Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
د افضل خان لالا دجنازي په وخت
[01.Dec.2015 - 09:31]يادونه -- د محمد افضل خان لالا دجنازي په وخت ليكلى شوى :
نظم
دخپل تالا والا ولس په غم " غمخواره" مه ځه
لږ را ايسا شه " خان لالا " دخدای له پاره مه ځه
لا ده پښتونخوا په وينو سره پرته
لا خو کور په کور باندي ويرونه دي
لا خو د وحدت خوب دي نيمګړی دې
لا خو په وطن کې بل اورونه دي
اې د پرهر پرهر ارمان د زړه قراره مه ځه
لږ را ايسار شه " خان لالا " دخدای له پاره مه ځه
لا " وزيرستان " ټول لوټي لوټي دې
لا دي پښتني " لوڼه " سر توري دي
لا دي په" خيبر " کې آمن نه شته دې
لا د "وحشتونو" قيصي " نوري" دي
اې د "بابا " د قافلي لو يه سالاره مه ځه
لږ رايسار شه " خان لالا " دخدای له پاره مه ځه
ولي دي ناڅاپه سترګي پټي کړي
تا خو ويل چې زه به خپلواکي ګټم
اوس به د " وحدت " خبره څوک کوي
تا خو ويل چې زه به " ازادي" گټم
د خپل "لا يق "د ارمانونو يکه زاره مه ځه
لږ را ايسار شه "خان لالا " دخدای له پاره مه ځه
لا يق زاده لا يق