Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
دوخت بازار
[13.Aug.2015 - 10:57]اوس داسی وخت راغلی چی انسان پکی خرڅیږي
غیرت پکی خرڅیږي او ایمان پکی خرڅیږي
د مال اود متاع په څېرھرڅه خرڅیږي دلته
ضمیرپکی خرڅیږي اووجدان پکی خرڅیږي
د څوپیسولپاره لوړسرونه پلورل کیږي
عزت پکی خرڅیږي اولوړشان پکی خرڅیږي
د وخت پدې بازارکی ټولی ھیلې لیلامیږي
آرزوپکی خرڅیږي اوآرمان پکی خرڅیږي
عجیب غوندې بازاردی ورته وګوره قیامه
غریب خریدارنلري،مشران پکی خرڅیږي
الحاج الھام الدین قیام