قيصه خوانۍ بازار
فاروق فراق
قيصه خوانۍ بازار چې د پيښور زړۀ ياديږي ،دغه تاريخي بازار دتيراتوار په ورځ هاغه وخت د يو لويې قيامت سره مخ شو کله چې دخان رازق تاڼۍ ترڅنگ په يوگاډي کې ايښودى شوي لږ ترلږه دوه منه بارود وچاوديدل اؤ په شلگونو نارينه،زنانه اؤ اؤ ماشومان يې په سرو وينو کې ولمبول.
قيصه خوانۍ بازار د خپل لرغوني تاريخ اؤ تهذيب په اساس په ټوله دنيا کې شهرت لري.
د پاکستان د جوړیدو څخه وړاندې چې کله په هندوستان د برطانيې حکومت ؤ نو دافغانستان اؤ نورو بيلابيلو منطقو سوداگرو به کابل اؤ نورو لرې پرتو سيمو ته د خپلو مالونو ورتيرولو په مهال قيصه خوانۍ دخپلې دمې ځايې ټاکلى ؤ اؤ دلته به چې کله دغه سوداگر راورسيدل نو خپل اسونه اؤ خچرې به يې وتړل، اؤ ددمې په غرض به يې په قيصه خوانۍ کې پړاؤ واچولو اؤ ټوله ټوله ورځ اؤ شپه به يې يو بل ته قيصې کولې.
بلکې د بيلابيلو رواياتو په اساس په قيصه خوانۍ بازار کې به د قيصو بيانولو دپاره خپل پيشه ور قيصه گويان موجود وؤ چې هغوئ به په خوند خوند مسافرو ته قيصې کولې اؤ د هغوئ د ستړتيا احساس به يې پخپلو قيصو ختمولو چې لۀ دې امله ددغه بازار نوم هم په قيصه خوانۍ مشهور شو.
دتير اتوار (یوه نۍ/یکشنبې) تر شپې چې دقيصه خوانۍ بازار سړکونه د انسانانو په وينو نۀ وؤ لړل شوي د ورځې خو به قيصه خوانۍ کې دقدم ايښودو ځايې نۀ ؤ اؤ هرڅوک به دغلته په سود سوداکولو بوخت ليدى شو خو دشپې په مهال به هم د قيصه خوانۍ رڼاگانې اؤ خوراکونه دټول پيښور د وگړو د خاص توجو مرکز ؤ.
دشپې په مهال به په قيصه خوانۍ کې دپيښور روايتي فالوده، دفټ پاتهـ په غاړه تياريدونکي تازه مازغۀ اؤ کليجي،پئ اؤ ځلوبۍ،چپلي کباب،دپيښور روايتي قهوه ،شوملې اؤ نور ډير شيان تر ناوخته خرڅيدل.
اکثر به د کاره ستړي پښتانۀ د فرصت په لمحو کې د خپلو فاميلونو يا يارانو دوستانو سره دغه بازار ته ورتلل اؤ د شپې به يې په فټ پاتهونويا خو دغه خوندور خوراکونه کول اؤ يا به يې ددغه بازار په روايتي قهوه خانو کې شنې چايې يا قهوې په گپوشپوڅښلې.
ددغه خونړۍ بمي چاودنې په دريمه ورځ چې مو کله د قيصه خوانۍ بازار د شپې رڼاگانې په زړۀ را اوريدې اؤ ددې معلومولو دپاره د شپې په دولس بجې دغه تاريخي بازار ته ورښکاره شو چې اوس به قيصه خوانه دشپې په څه حال وي؟ نو د قيصه خوانۍ رڼاگانې هم د بارودو په لوگو کې په تورتم بدلې شوې وې.
په دغه بازار کې ټول دوکانوتړل شوي وؤ اؤ دځينو هاغو دوکانونو څخه قناطونه راتاؤ کړل شوي وؤ چې په شوې بمي چاودنه کې ورته زيان اوښتې ؤ.
په بازار کې ځائ پځايې پوليسو ازغن تارونه راښکلي وؤ اؤ په دغه تاريخي بازار د خوف اؤ ويرې يو داسې څادر خور ؤ لکه چې اوس به دادى بيا بم گړز وهي !
په دغه بازار کې چې به نور کله دشپې هم د گاډو رش د بنده اوسان خطا کول اؤ د هارونونو به ورله د غوږونو پردې شلولې اوس يوازې دوه رکشې په سړک ولاړ وې اؤ په ډير ساعت پس به چرته په سړک تيريدونکي موټر دقيصه خوانۍ په بازار غوړيدلې خاموشي ماته کړه.
نۀ خواوس د قيصه خوانۍ بازار دسړک په غاړه ولاړې دفروټو ريړې په نظر راتلې اؤ نۀ په فټ پاتهونو هاغه بې شميره د خوراکونو سټالونه چې هر وخت به پرې د خلکو رش جوړ ؤ.
يواځې دقيصه خوانۍ دشهيدانو د يادگار سره په څنگ کې ډهکي نعلبندۍ ته په ورغلې کوڅه کې درې د سرۀ کړوچرگانو دوکانونه، يو دنانبايي دوکان اؤ يو هوټل پرانستي وؤ.
همدغه شان د قيصه خوانۍ شهيدانو ته مخامخ د فالودې دوه دوکانونه،په اوږد فټ پاټهـ دمازغو اؤ کليجۍ تيارولو دره سټالونه، دشوملو دوه تختې اؤ دمشهور حلوايي لاهوري دوکان پرانستي پراتۀ ؤ خو ددغو ټولو پرانستو دوکانونو اؤ سټالونو مخې ته هيڅوک گاهگ په نظر نه راتلو.
دسرۀ کړو چرگانو د يو دوکاندار شيرعلي نه مو چې وپوښتل کله دې دوکان پرانستې اؤ د شوې بمي چاودنې نه پس دلته خپل دوکان کې په ناسته څه احساس لرې؟ نو وئ وئيل "نن مې وړومبۍ ورځ ده چې دوکان ته راوتلى يم خو والله که کار خوند راکوي"
هغۀ وويل کله چې سحر دکوره راوتلو نو مور اؤ ښځې ورته بيابياتاکيد کولو چې د ځان خيال ساته
"خو د ځان خيال به څنگه ساتم ، ماته څه معلومه ده چې کله به دکوم طرف نه گړز کيږي ؟"
شيرعلي وويل دقيصه خوانۍ بازار دواړو سرونو ته بمي چاودنې شوي اؤ اوس دې خدايې په منيځ کې مونږ ته خير کړي.
هغه وويل کۀ کارنه کوي بچي يې اوږي پاتې کيږي اؤ کۀ قيصه خوانۍ له کار ته راځي نو دمرگ خطره په سراخلي.
دقيصه خوانۍ شهيدانو ته مخامخ د فالودې په يو دوکان ناست ٢٥کلن کامران وايي چې په دغه دوکان کې دهغۀ نه وړاندې دهغۀ پلار اؤ نيکۀ مزدوري کړې ده ځکه نو مجبوره دى چې هغه هم پکې د ټولو خطرو باوجود ځانله رزق پيداکړي.
کامران چې پخپله هم دقيصه خوانۍ په چاودنه کې بيهوشه شوى ؤ وايي د کور خلک ورته وايي چې قيصه خوانۍ ته مۀ ځه ، دهماکې کيږي خو هغه اوس ددغو دهماکو سره بلد شوى دى اؤ ويره ترې نۀ کوي.
د کامران د دوکان مخې ته فټ پاتهـ يو چابړي کې د اقبال په نوم ٤٥کلن انگور خرڅونکي وويل ښه پوهيږي چې په قيصه خوانۍ کې کار کول مرگ له غاړه ورکول دي خو بله اسره نۀ لري.
همدغه شان دشهيدانو سره جوخت د مازغو اؤکليجۍ تياروونکي اتلس کلن ځوان بلال وويل نور يې مور پلار نۀ پريږدي چې قيصه خوانۍ کې کار وکړي خو څۀ چاره ورسره نشته ځکه چې ډيره غريبي يې ده.
هغه وويل "ددې نه خو چې بنده چرته په شاړو ميرو کې په يو شکور کې پاپړ خرڅوي هغه به ترې ښه وي ځکه چې ژوند خو به يې محفوظ وي"
دکال ١٩٢٥څخه په قيصه خوانۍ بازار کې قائم د لاهوري حلوايي دوکان ته مو چې سر ورښکاره کړو نو په دغه دوکان ناست ٤٣کلن شيخ ظفر محمود هم د مايوسۍ څخه ډکې څرگندونې وکړې اؤ وئ وئيل ژوند مو هم تباه شو اؤ کاروبار هم .
دهغه وينا وه دپاکستان د جوړيدو څخه دمخه يې مشرانو دغه دوکان پرانستې ؤ اؤ تراوسه پکې ښه سم دم روزگار چليدو خو دکله نه يې چې بمي چاودنې شروع شوي نو د ځان نه مچان شړي اؤ گاهگ ورته په نظر نۀ راځي
هغه داهم وويل چې حيران دى څنگه د دومره امنيتي پوستو اؤ د پوليسو په پهرو کې په منونو بارود قيصه خوانۍ بازار ته راننوځي اؤ پوليس يې نۀ ويني ؟
خو دلاهوري د دوکان څخه په لږه فاصله ولاړو دوؤ پوليسو سره مو چې کله دشيخ ظفرمحمود دغه پوښتنه شريکه کړه نو دهغوئ څخه دپرويز په نوم يوتن حوالدار ډيوه راډيو ته وويل "خان جي غږ مۀ کوه داکوم حال روان دى ،زۀ خپله هم شپږ مياشتې وړاندې په شاه عالم کې شوې دهماکه کې زخمي شوى يم"
هغه دخپلو روغوشوؤ پرهرونو نخښې هم وښودلې اؤ وئ وئيل "پوليس نور څه وکړي ،پوليس خو يې ځان له تباه اؤ برباد کړل بياهم ددوئ (ترهگرو) مخې ته مونږ ولاړ يو"
دپرويز نه مو چې وپوښتل څنگه د ډيوټۍ په مهال خو په قيصه خوانۍ کې يريږې نۀ نو وئ وئيل"يره کۀ ډيره مجبوري مې نۀ وى نو والله کۀ مې يوه ورځ هم دا دپوليس نوکري کړى وى،لس بچي مې دي چې يو ځوئ مې پکې دومره قدرې په کار ولگي چې کور ته څلور،پينځۀ زره روپۍمياشت راوړى شي نو بيا دې نوکرۍ ته گورم هم نۀ"
خو د ضياء الرحمان په نوم د هغه سره څنگ کې ولاړ ځلمي پوليس سپاهي بيا وويل چې د خاورې اؤ وطن سره يې مينه ده اؤ کۀ په دغه لړکې ورته شهادت پيښيږي نو وبه نۀ ويريږي.