(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

قابیل زموږحاکم سو

[02.Feb.2016 - 08:12]

    چی د پوه سړې مرستیال سي قاتل
د غلو په زور پازوال سي نا قابل
په هیواد کې ته څنګه عدالت راولي
چې هابیل مړ سي  واکمن سی قابیل 
***
آیا رښتیا پښتون دی بې وسه که ترپړ
خلک پر هغو اتل مني خپل دکلي اجړ
پښتون خپل اتل ولي اتل  ساتلای نسو
دا خلک ولي پښتون هر وخت ګڼې مړ پړ
ترپړ( بیکاره )، اجړ ( بیزوان)
***
موږ کله آبادیږوچې بزرګان مو وي خاینان
چې د وطن  ټول مشران مو وي   خاینان
دهغو له خدمت او عدالته لاس پریوله
چې ټول علي جنابان مووي خاینان
*** 
دعبداله په نسب تجارت مه کوه
دغني په علمیت تجارت مه کوه
په هرڅه تجارت کولای سي مګر
د وطن په حریت تجارت مه کوه

 


بېرته شاته