(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دريم افغان انګريز جګړه

دريم افغان انګريز جګړه او د انګريز ماته  

عبدالخالق سپين غر

 تاريخ ليكنه تاريخ لوستنه څه ارزښت لري او نن هم موږ په تاريخ لوري ولي نښتي يو په دي اړه به مخ ته خبري كوو خوموږ ته چي كوم تاريخ لوستل كيږي دا هم يو رښتني تاريخ دي..؟ كه دهغه تاريخ دتېرو پاچاهانو په لارښودنه او وينا دهغه نيټه ليكنه شوي ده او بيا دا ناپيله او په غير جانبداره ډول ليك شوي دي كه د هر قام پاچايا دهغه ليكوالو دخپلو ستايني يا د نورو باندي تهمت او تور لګولو په غرض ليكلى دي د بيلګي په ډول اولف كيرو د پښتون افغان په تاريخ ډېر څه ليكلي دي خو دهغه سړى چي د انګريزانو په دور كښې د سرحد ايالت يو ډپټى كمشنر وو دده زور زياتي او جبر تراوسه خلګه يا ده وي ددې څخه علاوه چي كله موږ په هند كښې د انګريزانو د دور د دوي چلن او بيا د هند پاكستان د آزادي د مخه هغه پيښو په اړه تاريخ لولونو دهغه تاريخ او د نورو لخوا لكه د ولى خان رښتيا رښتيا دي لولونو ددي دواړو تر منځ د مځكى او آسمان توپير دي خو په دي اړه موږ د انګريزانو په ضد ۱۸۵۸ء داوښتون خبره را واخلونو ځينى و دهغه پيښي ته د آزادي پاڅون يا تحريك بللې كيږي خو بلې خواته د هند پاڅون ته بغاوت يا د غدارى نوم وركول شوي دي نو بيا موږ دا ووايو چي تاريخونه هر چا د خپلو ګټو او د خپلو كارنامو د وړاندي كولو دپاره ليكل شوي دي چي هري لوري خپل مخالف په تاريخ كښې هم ټكوي او په رښتيا او نارښتيا كښې دومره چرت اوباك نه كوي خو داخبره به ارومرو موږ منو چي د تاريخ ليك هم د ارتقاء سره بدلون كوي پخوا چي څنګه تاريخ ليكل كيدي نن هغه ډول نه ليكل كيږي بلكې نن هغه تاريخ ته ښه ويل كيږي چي دهغه سره د ثبوت دپاره د ستاويزات وي د بيلګي په ډول د خان عبدالولى خان ليك رښتيا دادي ځما په اندهم د دهغه دستاويزاتو سره دوي وړاندي كړي دي او څوك چي ددي سره اختلاف لري په كاردي هم داسې ثبوتونه په جواب كښې وړاندي كړى.

         اوس راځو ودي ته چي تاريخ موږ ددي دپاره لويو چي يواځي د تېرو پاچاهانو كارنامي ولولويا د پاچهانو د جګړو د كارنامو او د دوي د ماتي او ګټې (شكست او فتح) نوم تاريخ دي يا دا چي قامونه په دي ناز او وياړ كوي چي ځما مشرانو موږ ته لرغوني تاريخ راپري ايښي دي او هم دهغه ځما دپاره هر څه دي يا داسې نورى خپري خو زما په اند چي تاريخ موږ ددي دپاره لوستل كيږي چي نه يواځي دهغه وخت په حالاتو ځان خبر كړي بلكې په دي هم ځان خبر كړي چي خلګو په هغه وختو كښې څنګه ژوند كاوي هغه وخت د نن وخت څخه سره پرتله كول او هغه تيروتني چي په هغه وخت كښې شوي وي دهغه څخه زده كړه كول او بيا نه غبرګول او د خپلو باتورانو په حالات ځان خبرول يا د تېر په رڼا كښې نوي چاري نيول او لوستل كيدي شي چي د تاريخ د څه زده كول په مانا ګاريږي نو ځكه چي داخبره ډېره كيږي چي بايد د تاريخ څخه زده كړه وشې او د تاريخ لوستل هم د دهغه نوم دى.

         په دى كښې شك نه شته چي پښتانه افغانان يو لرغوني تاريخ لري چي هر پښتون افغان په خپل تاريخ باندي وياړ كوي خو تر كله چي د تاريخ د لوستلو خبره ده نو بيا موږ په خپل تاريخ وياړ بايدونه كړو ولي چي تاريخ موږ ددي دپاره نه لويو چي د يوه كتاب په سترګه ورته وګوري بلكې تاريخ ددې دپاره موږ و لولو چي تېري ناخوالي بيا په ځان راغبرګي نه كړو چي څو ټكو كښې داسې ده چي موږ لرغوني تاريخ لرو خو ګټه موږ نه د ځينى ترلاسه كړي او هر وار په موږ باندي ناخوالي او ناورينونه راغبر كيږي ځموږ تاريخ به هغه وخت لرغوني وي چي موږ دهغه څخه زده كړي وي او د خپلو باتورانو تاريخ مو نه يواځي ژوندي ساتلي وي بلكې تاريخ موږ نور لرغوني كړى وى.

         پښتانه افغان خو په رښتيا هم لرغوني تاريخ لري چي هغه دوي پخپله نه دي ليكلي بلكې نورو ورته ليكلې دي چي هغه د دوي خوا خوږي هم نه وو كله چي ارواښا د افغان پاچا محمد ظاهر شاه د تيري پيړي په شپتمه لسيځه كښې د برتاينې په دولتي غوښتنه لندن ته په دور تللې وو نو د برتانيه راڼى(QUEEN) د ماخوستن په ميلمستيا كښې په خپله وينا كښې دا وويل چي نن د دوي ميلمه يو داسې څوك دي او د داسې قام باچا دي چي و برتانيه ته په نړۍ كښې  كښې چا ماته نه و وركړي خو ځموږ ددې ورځي د ميلمه قام و فرنګيانو يا برطانويانو ته ماته وركړي وه او دا څه د حريانتيا خبره هم نه وه خو يوه پاچا يا يوې راڼې رښتيا منله او دارواښا د بابا ملت محمد ظاهر شاه په مخ كښې ددې د وياړ په خاطر داخبره وكړه دا خو د پښتون افغان دپاره د وياړ خبره وه او ده خو يواځي داوريدو تر ځايه او حده ځكه چي يوه يوه نيمه پيړى پخوا چي انګريزانو د افغانانو سره كوم چل ول كاوي هغه نن هم له دوي لخوا روان دي نن هم موږ په هغه كال كښې يو چي څو پيړى د مخه په كوم حال كښې وو بلكې تر هغه هم په بد حال كښې يو نو د هغه لرغوني تاريخ موږ ته څه راكړي دي..؟ خو يا دا ځموږ د لرغوني تاريخ پړه نه بلكې د ځموږ پړه ده نن هم نړۍ ځموږ د لرغوني تاريخ په رڼا كښې موږ ته ګوري ددي سره سره چي ډېره داسي د كركې ډك خلګه شته چي د پښتون افغان تاريخ د خپلو څخه وډا كوي چي داسې نه چي دهغه قام خپل رښتنې تاريخ ولولي او د دوي د سيسيې سره ورګډي وډي كړى...؟

         دا رښتيا خبره دا چي پښتنو افغانانو د سر په شندنه و انګريزانو ته درې واره ماته وركړه ددې سره سره چي برتانيه هغه وخت د نړۍ تر ټولو لوئى ځواك وو هغه د چا خبره ده چي په پاچاهي يا متعره يې لمر نه پريوتي خو څومره كلكه ماته چي د غازي امان الله خان په مشري كښې پښتنو افغانانو و فرنګيانو ته وركړه هغه تر ټولو لوئى شكست او ماته وه چي په څو څو ځايو يې د انګريز ځواكونه راګير كړو چي د ډېرو درندو وسلو د څنګه انګريزانو په افغان ځواكو د هوائى الوتكو باندي په وارو وارو بمبار هم كاوي خو عجبه خبره داده چي د افغان انګريز ددې لوئى دريمى جګړي معلومات او ذكر ډېر لږ و ولس ته وړاندي شوي دي بلكې كه دا وويل چي د دهغه جګړه حالات د قام څخه پټ ساتل شوي دي انګريزانو په جلال آباد باندې ډېره كلكه بمباري وكدړي په كابل او نورو ښارو او په قباييلي سيمو كښې هم په هوائى الوتكو بمباري وكړي ددې سره سره چي پښتانه افغانان د دوي په پرتله په دوه لاسووو خو لر او بر ټوله پښتون افغان د انګريزانو په ضد دريدلي وو او د غازي امان الله خان تر كمنده لاندي و انګريزانو ته پرله پسي ماتي وركولي غازي امان الله خان د انګريزانو دوحشيانه بمبار يو په ضد د نړۍ و ټولو مشرانو ته ليكونه واستول خو يواځي هغه لاس پوځو انګريزي ملګري وو چي تل يې د نورو چوپړوهلي او خپله خاوره او ټاټوبى يې د نور د غلام ساتلو خپله پلرني دنده يې تر سره كړي ده انګريزانو ډېر افسران او عسكر د لاسه وركړو او خپلو وسلو ته به اور ورته كړي چي داسې نه چي د افغانانو پښتنو لاس ته ولويږي او د جنګ څخه په شاكيدل يې شر وكړو جنرل نادر خان په مشري كښې غازيان ډېر مخ په وړاندي روان وو آن دا چي د خيبر رائفل او د وانا سكاوټ پښتانه عسكر د دوي ملګري او د انګريز په ضد ودريدو انګريز چي د افغانستان په دريمه جګړه كښې ماته و خوړله نو يې و غازي امان الله خان ته د جګړي د درولو وړانديځ غازي چي د پښتنو د فطرت سره سم د جګړي ملاتړ نه كوي دوي د انګريزانو دهغه وړانديځ ومنې او جګړه يې ودروله او جنرل نادر خان او نورو قبائيلو ته وويل چي جګړه دي بس كړي خو افغانانو پښتنو يوواربيا و نړۍ والو ته دا ورڅرګنده كړه چي څنګه دوي د خپلې آزادي او خپلواكي دپاره د نړۍ د يوه زور ځواكي سره هم جګړه كوي شې خو د جګړه د مخه و انګريز ته دا وويل شو چي دوي به په افغانستان كښې لاس وهنه نه كوي بل دا چي د ډيورنډ د لاري چي كومي سيمى د افغانستان څخه بيلې شوي دي هغه به بيرته و افغانستان ته وركول كيږي ددې د مخه د غازي امان الله خان پلار امير حبيب الله خان هم د افغانستان خاوره وه افغانستان ته د واپس كولو غوښتنه كړي وه كه څه هم دده پلار او د غازي امان الله خان نيكه امير عبدالرحمان خان باندي د ډيورنډ لوزنامه په زوره تپول شوي وه خو دا وخت د برتانيه په دي رضا شوه چي د ډيورنډ په لانجه به خبري كوي چي د دواړو لورو تر منځ په راوالپنډي خبري اتري د جګړي د درولو وروسته وشوى.

         د ډيونډو ختيځ ته پراته پښتنو چي د كوئټى څخه نيولي تر چترال پوري پيښور بنو وزيرستان قبائيلو د پنډي لوزنامه ردكړه او ددي تولو سيمو يو لوئى پلاوي و كابل ته غازي امان الله خان سره د ليدلو دپاره ولاړي امان الله خان د دوي تودهركلي وكړي او د خبرواترو په وخت غازي امان خان پلاوى ته وويل چي د انګريز سره جګړه هم د دهغه بدمرغى كرښې د پښتنو د منځ څخه د استلو په سر روانه ده او د هغه جګړه به تر هغه وخته روانه وي چي دهغه ټولې سيمي بيرته د افغانستان سره نه وي يو ځائي شوي دوي راغلې پلاوى ته دا هم وويل چي افغانستان باندي پرله پسې د جګړو د تپولو د كبله د افغانستان اقتصاد ډېر ځپل شوي دي ددې سره سره چي افغانانو پښتنو د نړۍ د ټولو لوئى پوځي ځواك ته ماته وركړله خو د اقتصاد به ډګر كښې موږ څه په لاس كښې نه لرو قبائيلي پلاوي ته امان الله خان غازي يوواربيا باور وركړي چي د ډيورنډ د كرښې په ضد به د دوى جګړه روانه وى..

                                                                                                  (نوربيا)

- بېرته شاته