ژبنى حساسيت
11.01.2014: ژبه ظرف دى، څوک اوبه پکې اچوي، څوک شراب او څوک زهر، له ژبو سره منطقي فکري اختلاف کېداى شي، خو له ژبو کرکه کول په هيڅ ډول نه شي توجيه کېداى. موږ خپله ژبه په دې کار په علمي لحاظ نه شو شتمنه کولاى، چي پردۍ ژبې و کږو او حتى هغه ژبې هم، چي د سياسي واک له امله يې زموږ ژبه محکومه ساتلې وي، موږ په کرکه خپله ژبه د هغې ژبې له حاکميته نه شو خلاسولاى، د دې لپاره خپله ژبه په علمي لحاظ په خپلو پښو درول او د پايښت لپاره يې کار کول پکار دي.
سره له دې چي موږ په ادبياتو او نورو علومو کې د انګرېزي په شمول له خپلو څنګلوريو ژبو پارسي او اردو هم ډېره ګټه اخيستې، د پښتو لومړنى ناول مو له اردو را ژباړل شوى ناول دى او ډېر منظوم منثور اصناف د دغو ژبو په لاره راغلي، خو په دې وروستيو کې ځينې دوستان د اختلاف هغه حساس پړاو ته رسېدلي، چي په اردو ليکدود يا فونټ ليکل شوې هر ډول ليکنې ته په بد نظر ګوري او پر ليکونکي يې د پښتو- پښتون- افغان دوښمنۍ او پرديتوب ټاپې لګوي او دا اختلاف يې د ليکنې د مضمون او موضوع په اړه نه وي، تش د ليکنې پر ليکدود او فونټ يې د حساسيتونو اوښان په پړيو نه را تم کېږي.
زموږ وطن ته د نوي علم غوندې نوې ټيکنالوژي هم د پاخه سړک پر ځاى، پر خامو او کږلېچنو لارو د مېږي په ګام راځي، هر نوى فکر او نوې ټيکنالوژي مو لومړى د مذهبي فتواوو او کلچر په ليبارټرۍ کې ازمېيل کېږي، بيا يې ولس د کارولو او خپلولو اجازه تر لاسه کوي، کمپيوټر بېچاره هم ډېر ناوخته راغى او قريباً شل کاله به کېږي، چي "دوزخي پښتو" د کمپيوټر په دوزخي ماغزو ننوتې ده، خو تر اوسه لا هم ممکن داسې خلک وي، چي کتابونه په لاسي خطاطۍ چاپوي او نه غواړي چي مقدس توري يې د کمپيوټري دوزخ کندو ته ولوېږي او هغه خلک مو چي کمپيوټر کاروي، که ليکوال دي که د ژوند له نورو برخو سره تړلي خلک، ډېر لږ به داسې وي، چي په کمپيوټر کې دي پښتو سافټوېر ولري يا دي اړتيا ورته ولري او ډېر داسې ليکوال او شاعران پېژنم، چي کمپيوټر کاروي، خو دا چي وظيفه او په ورځني ژوند کې يې ډېر سر و کار له نورو ژبو سره وي، په کمپيوټر کې پښتو سافټوېر نه لري، نو هغوى که په فېسبوک کې خپل لږ و ډېر فعاليت کوي او پښتو پوسټونه يا ليکنې له مجبورۍ په اردو فونټ کوي، نو زموږ ځينې د پښتو په نرګسي حساسيت اخته وروڼه سترګې پر ور برګې کړي او د فتوا کلتور ته په وده ورکولو سره داسې تورونه پر و لګوي، چي نه پښتو ته ګټه رسولاى شي او نه په داسې روش له پښتو سره د هغو خلکو مينه زياتولاى شي.
فکر کوم يو څو کلونه کېږي، چي په موبايل ټليفونونو کې په اردو، پارسي او د نوکيا موبايل په يو ډول کې په پښتو ژبه هم د لنډو پيغامونو ليکلو اسانتيا پيدا شوې ده، نو له دې ټيکنالوجۍ په استفادې سره په فېسبوک کې لسګونه کسان پېژنم، چي له موبايلونو په اردو فونټ پښتو شعرونه، ليکنې او پوسټونه خپروي، د دوى مجبوري ته په پام سره که څوک له خپلې ژبې سره د دوى پر مينه شک کوي، نو هغه کسانو ته به څه نوم ورکوي، چي د پښتو په ظرف کې زهر اچوي، په پښتو فونټ داسې تاواني شيان ليکي، چي په اردو فونټ تر ليکل کېدونکيو شعرونو او پوسټونو دي زر ځله لوګى شي.
په اردو ژبه له څو فونټونو پرته، تر اوسه داسې سافټوېر نه شته، چي مستقيماً دي په کورل ډرا، فوټوشاپ او د آفس په ټولو پروګرامونو کې کار وکړاى شي، خو پښتو له نېکه مرغه کمپيوټر ته له ننوتلو سره په لومړيو کلونو کې د دې وړتيا پيدا کړه، چي په دغو ټولو پروګرامو کې ليکل کېداى شي، اووه- اته کاله مخکې چي ما د کمپوز کار کاوه، کله- کله به مي له يو- نيم اردو ژبي سره په خبرو کې هغه ته وويل چي موږ په (ايم ايس ورډ) او (کورل ډرا) کې پښتو ليکو، هغه به زښته په غرور او اريانۍ سره راته وويل:
- (ہاں! یہ ہو نہیں سکتا کہ ایم ایس ورڈ اور کورل میں پشتو لکھی جاسکے کیونکہ ہم ابھی تک اردو بھی ان پیج میں لکھتے ہیں)
خو هغه بېچاره خبر نه وو، چي پښتو يو څو اصيل زامن لري او د کمپيوټر ډېر پروګرامونه يې له پښتو ليکلو سره اشنا کړي دي، نو يو څه بايد ساړه و خورو، که مو په کوز او پاس وطن کې علم لږ نورو وده وکړه او په شعوري ډول مو د سياسي واک او فکري ځواک په ملتيا د سولې دايمي بنسټونه کښېښوول، نو ساينس او ټيکنالوجي به مو په خاوره کې خپلې پښې پيدا کړي او پښتو به داسې يوه ژبه شي، چي د هرې ټيکنالوجۍ نړيوال شرکتونه به يې د خپلو تجارتي ګټو او ارزښت لپاره هرې نوې ټيکنالوجۍ ته ور ننباسي او بيا به څوک اړ نه وي، چي پښتو په اردو، عربي، پارسي او لاتيني حروفو وليکي.
هيله مي دا ده، چي په ټولنيزو رسنيو خصوصاً د فېسبوک پر ډګر مو په لر او بر کې د يوه ملت په توګه فقط څلور پينځه کاله مخکې مزل را پيل کړى دى او لا مو ډېر لږ داسې ګامونه اخيستي، چي رنځور ولس ته مو دي په درد خوړلي وي، نو د اوس لپاره دي د ليک تر ژبې د ليک هدف، موضوع او پيغام ته و ګورو، د (ٹ، ڈ، گ) د مردودولو او کرغېړنولو پر ځاى بايد خلک د مينې او استدلال په ژبه دې ته را و بولو، چي که پښتو ليکي، نو د نورو ژبو په فونټونو مجبوري دي په همېشني عادت نه بدلوي، ځکه د مجبورۍ غم خوړل کېداى شي، خو عادت او هغه هم د ليکلو عادت په ژبه کې د ګډوډۍ سبب کېداى شي. خلکو ته له واکمنو ژبو سره د سياسي اختلاف په اساس د خپلې ژبې سياسي او علمي ملاتړ ور زده کړئ، نه د ژبو له ليکلو، لوستلو او ويلو کرکه او کږنه، دا کار مو د خپلې ژبې په وړاندې د هغو ژبو د خلکو حساسيت او دوښمني هم را پاروي او برعکس د خپلې ژبې د ريښو وهلو په غيرعقلي او نابالغ ذهني عمل راته تمامېږي.
بارکوال مياخېل ١١ جنوري ٢٠١٤م کال کوټه