Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
تازه شعرونه
[17.Sep.2015 - 18:31]لکه سپوږمۍ چې داسمآن په کناره کې گوري
هغه هم داسې نیم کخوپه دروازه کې گوري
شیخه یوازي هلکان ھم ملامته نه دي
جینکئ شته چې موراوپلارنه په پرده کې گوري .
*****
لکه دسیوری پشان راسره سم روان دی
خوشحالی وړی هغه ماسره یی غم روان دی
دوطن دردمې دزړه تل کې ځانله کورجوړکړی
چې سترغلي مې پړسیدلي خوعالم روان دی.
*****
لکه دتوری شپی په تکه توره خېټه کې چې مړی پروت وي
هغه همداسی ستادزلفوپه تیاروکې لکه پړی پروت وي
چایی د زړه نه خپل خایست له تورکافرجوړ کړی
په سیمېن زنه باندی زکه لاس تړلی پروت وی .
*****
دکوم امام په اقتداچې مې سجده ایخودې
هغه ملاهم ددوزخ په لوري خپه ایخودې
آ دحالاتوپه ځنځیرکې تړل شوی امام
هغه جنت ته یوه بله دروازه ایخودې .
*****
دغه ناشنا تورسری څوک ده په پیزارکې ناسته
چې اوس خیرات غواړي دخپل اتل ازارکې ناسته
ښکاري په زوئ اوخاونددواړو ئې جهادشوی دی
ربه داخواره اوس دچادننگ گلزارکې ناسته.
*****
مانه دژوندتوری راکاگي دغزل پشانته
ھره لحظه مې په سر ودریږي اجل پشانته
کله کوټوال له مرۍ ونیسي اوبیائې پریږدي
ریمانډدمېني ورکوي لکه پاگل پشانته .
*****
په خپل عمل دی گوره څومره لوې زورلی وکړې
تاچې دگونگ په شان سلوک باندی خبرې وکړې
دزمانې په یوه پوړکې ھم ونه منل شوې
ځان ته دی اوس،تیر اوسباباندی کنځلی وکړې.
*****
ټوټې ټوټې دې لاړشي اوپه وینوکې دی رنگ شی
چې څوک مونږ ته ورونه وائې اوبیامونږ سره په جنگ شی
لاس دی مونږه لپه کړی ربه ستانه دغه غواړو
خپلی مېندې ئې کړې بوري اوبچې دی په خپولنگ شی .
*****
دپښتون سره پښتوښائي پښتونه
بی .پښتومې پښتون یولیدلی نه وو
په یوغږ به ترډیلی دتوری شرنگ ؤ
له موږکه کوټوال مېو لیدلی نه وو
****
خالقه خوله کې مې مسکاوي خواجل ترې جوړکړې
چې داپه زلفوکې لاس ووهي وربل ترې جوړکړي
کوټواله ته له کلي وزه دیوی شاړې په لور
خیردی داښکلی دي خدای ډیرکړي چې ځنگل ترې جوړکړي.
****
سره الوچه،زیړه مڼه توره گورگوره لاړه
زمانغمه زماغزل زماسندره لاړه
اوس یی کوټواله چېرته گوري په گودرکې نشته
هغه ماناچې دمنگی اومازیگره لاړه .
******
ماچې دکوم جانان دمېنی انتخاب کړی دی
خلکو بس ماته دکافرپه نوم خطاب کړی دی
چې دی ثواب یی دنیکۍ په څنگل سرایښی دی
کوټوال خو ټول عمر ترمرگه په عذاب کړی دی.
***
لکه نرگس له حیا ښکته گوري
دغه ادا دی ھم الزام دی په ما
په نیغ کتومې زړه شهید شهید شی
جنت ته لاړشي ژوندتمام دی په ما .
****
داخودخپل تصورپال جوړؤم
چاته نتکۍ چاته ترې خال جوړؤم
هغه مطرب نه ګډې وډې شولی
اوس دهغو نغموسر تال جوړؤم
دخیال په شاړوکې مې الوزی وزری وهي
دیو سرکښه بازپه جاله باندی جال جوړؤم
زۂ چې داپیایمه راپیایم توری
نودی تودی جگړی ته ډال جوړؤم
داتوری زلفې چې مې واړولی څه گناه دۂ
هغه راتلونکې شوله ورکه رانه حال جوړؤم
بس دی کوټواله ثوابونه خوټول تا وتړل
زه به سپوږمۍ مخ ته له څه شی نه وبال جوړؤم .
****
غریبان گوري زمانې که بس بادشاه ته گوري
مخی ته لاړی مونږ دي پریښودو که شاته گوري
څه ارزوگانې به پوره کړي په ژوندون کې واورۂ
که په چل چل کې دکوټوال غریب پناته گوري
****
ماچې تیره دنظر یوه شپه ستا په خلاکړه
دغه لارمې ددې حورو ربه دې څخه پیداکړه
کوټوال واخستې له خیره ستاوعده کې څه شک نه شته
ځکه خوښ یم چې مې دلته دمستۍ څه درک نه شته.