(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سیمه ایز وییونه یا تکیه کلام

دا سیميئز ويونه-یا تکیه کلامونه د پښتنو په فیس بوکي دیره (وریت پښتون)کې راغونډ شو

16.01.2014

تکیه کلام یو داسې څیز دی چې ځينې خلک يې - یا د عادت له مخې کاروي او یا يې د خپلې خبرې د تاکید او پوشتۍ په ډول کاروي ، د پښتنو په مختلفو سیمو کې مختلف وییونه ( تکیه کلامونه ) کارول کیږي چې ځینې يې په لاندې ډول دي ،

ـ په پښتو ژبه کې سیمه ایز وییونه ( تکیه کلامونه) !!

چې کوم دی، څه ورته وائي، دغه دی دا، زما صیبه، چې دا دی، جو ، غوچې ، ها د یو نیم خبره، خدای شته، باور دې وشه ، بلې ، هغه د چا خبره ، هسې ما ویل، غولې زه درته څه وایم، څه مطلب، په خدای باور وکه، غولې تاسو هم مټقور يې، آی شاباسې، همداسې ده ، منم دی پيښوریه، که مې څټ د تنې بیل شي، ګواکې تا ته دې وویل شي، نیک بخته، که خیال دې وي، په خدای مې دې قسم وي، یقین پرې وکه، خدای ګو، بلې صیبه ، څه ورته وائي خني به وي ، که فکر دې وي، څه پوه شوې ، یعنې مطلب دا دی ، خو ته څه وائې، که غلطه وایم، بچې دې لوی شه، چه نامه يې ده، بس وادې وریدل، بالا، تا ته دې وویل شي ، وادې وریدل، ته وایه ښه ، وشه زیاتي، کور دې ودان شه ، صاحبه مهربانه، وینې کنه، وروره زما ، بلا دې واخلم، ورورجانه ګله، دا دې یو مسله، الله پاک تا سره په نیکه چاره مل شه، غوږ دې دی، اوس په خبره ورسیدې، بلې بلې، غوږ غوږ شئ، ما ویل چې تا خبر کړم ، ته دا منې ، ته څه خبر يې، خدای دې لره ، قسم په خدای ، زوی مړئ، چې هلته لاړم زیاتیګی، زوروره د خدای، مطلب دا دی( ملی) د نښې مینځ دې وویشتو ، دغه لا وایه، اورې کنه، خدای دې پوهه که،، پوه شوی کنه، داسې چل دی چې ، داسې خبره ده چې ، په پیر دې رحمت شه، ماته غوږ شه، ګوره کنه، پریږده مړه، په جنازه ولاړ یم، د پانسۍ په تخته ناست یم ، یقین دې وشه ، څه پوه شوی، بارې غوږ دې دی، اورې ګله، ورې، ښه جوړې ، ګلابه پوه شوې، یاره ، لوګې دې شمه، ځه خواره، دا بې چاره ، میرات شي، میرات مړی، ځه کم بخته، څه مجال دی، سخ دې شه، لوګی دې شمه، قدم راواخله، لږ پسې راتیر شه، ځان پرې شږه کړه، اښنه بښنه به کو، خوړلي څکلي مې دربښلي، سبه چه ده، آډو څه په پته دې پوه نه شو، ملګریه خبره دا ده،ته څه خبر يې؟ ...

عندلیب-دیر

(راغونډونکي دلسوز او اجمل سخي)

- بېرته شاته