Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
همت
[05.Oct.2015 - 02:42]د ځوانۍ مې بهارونه راغلل تیر شول
په وطن مې خزانونه راغلل تیر شول
زموږ خاوره د جنګونو لابراتوارشوه
رنګارنګ پرې یرغلونه راغلل تیر شول
له زخمونو د قربان شمه وطنه
په تا ډیر عظیم دردونه راغلل تیر شول
ستا د ویش ارمان به ګورته سره یوسي
د دښمنو لښکرونه راغلل تیر شول
دا وطن یې د بچیانو همت ساتي
د ویشلو یې پلانونه راغلل تیر شول
اې لار ورکو د آرمان درنو ملګرو
لمر راخیژی ما ښامونه راغلل تیر شول
حوصله د لاسه ورنکړې افغانه
د تاریخ د غم موجونه راغلل تیر شول
نورمحمد غفوری