Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
خراسانیان - طنز
[28.Jan.2016 - 08:28]
دا بې عقله وژونکي نه دي د تاریخ دښمنان
دومره هغه چې بولي افغانستان خراسان
هغه چرګان چې کړي بې وخته اذانونه
سر ددولت خورې که یې غوڅ نسي زبان
***
نیمچکه ډاکټر به دي مړ کړي
نیمچکه ملا به دي کڅپړ کړي
دټولو بربادیو سرچینه ده ناپوهې
نا پوه مشر به ملک په غولو ککړ کړي
***
دارګ څوکۍ دزمري نه ده دګیډر ده
داڅوکۍ دارباب نه ده اوس د نوکر ده
په چټل لوښې کې خواړه خوړل کیږي
دا ماڼۍ د پاچا نه ده د پاخه چاکر ده
***
پښتون سوی توپ اوسیاست ډنډه
دهر چا خوښه ده په هغه منډه
هیڅ نه راویښږي د پښتون اې خدایه
لږ پاته ده چې یې خلاصه سي ګنډه