بیا مې هغه تیر وختونه راوله
د پېښور دسینماګانوپه یاد دلته په پراګ کې یوې سینما ته لاړم،دفلورا په سینما کې ، انګلیسي فلم د فولادو سړی ( مین اف سټیل ) لګیدلی و،داډول فلمونه ځانګړي مینه وال لري، همداسې لکه هره میوه چې خپل خوښونکي لري،خوښايي زه غلط ګاډي ته ختلی وم، مزه مې ترې وانخیستلای شوه.
د فلورا سینما د پېښور د هرې سینما نه ښایسته، صفا او ښکلې وه ، دسینما سکرین ترې ډي دی او دفلم د لیدلو لپاره ځانګړې عینکې هم درکوي، چې په سترګو کولو یې انګیرې چې دفلم دننه صحنې ته ننوتلی یې او یا هرڅه تاسره په څلورو حواوو کې ترسره کیږي. خو فلم د پښتو نه و، نندارچیانو شپیلي نه وهل، بدرمنیر نه و، اصف خان نه و ، نعمت سرحدي نه و او سنتیس کلینډر ( لیاقت میجر ) نه و.
مونږ د پښتو فلمونو د جوړونکو نه ګیلې کووچې ناممکنات پکې ښودل کیږي، هیرو په یو ټوپک کلی وژني، نجلۍ د سپیاکو د تپلو نه پس جینز پینټ اچوي او د هیرو سره ګډا پیلوي، خو په دغه انګلیسي فلم کې هم ددنیا بلا ناممکنات ښودل کیږي، دماشوم د زیږیدو نه نیولې د هغه ترځوانیدو پورې داسې صحنې ښودل کیږي چې عقل یې نه مني،فولادي انسان دخلايي مخلوق سره داسې جنګ کوي چې ته به وايي نیمه امریکا تبا شوله، پښتو فلم په څو لکه بجټ باندې جوړیږي خو د هالي ووډ فلمونه په ملیونونو ډالرو، خو په دواړو کې که داسې کیسه وړاندې شي چې عقل یې منلو ته تیار نه وي نو بیا خو لیدونکی مایوسه کیږي.
زما د خبرو موخه هرګز دا نه ده چې ګواکې زه د پښتو فلمونو طرفداري کومه چې د معیار په منارو ولاړ دي، داسې هزګز هم نه ده خو څه چې نوره نړۍ د فلم په نامه خپروي هغه هم ډیر د اعتراض وړ صحنې خپروي.
هغه بله ورځ مې د پښتو فلمونو د ځوان اداکار سعید منیر سره ( د یارانو مشال ) کې خبرې کولې، ویل یې ، پلار یې بدرمنیر په اخري ورځو کې ډیر خپه و ، چې د پښتو فلمونو په پرله پسې ډول د زوال خواته روان دي، ظاهره ده چې چا د پښتو په ښایسته و فلمونو کې مهم رول لوبولی وي هغه به ددې هرڅه په لیدو ارو مرو خپه کیږي.
د پښتو فلمونو په اړه به ویل کیدل چې په لاهور کې جوړیږي ځکه غیر معیاري دي او یا دا چې د بښتنو د کولتور سره سم نه دي، خو اوس چې دپېښور په زړه ( نشتر اباد ) کې د پښتو سي ډي ډرامې جوړیږي ، نو هم د کیفیت د لحاظه دا فلمونه تر نهايي درجې پورې راپریوتلي دي.
ماته یاد شي فلم سټار شهناز به د پښتو په سینمايي فلمونو کې په یوه سندره کې څو قسمه کالي بدلول، هغه بله ورځ مې ولیده د پښتو په یوه سي ډي ډرامه کې فلم ختم شي خو ددې جامې خیرنې نه شي، هماغه سره جوړه یې په ټول فلم کې اغوستې وي، ددې مانا داده چې پښتو فلم په یو ورځ کې جوړیږي.
سعید منیر ته مې ویل، په هندوستان کې د یو فلم په سر یو هیرو په کروړونو روپۍ اخلي، د پښتو فلمونو څه حال دی ؟ هغه راته په خندا راغبرګه کړه ، دلته خو ټول فلم په څو لکه روپو جوړیږي.
دلته په پراګ کې هرکال د هندي او ایراني فلمونو فیسټیوال پرانیستل کیږي، ځايي خلک دغو فلمونو سره علاقه لري، په شوق یې ګوري، تیرکال په یو سینما کې دافغانستان د دري ژبې دوه فلمونه ( خاکستر ) او ( اسامه ) هم نندارې ته وړاندې شول، سینما ډکه وه، ټکټ نه پیدا کیدل،خو دریغه چې په لره بره پښتونخوا کې هم یو څوک پیدا شوی وای چې لږ تر لږه یو پښتو فلم خو یې داسې جوړ کړی وای چې نړیوال لیدونکي يې موندلي وای.