Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
اسد دانش ساپي
[28.Aug.2015 - 17:54]لکه ستوری پاس پر هسک باندې ځليږې
په نرمۍ کې د اوبو په څېر بهيږې
لاس نيوی درنه پکار د ی اسدجانه
لکه پير د سترګو رپ کې رارسيږې
ته يوه ګوره، دنګه ونه سايه داره
ستړي راشي مسافر درته په لاره
ته باغوان د يوې باغيچې يې
چې ثمر يې ټول عالم ته دی بسياره
د دستار د سړی نوم درباندې پروت دی
چې هوښيار دي د پېنځو سړی دې بولی
د پيسو سړی دې نه غواړی اسده
پلار دې پوی دی د کيسو سړی دې بولي
په ليمو کې دې د اوښکو رنګ ته ګورم
له رنجو سره چې ګډې وي روانې
طرات دې د مخ يونسي اسده
کله کله مسلمانې شي هندوانې
زوروره! پهلوان سره په جنګ يې
عجيبه ده، له خپل ځان سره په جنګ يې
د دنيا د زورورو سر لښکر يې
له ضمير او له وجدان سره په جنګ يې
ته نو څنګه د يو ښکلي دام کې ګير شوې؟
په ټولی د مينانو کې ورشمير شوې
غم دې ځانته په پيسو باندې ولجه کړ
له خوښۍ نه د بڼو په رپ کې تېر شوې
دا خو نه منم چې ته دې د يو چا يې
ځکه ته د ټولو خلکو ګلدادا يې
ته که خان يې په يارانو باندې خان يې
که پاچا يې، يار اشنا باندې پاچا يې
اقتدا دې يو بدرنګه پسې وکړه
د ايمان خلک په تا پسې روان د ي
اوبه څرنګه شي پورته باندې لاړې؟
واړه خلک درته ګوري او حيران دي
دا بدرنګ خلک ويشتلو باندې ارزي
ځينې سترګې په وېستلو باندې ارزي
زړه دې کلک په غيږ کې ونيسه اسده
زړه دې راکه ښکلولو باندې ارزی
ستا عظمت ته کله څوک شي رسېدلی
ته خو باز يې په کارغانو پسې مه ځه
ته له مينې او ښکلا نه يې جوړ شوی
په بدرنګه انسانانو پسې مه ځه
(( د اوبو په څېر روانه لږ راتم شه
لمبې چېرې وړې جانانه لږ راتم شه) )
مريدان دې ولې پريښودل يوازې
خدای ته ګوره اسدجانه لږ راتم شه.
محمدحنيف حيران