تړون د افغانستان په شرايطو منل شوی دی
که ولسمشر کرزی پر خپلو شرایطو ټینګ ودرېږي؛ امریکا دوه انتخابه لري: یا داچې دغه تړون وځنډوي او د تړون د مشروعیت لپاره په ټاکنو تمرکز وکړي او یا داچې د کرزي شرایط ومني. ټول لویديځ کارپوهان ټینګار کوي، چې امریکا د صفر انتخاب نلري او د مرستو د کمښت فشارونه نسبي حد ته د شرايطو راټیټولو لپاره دي.
امرېکا په سیمه کې د چین او روسيې بې ساري پرمختګ اړویسته چې له ایران سره د خپلې ۳۴ کلنې دښمنۍ کونجۍ پیدا کړي. امریکا له ایران سره د جینوا ۲۰۱۳ ز کال تړون له مخې یو توافق ته رسېدلې او داسې ښکاري چې ايران به د امریکا لپاره په سیمه کې د یو بل ستراتیژیک ملګري په توګه را څرګند شي.
د افغانستان پر ځای له پاکستان سره تړون ناممکن دی؛ که امریکا له پاکستان سره د تړون غوښتونکې شي، باید د هندوستان اندېښنې هم له پامه وغورځوي او دا کار امریکا ته تر ګټې ډېر زیان اړوي، ځکه د چین د مخنیوي لپاره هندوستان بې ساری ملګری دی. پاکستان د امریکا لپاره یواځې همدومره مهم دی چې په افغانستان کې د اوږد مهاله شتون پر وخت یې د کراچۍ له بندره استفاده وشي.
د افغانستان پر اړتیاو زموږ رسنۍ او کارپوهان ډېر غږیدلي دي، خو د امریکا پر اړتیاوو ډېرې کمې خبرې شوي دي.
افغانستان ته د امریکا او ناټو راتګ په دې موخه نه و، چې یوه وړه ډله ګوریلایي جنګیالي په افغانستان کې له منځه يوسي، بلکې دا هر څه له دې ډېر ستر وو، چې موږ افغانانو یې په اړه فکر کاوه. امریکا دلته د یو اوږد مهاله ستراتيژیکې لوبې لپاره راغلې چې هغه د طالبانو او القاعده سره د جګړې په پرتله امریکا لپاره ډېره مهمه اوږد مهاله او ستراتیژیکه اړتيا وه. هغه لوبه په سیمه کې د چین او روسیې د پرمختګونو مخنیوی، په سیمه کې د امریکا د ګټو په خاطر د نوو ائتلافونو جوړول، په سېمه کې نوی پوځي حضور، د سېمې پر طبیعي زېرمو خيټه اچول او په سېمه کې د خپل پخواني نفوذ ساتل دي.
امریکا چې د دویمې نړیوالې جګړې وروسته یې په نړۍ او په ځانګړي ډول په اسیا خیټه اچولې نه غواړي، چې په نړۍ کې ورته کوم ګواښ او یا په اقتصادي او پوځي برخو کې کوم سیال پیدا شي. خو په دې وروستیو کلونو کې د چېن او روسيې لخوا په سېمه کې د امریکا د ګټو د ګواښلو هڅې پیل شوې دي، چې ښې بېلګې یې د سوریې په کړکېچ کې د امریکا ضد دريځ نیول، د ایران په مساله کې د امریکا نه ملاتړ، پوځي لګښت یې د امریکا د پوځي لګښت سره برابرېدل، د جاپان سره په څو سوه کیلو مترۍ کې د چین او روسي ځواکونو ګډ پوځي تمرینات، همدارنګه د چین لخوا د شانګهای سازمان رامنځ ته کول او په کې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته غړیتوب ورکول. ددې تر څنګ چین هڅه کوي چې په اسیا پاسیفیک او هندي سمندر کې د امریکا نفوذ راکم کړي، نو د همدې لپاره یې هڅې پیل کړي چې هندوستان سره خپلې اړېکي نورمال کړي، او د منځنۍ اسیا پراخو طبیعي زیرمو ته لاس رسی پیدا کړي او تر خپلې ولکې لاندې یې راولي.
د چین او په ځینو مواردو کې د روسيې لخوا دغه ټولو هڅو په ټوله نړۍ کې او په ځانګړي ډول په اسیا کې د امریکا نفوذ او ګټې هم د سیاسي او هم اقتصادي پلوه ګواښلې دي. چین د منځنۍ اسیا طبیعي زیرمو ته لاس رسی موندلی او هم یې په هندي سمندر او اسیا پاسیفیک سمندر کې امریکا او متحدین یې ګواښلي دي. چین چې هم یې اقتصاد د چټک پرمختګ په حال کې دی او هم یې پوځي لګښت تقریباً امریکا سره د برابرېدو په حال کې دی، ډېر ژر دی چې د امریکا لپاره په نړۍ کې د ګواښ په توګه رامنځته شي، نو ځکه خو امریکا په ټوله معنا هڅه کوي، چې د چین مخه ونیسي او همدې موخې ته د رسېدلو لپاره په سېمه کې یو اوږد مهاله ستراتيژیک ملګري ته اړتیا لري، څو هم پرې چین او روسيې د پرمختګ مخه ونیسي او هم په اسیا کې خپلې ګټې خوندي کړي.
که څه هم امریکا په سویل لویدیځې او سویل ختیځې اسیا کې د چین د مخنیوي په خاطر د جاپان، جنوبي کوریا، فلیپین او ویتنام سره اوږد مهاله ستراتيژیکه ملګرتیا لري او د همدې ملګرتیا له لارې یې هلته د چین مخه ډب کړې ده. نو په سویلي او منځنۍ اسیا کې چې پراخې طبیعي زیرمې لري او د چین د اقتصادي پرمختګ لپاره ډېره مهمه سېمه ده، هم یو اوږد مهاله ستراتیژیک ملګري ته اړتیا لري. افغانستان چې د سویلي او منځنۍ اسیا ترمنځ د پُل حیثیت لري د امریکا توجه ځان ته را جلب کړې ده او له افغانستان سره د امریکا اوږد مهاله ملګرتیا او شتون د امریکا اوږد مهالې او لنډ مهالې ګټې خوندي کولای شي.
امریکا دا هم درک کړې ده؛ هر زبر ځواک چې د افغانستان موقعیت او منځنۍ اسیا طبیعي زیرمو ته لاس رسی پیدا کړي، هغه به سیمه د سیاسي، امنیتي او اقتصادي پلوه راخپله کړي. ددې لپاره چې د منځنۍ اسیا د پراخو طبیعي زیرمو څخه د چين لاسونه لنډ شي، نو امریکا لپاره په افغانستان کې اوږد مهاله پاتې کیدل حیاتي دي، ځکه که په منځنۍ اسیا کې د چین د اقتصادي پرمختګ مخه ډب شي، نو همدغه اقتصاد یې بیا پر سیاسي او امنیتي شاتګ کې هم ونډه لرلای شي.
دا چې د افغانستان جغرافیوي موقعیت هم د نړۍ او هم د سېمې د زبر ځواکونو لپاره ښه وسيله کېدلای شي، چې سیمه تر خپل نفوذ لاندې راولي له همدې کبله امریکا لپاره په افغانستان کې اوږد مهاله شتون یوه ستره اړتیا او یواځینی انتخاب دی. که څه هم پاکستان دویم انتخاب کېدلای شي او دغه هېواد همدې وخت ته شپې او ورځې شماري، چې څه وخت به امریکا له دوی د اوږد مهالو اډو غوښتنه وکړي، خو له پاکستان سره د امریکا اوږد مهاله تړون او یا هر قسم معامله د ډېر شمېر ستونزو خالي نه دي.
لومړی؛ امریکا پر پاکستان دومره باور نشي کولای ځکه دغه هېواد له چين سره ډيرې غښتلې اړېکي لري.
دویم؛ پاکستان سره دغه تړون به امریکا لپاره هومره مصؤن نه وي لکه له افغانستان سره.
درېیم؛ په پاکستان کې داخلي ستونزې لکه د بلوچستان د خپلواکۍ غوښتونکو خوځښتونو او د طالبانو او مذهبي بنسټپالو راتلونکې.
څلورم؛ امریکا اړ ده، چې پاکستان سره د تړون په مقابل کې د کشمیر مسأله د پاکستان په ګټه حل کړي.
پېنځم؛ پاکستان ته دومره امکانات برابرول چې هندوستان سره یې سیال کړي.
دا هغه ستر ګواښونه دي، چې امریکا لپاره یې حل کول له ټولو نورو ګواښونو او شرایطو څو برابره سخت دي، چې افغانستان ورته وړاندې کړي دي. که امریکا پاکستان سره د تړون غوښتونکې شي، نو باید د مخه یې د چین د یو بل ستر سیال هندوستان انديښنې هم له پامه وغورځوي، چې دا کار به ددې پر ځای چې امریکا ته ګټه ورسوي په زیان به یې تمام شي، ځکه د چین د مخنیوي لپاره هندوستان سره د امریکا ملګرتیا ډېره اړینه ده. پاکستان د امرېکا لپاره یواځې همدومره مهم دی چې په افغانستان کې اوږد مهاله شتون لپاره یې د کراچۍ بندر وکاروي او بس.
همدارنګه امریکا په سیمه کې د چین او روسيې بې ساري پرمختګ اړویسته چې له ایران سره د خپلې ۳۴ کلنې دښمنۍ کونجۍ پیدا کړي. امریکا له ایران سره د جینوا ۲۰۱۳ ز کال تړون له مخې یو توافق ته رسېدلې او داسې ښکاري چې ايران نور د امریکا لپاره په سیمه کې د یو بل ستراتیژیک ملګري په توګه راڅرګند شي. د امریکا لخو د ایران راخپلول ددې لپاره و چې په سیمه کې د امریکا ضد بلاک چې مشري به یې چېن کوي او روسیه او ایران به یې غښتلي غړي وي، مخه ونیسي.
پورتنیو ټولو قضیو ته که په ځیر سره پام وکړو؛ را ښیي چې امریکا افغانستان ته له هغې زیاته اړتیا لري چې افغانستان یې امریکا ته لري. ولسمشر کرزی چې وایي، موږ د تل لپاره په جګړو کې بریالي شوي یو دا ځل مې پریږدئ، چې سیاست وکړم، همدغه نقطه ده.
امریکا له افغانستان پرته بل انتخاب نه لري یا افغانستان کې پاتې شه او یا ټوله سيمه خپلو دوه غښتليو سیالانو چین او روسیې ته پرېږده، چې دا هېڅکله هم امریکا ته د منلو وړ نه ده. څرنګه چې موږ افغانان له امریکا سره د تړون د لاسلیک پرته بله لار نه لرو امریکا هم په سیمه کې د دايمي حضور لپاره له افغانستان پرته بل انتخاب نه لري.
که افغان ولسمشر پر خپلو شرایطو ټینګ ودرېږي؛ امریکا دوه انتخابه لري: یا داچې دغه تړون وځنډوي او د تړون د مشروعیت لپاره په ټاکنو تمرکز وکړي او یا دا چې د کرزي شرایط ومني. د ټول لویديځ کارپوهان ټینګار کوي، چې امریکا د صفر انتخاب نلري او د مرستو د کمښت فشارونه یې غير منطقي او غیر عملي لاره ده.
که چیرې افغان ولسمشر امریکا سره د امنیتي همکاریو پر سند کومې موافقې ته ونه رسېږي، نو څه به پېښ شي؟
لومړی؛ دا خو بیخي له امکانه لرې ده، چې امریکا دې سېمه پرېږدي، ځکه امریکا لپاره د ولسمشر کرزي ټول شرایط ډېر سخت نه دي. خو بیا هم په سیاست کې هر ناممکن ممکن کېدلای شي، که فرض کړو امریکا له افغانستان پښې سپکې کړي ولسمشر کرزی به حتما پر (B) پلان فکر کړی وي، چې هغه د امریکا او ناټو پرته د سيمې نورو هېوادونو لکه چېن، روسیې او هندوستان څخه د افغانستان د ټیکاو او اقتصادي پرمختګ لپاره د مرستو جلبول دي.
افغان ولسمشر وار د مخه روسیې او چين سره په دې اړه غږیدلی دی. دواړو هېوادونو له امریکا سره د تړون په دې شرط موافقه ورکړې چې امریکا به د هغو طالبانو او وسله والو ډلو غم خوري چې دوی په خپل لاس جوړې کړې دي. دغو دواړو هېوادونو انديښنه په افغانستان کې د امریکا د شتون په اړه نه ده، دوی وېره لري هسې نه چې دغه وسله والې ډلې د امریکا لخوا یو ځل بیا د افغانانو او سیمې هېوادونو پرضد و کارول شي. دوی له کرزي غوښتي چې له امریکا څخه دې په ډېر جدي توګه وغواړي چې د سند د لاسلیک د مخه دې د همدغه طالبانو مجهول سرنوشت معلوم کړي. ځکه خو ولسمشر کرزی په ډېر ډاډ سره وایي، چې سوله د امریکا په لاس کې ده او طالبان د امریکا تولید دی، او تر هغه به سند لاسلیک نه کړي چې امریکا ورته د سولې د ټینګښت تضمین نه وي ورکړی. (له کرزي سره په یو غږ دا د روس او چین غوښتنه هم ده، چې د طالبانو مجهول سرنوشت دې معلوم کړي.)
ولسمشر کرزی تشویش لري چې د هغه زیات شمېر طالب جنګیالیو سرنوشت به څه کېږي چې د افغان حکومت سره په جګړه کې ښکیل و. افغان ولسمشر فکر کوي که امریکا په خپلو اډو کې ایسار وي نو دغه وسله وال به نور هم قوي شي او هم به د افغانستان او هم به دسیمې هېوادنو امنیت او نورې ګټې و ګواښي.
همدارنګه هندوستان ته د ولسمشر کرزي سفر چې د همدې میاشتې په ۱۳ کې به ترسره شي د کرزي او سیمې لپاره ډېر مهم دی، ځکه په دغه سفر کې به ولسمشر کرزی د افغانستان څخه د امریکا د احتمالي وتلو وروسته په سیمه ییزو ستونزو وغږېږي. هندوستان هم په سیمه کې د امریکا د دایمي او یا اوږد مهاله شتون د ځان لپاره ګواښ ګڼي. په دې سفر کې به ولسمشر کرزی د هندوستان سره خپل (B) پلان هم شریک کړي او هڅه به وکړي، چې د هندوستان ملاتړ هم ترلاسه کړي.
بله موضوع چې ولسمشر کرزی یې ډاډه کړی داده چې د نوموړي په باور له دې وروسته له طالبانو سره سوله یواځې د پاکستان په لاس کې هم نه ده او پاکستان اوس تر افغانستان له ډېرو ګواښونو سره مخ دی. په پاکستان کې وروستي بدلونونه لکه د نوازشریف د حکومت راتګ، د لوی درستیز ټاکل او امریکا سره یې خرابې اړېکي پاکستان اړ ایستی دی، چې ګاونډیانو ته د ستونزو د جوړولو پرځای خپلې کورنۍ ستونزې حل کړي. ولسمشر کرزی او هندي چارواکي به هڅه وکړي، چې په پاکستان کې د نوازشریف د حکومت ملاتړ وکړي.