د مننې په ترڅ کې
په تيرو کلونو کې چې لا فيسبوک په افغانستان کې عام شوی نه و، نو په لسګونو شاعرانو او ليکوالو ته د ټول افغان ويپاڼې مسوول، ګران شيرزاد کاموال بلاګونه جوړ کړل چې ما ته يې هم د باز په نوم بلاګ جوړ کړی و. تر ډيره بلاګونو هم ښه بازار موندلی و. د ۲۰۰۷ م کال خبره ده. زړه مې وکړو چې خپلې خاطرې له يارانو سره شريکې کړم. څو عنوانه خاطرې مې ليکلې وې او يارانو خوښې کړې هم وې. بيا چې په تيرو څه کم څلورو کلونو کې ننګرهار ته د دندې په خاطر راغلم، نو په خبريالۍ کې داسې ونښتم چې بلاګ خو څه کوې چې شاعري او ليکوالي يې هم رانه پاتې کړه. څو مياشتې وړاندې مې له بلاګ څخه هغه زړې ليکل شوې خاطرې راواخيستې او چې فيسبوک کې مې له يارانو سره شريکې کړې، نو يارانو يوه په بلې پسې خوښوله او هر يوه به راته ليکل چې د بلې خاطرې په تمه دي.
ما هم که هره شپه به نه وه نو يوه شپه وروسته خو به مې خامخا يوه خاطره په ليکه کوله. تر دې چې زړې ليکل شوې خاطرې راسره په آرشيف کې خلاصې شوې، خو يارانو به د نورو غوښتنه کوله. زه به هم هره شپه خپلې ماضی ته تم کيدم او چې په هر ګوډپير به مې په کې داسې څه پيدا کړل چې يارانو ته په کې خوند مزه وليږدوم، بس له مخې سره به مې ليکلې او فيسبوک ته مې به مې پورته کولې.
په دې دوران کې راته ګران شاعر او خبريال ملګري اجمل اند په ياران ويبپاڼه کې (( د باز خاطرې)) په نوم کوټه پرانيسته او هره خاطره به مې د فيسبوک تر څنګ ياران ويب ته هم پورته کوله او د خپل فيسبوک په ديوال به مې لينک ورکولو. ډيرو دوستانو به د ياران ويب له برکته زما ټولې خاطرې په يوځايي لوستلې او ډيروبه يې دا غوښتنه کوله چې په کتابي بڼه يې خپرې کړم.
لکه څنګه چې زه په خپلو خاطرو کې بې باکه ويل کوم نو همداسې په بې باکۍ مې يارانو ته وليکل چې ليکوال دا دواړه کاره نه کولای شي او نه يې کوي چې هم دې وليکي او هم دې پرې خپلې پيسې ولګوي.په کار ده چې تاسو يې چاپ کړیء.
زما د دې خبرې په ځواب کې ځينو دوستانو راته وليکل چې د چاپ په برخه کې ونډه اخلي. په دې دوستانو کې تر هر چا د مخه راته يو خور چې په فيسبوک کې يې نوم نجيبه ناز دی، وليکل چې زه هم د خپلې وسې سره سمه مرسته کوم. زه شله شوم او ورته مې وليکل چې ستاسو مرسته به څنګه تر لاسه کوم؟ هغې راته وليکل چې ډاکټر ميرويس به يې دروسوي.
په ريښتيا هم د تيرې روژې نه څو ورځې وړاندې ډاکټر ميرويس يقين يوسفزی جلال اباد ته راغلی وو، سل ډالره يې خپل او سل يې دنجيبه ناز خور له اړخه راکړل.
تر ده درې څلور ورځې وروسته زما د فيسبوک يو بل ملګری چې تل يې زما خاطرې لوستي او تبصرې يې پرې هم ليکلې، محمد نعيم يادوم، له خپل ورور او دوه تنو نورو مشرانو سره دفتر ته راغی او راته يې وويل چې له هيچا پيسې مه غواړه ټول کتاب درته زه په خپل لګښت چاپوم. خو ما له هغه هم سل ډالره واخيستل او ورته مې وويل:
زه غواړم چې د کتاب په چاپ کې ډير ياران راشريک کړم او موخه مې دا ده چې زموږ هغه با احساسه افغانان چې له وسې يې کيږي، بايد چې د کتابونو په چاپولو کې خپله ونډه واخلي.
همدا رنګه په بلجيم کې ميشت افغان ځوان وحيد شيرزاد له اړخه هم سل ايرو رارسيدلې دي. حمدالله ارباب او عبدالله کاموال هم سل، سل ډالره مرسته کړې ده.
زه له ټولو يادو دوستانو د زړه له کومې مننه کوم چې ما سره د زما د خاطرو د خوندي کولو په چار کې يې مرستې کړي.
کله چې ما د کتاب چاپولو ته مټې راونغښتې نو اجمل اند، پامير ساحل او استاد امين الله دريځ ته مې د سريزو لپاره خپلې خاطرې وليږلې.
اجمل اند خو پرې له مخې سره ليکنه وکړه او را ويې ليږله، پامير ساحل ناغيړي کوله، خو زه يې پريښودونکي نه وم، او استاد امين الله دريځ خو راته وويل چې زه يې لولم، پروف يې جوړوم او ستا ژبه د ګرامر په حساب د کرکټر له ژبې رابيلوم.
که څه هم دا خاطرې خو ما په دې خاطر ليکلي چې زه د خپل ژوند ځينې هغه اړخونه چې يوازې ما ته مالوم و او خوندرې پيښې يې په غيږه کې رانغاړلې، د خپلو يارانو مخته کيږدم. خو نه پوهيږم په ځينو خاطرو کې راڅخه ناخوداګاه پيغامونه هم ګډ شوي چې دا زه خپله نيکمرغي ګڼم.
له ګران استاد امين الله دريځ څخه ځانګړې مننه کوم چې په لنډ تنګ وخت کې يې نه يوازې دا چې په خاطرو ليکنه وکړه، بلکې پروف يې هم وکتل او زما ژبه يې هم پښتو ګرامر ته ورجوړه کړه.
له ګران اجمل اند نه هم يوه نړۍ مننه چې د خپلو ټولو مصروفيتونو سره سره يې په ډير لږ وخت کې په زړه پورې ليکنه وکړه او د ګران پامير ساحل نه هم نړۍ نړۍ مننه چې د ناروغتيا په حال کې يې په خپل وخت يې زما په خاطرو علمي او مدلله ليکنه وکړه.
له ګران حمد الله ارباب نه يو ځل بيا مننه کوم چې په ډير لږ وخت کې يې زما د غوښتنې سره سم انځور د کتاب د پښتې لپاره په خپلو هنرمندو ګوتو جوړ کړو. او په اخيره کې بايد ووايم چې که د ننګرهار د علمي او فرهنګي مرکز ميديو تيک (د رسنيو کور) پريمانه امکانات نه وای، نو اوس به ستاسو په لاسونو کې دغه کتاب نه و. د رسنيو د کور له ټولو يارانو مننه کوم چې ما ته او د ننګرهار ځوانو ژورنالستانو ته يې اسانتياوې برابرې کړي دي.
بس يارانو دا تاسو او دا زما خاطرې
په ټوله مينه
بازمحمد عابد
د اګست ۲۱مه نيټه، ۲۰۱۳ کال، د شپې يولس بجې
د ننګرهار علمي او فرهنګي مرکز( د رسنيو کور)