Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
پردیسي ده
[30.Sep.2015 - 17:55]سترګې پټې کړم د ځان سره غږیږم
زه د خپل څېري ګریوان سره غږیږم
روح مې لاھم د وطن په کوردیره دی
زه د خپل روح او روان سره غږيږم
د زخمي زړګي درمان راته معلوم دی
زه د خپل زړه د درمان سره غږیږم
د ګیلې اوشکایت مې بل څوک نشته
پاس ورګورم د آسمان سره غږیږم
پردیسي ده ځان پخپله خوشال ساتم
پخپل خیال کی د جانان سره غږیږم
لاخوخپل وجدان پړکړی شکرنه یم
زه قیام د خپل وجدان سره غږیږم
الحاج الھام الدین قیام
29/09/2015