پښتنو او پښتو
سهار څاشت يوه ملګري ټيلى فون راته وكړي چي نن درې پاتاوي دي او د درې سروو پاتا وي ته به ورځو ما د خپلې ناستي ځائي ته د راتلو وويل چي نوموړي را ورسيدي او يو بل ملګري هم ځما د رسيدو سره را ورسيدي درې سره په موټر كښې روان شول لومړي پاتا ته ورغلو دعا يا خواست كونكي نه وو دهغه په ځائي يو بل څوك ناست وو چي هغه هم ځموږ د پښتو ژبى يو شاعر او اديب بلكې ډېر وخت دراډيو سره پاته شوي دي دوي لومړى په عربى دعا وكړو بيا يې په پښتو ښه اوږد خواست وكړي چي په رښتيا يې ښه خوند راكړي دويمي پاته ته ولارو بيا دريمې ته په دريمه پاته كښې چي ځموږ دولادړيدو وخت وو وشوه چي دعا وپائي ته ورسيده.
ما مولوى صاحب ته په خندا كښې وويل چي په هغه بله پاته كښې دعا يا خواست په پښتو كښې وشو چي ډېر خوند يې راكړي تاسو لكه چي پښتو خواست يا دعا نه شې كوي ملاصاحب و ماته وكتل او بيا ناستو خلګو و ملا ته وكتل ځما په اند چي ما څه چپه بول نه ووكړي ځكه چي ملا صاحب په لومړي پاتا كښې چې پښتو دعا او خواست كاوي نو په هره جمله يې موږ پوهيدو او چي امين امين يې موږ باندي كوي هغه هم ښه خوند راته كاوي خو چي په بله ژبه دعا كيږي كه موږ په پوهيږو يا نه پوهيږو موږ امين امين باندي كوو خو ددي د څنګه دا خيال هم په زړه كښې راغلي چي يواځي ولي د پښتو دهغه ليكوالان شاعران په دهغه خپلې پښتو هر څه وركاوي او هر ځائي يې وړاندي كوي آيا دا نور چي په شمير كښې هم زيات دي دوي ولي په دهغه خپله ژبه كښې باك نه وهي او د پښتو سره چي هر ځائي د ډېرو وخته څخه زياتوب كيږي دوي يې په كيسه كښې هم نه دي نه دي خبر دي چي د پښتو سباون به څه وى...؟
رښتيا خبره داده چي پښتو او پښتنو باندي لومړي ګوځار او زوال هغه وخت وخت پيل شو چي كله تيمورشاه پلازمينه د كندهار په ځائي كابل وټاكي او د پښتنو دود او دستور په ځائي يې د نورو بودوباش خپل كړل آن دا چي د پښتو ژبى ځائي فارسي ته وركول شول پاچا سلامت د پښتنو د دوداو رواج په ځائي د ايرانيانو او قزلباشو خو يو نه خپل كړل د پښتنو جامي او اخلاق يې د منځ څخه يووړل پاچا خو پښتون او هيواد د پښتانه وو خو د چارواكو ژبه يې فارسي وه او د پښتو سره ناولده وو آن دا چي كال ۱۷۹۴ء كښې پاچا تيمورشاه پښتانه سرداران د واك څخه بې واكه كړو او ټولي حكومتي چاري يې و قزلباشو او ايرانيانو ته ورسپارلي ولي چي دده كولداري ايراني وه احمدشاه بابا چي د پښتنو لوئې مشر او باچا وو دهغه برياليتوب هم په دي كښې وو چي دوي د هري قبيلي پښتانه سرداران په ځان راټول كړي وو او هر كار به د دوي په خوښه او صلاه كاوي پښتو او پښتنو دويم لوئي ګوځار هغه وخت و خواړي چي انګريزانو په زور په ۱۸۸۳ء كال كښې اميرعبدالرحمان ودي ته اړكړي چي د ډيورنډ په كرښه ورسره رضا شې چي د پښتانه وجود په دوه ځائي باندي بېل كړي او د نن پښتانه د ناخوالو لوئي علت هم دهغه دي او تر كله چي پښتانه بيا يو وجود شوي نه وي دهغه ناورين به وده كوي خو لږوالي به نه ووينې چې دا ويره هم ورسره تړلي ده چي پښتون افغان خپل پښتنونوالي او خپله پيژندنه دلاسه وركړي نور ډېري تاريخي پيښې شوي دي چي دلته ذكر نه شې كيدلي يا خبره بيرته سياست ته ځي چي دهغه ځائي هم دلته نه شته خو دا يوه خبره اړينه ګڼم چي د نن د ناخوالو يو علت د بشپړه پښتون افغان يو قومي او وطني اقتصاد نه لرل دي چي قومونه په اقتصاد باندي سره راټول وي دهغه نن چي د نشئي توكو د كاروبار د څنګه ځموږ په بشپړه خاوره كښې څه راكړه وركړه كيږي دا هم اقتصاد نه دي او دا لږ و ډېر چي بيا هم څه كيږي هغه د بل تر لاس لاندي دي او دهغه بل كله هم نه غواړي چي پښتون، افغان يو پياوړي اقتصاد ولري.
موږ چي د ډيورنډكرښي و يوې خوا او بلې خواته و ګورونو دا به راته څرګنده شې چې دواړو خواو ته د پښتو او پښتون سر بد روان دي چي نه يواځي ګاونډيان بلكې د نړۍ زياتره ملكونه په دهغه بده كښې لاس لري چي هر وګړي په دي پوه دي خو و نورو ته د ګوتو د نيولو د څنګه په كاردي چي موږ هم په خپل ګريوان كښې و ګورو په كوټه، پيښور، كراچۍ او نورو ښارو كښې د كلو كلو څخه د پښتو دودي او پرمختيا دپاره ورځپاڼي مجلي كتابونه تر چاپ راووځي خو هغه د څو مياشتو يا د كال دوه وروسته بيرته بندي شي ولي چي حكومت ددوي مرسته نه كوي او پښتانه نه د پښتو ورځپاڼه نه مجله او نه كتاب باندي پيسي وركوي نه يې تراوسه دا سوچ دوي كړي دي چي په يو څو روپو دهغه ورځپاڼه مجله او كتاب باندي د وركولو څخه ده ده هيڅ نه په كيږي خو په دهغه څو روپو ځموږ پښتو وده كوي هم داسې حالت د كابل، هرات، جلال آباد، كندهار يا په افغانستان كښې دي چي ودي ته ورته زياتوب ورسره روان دي آن دا چي په افغانستان كښې كوم ټيلې وپيژنى د پښتو شبكى او چينلى دي د هغو سره هم ډېر ناوړه عمل كيږي كله كله چي د كابل ځيني ټيلي ويژني چينلونه د پښتو د چينلونو سره پرتله كوو نو دادورايه راته څرګنده شې چي په دوي هم دهغه سوري او سايه غوړيدلي ده.
داسې نه چي پښتنو افغانانو كښې لوئى لوئى شتمن نه شته بلكې ډېر لوئي پنګوال لري چى شميرني په بيلن بيلن كښې كوي خو په دهغه ځايه ملا ماته ده كه دا وويل د دوي څخه دهغه حس كاوي خو دهغه قامي بورژ وانن په هيڅ ځان نه پوه كوي په كاردي چي د هري لاري دهغه كهول وهيڅول شې چي ددي ژبى او ددي خاوره حق په دوي باندي دي په كاردي چي ادايې كړى.
خو بيرته هم داسي سوچ لرونكي كهول راپورته شوي دي چي دوي دننې نړۍ په غوښتنو پوه دي او دوي د پښتو او د پښتون افغان په ناخوالو خبر دي او ددي هڅي هم كوي چي د دهغه اوږد مهاله ناخوالو څخه خپل قام او خپل ټاټوبى راوباسي چي ددي اټكل ددوي د ليكنو څخه كيږي چي په انټرنيټ باندي يې موږ ګورو يا يې نورو ته وړاندي كوو خو يواځي په ليك او شعر باندي كارونه نه تر سره كيږي نه په تودوتودو ويناو كارونه تر سره كيږي تر هغه وخته چي په عملى ډول ګامونه نه وي پورته شوي د خپل ټاټوبى او د خپلې ژبى او د خپل ولس د خلاصون دپاره ډېر څوك ځموږ هر دواړو خواو ته موجود د خو دا ټول په يوه لړي كښې پېول او راټولو لوته اړتياده او د نن معلوماتي ټيكنالوحي دا كار ډېر آسانه كړي دي چي كرښې او سرحدونه يې د منځ څخه وړي دي نن هر وګړي كولي شي چي د نړۍ په هر كونج كښې د خپل هم خيال سره اړيكي ټينګي كړي نو د قام لوستي وګړي په زياته بيا ځوانان د وخت او آلاتو (I.T) څخه ګټه واخلي او خپل وجود سره راټول كړي او يو سوله ايزه كړنلاري و ځان ته وټاكي سوله ايزه ځكه ورته وايم چي پښتون افغان د جګړو څخه ډېر ځوريدلي دي دوي و سولي ته ليواله دي چي د دوي خپلواكي او د دوي ارزښتونو درناوي وشې د دوي لوئي څښتن وركړي حق ومنل شې د دوي د ګريوان څخه نور لاسونه وكاږي او دوي پريښودل شې چي د خپل دود او دستور سره سم خپل ولس او ټاټوبى سوكاله كړي او هغه شيطاني قوتونه چي پيړيو پيړيو څخه د قام ځورولي دي اوس يې دوران كار او تهره ګر په نامه نوموي هغه دي د بشر په نامه دوي پريږدي خو ددي د څنګه پښتنو افغانانو ته هم په كاردي چي دوي په خپل ګريوان كښې وګوري چي هر هيواد ولي دي موندلي دي دا د ټولو تياري په كاردي ځكه چي ۲۰۱۴ء كال روان دى..