(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پابړي شهیدان

پو ها ند جهانزیب نیاز د چارسدې خونړې پیښې ته داسې دوام ورکوي:
میرمنو قران مجیدونه «په سرکړی وو. دجلوس سره سمی روانی وی، ډیری شهیدانی شوی، ډیری زخمی شوی. زموږدسبق یوملګری چی حمیدالله نوم یی وه، او د زرین اباد دنصرالله خان زوی ووهغه هم پکښی شهیدشواوکویژد ن کړی جینی ځنی پاتی شوه. ګل دادا، مصلح الدین، نیازمحمد، بها‌ء الدین دوی ټولوځان رارسولی وو. اودقبرونوشاته یی پناه اخیستی وه. زماموراوزماننګیالی خورتاجودمیدان په منځ کی ولاړی وی. مړی یی راغونډول. اولوپټی به یی شلولی اوزخمیانوله به یی پری زخمونه تړل. ډیرمړی حکومت دچارسدی په سیند کی لاهوکړل اوورثاوله یی ورنه کړل. ماښام تیاره قیصه ختمه شوه. اود فرینټرفورس اوپولیس سپاهیان دخلکوپه کورونوننوتل شروع شو. ډ یری سترداری یی بی ستره کړی. دکورکالی کنډولی کټونه یی مات کړل. نارینه به یی بربنډ کړل. خټی به یی پری اوتپلی اوبیابه یی کورته په زوره ورد ننه کړل. د شمراود یزید ظلم دخلکوهیرشو.اوڅه ورځی پس یی د چارسدی تحصیل ټول کلی جرمانه کړل. زموږکلی لس زره روپی جرم وو.[میا] جعفرشاه قیوم ته وییل چی داجرمانه هم ددغه یوکورنه واخله. داټول ورانی هم د دوی دی. نود رزړو جرمانه یی زماد دووروڼونه واخیسته اودی انصاف ته ګوری چی زه په دغه ورځ په جیل کی ووم.او دې ظالم حکومت زه هم پنځه سوه روپۍ جرم کړی وم. هغه یی زماد جایداد نه وصول کړه. په هغه ورځوکښی پنځه سوه روپی هم ډ یرلوی شی وو. اوبس یوځل بیاګرفتاری شروع شوی. هم په دغه ورځ یی سالارامین جان خان ګرفتارکړواوپیښور ته یی نیغ راوست. زموږبارک ته یی رادننه کړو. هغه ټوله قیصه مونږته اوکړله. موږټول په دی ظلم ډیرخفه اودلګیرشو. خوڅه موکولی شوموږمظلومان ووـ اوقیوم، جعفرشاّاو جناصاحب ظالمان. ( مخونه: ۱۳۸ ـ ۱۳۹)
جهانزیب نیازپه جیل کی د دوستانوپه مشوره اواخلاقی بشری مرسته له جیل نه دیوی میاشتی لپاره خلاص شوچی په اسلامیه کالج کی خپل پاتی ازموینی(امتحانونه) بشپړی کړی،اوبیا بیرته جیل ته راشی. « زمادبند تقریباً دوه کاله برابریدل » (مخ ۱۶۳) . د ګلي ګړۍ عبدالرحمن خان« هغه وخت داسمبلی ممبراودجیلونومعاینه کوونکی مقررشوی و» کله چی جیل ته راغی ، زرین خان کاکا«دروازی له ورغی» اودجهانزیب نیازپه کیسه یی پوه کړ. « هغه فوراً کاغذراواخیست اوحکومت ته یی زماد پاره د یوی میاشتی پیرول ولیکل» (مخ۱۶۴). جهانزیب نیازداسلامیه کالج دمدیردغټ منشی لالا فضل کریم سره وکتل. لالافضل کریم چی«ډیرښه سړی و» دجهانزیب نیازکیسه یی د کالج مد یر برادرټن ته بیان کړه. برادرټن چی انګریزو«مانه تپوس اوکړوچی ته چیرته وی. ماورته وییل چی حکومت جیل ته بوتللی وم. وییل قتل دی کړی دی که څه بل څه. ماوییل چی هیڅ می نه دی کړی خوراته وایی چی پاکستان درنه یریږی. وییل داخوڅه خبره نه ده .... زماپه کالج کی دی څه ندی کړی، حکومت زمانه تپوس قدری نه دی کړی نوڅنګه تاګرفتاروی. فوراً یی [وزیراعلی= چیف مینیستر] قیوم ته ټلیفون وکړ.» ( مخ ۱۶۶) داسلامیه کالج مدیربرادرټن « راته وییل چی ماوزیراعلی[قیوم] سره خبره کړی ده هغه ستاپیرول یوه بله میاشت هم زیات کړو.» له پیرول نه مطلب د پوهیدونکي(محصل) معاش یا جیب خرڅ دی.
قایم شاه باچا چی داسمبلی ممبرو، دقیوم خان پیغام یی جهانزیب نیازته ورورساوه«چی جهانزیب ته اووایه چی مااووینی نوماورسره سباسهرلس بجی وخت مقررکړی دی. ته ورشه شیرمحمدنومی سړی دی دادهغه پی ـ ای3 وو. هغه ته اووایه چی زه نن وزیراعلی صاحب راغوختی یم. هغه راته وییل چی ته جهانزیب نیازیی ماوییل هاو. هغه دننه ورغی اوواپس راغی وییل یی ورځه. زه دننه ورغلم قیوم راته پاسید. ډ یره مینه یې راسره اوکړه. بیایی راباندی چای اوڅکله. بیایی راته وییل چی داڅه معامله ده. زه دی پرنسپل [دکالج مدیر: برادرټن] راپه مخه کړی یم.»
جهانزیب ورغبرګه کړه چې: « دابه تاسوته پته وی چی زمازنده ګی موتباه کړه. وییل ماخوستازنده ګی نه ده تباه کړی. داخوته [میا]جعفرشاه ګرفتارکړی یی . پی ـ ای ته یی اووییل چی ورشه جعفرشاه ته اوازکړه اوورته اووایه چی دجهانزیب نیازفاییل راوړه. میا صاحب فاییل په ترڅ کښی نیولی وواوراغی اونیغ دهغه مخکښی ولاړوو. اوزه په کرسی کښی ناست ووم. سوچ می کاوه چی څوک خپل ضمیرخرڅ کړی دهغه به دغه حال وی. داجعفرشاه چی به دباچاخان په خواکښی ناست وو. نوموږته به دزمری نه زیات ښکاریده. خوضمیریی خرڅ کړی و. نو نن لکه نوکردصوبی دوزیراعلی په مخکښی ولاړدی. قیوم ورته وییل چی هلکه دافاییل راکړه چی جهانزیب نیازته اوښایم چی دی مانیولی دی اوکه تا. چی فاییل یی ماته اوښود. نو میا [جعفرشاه] صاحب پری په خپل لاس لیکلی وو. اګرچی هغه له انګریزی نه ورتله، خوکیدای شی په سکرټری یی لیکلی وی چی:


“Jehanzeb Niaz is more dangerous than A[bdul] Ghafar. He should be immediately arrested.”


قیوم وییل اودی کتل. ماوییل هوخومشروزیرخوته یی نوته څه تحقیق نه کوی. چی داسټوډنټانو سره ظلم ولی کیږی. وییل باچا[میا جغفر شاه] ورکړه جواب. باچاګونګ ولاړوو. هغه ته وییل ته ځه. او ماته یی وییل چی مادرله پیرول یوه میاشت بل هم زیات کړو. اوانشا‌ءالله په دغه میاشت کښی به دی د رهایی ارډ راوشی. سبق ته مخه کړه.» ( مخونه: ۱۷۰ ـ ۱۷۲ ) میاجعفرشاه کاکاخیل دتعلیم وزیر واود بنودلویی جرګی ( ۲۱ جون ۱۹۴۷زکال) پوری دکانګرس غړی و. د۱۹۴۵ پورې قیوم خان د کانګرس غړی و. قیوم خان اومیا جعفرشاه دواړه دپاکستان په جوړیدلوسره دمسلم لیګ غړی شول.
دبی درباره ملی ژبی ملی شاعرارواښادمحمدامین ملنګ جان په خپلوملی نغموکی څه دپاسه پنځوس کالونووړاندی ویلی وو:
وزیرمسیدشوستړی په جګړوکی


خانان دباجوړدی کړی سیلونه په حجروکی
په رښتیاچی وزیراومسید دخپلودنګوغرونوګوربتان دی اودخپلواکی پښتنی روحیی سیالان دی. وزیراومسید«رټ» پښتانه دی اوهیچاته«ټیټه» نه وایی. په شلمه پیړی کی دهغوی غټ مشر ایپی فقیروچی په (۱۹۶۰ز) کال کی په حق ورسید. د دغه میړنی پښتون په مشری وزیرواو مسیدودانګریزانواوپاکستان په مقابل کی تودپاڅون غوره ګڼلی و. د ډیورنډ د تړون په ضدکلک وسله وال پاڅون په (۱۸۹۷ز) کی دوزیرستان په مدخیلوکی پیل شواوبیاتیرا، مومندو، ملکنډ، باجوړاوچترال ته وغځیده. دافغانستان دخپلواکی په جګړه کی جنرال محمد نادرشاه دوزیرواومسیدوپه مټ انګریزان په ټل اوواڼه کی په ګونډوکړل. دافغانستان د نجات په جګړه کی محمد نادرشاه دوزیرستان له لاری(۱۹۲۹زکال) افغانستان ته راننوت اود وزیرو، مسیدواودپکتیاوالوپه میړانه او د مفکر وزیر محمدګل مومند په لارښودنه یی دکابل تخت دکلکانی حبیب الله(بچه سقاو) له ګډوډی نه را خلاص کړ. له نن نه نږدې درې کلونه وړاندی د(۲۰۰۶ز) کال په سپټمبرکی دوزیرستان خلکو پاکستان دی ته اړکړچی دشمالی وزیرستان په میرامشاه کې ورسره تړون لاسلیک کړی. د پاکستان له خوادغه رسمی تړون یوځل بیاښیی چی دډیورنډکرښه باطله ده. دشوروی یرغل پرضدپه جهادکی خود ډیورنډ لیکه بڼی بڼی شوه اوټوله نړی یی په ماهیت پوه شوه. که د ډیورنډ لیکه شته وای، دتاریخ بی ننګان(شوروی فوځونه) به څنګه له حیرتان پل نه سرټیټی وتلی وای!؟ دډیورنډلیکه دومره سپیره ده چی پخپله مارتیمرډیورنډهم پری شکمن دی چی بین المللی پوله به وی. ډیورنډ په دی پوهیده چی اوبه په ډانګ نه بیلیږی.د ډیورنډ د نا چلې او سپیری لیکی په اوږدو کې د پښتون ولس غورځنګونو دشوروی اتحادامپراتوری رانسکوره کړه، د برلین دیوال یی ړنګ کړ، له ویشل شوی جرمنی نه یی یوجرمن ملت جوړکړ،اود ختیزې اروپاملتونوته یې د خپلواکۍ سندره ورزده کړه.خو له دی سره جوخت«د تمدونونود ټکر» خبره راووتله ( دتمدونونودټکر لپاره ولولی: زیرک یار، دنوی سیاست الجبره، ۱۹۸۹ ـ ۲۰۰۵ زییز کال. خپرندوی: د پښتنی کولتورد ودی اوپراختیاټولنه ـ جرمنی . چاپ ځای: دانش خپروندوی ټولنه، پیښور، ۲۰۰۶زکال، مخونه: ۶۰ ـ ۸۷). اوس د ډیورنډ په سپیری لیکی پسی د امریکې او د ناټو وسله وال ځواکونه ورغلی دی- بې له دې چې د خپل تیر سترغلیم شوروي اتحاد نه یې زده کړه کړې وي.
دهرقبرسرته جګی تیږی توری
دلته مړدقبرلاس راباسی جنګ کړی
میرویس خان اواحمدشاه یی پس له مرګه
لالګیا دی دافغان په نامه ننګ کړی
( عبدالروف رفیقی )

- بېرته شاته