دبشیر بلور د لومړی تلین په یاد
23.12.2013
د پښتون وطن د تاریخ او کلتور لوی ښار پیښور ، د ګلونو ښار پیښور ، د پښتنو د ریژېدلو ارمانونو په وینو لړلي ښار پیښور په غیږه کې یو داسې سړي هم سترګې غړولې وې چې فکر يي هم درلود او دلیونو جذبو زور هم. دا سړی بشیر بلور وو.
د بشیر بلور مشران د باجوړ له ماموندو د پښتنو لوی ټاټوبي پیښور ته په کډه راغلي وو. دلته يې کاروبارونه کول او بیا چې کله د ایوب خان د مارشل لاء پر ضد د هیواد د جمهوریت خوښو او بشر خوښو سیاسي ګوندونو مبارزه روانه وه نو د بلور دین کاکا ځامن د دې مزاحمت په وړومبي قطار کې ولاړ وو.
د پښتنو ستر مبارز باچاخان به ویل ً پښتو ډیر خلک وايي خو هغه خلک ډیر لږ دي چې پښتو کوي همً . بشیربلور د سیمې د اولس یو داسې سیاسي مشر وو چې پښتو يي په خټه کې اخښلې وه ، او له خپلې خاورې او اولس سره پښتو کول او د هغوي د حقونو مبارزه مخ په وړاندې وړل يي عبادت ګاڼی.
بشیر بلور هر څه لرل ، مال دولت او عزت ، هغه هم زموږ د نورو مصلحت خوښو سیاسي او مذهبي مشرانو په شان چپه خله پاتې کیدې شو ، خپل سر يي د ظالم له ګذاره ساتلای شو، خو که د هغه غوندې مشران چپ پاتې شي نو بیا د قامونو په سیاسي او اولسي تاریخ کې پوره پوره پېړۍ ورکې شي. ټول قام خپل اواز وبایلي ، خپل مرام وبایلي. خو بشیر بلور په دې راز پوهیدی. هغه به ویل ً ژوند دومره هم غنیمت نه دی چې د دې لپاره زه د ظالم په وړاندې سر ټیټ کړم ًـ
د بشیر بلور خبره لکه د هغه د ضمیر پاکه او سپیڅلې وه. د هغه ږغ د بیدارۍ ږغ وو، د هغه د جذبې د ریښتینوالي نور څه ثبوت کیدې شي؟ چې کوم ښار ته يې مشران په کډه راغلي وو ، د کوم ښار مشري چې يي له ډېرو زورورو خلکو ګټلې وه ، هم د هغه ښار په کوڅو کې سره د بمي بریدونو او سازشونو بې ویرې ګرزیدل يي خپل حق او پښتو ګڼله.
وطن د مور غیږه ده او څوک نه غواړي چې خپلې اخیري ساګانې د مور په غیږه کې ورکړي؟ بشیر بلور هم داسې وکړل.
وجود خاورې شي خو فکر ژوندی وي ، روښانه وي ، پړقېږي. ورکو شوو کاروانونو ته د ژوند د اوږدې صحرا په ورکو شوو لارو د منزل نښې ښايي .
د نړۍ هر ژوندی قام وخت پر وخت د داسې سپیڅلي فکر خاوندان زیږوي چې د ګلستان د تازګۍ لپاره ټول ازغي په خپله سینه زغمي ، په خپلو وینو د خاورې ابیاري کوي . او ټول د شعور خاوندان ، د نړۍ ټول مذهبونه ، او ټولې فلسفې مني چې وینه مقدسه ده