د ټوپک او پاټک ژبه
زه نه پوهېږم، چې د نننیو ډیموکراتیکو او مدني ارزښتونو ژبه او دنیا به څنګه وینا وي، خو د جګړې د ژبې داغونه مې لیدلي دي. د ټوپک د خولې ښکنځلې مې ډېرې اورېدلې دي. د پاټک د ځنځیري بدمستانو سپکو سپورو ډېر داغلی یم.
د جهاد قیام، شهادت، مقاومت اُمت او داسې نورو اصطلاحاتو په غالمغال کې مې د خپل سپین ږیري پلار لنګوټه ول ول ړنګه بنګه لیدلې ده.
د بې آبیو، بې عزتیو، بې پتیو سپو راته غپلي دي، څېرې پایڅې یې ریښکۍ ریښکۍ په لیونیو داړو کې پردو امبارو ته راڅخه وړې دي.
د مور پر جنازه یې د قرصک رقص راته کړی دی، د پلار پر هدیره یې ډیشکو ډانس راته کړی دی او د وطن د هویت پر تابلو یې د ګوګوش، آریانا سعید، خرما شیرینوا لوڅ عکسونه راته سریښ کړي دي.
زه د ټوپک او پاټک ژبې داغلی یم، زه د ډزو ژبې رټلی یم، زه د کلاشینکوف ژبې ازار کړی یم، زه د جنګ له ژبې سر ټکوم، زه د جهاد په نوم د شرارت له وینا منډه وهم او بالاخره زه د شر او فساد له ژبې تښتم او غواړم پر ځای یې د خپلو خلکو د عواطفو، احساساتو، درنښتونو او اخلاقي ارزښتونو په ژبه د فاجعې او غمیزې منطق د پلار نیکه له ټغر څخه ولاړ کړم.
د فلسفو، لغاتو او پردو لفظونو ژبې تر اوسه پورې لا زه د ژوند د حقایقو په معنی ګانو نه یم پوه کړی. دلته د وحدت، حریت او مدافعت ژبه د همدغو خلکو د عاطفې له الف او ب څخه جوړه شوې ده او همدغه الف او ب ده، چې د تاریخ پر هېندارو زما د ملي تصویرونو ګونګي حواس په وینا اړوي او وینا یې له هر ډول ابهام او نا معلوم مطلب څخه مبرا ده.
افغانان ژوند پرسته خلک دي. دوی د ژوند خوښیو، بریاوو، کامیابیو او کامرانیو ته په ګونګه ژبه هرکلی نه وایي، جشنونه، اتڼونه، غېږې او پهلوانۍ ورته کوي، مستۍ او بګتۍ ورته وایي، یاله قربان او لنډۍ ورته وایي، سندرې او بدلې ورته بولۍ، نغمې او ترانې ورته پنځوي، خو په لارو کوڅو کې نه. هر څه خپل ځای او خپل مقام لري.
په کتمندو کې د افغانستان د فوټبال له بریا سره جوخت کابل یو ځل بیا د جګړې د اخلاقو قرباني شو. ددې پرځای چې بریا ونمانځل شي، بریا وکږل شوه، بری وغندل شو.
د کابل په کوڅو کې د کلاشینکوفونو له خولو څخه د اور ژبې راووتې او د جګړې د کلچر وینا یې وکړه. د کابل پر واټونو باندې د قرصک رقاصانو د جنازو مخه ونیوله او د جنازو په وړاندې یې بدمست رقصونه وکړل.
پر واټونو باندې لنډه غري په ګړندیو موټرونو کې سپاره وو او سرونه یې تر هېندارو را اېستلي وو، ښځمنو ته یې هغه حرکتونه کول، چې دلته یې په لیکلو شرمېږم، له هره موټره اوبه شېندل کېدې.
له هرې روانې ګړندۍ عرادې څخه د لارویانو د تهدید ګواښل عملي جامه اغوستې وه، ټوله شپه ډزې روانې وې، ټوله شپه د خاموشۍ پرده ریتاړې ریتاړې وه. خدا زده څومره انسانان به سړو مرمیو، ړندو کارتوسو او بې درکه سکروټو ژوبل کړي وي؟
دا هرڅه د هغې ژبې کمالات دي، چې زموږ د ولس په حلق کې یې ځای نشته، دا ژبه د ټوپک او پاټک ژبه ده، د لنډه غر او لوپر ژبه ده، د کوڅه ډب او اندرغړب ژبه ده او دا هغه ژبه ده چې د افغانستان سنګین او درانه مخ ته فحش او ښکنځا پرې ویل کېږي.
پرون زما ډېر درانه کشر مجیدالله جان قرار دغه ژبه ستایلې وه. نه پوهېږم د قرار غوندې دروند او سنګین ځوان چې ما همېشه ډېر ستر حساب پرې کړی دی څرنګه له درنښت او ارزښت سره په ټکر کې را پنځېدونکي حرکتونه ستایي او توصیف یې کوي؟
قرار ګله! له عصمت قانع یې واوره، له هغه عصمت قانع چې پوره پېنځه دېرش کاله د همدغو سپکو سپورو پر تېغنه لکه نېنه داغل شوی دی او لټ پر لټ اوښتی دی.
ته وا د تاجکو د نجات فرښته باید د اساسي قانون د حکم له مخې وستایل شي، خو زه درته وایم، چې د تاجک د تباهۍ عوامل باید وڅېړل شي.
احمد شاه مسعود له طالب سره په نیابتي جګړه کې تاجکان د ځان سپر وګرځول او د هغوی باغونه یې په طالبانو ورېبل، د هغوی بندونه یې پرې وران کړل، د هغوی کورونه یې پرې کنډواله کړل، خو کله چې د ګیري شرون ډالري بکسونه پنجشیر ته را ورسېدل نو یوه تاجک هم په کې یو سینټ وانخیست. میم زرما ټوله یې زما، هر څه پنجشیر واخیستل.
او کله چې د قدرت او اقتدار د چوکیو وېش رامېنځته شو، نو په ټول افغانستان کې داسې څوک پیدا نه شو، چې د وزارت د چوکۍ مستحق شي. د بُن په کنفرانس کې څلور کلیدي وزارتونه د مسعود ډلې ته ومنل شول. د دفاع وزارت د فهیم شو، داخله وزارت د قانوني شو، خارجه وزارت د عبدالله شو، ملي امنیت د امرالله شو او په ټول افغانستان کې داسې تاجک پیدا نه شو، چې وزارت وکړای شي.
زما یو شمالي وال انډیوال چې په پښتو یې عامیانه شاعري کوله سندره جوړه کړې وه، چې:
چوکۍ ټولې د پنجشیر دي
تاجکان درڅخه هېر دي
غازي میر بچه خان زموږ یو قهرمان وو، ویل کېږي، چې تاجک وو، پرون هم د پښتنو، بلوڅو، ازبکو، هزاره وو او ترکمنو قهرمان وو، نن هم دی او سبا به هم وي.
کچېرته د تخار، بدخشان، پروان او هرات تاجکان احمدشاه مسعود واقعاً خپل ملي قهرمان مني، نو زه به هم پر دغه وثیقه باندې خپلې لس د لاسو او لس د پښو ګوتې ولګوم.
که یې هغه نه مني، نو ته ولې د یوه وړوکي فرکسیون قهرمان ته د ملي بڼې د ورکولو په ناکامه هڅه لګیا یې؟
قراره ګله! ماته د فهیم او امرالله د ټوپک ژبه د وطن د عاطفې په ژبه مه راژباړه قربان دې شم.