(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

کونړ ته

[16.Sep.2015 - 17:02]

عبدالوهاب سرتېر

وریځـې راتاو شـوې، سـتا دغـرونو لـه سرو کـونـــــړه

 بــاران دي وشــو د رحـمـت پـه سـردرو کـونــــــــــړه

 چې لوند پرې حلق دسیـن په غـاړې شي د تـږې ځمکې

 چې پســرلــی دي شـي پـه غیــږ کـي، د نخـرو کـونــړه

 چـې کـونـړۍ پیغلــې پـه سیـل وځـي په ساګــو پســــې

 ډکـــي لمنـې راوړي کـورتـه لـه ګلــو کـــونــــــــــــړه

 د سیــن پـه غـاړه مـوږ ټـول ژونـد ژړلــي تنـده خـپلــــه

 ځمکـــي بــې بـرخـي دي زمـوږ لـه دې اوبو کـــونــــړه

 د وچـکـالیــو او جګـــړو د مصـیـبـت لـــــه وجــــــــــې

 پــه ګـــودرونو نشـــتـه شـور د شنــو بنګــړو کــونـــــړه

 لا درنـه اخـلــي قـربانــۍ د جنـګ مـورینـــه بــــــــــلا

 وینـې دي څاڅــي لا تـازه دي، لـه زخمــو کــونــــــــړه

 په کـونـــړیانـو بـه لـه چــا نه بمبــارۍ هېــري شـــــــــي

 ټـول کـړو غمجـن دماشـومانـو جنــازو کـونــــــــــــړه

 د ډانګ او پـړانګ ترمینځ راګیـر کونـړیان وپوښـته لـږ

 حال یې پوښـتلـی شئ د ژوند له سترګـو سـرو کـونــړه

 په خـوب اوده چـې په کـورو، راننـوځـې پـردیـــــان

 چېـرته ده مـړه ده؟ که ژونـدۍ زموږ پښـتو کونـړه

 دابـې پتـي مـوږه پـه خـوب کې هـم لیـدلــی نشــــو

 په رڼـو سـترګـو به دا مـوږ ګورو، ترڅـو کـونــړه

***

د خـدای په نـوم سره پـه خپلـو کـې وحـدت وپـالــئ

 سـتاسـو یـووالـی دی ځـواب ددې ظلمـو کـونـــــړه

 سـتا پـه دې غـرو کـې خـزانې دي د لعـلـونـو پټـــــي

 څنګـه به وساتـي دا خپـل شته لـدې غلـو کـونــــړه

 دوی ئـې له پاسه صـفا ګـوري موږئـې نشـو لیــدی

 فــرق دی همـدا د سـترګـورو او ړنــدو کــونــــــــــړه

 په دومره شتو کې دي غدود له غوائې برخه رسـی

 غدود خـوراک شـي د یـو څـو وږو جیبـو کـونــــړه

 د غوا زامن دي غـولوي دی، خیـر به ونه ګــورې

 لـدې راغـلـــو( کاوبـایـانـو) میلمـنــو کــونــــــــــــړه

 داسي دی زبیـښي چې هډوکـي دي اوبه اوبـه شــي

 ځـان کــړه خبــر د استعمـار په دسیسـو کــونـــــــــړه

 دا د بــلا بچـي افــکـــارو کـې بـــدلـــون راولــــــي

 پام کوه ډیر ماغزه دي وینځي، په ماغزو کونړه

 دا تجـربـه چـې پـه هـرځـای کـې په هرچا شـویــده

 لیدلي نـده بـیا په ژونـد ښـه ورځ هغـو کـونـړه

 تاریخ کلتور ژبه او نور هرڅه بایلـلـي هـغـــــو

 چې حسابیږی داسې خلک بیا په مړو کـونـړه

***

موږ ته دې جوړي بنسټیزې پروژې کــړې دلــته

 هـڅـه دي نـه کـوي زمــوږ د بدلـېدو کـونـــړه

 له دې پوده پلو، چې په یو شړق د باران ورانیږی

 ښه ده چې پیل شي پولادي کار په بندو کونړه

 چې کونړیانو سره شته پوښتنې حل شي یوڅــه

 چې خیر خو وګـوری یوڅه ددې پـردو کـونـړه

 لـدې نه غـیرد مور مـیړونه دي په سر مـو ګرځـی

 خدای مودي وژغوري په خیر له دې شرمو کونړه

 ـ سرتیرـ شاعر یمه همدا به مې په وس پوره وي

 چې لږ تر لـږه خودي سـتایم په شعرو کونــړه


بېرته شاته