بې اعتمادۍ اوج
زموږ خبریالان به له سهارنۍ خبري ناستې وروسته،چې د ایډیټرانو ترمنځ به وه، او د اژانس رییس به هم پکې ګډون درلود، راپورونو ته د موادو چمتو کولو لپاره روان شول.
خبر جوړونکې سرچینې په څانګو ویشل شوې وې او هرې څانګې ته یو خبریال ټاکل شوی و. اژانس د ملي شورا لپاره یو ځانګړی خبریال درلود. هغه به ځینې وخت غرمه او ځینې وخت به آن ماسپښین قضا راغی. د کتابچې څو پاڼې به یې د وکیلانو په خبرو ډکې کړې وې. ریکارډر به یې پر میز کیښود، غوږۍ به یې را واخیسته، غږ به یې اوریده او د کتابچې پاڼو ته به یې کتلې.
خو کله کله به په غوسه راننوت. ور غږ به مې کړل: څه خبره وه؟ داسې ښکاري چې خالي لاس یې؟ شورا کې کومه مهمه خبره نه وه که څنګه؟ که بیا وکیلان نادرکه و او نصاب پوره نشو؟
هغه به کتابچه په زوره پر میز ګوزار کړه او بیا به یې ویل: ښې مهمې خبرې وې. خو موږ ته اجازه نه وه. خبریالان یې ټول وویستل. هغه به کله د غوسې په حال کې دا هم ویل: والله که خو له ژورنالیستانو وکیلان ډیر ملي ګټو ته وفادار وي او یا ملي رازونه وساتي!
د خبریال د ډاډګیرینې لپاره به مې ویل: خیر دی. دا دود نورو ځایونو کې هم شته. تاسو د یوه خبریال په توګه د هغه څه د چمتو کولو مسوول یاست چې لاسرسی ورته لرئ. په دې زړه مه خوره!
هغه ته به مې قناعت ورکړ، خو ځان مې نشو قانع کولای. له ځانه به مې همدا پوښتل: ایا دا ټول وکیلان به رښتیا هم مهم رازونه ساتي؟ هغه شورا چې ځینې یې د معاملو مرکز بولي، د هغوی په غړو باور په کار دی؟ هغه څوک چې تصمیم د پيسو په مقابل کې نیسي، پر هغو اعتماد کیدای شي؟ هغه خلک چې یو وخت یو وزیر نا کاره ګڼي، سلب صلاحیت کوي یې او بله ورځ بیا هماغه وزیر له ټولو په ډیرو مثبتو رایو بریالي کوي، ایا دا کار له معاملې پرته کیږي؟ هغه وکیلان چې په حکومتي اراکینو د خپلو شخصي ګټو لپاره فشارونه راوړي او چې کله یې ګټې ترلاسه نشي،هغوی ته د استیضاح پلمه جوړوي،نو چې خپلې شخصي ګټې ورته دومره مهمې وي، هغوی به ملي ګټو ته په ارزښت قایل شي؟
په هر صورت، دې کار پریشانه کولم. ځان سره به مې ویل: کاش! زموږ د هیواد هر وګړی، له شعاره پرته په واقعیت کې هم وطن خپل ناموس ګڼلی. د وطن عزت یې خپل عزت ګڼلی او د دې وطن رازونه یوازې له پردیو پټ وی او بس.
خو، دا یوه تشه هیله وه او ده. دا بې اعتمادي شته او وي به. خو په دې هم اعتماد ډیر سخت دی چې څوک په نورو اعتماد نه کوي، ایا پر هغه اعتماد وشي او کنه؟ د اعتماد وړ دی او کنه؟
دا بې اعتمادي له پخوا راهیسې روانه ده او ورځ په ورځ زور اخلي. دا دی د روانۍ اونۍ پیل په یوې بلې بې سارې بې اعتمادۍ وشو. دا داسې بې اعتمادي وه او پر داسې خلکو وشوه چې په نورو یې اعتماد نه کاوه. خبریالان یې له مجلسه بیرون ویستل او دا باور یې نشو کولای چې هغوی به د مجلس رازونه وساتي. دا مجلسونه به عموماً د امنیتي مقاماتو او وکیلانو ترمنځ وو.
خو دا ځل د همدوی اعتماد تر شک لاندې راغی. هغه هم د ملي ګټو او مهمو ملي او امنیتي رازونو په اړه نه؛ بلکې د یوه شخص لپاره. دا شخص د ولسمشر حامد کرزي لومړی مرستیال دی . د هغه مخلصو او نږدې کسانو پر وکیلانو اعتماد ونه کړ. وکیلانو ته یې د قاتلانو په شک وکتل. وکیلانو ته یې د ورانکارو په شک وکتل او دا شک دومره زورور و،چې په دفع کولو کې یې حتی په بنیادمانو باور ونشو. د دې شک د لرې کولو لپاره سپیان معتمد وګڼل شول. د ملي شورا ودانۍ یې په سپیانو وپلټله. سپیانو د هر وکیل څوکۍ بوی کړه. سپیانو پر هغو څوکیو خیزونه ووهل، له هغو څوکیو واوښتل را واوښتل، په کومو چې په اصطلاح د خلکو استازي او قانون جوړونکي کښیني.دا داسې جنابان دي چې ځانونه له عادي وګړو ډیر لوړ ګڼي. ځانونه د دې وطن اصلي رازداران ګڼي او ځانونه...
په سپیانو، تر ټولو لوړ تقنیني ارګان (پارلمان) پلټل شاید یوه نوې خبره وي. شاید زموږ د هیواد په ګډون په ډیرو هیوادونو کې ساری ونه لري. شاید تر ډیره په خاطراتو کې پاتې شي او راتلونکي نسلونه که نیکمرغه وي، له همدې قیاس وکړي چې یو وخت په افغانستان کې څومره بې اعتمادي وه؟
دې کار که له یوې خوا د ځینو افغانانو ترمنځ کینه پیدا کړه، خو له بلې خوا بهرنیو ځواکونو ته ګټه ورسیده. لکه زموږ له هر شره چې نور خیر وړي، له دې هم بهرنیانو ته خیر ورسیده.
پس له دې به خلک بهرنیو پوځیانو ته نه غوسه کیږي. د بهرنیانو له خوا به د سپیانو په تلاشۍ نه خپه کیږي. دا به ورته د ځان سپکاوی نه ښکاري. ځکه هغوی موږ او موږ هغوی ته پردیان یوو. په پردیانو بې اعتمادي عادي خبره ده، د خواشینۍ ځای دادی چې خپل په خپلو باور له لاسه ورکړي.
محمد نعمان دوست، جلال اباد
( ګرداب ورځپاڼه)