو او پښتونولی
لیک: خداى بخښلي محمد ګل مومند
پښتو، پښتومنل، پښتوويل، پښتو كول او پښتو چلول دي. پښتانه په پښتوسره پښتانه دی او په پښتو سره به پښتانه وي.
پښتانه په پښتو چلېدلې وه او په پښتو به وچلېږي. پښتانه په پښتو پېژندل كېدل، په پښتو به پېژندل كېږي او په پښتو به وپېژندل شي.
پښتانه په خپل منځ كښې هم په پښتو يو د بله سره پېژني، پښتانه په پښتو سره، عزيزان او يو پر بل ګران دي.
د پښتنو خپلوي په پښتو سره ده، له خپل او پردى په پښتو څرګندېږي او بېليږي. پښتانه په پښتو باندې سره پوهېږي، د پښتنو خوږه مركه په پښتو كېږي، پښتانه د پښتو نه خوند اخلي.
تر ټولو مركو خوند وره مركه د پښتو ده. خپلوي، له پښتانه په پښتو سره خواله كوي، له عزيزه سره عزيز ولي له خپل سره دوسته سره دوستي او له دښمنه سره دښمني په پښتو كېږي. د مشرانو احترام د كشرانو قدر او عزت، پر وړو مهرباني او شفقت، د هغوى روزنه، پر هغوى د هر پښتانه پاملرنه دا ټول په پښتو سره كېږي.
پښتانه په پښتو سره يو د بل باباګان، داداګان، كاكاګان، ماماګان، لالاګان، ناناګان وړوڼه، زامن چوچي او بچي دي او پښتنې هم په پښتو سره د هر پښتانه ببۍ، اناوې، ادې ګانې، تريندې، توړۍ، خويندې، خوركۍ، لوڼې، لوركۍ، چوچۍ او بچۍ دي.
د اولس بېلوالى او نفاق په پښتو وركېږي؛ ځكه چې (اتفاق) او يووالى په پښتو سره راځي، پښتو ده چې له پښتنو نه يو كور، يوه كورنۍ، يو ټبر، يوه كوړمه، يو كهول او يو اولس جوړوي.
پښتو د پښتنو تفكرات، تخيلات، ذوق او هر څه سره يو شانته او يو كوي.
پښتو خورا خوږه وروري ده.
پښتو د پښتنو سره خواخوږي ده.
پښتو صله رحمي ده.
پښتو شفقت دى.
پښتو مرحمت دى.
پښتو مهرباني ده.
پښتو مروت دى.
پښتو ښېګڼه ده.
پښتو پالنه ده.
پښتو اصيلتوب دى.
پښتو سيال والى دى.
پښتو نجات دى.
پښتو عاليجنابي ده.
پښتو عزت دى.
پښتو كښې بې پتي، د ګلتوب (حقارت) نشته، ځكه چې پښتانه يې نشي منلى.
پښتو ساووتوب او باداري ده.
پښتو درندوالى (وقار) دى.
پښتو كښې ټيټال او تملق نشته.
پښتو كښې سپكه نشته، نو ځكه سپك پښتون ندى.
پښتو كښې پوچه نشته، نو ځكه پوچخولى پښتون ندى.
پښتو د پوچخولي خوله څيري.
پښتو ښه نيت دى.
پښتو د پښتنو اومسلمانانوخيرغوښتنه ده.
پښتو ښه اخلاق دى.
پښتو سپېڅلتوب (تهذيب) دى.
پښتو روغه پوهه ده.
پښتو تدبير دى.
پښتو پاكوالى دى، چټلتوب پښتو نه ده، بې پښتوګي ده.
پښتو فضيلت دى.
پښتو مزيت دى.
پښتو د پښتنو معنويت دى.
پښتو فرحت دى، سينما، تياتر او هر ډول تفرېح ده.
پښتو سړيتوب دى او سړيتوب پښتو ده.
پښتو انسانيت ته خدمت دى.
پښتو كښې لويي نشته، پښتو د لويجن سړي سر په تيږه ټكوي. پښتو كښې ظلم نشته، د لږ زورو او بې زورو سره زور پښتو نده.
پښتو كښې مظلوميت نشته.
پښتو په خبره درېدل، خپله خبره تر سره كول او په عهد وفاده.
پښتو غناده.
پښتو استغنا ده.
پښتو كښې سوال نشته او سوال او غوښتنه پښتو نده.
پښتو قناعت دى.
پښتو په حق درېدل دي.
پښتو كښې ناروا نشته او ناروا پښتو نده.
پښتو صبر دى.
پښتو حوصله ده.
پښتو زغم (تحمل) دى.
پښتو كار كول دي.
پښتو هاند او كوښښ دى.
پښتو زيار ويستل دي، زيار كښل په پښتو كښې يو صفت دى، چې دوى پرې سر لوړي كوي او پښتانه پرې ستايل كېږي، لټي، بېكاري، نازولتوب بې پښتو دى.
پښتو دين، وطن، او د پښتانه اولس ته خدمت دى.
پښتو ايثار دى.
پښتو فداكاري ده.
پښتو د اسلام، د پښتو او د پښتنو د شته والي لپاره ځان نشت كول دي.
پښتو تكړه توب دى.
پښتو ښاغگلتوب دى.
پښتو ښاغلوالى دي.
پښتو رښتيا دي.
پښتو كښې خيانت نشته.
پښتو كښې دروه نشته.
پښتو كښې ټګي نشته،تګ پښتون نه دى.
پښتو كښې غلا نشته.
پښتو كښې تالا نشته.
پښتو كښې ظلم نشته، ظلم بې پښتو والي دى.
پښتو د مظلوم حمايه ده، په نيمه شپه كښې له غږه سره سم د پېښې ځاى ته ځان رسول پښتو ده. غله، جاني او خاين پسې چيغه ويستل او نيول، ليا يې وژل پښتو ده.
پښتو صداقت دى.
پښتو كښې درواغ نشته او درواغ يې بې پښتو توب دى. نو يو پښتون نه شي كولاى چې د ځان د ګټې، ليا كومې توزنې هيلې، ليا د خپل موقعيت ساتنې، لياكوم ضرر او تاوان نه د ځان ژغورنې دپاره درواغ ووايي.
پښتون رښتيا وايي، هر چېرې يې وايي، هر چاته يې وايي او هر كله يې وايي.
پښتون رښتيا وايي كه څه هم پر سولۍ وخېژي.
پښتو پاك زړه دى.
پښتو سليم وجدان دى.
پښتو ده چې پښتانه له بدو چارو ساتي.
پښتو ده چې پښتانه له بدو ليارو څخه راجار باسي.
پښتو مخه په پښتو كېږي.
پښتو دوا ده.
پښتو شفا ده.
د پښتنو رنګ په پښتو ښه كيږي.
پښتو د پښتنو د زلمو ښكولا او د پېغلو ښايست دي.
پښتو د پښتنو ګاڼه ده.
پښتو پسول (زينت) دى.
پښتو حيا ده.
پښتو د پښتنو جامه ده او حيا يې پرې ساتلې ده.
پښتو د پښتنو د نارينه وْ پګړۍ او د ښځو ټيكرى او پوړنى دى.
پښتو د پښتنو د ښځو ستر دي.
پښتو عفت دى.
پښتو عصمت دى.
پښتو د پښتانه د ناموس ساتنه پرهر پښتانه لازمه ګرځولې ده، پښتانه د پښتانه د ناموس په ساتنه كښې په سر او مال ولاړ وي.
كه يو پښتون په خپل كاله كښې نه وي او نژدې خپل هم ونلري د هغه د مال او د ناموس ساتنه، د كاله خدمت يې، حتى چې د كاله لګن (مخارج) يې پر كليوالو او ګاونډيانو دي، پښتو همدغسې معامله د هر چا په حق كښې لازمه كړې ده چې د پښتنو په سيمه كښې پروت وي، كه څه هم پښتون نه وي او بل څوك وي.
پښتو ده چې د پښتنو سر او مال تر ناموس جاروي.
پښتو سمه عقيده ده.
پښتو ايمانداري ده.
پښتو پر مسلمانۍ ټينګېدل دي.
پښتو سعادت ته ورغلې سمه سيخه لاره ده.
پښتو ډاډ (اطمينان) دى.
پښتو اتينى (توكل) دى.
پښتو په پښتنو اعتماد دى.
پښتو پر ځان باور دى.
د مېلمنو پالنه د پښتو ځنې ده.
پښتو ډوډيماري ده.
جهل په پښتو وركېږي.
علم په پښتو زده كېږي.
زده كړه په پښتو كېږي.
پښتو د علماوْ مننه او احترام دى.
پښتو اّزادي ده.
پښتو قوت دى.
پښتو مقاومت دى.
پښتو اقتدار دى.
پښتو حاكميت دى.
پښتو عظمت دى.
پښتو شوكت دى.
وطن په پښتو ژغورل كېږي.
سيمه په پښتو ساتله كېږي، په پښتو كلكيږي او په پښتو درنېږي.
پښتو پښتنو ته مړينه ډېره خواره كړې او مرګ ورته حقير كړى دى.
پښتو د دين، پښتو، وطن او د پښتنو نيكونو د نامه او د پښتنو د ټولۍ د ګټې او پت ساتنې لپاره پښتانه د مقتدرو او غدارو دښمنانو په مخكښې درولي او كلكو جګړو ته يې ځېلمه كړى او پر سرو وينو يې لړلى او رغړولى دى او لړلى او رغړى يې.
پښتو د پښتنو ككرۍ د پښتنې او اولسي غروره څخه ډكې كړي او پښتانه يې په پښتو نېشه كړي دي.
پښتو زړورتوب دى، ځكه چې پښتانه په دې خبره ايمان لري چې ګټه او تاوان عزت او ذلت هر څه د خداى نه دى، بې د ده د ارادې نه هېڅوك هېڅ هم نشي كولى؛ نو ځكه پښتو كښې وېره نشته او پښتانه نه وېرېږي.
پښتو لوړ همت دى.
پښتو ننګ دى.
پښتو حميت دى.
پښتو غيرت دى.
پښتو جرئت دى.
پښتو اراده ده.
پښتو هوډ (عزم) دى.
پښتو متانت، ثبات او استقامت دى.
پښتو حزم دى.
پښتو حلم دى.
پښتو توره ده.
پښتو د پښتنو هغه مهمه وسيله ده، چې په هر ډګر كښې يې دوى بريالي كړي او هېڅ يوه وسيله ورسره مقابله نشي كولي.
پښتو تور زنتوب دى.
پښتو نارينتوب دى.
پښتو مېړانه ده.
پښتو د پښتنو هر ګوره كلك سنګر دى.
پښتو د پښتنو نه چاپېره خورا كلكه كلا ده.
پښتانه د ژوندانه درستې ګرانې يوازې په پښتو زغملى، له سره اړولې او له ځانه ليرې كولى شي.
د ژوندانه په تيارو كښې پښتانه يوازې د پښتو په رڼا لاره ميندلى او سيخولى شي.
پښتو لطف دى.
پښتو معنا ده.
پښتو دعوه ده.
پښتو اثبات دى.
پښتو نتيجه ده.
پښتو حكمه ده.
پښتو حاكمه ده.
پښتو حكم دى.
پښتو قانون دى.
پښتو پرېكړه (فيصله) ده.
پښتو ضابطه ده.
پښتو نظام دى.
پښتو انتظام دى.
پښتو سمبالونه ده.
امنيت په پښتو كښې دى.
خواخوږى په پښتو كښې دى.
عدالت په پښتو كښې دى.
پښتو نياو (انصاف) دى.
مساوات په پښتو كښې دى.
په پښتو كښې هغه ريښتينې ډيموكراسي ده؛ چې ټګي چل ول، افراط او تفريط په كښې نشته.
ظلم او استبداد په پښتو وركېږي.
ظالم په پښتو خربشوى كېږي. د مستبدانو سره د پښتو په تيږه ټكول كېږي.
دا ولس او وطن ريښتينى او خادم په پښتو پېژندل كېږي.
د دين، وطن، پښتو او پښتنو خاين په پښتو څرګندېږي.
دظالمانو، مستبدانو سټه او ولۍ په پښتو ويستل كېږي.
پښتو كښې كشران د مشرانو لپاره او اولس د حكومت لپاره نه دي، بلكښې مشران د كشرانو لپاره او حكومت د اولس لپاره دى، د دوى موقعيت او احترام د پښتنو په سترګو كښې د دوى د خدمت په تناسب دى.
پښتو د سمو مشرانو مننه ده.
پښتو د خاينو مشرانو رټنه ده.
ډګر په پښتو ګټل كېږي.
خلاصى او نجات په پښتو كښې دى.
جنت پر اسلام باندې په پښتو كولو ګټل كيږي، حورې، غلمان او د جنت بې شمېره نعمتونه پښتنو ته په پښتو په لاس ورځي.
پښتو د پښتنو د دواړو نړيو د سعادت ضامنه ده.
پښتو د پگښتنو دوړو روزونكې (مربي) ده، د زلمو د زڼو قوت او خوشحالي ده، د زړو لكړه او امسا ده.
پښتو د پښتنو د ژوند وساه او د مړو كپن دى.
پښتو د پښتنو د ژوندانه نه ونجېدونكې او نه بدلېدونكې كړنلار. دستور العمل او پروګرام دى.
د پښتنو د دواړو نړيو چارې يوازې په پښتو سره سموالى مينده كوي.
پښتو پښتنو ته د مړينې ډول او دود ورښيي، مړينه هم خداى ږو په پښتو سره خوند كوي.
پښتو د پښتنو لوى ناموس دى.
پښتو د پښتنو د ټولنې روح دى.
پښتو د پښتنو روحونو او معنوياتو منځۍ (مركز) ده؛ يعنې د پښتنو روحونه او معنويات په يوځاى كښې غونډوي.
پښتو د پښتنو لالۍ ده. پښتو د پښتنو هغه حق دى، چې يوځاى ورسره زېږېدلى دي.
پښتو خو نو پښتو ده پښتوده
پښتوده او پښتو (پښتنواله) ده.
د پښتنو سرلوړوالى په پښتو دى.
پښتو په پښتنو درېدل او سرو مال ترېنه جارول دي.
پښتانه په پښتو نازېږي.
پښتانه په پښتو سر لوېنه كوي.
په وروستۍ كښې! تللې پښتو هم په پښتو راګرځي، لنډه يې دغه چې د پښتنو شته والى په پښتو سره دى او پاېنه (بقا) به يې هم په پښتو سره وي.
پښتانه په پښتو ولاړ دى، كه پښتو نه وي؛ پښتانه غورزېږي، پر زېږې، سټه يې خېژي او وركېږي.
پښتو غواړي چې د پښتنو درست زده كړي ويښ زلميان، هر يو پوه، حساس پښتون، د تللې پښتو د ستاينې، راګرزونې، راڅرګندونې، ارتوالى، لوړوالى او خپرونې په ليار (تعميم) كښې، خپله ټوله مادي او معنوي قوا په كار واچوي او د خپلې وسې او توانه سر سم هاندو كړي، درستې بې نظمۍ، ټولې ناكلارې او ناهو سايى د بې پښتو ګۍ څخه را پېښې دي، بې پښتوګى دغومره بېرته پاتي كړي يو، د بې پښتوګۍ له امله دغومره ټيت لوېدلي يو، د بې پښتوګۍ له لاسه ټوټې ټوټې يو- ځان ځاني د بې پښتو ګۍ څخه منځ ته راغلې ده.
درستي بښكولى (ټول فلاكتونه او مصيبتونه) د بې پښتوګۍ والې له كبله رارسېږي او نورې لانجې به دهمدغې لارې نه راپېښې شي.
حكومت د بې پښتو ګۍ له امله حيران دى او لاره يې وركه كړې ! او اولس د بې پښتوګۍ له لاسه بې پته، خوار، زار او ورك دى؟ ټول د بې پښتو ګۍ په اور سوي يو، د بې پښتوګۍ په اور سوزو، د بې پښتوګۍ په اور كړېږو، د بې پښتوګۍ په اور وريتېږو؟ ښايي د بې پښتوګۍ د لاسه وژاړو، د بې پښتوګۍ د لاسه كوكې او سورې وهو!
(دا توری له ټول افغان څخه راټول شوی دی