د طاهر کلاچوي پۀ شاعرۍ...
د طاهر کلاچوي پۀ شاعرۍ کښې د حسن او د مينې تصور
لیک -سیماب وزیر
طاهر کلاچوي صېب پۀ لره بره پښتونخوا کښې يو پېژندلے شوے شخصيت دے۔ د هېڅ تعريف او تعارف مختاج نۀ دے، خو بيا هم پۀ رسمي توګه لوستونکيو ته ئې څۀ نه څۀ تعارف کول غواړم۔ د طاهر کلاچوي صېب خپل نوم غلام سرور دے او پۀ ادبي دنيا کښې پۀ طاهر کلاچوي باندې يادېږي۔طاهر کلاچوي صېب پۀ کال ۱۹۱۸پۀ ضلع ډېره اسماعيل خان تحصيل کلاچي کښې د حضرت فقير نور محمد سروري قادري کره زېږېدلے دے۔ د اصل نه پښتون او د قام نه ګنډا پور دے۔ د ګنډا پور قام سلسله نسب د مشهور بزرګ حضرت سيد ګېسو دراز شاه رحمهَ الله عليه ته رسي۔ چې مزرا ئې پۀ حيدر آباد دکن کښې دے۔ د طاهر کلاچوي صېب پلار ډېر لوۓ عالم او صوفي تېر شوے دے۔ چې د خپل علم پۀ ذريعه ئې پۀ زرګونو زړونه منور کړي دي۔ طاهر کلاچوي صېب هم ديني تعليم د خپل پلار نه حاصل کړے وو۔ پۀ اردو، فارسي او پۀ پښتو ژبه ئې پوره پوره عبور لرلو۔ د طاهر کلاچوي صېب نظم او نثر دواړه د اردو او پښتو پۀ اکثرو معياري رسالو او اخبارونو کښې وخت پۀ وخت چاپ شوي دي۔ طاهر کلاچوي صېب ته" د مينې غېږ" نومې کتاب باندې د رائيټر ګولډ لاهور له اړخه اول انعام هم ورکړے شوے دے او کتاب ئې پۀ "اېم،اے"او د "بي،اے" پۀ کورسونو کښې هم شامل دے۔د طاهر کلاچوي صېب د ژوند ابتدائي برخه پۀ پنجاب کښې تېره شوې ده۔ پۀ ۱۹۳۷ کښې بنو ته راغے چې د بنو سيمه ئې د معياري ادب سره اشنا کړه۔ د طاهر کلاچوي صېب نه مخکښې چونکې پۀ بنو کښې مېداني او اولسي شاعري زياته وه، چې د معاش يوه ذريعه جوړه شوې وه۔ لاکن لوۓ الله ته دغه بې مقصده شاعري منظوره نۀ وه او د طاهر کلاچوي صېب غوندې عالم اوپياوړے ليکوال ئې راولېږلو چې د بنو سيمه اوس هم پرې ناز کوي۔ د طاهر کلاچوي صېب د بنو پۀ شعري ادب ډېر زيات اثرات دي او دغه د طاهر کلاچوي صېب د احساناتو يو ښکاره ثبوت دے۔ چونکې دغه يو ځان ته بېله موضوع ده نو د مضمون له اوږدوالي له يرې فعل حال ترې ډډه کوم۔
حقيقت دا دے چې طاهر کلاچوي صېب د حسن او د مينې شاعر وو۔ ځکه چې پۀ مجموعو کښې ئې هم زياتره شعرونه د حسن او د مينې پۀ موضوع دي( ليکلي شوي دي)۔ طاهر کلاچوي صېب چونکې د ابدي حسن او د ابدي مينې قائل وو، د دې وجې نه ئې پۀ شاعرۍ کښې د تصوف رنګ هم غالب دے۔ پۀ ټولو نه مخکښې به د حسن او د مينې وضاحت وکړو چې حسن څۀ شے دے؟ او مينه څۀ شے دے؟ نو د دې دواړو سوالونو ځوابونه د طاهر کلاچوي صېب پۀ يو شعر کښې موجود دي چې وائي:
بې د حسن او د مينې له مضمونه اے ناصحه !
راته وايه څۀ پراتۀ دي د ژوندون پۀ صحيفې کښې
حقيقت دا دے چې پۀ ژوند کښې دغه دوه څيزونه دي۔ يو حسن او بله مينه۔ که حسن نۀ وے نو مينه به نۀ وے، او که مينه نۀ وے بيا به دا جهان نۀ وے۔ کېدے شي چې څوک راسره اتفاق وکړي يا نا۔ ځکه چې د هر چا خپل سوچ و فکر، خپل نظر، خپله نظريه، خپله تجربه او خپله مشاهده وي۔ خو زما پۀ خيال حسن د جلال او جمال نوم دے۔ جلال د باطن سره تعلق لري چې مونږ ورته باطني حسن وايو او جمال د ظاهر سره تعلق لري چې مونږ ورته ظاهري حسن وايو۔ که چرې پۀ يوۀ انسان کښې دغه دواړه موجود وي بيا مونږ ورته مکمل حسن وايو او که چرې پۀ دې کښې يو وي او بل نۀ وي نو دې ته مونږ د نامکمل او کمزوري حسن نوم ورکوؤ۔ دا حقيقت دے چې د حسن اصل انحصار پۀ جلال وي، چې جلال نۀ وي نو د جمال څۀ حېثيت نۀ وي، ځکه چې که يو انسان پۀ ظاهري توګه ښکلے وي خو چې پۀ باطني توګه ښکلے نۀ وي يعني ښۀ خويونه، ښۀ نيت، ښۀ اخلاق، ښۀ فکر او ښۀ نظر نۀ لري چې د جلال بنيادي څيزونه دي نو پۀ معاشره کښې د داسې انسان هېڅ حېثيت نۀ وي۔ځکه چې د شکل پۀ لحاظ خو حېوان هم ښکلے کېدے شي۔ خو چونکې حېوان دغه خصوصيات نۀ لري۔ نو د دې وجې نه لوۓ الله هم ځکه ورته د اشرف المخلوقات نه نۀ دي وئيلي۔ چونکې انسان پۀ معيار پوره وو ځکه ئې ورته انسان او اشرف المخلوقات ووئيل۔ د انسان معنا چونکې د محبت کوونکي ده دے به محبت کوي هغه که امير وي او که غريب۔ د حسن او مينې نه انکار نۀ شي کولے۔ ځکه چې دغه فطرتي څيزونه دي۔ که څوک ترې نه انکار وکړي۔ بيا دغه د انسانيت د درجې نه اووت۔ د مزيد وضاحت دپاره به څو حوالې وړاندې کړو۔ چې د حسن پۀ باره کښې د نړۍ ستر پوهان څۀ وائي۔ قېصر اپريدے پۀ خپل کتاب (جماليات يو نظرياتي جاج) کښې صفحه ۳۱ د افلاطون پۀ باره کښې ليکي چې:۔ " افلاطون د خپل ما بعد الطبيعاتي نقطهَ نظر لاندې حسن کله د خېر، کله د صداقت او کله د نيکۍ او اخلاقو مترادف ګڼي۔ هم دغه شان پۀ معروضي يا طبيعاتي سطح هغه حسن ته توازن، تناسب او هم اهنګۍ او اتحاد نه عبارت وائي۔ تر دې چې پخپله مقاله(فيلي بس) کښې حسن نيکي او تناسب هم معنا لفظونه او صداقت پۀ کښې خور ګڼي"۔
پۀ بل ځاۓ کښې اباسين يوسفزے پۀ "وطن مجله مئي، جون ۲۰۰۹ ګڼه" کښې پۀ خپل يو مضمون ( خوشحال خان او فطرتي حسن پۀ قصېدو کښې) کښې د سلمي شاهين پۀ حواله څۀ داسې وړاندې کوي چې:۔ " حسن د عربۍ ژبې ټکے دے چې معنا ئې ده ښائست ، ښکلا، اثر، د حسن نه بغېر فن هډو وجود نۀ لري۔ ځکه د حسن لېوالو د دې مفهوم واضح کولو کوشش داسې کړے دے۔ ارسطو وائي:۔ " حسن د هغې تناسب او تنظيم تخصيص او عظمت نوم دے چې پۀ فطرت کښې موجود دے او پۀ فن کښې دا د فطرت د نقل نوم دے"۔پۀ دې مضمون کښې د پروفېسر اقبال نسيم خټک د وېنا حواله ورکوي ليکي چې:۔ " د حسن د بحث پۀ لړ کښې دا خبره ياد ساتل پۀ کار دي چې فطرت هم د حسن يو اعلي مظهر دے۔ د فطرت حسن متنوع ، فراخه او بشپړه وي"۔
اوس راځو د طاهر کلاچوي صېب د شاعرۍ پۀ لوري۔ د ټولو نه مخکښې به زۀ دا ووايم چې طاهر کلاچوي صېب چې څنګه د حسن او د مينې تصور پېش کړے دے۔ زما پۀ خيال داسې به بل چا نۀ وي پېش کړے۔ مطلب دا چې طاهر کلاچوي صېب يو ځان له اسلوب لري۔ او د يوۀ داسې حسن پۀ مينه کښې ډوب دے چې د هغۀ حسن او د مينې پۀ حادثو کښې کوم اثر محسوسوي هغه اثر نۀ دے پۀ حرم کښې ويني او نۀ ئې پۀ بتکده کښې ويني۔ طاهر کلاچوي صېب دا هم وائي چې هر سړے هغې مينې ته نۀ شي رسېدلے او که څوک د هغې مينې پۀ مقصد پوهېدل غواړي يا هغې مينې ته رسېدل غواړي نو هغې مينې ته هغه سړے رسېدے شي چې سړيتوب ولري لکه چې وائي:۔
کوم اثر چې دے د حسن او د مينې حادثې کښې
هغه نشته اے صنمه پۀ حرم او بتکدې کښې
هر سړے د مينې لوړ مقام ته رسېدے نۀ شي
يو نيم موندۀ کېږي پۀ زرګونو او لکهونو کښې
پۀ مقصد د مينې هله سړے پوهه شي
پۀ سړي کښې سړيتوب چې رابېدار شي
حقيقت دا دے چې حسن څوک هم وويني نو ځان ته ئې مائيل کوي۔ خو تر اوسه څوک هم د حسن او د مينې پۀ خپلو کښې د رشتو نه نا خبر دي۔ لکه طاهر کلاچوي صېب چې وائي:۔
د ډيوې پۀ اور کښې حسن وي طاهره
ګني هسې اور نه تښتي پروانه هم
ښکلي او مئين هم له دې رازه خبر نۀ دي
حسن او د مينې له کوم وخته نه رشته ده
د حسن او د مينې پۀ رشته ځان پوهول ډېره ګرانه خبره ده۔ داسې ډېر کم خلق دي چې د حسن او د مينې د رشتې نه خبر ووي۔ طاهر کلاچوي صېب د يوۀ داسې حسن خبره کوي چې د هغې هر څوک طلبګار دے۔ هر څوک د هغې حسن بېل بېل تفسيرونه کوي۔ خو څوک ئې هم پوره مقصد ته نۀ دي رسېدلي۔ ځکه چې هغه پۀ هر څۀ کښې موجود دے۔ هغه که د سپرلي ګلونه دي، هغه که اننګي دي که لبان دي، که زلفې دي او که پۀ اسمان کښې ځلنده ستوري او سپوږمۍ ده او که جنتونه دي۔دا هر څۀ د هغې حسن د وجود سره تعلق لري۔ دغه يو داسې حسن دے چې که د مينې پۀ ذريعه ئې اظهار نۀ وے شوے نو د بل څۀ پۀ ذريعه ئې اظهار نا ممکن وو۔ ځکه چې هغه يو داسې حسن۔ چې جنتونه هم د هغې حسن د ليدلو د پاره يوه هيله جوړه شوې ده۔ لکه طاهر کلاچوي صېب چې د هغې حسن پۀ باره کښې وائي:۔
پۀ لټون کښې ستا د حسن ګوشے زۀ پرېشان نۀ يم
د لاله جګر داغدار دے د هر ګل لمنه بژه ده
دا خو ستا حسن پۀ څۀ سبب مسکے شي
خلق وائي چې دا نخښې د سپرلي دي
اننګي دي که لبان دي او که زلفې
وسيلې دي ستا د حسن د ستائيلو
دا هم ستا د حسن د ليدلو يوه هيله ده
ګني څۀ پراتۀ دي راته وايه جنتونو کؤې
ستا د حسن تفسيرونه ډېرو وکړل
لا مقصد ته ئې څوک نۀ دي رسېدلي
ستا د حسن د اظهار سبب شوه مينه
دغه کار مينې اسان کړو ګني ګران وو
طاهر کلاچوي صېب پۀ يو داسې حسن مئين دے چې ګاڼه ته ئې هېڅ حاجت نشته۔ پخپله ښکلے دے۔ چې پۀ شعر کښې ئې صفت داسې کوي:۔
د ستا حسن حاجت نۀ لري زېور ته
څۀ کوے شې د ډيوې رڼا سحر ته
طاهر کلاچوي صېب چې کله د هغې حسن ننداره کوي۔ نو پۀ هغه وخت چې دۀ څۀ هم محسوس کړي دي هغه څۀ داسې وائي:۔
زما مينې او ستا حسن چې يو بل ته اوکتل
پټه خولۀ سره ولاړ وو يو تر بله شرمېدل
پۀ دنيا کښې که مينه نۀ وے نو د دنيا به څۀ حال وے؟ ځکه خو طاهر کلاچوي صېب د مينې نه بغېر زندګۍ ته هم اور ورپورې کوي:۔
پۀ دنيا کښې که طاهره مينه نۀ وے
انسانان به انسانانو وو خوړلي
چې پۀ شات د محبت لړلې نۀ وي
اور ورپورې دې شي داسې زندګۍ ته
طاهر کلاچوي صېب پۀ هر کار او پۀ هر حال کښې مينه غواړي۔ ځکه چې هر کار چې پۀ مينه سره کېږي نو سر ته رسي۔دا هم حقيقت دے چې پۀ کوم کار کښې مينه ګډه شي نو يو خوا که سر ته رسي نو بل خوا ته ستړې او ستوماني هم لري۔چې طاهر کلاچوي صېب ئې څۀ پۀ دې ډول بيانوي:۔
هر يو کار چې کړې پۀ مينه سر ته رسي
کار د مينې ځکه ښۀ دے له هر کاره
طلبګار فقط د وصل د بوستان د ګلو نۀ يم
اغزي هم د ستا د هجر د صحرا زما پۀ کار دي
طاهر کلاچوي صېب چې کله د فطرتي حسن ننداره کوي نو دے د هغۀ د احاطه کولو کوشش کوي خو چې ناکام شي بيا ئې پۀ زړۀ کښې د فکرونو درياب پۀ څپو شي۔ چې کله د هغو څپو نه څۀ ورته حاصل شي هغه دے د شعرونو پۀ ژبه څۀ داسې بيانوي:۔
ستا بې کچه مينه څنګه احاطه کړم
وتے نۀ شم لا له خپلې دائرې هم
وچې شونډې تر لېمۀ،زېړه څهره او پرېشان زړۀ
بس د مينې پۀ جهان کښې پۀ لاس دغه سامان راغے
حقيقت دا دے چې ژوند د مينې نوم دے۔ چونکې مينه پۀ زړۀ کښې اوسي او زړۀ پخپله د لوۓ الله کور دے۔ حسن هم هغه چې جلال او جمال دواړه ؤلري۔ زما پۀ خيال د حسن او د مينې بس دغه يو تصور دے۔ خو چونکې معاشره ناخوانده ده۔ نو نن سبا مينه هم پۀ څو قسمونو کېږي۔ خو زۀ ئې د نورو قسمونو سره اتفاق نۀ لرم۔ د انسان سره مينه يا د نورو مخلوقاتو سره مينه هم پخپله د لوۓ الله سره مينه ده۔ځکه چې دا هر څۀ د دۀ د وجود حصه ده۔ دا جهان د لوۓ الله تخليق دے۔ دغسې طاهر کلاچوي صېب هم د ابدي مينې قائل دے۔ او پۀ خپله مينه ئې اعتماد هم شته۔ پۀ خپله مينه ثابت قدم هم دے۔د طاهر کلاچوي صېب پۀ شاعرۍ کښې د حسن او د مينې احاطه کول يو ډېر ګران کار دے۔ خو هر سړے تر خپله وسه کوشش کوي۔ نو ما هم يو نيمګړے کوشش کړے دے۔کاميابي او ناکامي ستاسو پۀ ذمه۔۔۔او خپل مضمون د طاهر کلاچوي صېب پۀ دې شعر:۔
د طاهر پۀ لوړه مينه بولهوس پوهېدے نۀ شي
سمندر کله ځائېږي اے دلبره پۀ کوزې کښې
يادګيرنه: د طاهر کلاچوي صېب پېژندګلو پس منظر د دۀ د خپلو شعري مجموعو نه اخيستے شوے دے۔ او دغه مضمون پۀ " شنه زرغونه مجله بنو مئي۔۔۔۔۔۔۔۔اګست ۲۰۱۰ کښې هم چاپ شوے دے۔ — w