Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
سترګې مې څه او زړهء مې
[27.May.2016 - 20:52]سترګې مې وايي قدرتونه د جانان وګوره
زړء راته ټوپ کړي چې جانان سره خپل ځان وګوره
ماشوم د مور سترګو کې ټوله خوشحالي لټوي
مور چې موسکۍ شي بیا ګلونه ماشومان وګوره
خط او خال،زلفې لبان، غږ او ږوغ د نوې ځوانۍ
مینه دپیغلو ګوره ؛ مټَوءر ځوانان وګوره
مال او اولاد، زیب او زینت ، حلال هرام کړي ډېرې
زاړهء کړي حرص د دنیاګۍ باقي ارمان وګوره
انسانان وختل سپوژمۍ ته سَیل د لمرونو کوي
مونږ لا په خپلو صِله نلرو، افغان وګوره
آسمان خراشه بلډینګونه په ملکونو جوړ سول
پښتون-افغان هیواد ورانیږي ، کاروان وګوره
د سر په سترګو چیرته وړوند نه شې صاپی حمیده!
د زړهء له تل نه مانا ګانې د قرآن وګوره.
سترګې مې وايي قدرتونه د جانان وګوره
زړء مې ټوپونه کړي چې جهان او خپل ځان وګوره!!.
ډاکټر حمیدالله زړءور ساپی