Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
غزل
[25.Apr.2016 - 19:09]د پښتنو کوڅې خو داسې بـــې ايــــمانــه نـــه وې
داسې بې ژونـــده نــه وې داسې بې جانانه نه وې
کلونه پس شو سره مــــخ ســــره مـــو ونه ژړل
د پشکال وريـــځې داســـې بـــې بــارانـــه نه وې
مه حيرانېږه که حيــران، حيــران درګـــورمه زه
ته چرته داسې په شا تـــلـلې لــه خندانه نــــه وې
زه مې په مينه چرته داسې شکـــي شـــوى نه وم
ته دومره لرې چـــرتـــه تــلې لــه امــکانه نه وې
چرته چې چا برخې د مـــينې د دنـــيا وېـــــشلــې
هلته زمونږه د جـــــزبـــــو ژبــــې ګويانه نه وې
مونږه د ځــــمــکې لېوني به درته څه يادېـــــــدو
که ته پرېوتى د خــــپل حــــسن له اسمانه نه وې
نه مو چا شور واورېده نه مو چرته اور پورې کۀ
جزبې د مينې خالي داسې له وجــــدانـــه نــه وې
د خاموشۍ د شور معنو ته به څوک څه رسېــدل
که پرهرونه د ګلاب هــــسې ګـــــويـــانـه نه وى
چې خپله مينه به دې هــــم پــــه هــره لاره لوټي
سايله ته وتى له داســـــــې امـــــتــحانـــه نـه وې
رحمت شاه سائل