زما د ژوند د ټولو ترخه ادبي خاطره
زما د ژوند د ټولو ترخه ادبي خاطره چې هره شپه مې زوروي
داسې کار وو چې په کوټه کې مې په کاغذونو شعرونه لیکلي او ګوزار کړي وو چې کور ته په چوټۍ تلم نو دغه رګ مې وتښنیدو چې دا شعرونه راغونډ کړم او کتاب ترې جوړ کړم-په یوه میاشت کې مې ټول ترتیب کړل او کاپي مې د ځان سره په لپټاپ کې کيښوه او د عربو نه پښتونخوا ته لاړم-مونږ چې خپل نزدې ادبي ملګري راټولیږو نو د ملګري وکیل او شاعر بخاري صیب باغ ته شپه وړو-زما د پاره ددغې نه ښه موقع نه وه چې خپل کمپوزر او شاعر ملګری هم دغلته راوغواړم-دغه ورځ مونږ د شپې په نیت نه وو تلي او د ورځې نزدې ټول ملګري ټاکلي ځاي ته لاړو -یو بل ته مو نوي نوي شعرونه واورول او بیا ما خپله د شعرونو کاپي ګران ملګري شاعر او کمپوزر ته د خپل نزدې ملګري په ډاډ د پیسو ټکو سره حواله کړه-ما ددې کتاب(ځونډي)نه مخکې بل د اولسي شاعرۍ کتاب (ګورګورې)هم چاپ کړی وو او بیخي د هم دغه کمپوزر ملګري په لاس ټول د چاپ کار هم شوی وو-نو بیخي د هغسې کتاب چاپولو غوښتنه مې ترې وکړه -زما په دغو ملګرو د ځان نه هم ډیر باور وو نو زما چوټي ختمه شوه او بیا مسافر شوم-او د کتاب د چاپیدو انتظار مې کولو-هره ورځ به مې کله یو ملګري کله بل ته زنګونه وهل او کتاب چاپ شو-زما کشر ورور وهاب چې هغه هم دلته مسافر دی په کلي کې وو او ریاض ته راتلو نو د ځان سره سل کتابونه راوړل-د ورور د استوګنې ځاي زما نه لرې دی خو د ملګري سره بیخي په هغه وخت په ګاړي کې کيناستم او ځان مې ورسولو-خپل کتاب لیدو ته لیواله وم--او د هغه سره د ستړي مشو نه وروستو مې ځان د ګتې کاټن ته ورسولو-او د کاټن نه تاو شوې رسۍ مې وسپړده--یو کتاب مې زر زر راواخست او زما سره تلو ملګرو هم کتابونه زر زر راواخستل -او د دوه ملګرو په لاسونو کې ګتې د کتابونو نه بیلې شوې -د کتابونو په کاټن کې لاندې د کتاب ګتې بیلې پرتې وې او کاغذونه بیل-بیا هم ما فکر کولو چې جهاز کې د سامان سره داسې هم کیږي چې خلک يې د یوه ځایه بل ته ګوزار کړي -د سامان د پټې نه هم سامانونه غورزیږي نو کیدی شي دغه کار شوی وي خو کشر ورور ته مې فون وکړو نو هغه هم راته د نورو کتابونو خبره وکړه چې پاچا باینډنګ چا سم نه دی کړی او کتاب چې دوه درې ځل واړوې نو بیلیږي--بیا د شپې چې مې خپل شعرونه ولوستل نو د نظم برخه خو بیخي داسې کمپوز شوې چې په هر نظم کې د کتابت غلطیانې دي -زما نهه کلامونه چې زما په کاپۍ کې ما لیکلي بیخي پکې نه وو شامل او زه د ناشنا کیفیت سره مخ شوم -ملګري مې ټول خبر کړل او بخاري وکیل صیب هوښیار سړی دی ماته يې اويئل چې کتاب کې د کتابت غلطیانې ډیرې دي -نو د سمونو یوه پاڼه به پکې کیدو -دلته مې د کتاب غلطیانې راغونډې کړې چې ځنو ځایونو کې پکې د شعر روغه روغه مصرعه نه وه -ځنې ځاي ما لیکلي(نه کوم)هغه لیکلي(کوم)او بخاري صیب ته چې مې په ټیلیفون د صفحو نمبرې او غلطیانې شمارلې نو هغه مې سم لیونی کړو او دغه د سمونو پاڼه که تاسو زما کتاب نه لرئ په (پښتو ډاټ نیټ )کې پخپله کتلی او لوستلی شئ--زه دومره ساده هم نه یم چې ددې کتاب د املا او د پروف کتنه رانه هیره وه-دا مې یو خپل ډیر زړه ته نزدې ملګري ته حواله کړې وه-چې ډیر ناز او باور مې پرې کوو-او دغسې پښتو ادب ته یو نیمګړی کتاب ورکړی شو-وس که وایم چې کمپوزر ملګري کره کتونکي ملګري ته پروف د کتو د پاره نه وو ورکړي نو زما دغه ملګري ته مالومه نه وه چې زما کتاب د چاپ په مراحلو کې دی؟د انسان مخ د خداي د نوره دی ماته وس هم دغه ملګری ګران دی خو چې خپلې د خاورو کوټې ته راشم او هر وخت مې په دغه (ځونډو)نظرپریوزي نو څو مخونه مې مخې ته ودریږي -فکر وکړم چې څه به زه یم او څه به زما بیتونه وي ملګري وختونه لري لوست کوي او زه سحر وختي دیاړۍ له لاړ شم او ماښام زرې زرې یم د کتاب د لوستو وخت راباندې خداي نه پیرزو کوي -خو د خپلو (ځونډو)د لیدو سره مې د انسانه لږه کرکه هم وشي-
******
کوڅه يې ځکه له تیارو ده ډکه
د زړه په نور د کور تنور بلوي
--
(1جنوري 2014--ریاض )