(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دلیونی فلسفی په نوم

داروا ښاد غنی خان غنی دسلمی کلیزی په ویاړ.
افضل ټکور
دلیونی فلسفی په نوم دغنی (ګډی وډی)
په ۱۳۶۵ لمریز کال په کابل کی دپښتوژبی ددوونامتو لیکوالواو پوهانو اوروا ښاد غنی خان غنی او ارواښاد اجمل خټک په ویاړ یوعلمی سمینار جوړ شوی وو،هغه وخت مرحوم اجمل خټک په کابل کی اوسیدلو او ارواښاد عبدالغنی خان غنی په چارسده کی،په دغه سمینار کی دهیواد پوهانو او لیکوالوددغو دوو،وتلو لیکوالو په ژوند او اثاروعلمی او تحقیقی مقالی لیکلی وی،له نیکه مرغه زه هم ددغه سمینار غړی وم،دسمینار دسکرتریت له خوا ماته وظیفه راکړل شوی وه ،چی د مرحوم غنی خان غنی پر هغو طنزیه لیکنوچی په پښتون رساله کی به د(ګډی،وډی)تر سرلیک لاندی خپریدلی مقاله ولیکم،دی کار په کابل کی ډیر کړاو غوښت ،ستونزه داوه چی دخان دغه ګډی وډی چی په نثر او نظم لیکل شوی وی،یوازی په پښتون رساله کی خپری شوی وی،زما په اند پښتون رساله له 1928میلادی کال نه بیا دپاکستان تر جوړیدو یعنی تر 1947 میلادی کال پوری،خپره شوی ده،ددغی رسالی ډیر کمی ګڼی ما هغه وخت په کابل کتابخانه کی وموندلی او هماغو څو ګڼو نه می دخان دګډو وډو په اړه خپله مقاله ترتیب او په نوموړی سمینار کی واوروله،دلته هغه مقاله دیو څه زیاتونو او سمونو سره دخان دسلمی کلیزی او په دی مناسبت چی 2014 میلادی په کوزه او بره پښتونخوا کی دغنی په نوم نومول شوی دی،بیا چا پ ته سپارم:
دغنی خان (ګډی،وډی)
دغنی دی همه لاری ګډی وډی
ځان سره بی سره لو کا سر زما
غنی خان
دپښتو په معاصرو ادبیاتو کی دغنی خان غنی نوم دلیونی فلسفی په عنوان هغه وخت زیات شهرت ومونده،چی په پښتون مجله کی(چی دپښتون اخبار)په نوم لره او بره پښتونخوا کی زیات شهرت لری،دغنی خان ګډی وډی دنظم او نثر په ژبه خپریدلی،دا هغه وخت وچی دانګریزی ښکیلاک پر ضد دپښتنو دسرښندنو او مبارزو میدان ښه ګرم وو.او ددښمن په وړاندی دپښتنو یووالی په یوه کلک سنګر بدل شوی وو،په ټکر،هاتی خیلو،مردان او چارسده کی دسلهاو پښتنو بی ګناه وینی تویدلی،خو ولی دپښتنو دمیړانی میدان ښه ګرم وو،ازاد سکولونه ،ستیج ډرامی،دپښتون،قنداو جرس په نومونو موقوتو خپرونو،دغه میدان لا پسی تود کړی وو،د دغو موقوتو خپرونو په هره ګڼه کی دپښتنو دمیړانی،او سرښندنی او بهادری په هکله مقالی او لیکنی خپریدلی،قومی وطنی اصلاحی او انتقادی مضامین به په دغو خپرونو کی خپریدل،
ارواښاد غنی خان غنی په همدغه وخت لکه دنورو پښتنو لیکوالو پښتون مجلی ته ډیر په زړه پوری او تلپاتی مضامین لیکل،خان به دپښتون رسالی له پار د(لیونی فلسفی) په نوم د(کډی وډی)تر سرلیک لاندی لیکنی کولی،دخان همدغه ګډی وډی وی چی په ډیر لږ وخت هغه دلیونی فلسفی په نوم په ټوله پښتونخوا کی مشهور شو،دپښتانه لیکوال مولف په خپل اثر کی دخان ددغو ګډو وډو په هکله لیکی:
(
ددغه نوم نه وړاندی ادبی دنیا کی غنی خان په لیونی فلسفی پیژندلی شو،او دخپلو مزاحیه شعرونو له کبله چی اکثربه په اوه ورځنی مجله(پښتون) کی شایع کیده،هم ددغی مجلی په ذریعه لیونی فلسفی نه صرف په خپل ماحول کی بالکی تر لری لری مشهور شو)
په 1938 میلادی کال چی پښتون له څه ځنډ نه وروسته ددریم ځل په خپرونو پیل وکړ نوپه دی وخت کی غنی خان دادب په میدان ډیر اوږد مزل وهلی وو او د پوره شهرت خاوند وو،دهغه دشعر پلوشی هر خوا خپری شوی وی،او دپښتون مجلی چی ددریم ځل له پاره په ډیر ه ښکلی قطع خپرونی پیل کړی ، نوددی مجلی په هره ګڼه به دغنی دا شعر خپریده
چی خازی شنی می په قبر وی ولاړی
که غلام مړ وم راځی تو کړی پری لاړی
له یوی خوا دپښتون مجله دخپلو ارزښتناکه لیکنو له پلوه ډیره مشهوره وه نو له بل پلوه دخان (ګډی وډی)چی دنظم او نثر په ژبه په پښتون مجله کی خپریدلی،دپښتون لوستونکی او مینه وال لا پسی زیات کړی وو،دا ګډی وډی دخان هغه لیکنی دی چی دخپل وخت عمده او اساسی مسایلو ته په کی ګوته نیول شوی ده،ددغو ګډو وډو په هکله یو لیکوال کاږی:
((
کوم پښتون نارینه یا زنانه به وی چی دهغه دوړاندی دی د(پښتون) رساله تیره شوی وی،او هغه به دغنی له عظمت نه خبر نه وی (پښتون) په دی لړکی ډیره لویه کارنامه داکړیده،چی دا عظیم شاعر یی دپښتونخوا ګوټ ګوټ کی له هر چا سره متعارف کړی دی.پښتون په غنی ،غنی و، او غنی په پښتون غنی .. .............)
په دغو ګډو وډو کی چی کوم ټکی ډیر روښانه او ځلیدونکی دی هغه ،هغه ټولنیز سیاسی،انتقادی او اجتماعی مسایل دی چی خان دطنز په ژبه دهنر په ژبه او دشعر په ژبه بیان کړی دی وګوری دغه لیکنه په پښتون مجله کی خپره شوی ده:
وایی چی په پخوا زمانه یو لوی زبرګ سړی وو.او دهغه یوه مږه وه،دا مږه به دده سره په ځنګل کی اوسیده او ده ډیره په مینه ساتلی وه،دورځو نه یوه ورځ یوپڼاپش چیرته راښکاره شو،او مږی ته یی دخریدار په سترګه وکتل،مږه په یوه کرلاړه دزبرګ خلکی ته ننوته او کړیکی یی کړی،
زبرګ وی چی یره دا غریبه ددی ځنګل له پیشوګانو نه ډیره تنګه ده،نو خدای(ج) ته یی سوال وکړواو دمږی نه یی پیشو جوړه کړه ،وی ویل، ځه یاره اوس به دا خواره نه ویریږی،خو چی یو څو ورځی تیری شوی نو چیرته دګجرانو سره یو زورور سپی راغی،پیشو په یوه چغه دزبرګ غیږی له ورسیده،وی الا ای دبونیرغوثه سپی ماته کړم،زبرګ وی ښه ده ځه ته سپی شوی،خو یو څو ورځی پس یو کوږ راښکاره شو،نو سپی لکی دخانګو منځ کی کړه او ځان یی دزبرګ دخانګو منځ کی که، وی نیکه بابا وی خوړم،نو زبرګ دسپی نه کوږ جوړ که،کیده کیده چی دمږی نه یی زمری جوړ که وی چی هډو ویریږی نه،خو ټول خلک خبر وو چی دزبرګ زمری په حقیقت کی مږه وه،او هر چا به دا وی چی دا خو زمری نه دی هسی رنګ یی دزمرو دی،زمری ډیر په قهر شووی ودریږه چی هډو دا زبرګ وخورم،نو هله به دا خلک ومنی چی زه دده مږه نه یم،بالکی بهادر نوجوان زمری یم،نو زبرګ پسی ورروان شو،زبرګ چی دده سترګی ولیدی نو مسکی شو،وی یره ته مږه وی او مږه ښه یی،ته دزمریتوب لایق نه یی پس زمری ګنجی شو،او خوارینګړی مږه تری جوړه شوه،
لالا ته خو بابا ته په شونډو ژبه وهی،خو پام کوه چی چیرته درنه بیا مږه جوړه نه کړی،
بل کوم ټکی چی دلیونی فلسفی مرحوم غنی خان په دغو ګډووډو کی دیادونی وړ دی هغه دده بغاوت او جرات دی،خان په دغو ګډو وډو کی دټولنی دځنیو منفی کردارونو غندنه په داسی تو ګه کوی چی په هغی کی دچا خیال نه ساتی،هغه یی که ورور وی او که بل څوک،بد ته بد او ښه ته ښه وایی،دخان ددغو لیکنو په اړه ښاغلی جهانزیب نیاز په پښتو مجله کی لیکی:
(...
ګډی وډی دپښتون اخبار ډول او سینګاروو،اودغه ګډی وډی چی زرګونه سمی دی تری زارشه،به پښتون ته لیونی فلسفی لیکلی،او دغه لیونی فلسفی بی له غنی بل څوک کیدای شی.)
دا ډول ارواښاد استاد بینوادغنی خان ددغو ګډووډو په اړه په خپل اثر اوسنی لیکوال کی لیکی:
(...
خلکو به چی دده ګډی وډی اوریدلی نو دا یی نه شوه منلی چی دی ګوندی دلیونی فلسفی خاوند نه دی،دا ځکه چی دغنی خان فکر او کړه وړه دعادی خلکو له افکارو او کړو وړو سره ډیر تو پیر درلود،او دده د(سبا)خیال دپرون خلکو ته لیونتوب ښکاریده....)
دارواښاد غنی خان غنی دلیونی فلسفی په نوم دغه ګډی وډی دلومړی ځل له پاره په 1938 میلادی دپښتون په یولسمه ګڼه کی پیل شوی،او دا هغه کلونه دی چی دپښتنو په تاریخ کی په زرینو کرښو ثبت دی،له یوی خوا دانګریزی ښکیلاک پر ضد دپښتنوهلی ځلی او له بلی خواددښمن له خوا دپښتنی سیمو ځپل روان وو،ما مخکی وویل چی بیا دپاکستان تر جوړیدو پوری دغنی خان دغه تلپاتی لیکنی خپری شوی دی،نو داوس وخت لیکوال او محقق که غواړی دغنی دژوند او هنر په اړه څه ولیکی،نو که ددغو ګډو وډو یادونه ونه کړی نو کوشش به یی ضرور نیمګړی وی،دغنی شخصیت او دغه ګډی وډی داسی یو ځای ښکاری چی بیلول یی ډیر ګران دی،
دارواښاد غنی خان په دغو ګډو وډو کی دهغه دشعر پلوشی ،مستی،ځوانی،رنګینی،جان او جانان او رنګین جهان ښه سره یو ځای شوی دی،هم مستی لری هم ځوانی ،هم شورلری او هم زوږ،هم سرود لری او هم خمار،هم غرور لری او هم سرکشی،هم حسن لری اوهم مینه،مینه دوطن سره ،مینه دانسان سره،مینه له پښتون سره،مینه له ازادی او خپلواکی سره،اوبلاخره مینه دسولی او ارامی سره داهغه ټکی دی چی دخان ددغو ګډو وډومنځپانګه جوړوی،هغه که دمارغانو او کارغانو ذکر هم کوی خو مطلب یی ډیر روښانه او ځلیدونکی دی،دهغه پیغام ډیر لوی او ستر دی،وګوری:
(
هغه بله ورځ وتی وم،یو قارغه می ولید،ما وی او هوی اشنا داته تری څنګه پاتی شوی یی؟روڼه تربوران خودی ټول دبدمذهب دمسلی مطابق داوا ګون په چکر کی راغلی دی،او دوکالت ډګری یی اخستی دی خو ته هغسی دلته پاتی یی؟
یره زما قارغان ډیر خوښ دی،ځکه چی زما لیډران هم خوښ دی اووکیلان هم،...نو قاغه وی یاره چپ شه زړه می بایللی دی،یو څو سړی رباعیانی خو راته وکه،ماوی ددلربا نوم دی څه دی؟
وی چی دتقدیر په دریاب کی په یوه جزیره کی یو نامعلوم ښار دی چی په هغی کی زما دلرباپه زمکه اسمانونو،کی دټولوقارغانو نه ښکلی دلکشه قارغه (ناموس)اوسی،
ما وی مښوکه دی وټکوم نو ته دلته په سوټو کی څه جوار لټیی هلته ولی نه ځی؟
وی زه څه وکړم یوه لار ده ورته او هغه داورپل دی،بس دزرین عقاب وزری غواړی....
ما وی دعقاب وزری پیدا کړه؟وی نه شم،نو ما وی ښه بچیه ورکه سوټو له زور.....)
دغنی په دغو ګډووډو کی دهغه دخیال ژورتیا او دفکر لوړ والی،لیونتوب او فلسفه داسی سره بیان شوی دی چی ښکلااو خوند یی ورته زیات کړی دی،هغه په دغو لیکنو کی دهیچا پروا نه ساتی،څه چی وینی هغه کټ مټ لیکی،
بل کوم ټکی چی زما په خیال دخان په دغو ګډو وډو کی دیادونی وړدی،هغه دژبی مسله ده،په لیکنو کی دپردیو اجنبی لغاتونو او کلیمو نه ځان ساتی،دژبی ښه او کره سوچه والی لری،مغلق ترکیبونه،او درانه ټکی دهغه په ګډو وډو کی نه تر ستر ګو کیږی،او همدا علت دی چی لوستونکی ته خپل پیغام ډیر ژر رسوی،وګوری دابله بیلګه:
(...
لیونیه لالا له چی کټ تش پروت وی نو څوک به یی راویښ کړی،ما وی چپ شه بی وقوفه،ته په سیاست څه پوهیږی،په سیاست خو یو زه پوهیږم او یو خادم ملا،ښه لالا وایه کنه دا څه دی.

نه شته په دالان کی شته کوټه کی دزنبور
تن که پری واچوی تری جوړ به شی تنور
لالا می څټ وګروه،دا څټ به ټول قطری قطری کړی او حل به یی نه کړی ځکه ددی جواب ورک دی،
بله واوره:
صیبه یو ټکس کیده په لویو لویو ږیرو
ورنه کړی مافی که څوک دسوات وو که ددیرو و
ټول خلک به وایی یره دير هوښیار وزیر وو
خیال دخزانی ډیر دی،ددی غریب وطن لری
لویه اوږده ږیره صیبه اوږد امدن لری.....)
دا بله بیلګه یی هم ډیره په زړه پوری ده وګوری:
(...
نو برخورداره که شاعری سره دی شوق وی،نو اول ځان له یو زورور نوم خوښ کړه،که خپل دماغ دی نه رسی دهندوستان دچا شاعرنه قرض واخله،دا نن سبا عام فیشن دی،او شرع کی څه شرم دی،بیا پردی بیتونه لیکه او کسر کی خپل نوم راوله،او لږی شان سترګی کلکی کړی نو ګټه به وکړی...که سبق دی ویلی وی اوپه اردو پوهیږی نو بیا معامله بالکل اسانه ده،بس دخلکو بیتونه سره دوزونونوترجمه کوه او وهه راکاږه...)
دارواښاد غنی خان غنی دلیونی فلسفی په نوم دغه ګډی وډی چی وروسته دځانګړی مجموعی په شکل هم چاپ شوی دی،دډیرو لیکلو او دډیر تحقیق وړ دی به دغو ګډو وډو ډیر څه لیکل کیدی شی،دهغی هر اړخیزه څیړنه دیو ی مقالی له حوصلی نه زیاته ده خو ما دلته یوازی دهغه دزوکړی په مناسبت او په دی نیت چی دپښتو ژبی ددغه بی جوړی،شاعر لیکوال انځورګر یاد مو کړی وی،او دهغه روح ته مو دعقیدت ګلونه وړاندی کړی وی،دغه څو کرښی ولیکلی،هغه په شپږمه لمریزه لسیزه کی کابل ته راغلی وو،هغه وخت ما له هغه سره څو څو ځلی لیدلی او کتلی وو،ددغو لیدنو او کتنو کومی خاطری چی له ما سره په ذهن کی دی هغه به که خدای کول،بل وخت وکړم،دهغه روح دی ښاد او یاد دی ژوندی وی،
لمن لیک: ما ددی لیکنی له پاره له لاندی اثارو نه ګټه اخستی ده:
پښتانه لیکوال دښاغلی همیش خلیل اثر،پښتو خپرونی زموږ دهیواد دنوم وتی محقق استاد حبیب الله رفیع،پښتو مجله پیښور پښتو اکاډمی خپرونه،اوسنی لیکوال دمرحوم استاد بینوا اثر،او پښتو مجله اعترف نمبر دفضل غنی غنی مقاله،

- بېرته شاته