تعبېر کائنات
Writer of this Book: Mr. Nisar Ali BA, LLB
Mingora ,SWAT -Pakhtunkhwa
لومړۍ برخه بشپړ کتاب به د پښتونخوا د کتابونو په برخه کې ولولۍ
1-1-1: خـدائې پاک (الله)
ان الهكم لواحد "يقينا اله ستاسو يودے."
قرآن ـ سورة الصف ( 37 : 04)
كله ورځ راولې رڼا شی کله شپه جــوړه کړې
ستوري پړقيږی پۀ تيارو کښې نظاره جوړه کړې
عظيمه خدايه دومره لو ئې ئې قـدردان مالک ئې
پۀ هريو څيز لرې اختيار د کل جــهان مالک ئې
دا يو منلے شوے حقيقت دے ـ چې دهرې ژبې يو يا ديو نه ډېر لفظونه الله ته د حوالې پۀ توګه باندې استعمالېږي ـ لفظ الله د هغه حقيقى ذات ذاتى نوم دے كوم چې دپوره كائنات خالق يعنې پېداكوونكے دے ـ دهغه عظيم ذات نه علاوه بل هېڅ څيزته الله نۀ شى وئېلے كېدےـ.
الله دټول كائنات پالونكے او پۀ دې قابو لرونكے دے ـ هېڅ څيزدالله سره برابرى كوونكے يا مقابله كوونكے نشته ـ لفظ الله دعربۍ ژبې لفظ ( تورے ) دے او پۀ دې كښې ډېر ژور مذهبى پېغام موجوددے ـ دا لفظ (تورے ) دعربۍ ژبې ديو فعل (verb) اِله نه جوړ شوے دے ـ دكوم معنى چې دعبادت لائق د ه ـ پۀ عربۍ ژبه كښې دالله معنى ده هغه هستى كوم چې دټول عبادت لائق يامستحق وى ـ دالله نۀ جمع شته اونۀ ئې جنس ـ
دډېرو نورو مذهبونو دخلقو دا عقيده ده چې مسلمانان دعيسايانو او يهوديانو دخدائې نه دمختلف خدائې عبادت کوي ـ دا بالکل يوه غلطه عقيده ده ـ مسلمانان دهغه خدائې عبادت کوي کوم چې د نوح( علېه السلام )، ابراهيم ( علېه السلام )، موسی ( علېه السلام )، داؤد ( علېه السلام ) او عيسی ( علېه السلام ) خدائې ووـ البته يهوديان، عيسايان، او مسلمانان دالله دذات پۀ باره کښې مختلف خيالات لري ـ د انسان ذهن پۀ دې خبره د خيالاتو د سرګندولو هېڅ طاقت نۀ لرى چې دکائنات د پېدا کولو نه مخکښې خدائې پاک څۀ کول ـ
دخدائې پاک پۀ نظر کښې هېڅ وخت نشته او نۀ د هغه دپاره مخکښې يا وروستو شته د ے ـ هغه ذات کن فيکون دے ـ
د حضرت محمد( صلى الله علېه وسلم) نه يو ځل د مکې مشرکانو دخدائې پاک د نسب پۀ باره کښې تپوس اوکړو نو د هغې پۀ ځواب کښې خدائې پاک سورة الاخلاص نازل کړو
"اووايه (اے نبى ( علېه السلام ) زماچې) الله يو دے ـ الله بې نيازه دے ـ نۀ دے د چانه پېدا دے او نۀ د دۀ نه څوک پېدا دي ـ او نشته دۀ لره سيال هېڅ يو کس.
(قرآن. سورة الاخلاص . 112)
بعضې غېر مسلمه خلق وائي چې پۀ اسلام کښې خدائې پاک سخت او ظالم دے ـ ځکه چې هغه مطالبه کوى چې دهغه دې مکمل اطاعت اوشى ـ ځنې غېر مسلمه خلق دا هم وائي چې پۀ اسلام کښي هغه ( الله ) مينه کونکے او مهربانى کونکے نۀ دے ـ
د حضرت محمد صلى الله علېه وسلم يو حديث مبارک دے چې:
"خدائې پاک دانسان سره د خپلې مور نه زياته مينه کوونکے او مهربانى کوونکے دے ـ"
خدائې پاک انصاف کوونکے هم دے ـ هغه خلق څوک چې ګناهونه او پۀ نورو خلقو ظلم کوي او دالله د حقونو او د هغه د بنديانو د حقونوخيال نۀ ساتي هغوئ ته به ضرور سزا مېلاوېږى ـ بل طرف ته هغه خلق کوم چې نېک کارونه کوي او دالله حکمونه، دهغه دپېغمبر حضرت محمد صلى الله علېه وسلم پۀ سنت طريقې سره پوره کوي نو هغوئ ته به بې شکه جزا مېلاوېږي ـ
"يقيناً پرهېزګارانو لره پۀ نزدد رب ددوئ جنتونه دنعمتونو دي ـ آيا اوبه ګرځوو مونږ مسلمانان پشان دګنهګارانوـ څۀ دي تاسو لره ـ څۀ رنګ حکم کوئ تاسوـ"
قرآن – سورة القلم ( 34:68-36)
اسلام د انسانانو د هغو د قوم، دولت، طاقت، او نسب پۀ بنياد سره د خدائې پاک د طرف دارۍ درجه بندى مکمل رد کوى ـ خدائې پاک ټول انسانان برابر پېدا کړي دي ـ هغه انسانان کوم چې دخدائې پاک اطاعت کوي او دهغه حکمونه د هغه دپېغمبر( صلى الله عليه وسلم )پۀ طريقې سره مني نو هغوئ د نورو انسانانو نه ځان بدلولے شي او د خدائې پاک نزدې والے او طرف دارى حاصلولے شي ـ
خدائې پاک پۀ هر څيز کښې پۀ ځان پوره دے يعنې پۀ هر څيز باندې پوره دے ـ د خدائې پاک پۀ يو کم سل(99) نومونو کښې يو نوم ( القيوم ) دے چې دهغې معنى خود کفيل ده ـ
خدائې پاک پۀ کائنات کښې ټول څيزونۀ نه صرف پېدا کړي دي بلکې د هغې د شروع نه د آخره پورې ساتنه هم هغه کوى او د هغې د فنا کېدو اسباب جوړوونکےاو ختموونکے صرف او صرف د الله ذات دے ـ
"ده لره دي چابيانې د اسمانونو او زمکې او هغه کسان چې کافران دي پۀ اياتونو د الله، دغه کسان دي زيان کاران ـ اووايه تۀ اے بغېر د الله تعالى نه حکم کوئ تاسو ماته چې عبادت دې اوکړم زۀ (د بل چا) اے جاهلانوـ"
قرآن ـ سورة الزمر ( 39: 62 ـ63)
د لوئې طاقت او د انسان پۀ ذهن کښې چې څومره د خاصيتونو د سوچ طاقت کېدے شى د هغې ټولو مستحق صرف د الله ذات دے ـ او صرف هغه د عبادت لائق دے ـ
"کۀ چرته وے پۀ دې زمکه اسمان نور خدايان سېوا د الله نه نو خامخا به وران شوے وے دواړه ـ"
قرآن : سورة الانبياء ( 21 :22 )
قران شريف مونږ ته د هغه فرضى او غېر مناسب خدايانو کوم چې انسان پۀ خپلو لاسونو جوړ کړي وي او د هغې عبادت کوي پۀ ډېر وښکاره لفظونو سره سر ګندونه کوى ـ
"اووايه ايا عبادت کوئ تاسو د هغه څۀ چې تاسو ئې پۀ خپله توګئ."
قرآن ـ سورة الصفت ( 37 :95 )
دکائنات د خالق (الله) دموجودګۍ ( شتۀ والی ) دومره ثبوتونه دي چې کۀ چرې پۀ هغو پۀ يو يو باندې بحث کول شروع کړے شى نو د هغې دپاره ډېر زيات وخت پکار دے ـ
دا يو حقيقت دے چې انسان پېدا کېدل نۀ يوه حادثه وه اونۀ د انسان وجود د شادو د وجود نه د بدلون پۀ نتيجه کښې جوړ شوے دے ـ
"ايا پېدا کړے شوي دي دوئي بې د پېدا کوونکى نه يا دوئي پۀخپله پېدا کوونکي دي. ايا دوئي پېدا کړي اسمانونه او زمکه بلکې دوئي يقين نۀ کوي."
قرآن ـ سورة الطور ( 52 :35 ـ36 )
د انسان ذهن د کائنات د شروع د عمل وخت او تاريخ پۀ باره کښې د څۀ دليل ورکولو نه لاچاره دے او ددې د اختتام پۀ باره کښې د يوخاصې نېټې او وخت وضاحت کولو طاقت هم نۀ لرى ـ پۀ دې کښې ډېر زيات څيزونه پېدا شوي دي او ډېر زيات څيزونه فنا شوي دي او هره ورځ ډېر زيات پېدا کېږي او فنا کېږي ـ دانسان ذهن دا خبره نۀ منى چې دا ټول څيزونه ديوې حادثې پۀ نتيجه کښې پېدا شوي دي ـ
دا ټول کارونه بغېر د يو خالق نه ،ديو قابو کوونکي نه، د يو معمور نه او د يو حکمران نه، ناممکن دي ـ هغه ذات کوم چې دا ټول خاصيتونۀ لري صرف د الله ذات دے ـ
هغه د ټولو اقا دے ـ ډېر زيات طاقتور، ليدونکے، کتونکے او اورېدونکے دے ـ صرف او صرف د الله ذات د ټول کائنات پېدا کوونکے، ددې ساتندويه، پۀ دې باچائي کوونکے، دا برقرار ساتونکے او ددې د اختتام د وخت پۀ باره کښې علم لرونکے دے ـ
1-2: کائنات
ټول ساه لرونكي او بې سا ه څيزونه چې پکښې ستوري، سيارې، نمر، اسمانونه، انسانان، ځناور، ونې بوټي او ټول مخلوقات شامل دي ، د کائنات پۀ دائره کښې راځي ـ
د مېکملن انسائيکلو پېډياترمخه:. کائنات د پېژندګلو قابل څيزونو باندې مشتمل دےـ لکه نمر، نظام شمسى، ستوري، اودګلکسي (دستورو يو ګروپ) نور ممبران، دنيا، غرونه، دريابونه، ګېسونه، ځناور، خلق او ټول ساه لرونكي او بې سا ه څيزونه شامل دي ـ
د کائنات غټ والے دومره دے چې نمر، دنيا او سيارې پکښې د يو نقطې برابر دي ـ نمر پۀ ګلکسى(دستورو يو ګروپ) کښې يو اځينے ستورے دے ـ او دے پۀ 100000 ملين(يولاکه ملين) ستورو باندې مشتمل دے ـ دنيا او نورې سيارې د نمر نه پۀ خپل خپل يو خاص مدار کښې چورلي ـ ددنيا او نمر پۀ مېنځ کښې فاصله 93 ملين ميله ده
د کائنات د پېدائش پۀ حقله ډېرې نظريې پېش کړے شوي دي ـ د ټولو نه نوې نظريه پکښې "بيګ بېنګ" (غټه دهماکه) ده ـ دا نظريه پۀ کال 1920ء کښې جورج لماييټر پېش کړې وه ـ
ددې نظريې مطابق د کائنات پۀ وجود کښې راتلل د يوې غټې دهماکې(بيګ بېنګ) پۀ وجه سره شوى دی ـ ددې پۀ وجه سره پۀ کائنات کښې خورېدل او غټ والے هم شروع شو او تراوسه پورې جارى دے ـ
دا دهماکه(بيګ بېنګ) تقريبا 10-20 زره ملين کاله مخکښې شوې وه ـ
قران بيګ بېنګ نظريه بالکل رد کوى او د زمکې او اسمانونو د پېدا کولو پۀ باره کښې وائى ـ
"اے نۀ ګورئ هغه کسان چې کافران دي چې بې شک اسمانونه او زمکه وو دواړه پېوست ـ پس جدا کړه مونږ دوئ، او ګرځولے دے مونږ د اوبو نه هر څيز ژوندےـ اے پس دوئ ايمان نۀ راوړي ـ"
قرآن ـ سورة الانبياء ( 21 :30 )
ددې غټې چاودنې يعنې د زمکې او اسمانونو د يو بل نه د جدا کولو نه وروستو الله تعالى پۀ قران کښې فرمائى ـ
"بيائې اراده اوکړه اسمان ته او هغه لوګے ووپس وئې وئېل ده ته اوزمکې ته ـ راشئ دواړه پۀ خوښه او يا پۀ زور اووئيل دواړو راځو مونږ پۀ خوښه ـ"
قرآن. سورة حمّ سجده (41-11)
دغه شان ټول عنصرونه او هغه څيزونه د چانه چې سيارې جوړېدې او ستوري ترې نه جوړېدل رو رو يخ شول او يو بل ته نزدې شول او هغه شکلونه ترې جوړ شول کوم چې خدائې پاک مقرر کړي ووـ دې ټولو څيزونو د الله پاک د هغه قانونو تابعداري شروع کړه کوم چې ددوئ دپاره پۀ کائنات کښې تيار کړے شوي ووـ لکه څنګه چې د نوى ګاډى د جوړولو يا د اخستو نه مخکښې د هغې دپاره د سړک يا د لارې بندوبست کېدے شى پۀ کوم سړک يا لاره چې به دے چلېږى ـ هم دغه شان د نمر, سپوږمۍ او سيارو د پېدا کولونه مخکښې خدائې پاک د هغو د چورلېدلو دپاره د لارو بندوبست کړے ووـ الله تعالى پۀ قرآن کښې فرمائى ـ
"او الله هغه ذات دے چې پېدا کړې ئې ده شپۀ او ورځ، او نمراو سپوږمۍـ هر يو پۀ آسمان کښې لامبو وهى"
قرآن ـ سورة الانبياء ( 21 :33 )
قرآن پاک د کائنات د خوروالى پۀ حقله ډېرپۀ ښکاره ډول سرګندونه کوى ـ
"اواسمان جوړکړے دے مونږ پۀ لاسونو خپلو سره او يقينا مونږ خامخا قدرت والا يوـ
قرآن ـ سورة الذاريت (51 :47 )
د کائنات د غټ والى پۀ حقله قرآن پاک لفظ"العالمين" (دنياګانې) استعمالوى ـ د لفظ العالمين ډېرې پېرې پۀ قرآن کښې ذکرکړے شوے دے ـ د"العالمين" پۀ باره کښې تفسير ابن کثير ددې خبرې مرسته کوى چې دنيا يوه نۀ بلکې ډېرې دي ـ ځنې علماء وائي چې ددې شمېر لس زره دے چې پکښې زمونږ دا دنيا هم شامله ده ـ
قرآن د زمکې اوآسمانونو د پېدا کولوحقله وائي ـ
"بېشکه چې رب ستاسو الله دے ـ هغه الله چې پېدا کړي ئې دي آسمانونه او زمکه، پۀ مقدار د شپږو ورځو کښې ـ بيا ئې برابرتيا اوکړه پۀ عرش باندې ـ پټوى دے شپه پۀ ورځ باندې ـ راغواړی هره يوه بلې لره پۀ تادۍ سره او پېدا کړي ئې دي نمر او سپوږمۍ او ستوري چې تابع شوي دي پۀ حکم دده سره ـ خبردار! هغه لره دي پېدا کول د هر څيز ـ او حکم کوى دےـ ډېر برکت والا الله دے چې پالونکے د ټول عالم دے ـ"
قرآن ـ سورة الاعراب ( 07 :54 )
هغه آياتونه کوم چې شپږ ورځې بيانوی پۀ هغې کښې د ورځ دپاره لفظ پۀ قرآن کښې پۀ نورو ډېرو موقعو باندې د وخت د مختلف ناپ د سرګندولو دپاره استعمال شوے دےـ پۀ يوه موقع باندې يوه ورځ د پنځوس زرو(50000) کالو برابر بيان کړے شوې ده ـ
"ورخېژي ملائک او روح طرف د الله تعالى ته پۀ هغه ورځ چې مقدار د هغې پنځوس(50) زره کاله دےـ
قرآن ـ سورة النساء( 70 :4 )
د قرآن شريف يو بل آيت وائى:
"او زر غواړى ستانه (دا کافران) عذاب او هرګز مخالفت نۀ کوى الله تعالى د وعدې خپلې او يقينا (چې دا) يوه ورځ ده پۀ نزد د رب ستا د زرو (1000) کلونوـ د هغې کلونو نه چې تاسوئې شمارئ."
قرآن ـ سورة الحج (22 :47 )
د لفظ يوم نه يو اوږد وخت يا يوه زمانه معنى اغستے شى ـ مسلمانان پۀ دې بنياد سره د شپږو ورځو وضاحت شپږ غټ يا اوږد وختونه يا زمانې کوي ـ
د کائنات د پېدا کولو د عمل د مکمل کېدو نه وروستو خدائې پاک خپل ځان پۀ تخت باندې برابر کړو لکه څنګه چې خدائې پاک پۀ قرآن شريف کښې فرمائى:
"الله تعالى هغه ذات دے چې پېدا کړې ئې دي آسمانونه او زمکه پۀ شپږو ورځو کښې ـ بيا قائم شو پۀ عرش باندې ـ پوهېږي پۀ هغه څۀ چې ننوځي پۀ زمکه کښې او پۀ هغه څۀ چې راوځي له دې نه او پۀ هغه څۀ چې نازېليږي د آسمان نه او پۀ هغه څۀ چې خېژي آسمان ته او الله تعالى ستاسو سره دے پۀ هر ځائې کښې چې يئ تاسوـ الله تعالى پۀ هغه څۀ چې کوئ تاسو ليدونکےد ےـ
قرآن ـ سورة الحديد (57 :04)
"او يقينا پېدا کړې دي مونږآسمانونه او زمکه او هغه څۀ چې پۀ مېنځ ددې دواړو کښې دي پۀ شپږو ورځو کښې او نۀ ده رسيدلې مونږ ته هېڅ ستومانى ـ"
قرآن ـ سورة ق (50 :38 )
د خدائې پاک د تخليق عمل تراوسه پورې جاری دے هرنوے ماشوم چې پېدا کېږى، هر تخم چې زرغونېږى او هر نوے ساه لرونکے څيز چې راښکاره کېږى نو دا د هغۀ روان عمل حصه ده ـ
1-3: زمـکه
د زمکې د پېدائش ( زېږون ) پۀ حقله ډېرې نظريې پېش کړے شوي دي ـ اوډېرو سائېنسدانانو پۀ دې باندې تحقيق (څېړنه)کړے دے خو تراوسه پورې يو سائېنسدان هم د مضبوط ثبوت سره د زمکې د پېدائېش صحيح نېټه نۀ ده ښودلې ـ
د نوى سائنس د تحقيقاتو( څېړنې ) او تجربو مطابق د زمکې او نظام شمسى عمر تقريبا 4.6 ارب کاله دےـ د سائنسدانانو مطابق 4.6 ارب کاله پۀ زمکه باندې دژوندون بالکل هېڅ آثار نۀ ووـ دوئ دا هم د تجربو پۀ بنياد سره وائي چې دنيا د اګۍ پۀ شکل باندې جوړه ده او لکه څنګه چې د اګۍ درې لهرونه وي هم دغه شان د زمکې درې لهرونه دي ـ
دزمکې اولنى لهر ته "کرسټ" وئېلے شى ـ او ددې ژور والے پۀ سمندرونو کښې د 0-10 کلوميټر پورې، او پۀ وچوبه باندې د 0-50 کلوميټر پورې وی ـ دوېم لهر ته "مېنټل" وئېلے شی ـ اوددې ژور والےد 2890 کلوميټر پورې وی ـ درېم لهر کوم چې د ټولو دننه لهر دےهغې ته "کور" وئېلے شی او ددې ژور والے6370 کلوميټر پورې وی ـ
د زمکې د پېدائش پۀ حقله قرآن وائی ـ
"الله هغه ذات دے چې غوړولې ئې ده زمکه، او پېدا کړي ئې دي پۀ کښې غرونه او ولې او د هر قسم مېوؤ نه، پېدا کړي ئې دي پۀ دې کښې جوړې دوه ـ پټوی الله تعالی شپې لره پۀ ورځ کښې ـ يقينا چې پۀ دې کار کښې خامخا نخښې د قدرت دي د هغه قوم دپاره چې فکر کوي ـ
قرآن ـ سورة الرعد ( 3:13)
خدائې پاک ډېر غټ قابليت او بې حده اختيار والا ذات دےاو بې شکه هغې ذات پۀ خپل حکم سره بې ستنو آسمانونه ودرولي دي ـ هغه پۀ خپل حکم او طاقت سره د موجوده دنيا د زمکې دپاسه ډېر اوچت آسمانونه ودرولي دي ـ کوم آسمان چې د موجوده دنيا زمکې ته د نورو آسمانونو نه نزدې دے ـ هغه ددې دنيا زمکه دهر طرف نه پټه کړې ده. د اولنی آسمان او د زمکې پۀ مېنځ کښې فاصله پنځه سوه (500) کاله ده. د اولنی آسمان پېړ والے (ډبل والے) پنځه سوه (500) کاله دے ـ
د زمکې د نوی سائنس د تحقيق (څېړنې ) مطابق د غرونو زېلې پۀ زمکه کښې د ډېر ژورې پورې تلې وي ـ
د نوی تحقيق (څېړنې ) پۀ نتيجه کښې دا خبره هم وئېلے شی چې غرونه چې څومره د زمکې نه بهر وي کوم چې انسان ته پۀ نظر راځی د هغې نه ډېر پۀ زمکه کښې دننه پټ وي ـ
ددې تحقيق (څېړنې ) د نتيجې پۀ بنياد سره د غر دپاره مناسب لفظ "مېخ" استعمالېدے شی ـ
جيالوجسټانو(د زمکې ماهرانو) دا هم دريافت کړی دي چې کوم غرونه چې د زمکې پۀ سر پۀ نظر راځي ددې د لس (10) ، پنځلس (15) هومره پۀ زمکه کښې دننه وي ـ
مثلا کۀ چرې يو غر څلور زره (4000) فټه دنګ وی نو دے به پۀ زمکه کښې د څلوېښتو زرو(40000) نه د شپېته ؤ زرو(60000) فټه پورې دننه خور شوے وی ـ
پۀ زمکه کښې دننه د غرونو دومره خورېدل دې لره مضبوط ساتی او هر کله چې دا پۀ خپل مدار کښې د خپل ځان نه چورلى نو ددې توازن نۀ متاثره کېږی ـ
کۀ چرې پۀ زمکه باندې غرونه نۀ وے نو دا چې پۀ کوم رفتار سره چورلى د هغې پۀ نتيجه کښې به زمونږ د ژوند پۀ هر منټ کښې زلزلې کېدې ـ
دا څومره زړۀ راښکونکې خبره ده چې کوم معلومات چې مونږ ته خدائې پاک پۀ خپل قرآن پاک کښې څوارلس سوه (1400) کاله مخکښې راکړي دي د هغې عملی نمونې مونږ نن دتحقيقاتو( څېړنې ) او تجربو پۀ نتيجه کښې ګوروـ
"اے نۀ ده ګرځولې مونږ زمکه فرش او غرونه مېخونه" قرآن ـ سورة النبا ( 78 :6 ـ7 )
پۀ بل ځائې کښې الله تعالى فرمائي
"او غوزولي دي دۀ (الله ) پۀ زمکه کښې غرونه چې ا ونۀ خوزېږی پۀ تاسو باندې او ولې او لارې دې دپاره چې تاسو لار بيا مومئ ـ او پېدا کړي ئې دي نخښې او پۀ ستورو سره دوئي لار بيا مومي ـ"
قرآن ـ سورة النحل ( 16 :15 ـ16 )
د قرآن پۀ نزد زمکه د نمر نه نۀ بلکې نمر د زمکې نه ګېر چاپېره چورلی ـ
" الله هغه ذات دے چې پورته کړي ئې دي آسمانونه بغېر د ستنو نه چې ګورئ تاسو بيائې برابر تيا کړې ده پۀ عرش باندې او تابع کړي ئې دي نمر او سپوږمۍ ـ دا ټول ګرځي د يوې نېټې معلومې پورې ـ تدبير کوي د ټولو کارونوـ پۀ تفصيل بيانوي آياتونه خپل ددې دپاره چې تاسو پۀ ملاقات د رب خپل يقين اوکړئ ـ"
قرآن ـ سورة الرعد ( 13 :02 )
د حضرت ابوهرېره ( رضی الله تعالی عنه ) نه روايت دے چې حضور صلی الله عليه وسلم يو وارې اوفرمائېل چې
"خدائې پاک اول قلم پېدا کړو ـ بيائې ن (دسياهۍ يو کوهے) او هغه قلم ته ئې اووئېل چې ا وليکه نو هغه اوليکل او تر قيامت پورې به ليکی ـ"
1-4: آسمانونه
خدائې پاک پۀ خپل طاقت او حکم سره پۀ زمکه دپاسه ډېر زيات اوچت بې ستنو آسمانونه اودرولي دي ـ پۀ کائنات کښې خدائې پاک د زمکې د پېدا کولو نه پس آسمانونو طرف ته رجوع اوکړه يعنې خدائې پاک اول زمکه پېدا کړه او بيائې آسمانونه پېدا کړل ـ
د موجــــوده دنيا زمکې ته چې کــوم آسـمان نزدې دے (يعنې اولنے آســــمان) هغـه ددې نه د پنځه سوه (500) کالونو پۀ فاصله باندې دے او دۀ دنيا د هر طرف نه پټه کړې ده ـ د اولنى آسمان پېړ والے هم پنځه سوه (500) کاله دے ـ دغه شان دوېم آسمان کوم چې اولنے آسمان د هر طرف نه پټ کړے دےـ دهغه فاصله د اولنى آسمان نه پنځه سوه (500) کاله ده او دهغه پېړ والے هم پنځه سوه (500) کاله دے ـ
هم پۀ دې ترتيب سره د درئېم، څلورم، پنځم، شپږم او اووم آسمان د يو بل نه فاصله پنځه پنځه سوه کاله ده او د هر يو پېړ والے هم پنځه پنځه سوه کاله دے ـ
" آيا نه ګوري دوئي طرف د آسمان ته چې دپاسه ددوئ دے ـ څۀ رنګ جوړ کړے دے مونږ هغې لره او ښائسته کړےدےـ مونږ هغې لره او نشته دۀ لره چاودونه او نازل کړي دي مونږ د آسمان نه اوبۀ برکتناکې پس زرغون کړو مونږ دې سره باغونه او دانې د رېبلوـ"
قرآن ـ سورة ق ( 50 :06 ـ 09 )
قرآن شريف وائي چې هر کله خدائې پاک د آسمان جوړښت طرف ته رجوع اوکړه نو پۀ دغه وخـت کـــښې کائنات د لوګى
پۀ شکل کښې ووـ د کوم دپاره چې د عربۍ لفظ "دخان" (لوګے) استعمال شوے دے ـ
"بيائې اراده اوکړه آسمان ته او هغه لوګے ووـ پس وئې وئېل دۀ او زمکې ته راشئ دواړه پۀ خوښه او يا پۀ زور ـ اووئېل دواړو راځو مونږ پۀ خوښه ـ"
قرآن ـ سورة حم السجدة ( 14 :11 )
د ننۍ زمانې سائېنسدانان دا خبره پۀ ډېره کلکه سره وائي چې پۀ حقيقت کښې دکائنات دجوړښت پۀاول کښې دګېسونو پۀ شکل ووـ پۀ دې کښې د هائېډروجن او هېلئېم ګېسونو نه علاوه پۀ ډېره غټه پيمانه سره نور ګرم ګېسونه هم موجود ووـ
قرآن شريف ددې ګېسونو دپاره لفظ "دخان" (لوګے) استعمالوى او د ننۍ زمانې سائېنسدانان چې پکښې (مارټن ريس-Martin Ress) هم شامل دے وائی چې پۀ ړومبی کښې کائنات "فوګ" (لړه) وه ـ د سائنسدانانو دا بيان بالکل غلط ثابتېږي ولې چې پۀ لوګی او لړه کښې ډېر فرق دے ـ
سائنسدانانو دا دريافت هم کړےدے چې پۀ آسمان کښې تور سوري (بلېک هولزـBlack Holes) موجود دي.ـ او پۀ دې سورو کښې آسمان ته د داخلېدو لارې موجود ې دي ـ پۀ آسمان کښې هغه ځائې کوم ځائې چې تور سوري موجود وي هغې ته دوئى(ايوينټ هورائېزن. Event Horizon) نوم ورکړے دے ـ
هر هغه څيز کوم چې يو وارې ددې ځائې نه تېروځی نو هغه بيا هېڅ کله هم واپس نه شی راتلےـ
قرآن شريف د تورو سورو (بليک هولز) پۀ ځائې "ابواب السماء"(دآسمان دروازې) استعمالوي ـ
"يقينا هغه کسان چې نسبت د دروغو کوي آياتونو زمونږ ته او ځان لوئې ګڼي له هغې نه نو بېرته به نه شي دوئي ته دروازې د آسمان او نۀ به داخل شي دوئي جنت ته تر هغې پورې چې ننوځي اوښ پۀ سورى د ستن کښې او دا رنګ سزا ورکوو مونږ مجرمانو ته ـ
قرآن ـ سورة الاعراف (07 :40 )
1-5 (نمر)
نمر پۀ نظام شمسى کښې ډېر زيات اهميت لرونکے يو ستورے دے کوم چې تقريبا پۀ سل ارب (سل بلين) نورو ستورو باندې مشتمل دے ـ
دنظام شمسى دټول کېميت تقريبا 98٪ نمر ګېر کړي دي ـ سائنسدانانو د پوهې دپاره نمر پۀ درېو(3) برخو کښې وېشلے دے ـ
1- کنوېکشن زون (Convection Zone)
2- رېډيېشن زون (Radiation Zone)
3- کور (Core)
د نمر د ټولو نه بهرنۍ برخې ته کومه چې پۀ کنوېکشن زون کښې وى فوټو سپئر (Photo Spare ) وئېلے شى ـ او ددې ټمپرېچر( تودوالے ) , ( 6000C ـ 1100u0F) وي ـ دټولو د ننۍ برخې ته ئې کور(Core) وئېلے شی کوم ځائې چې شمسی توانائی پېدا کېږي ـ او ددې برخې ټمپرېچر 15000000C (27000000F) وي ـ او د هوا دباؤ 340 ارب چنده پۀ دنيا کښې پۀ سمندرونو کښې د هوا د دباؤ نه زيات وی ـ
شمسی توانائی پۀ کور (Core) کښې جوړېږي او رېډيشن زون (Radaition Zone) طرف ته تګ کوی ـ دکور نه ريډيشن زون ته توانائی د رڼا ذرې فوټونز (Photons) پۀ لکونو کلونو کښې وړي ـ
د ريډيشن زون نه کنوېکشن زون ته توانائی نسبتا پۀ تېزۍ سره رسی او دکنوېکشن زون نه توانائی د رڼا او حرارت پۀ شکل کښې راووځی ـ پۀ يو سېکنډ کښې 700 سو ملين ټن هائيډروجن پۀ هېلئېم اېشز(Helium Ashes) کښي بدليږي ـ پۀ دې عمل کښې 5 ملين ټن توانائی خارجولے شي ـ دا عمل مسلسل جاری وی او ددې عمل پۀ نتيجه کښې څومره چې وخت تېرېږی نو د نمر رڼا رو رو کمېږی ـ
سائنسدانان وائي چې د نمر دا عمل تقريبا د 4.6 ارب (بلين) کالو نه جاری دے ـ او د راتلونکو 5 ارب (بلين) کلونو پورې دا عمل جاری پاتې کېدے شی ـ
د ناسا(NASA) نه جاری شوی د يو رپورټ مطابق د نمر قطر 1.4 ملين کلوميټر (870000) ميل دے ـ ددۀ عمر 4.6 ارب کاله دے ـ ددۀ د زمکې نه فاصله 149.6 ملين کلوميټر ده ـ
قرآن شرېف د (نمر) پۀ حقله وائی
"او الله هغه ذات دےچې پېدا کړې ئې ده شپۀ او ورځ او (نمر) او سپوږمۍ ـ هر يو پۀ آسمان کښې لامبو وهى ـ"
قرآن ـ سورة الانبياء ( 21 : 33 )
"او (نمر) روان دے هغه ځائې د قرارګاه ددۀ ته ـ دا حکم دے د غالب ذات دے پوهه."
قرآن ـ سورة يس ( 36 :38 )
"مستقر" (ځائې د قرارګاه) نه مراد پۀ خلاء کښې هغه ځائې يا هغه خاص لاره پۀ کومه چې (نمر) چورلی ـ پوهان وائي چې نمر نه صرف پۀ يو خاص طرف باندې چورلی بلکې پۀ کائنات کښې يوې خاص نقطې ته تګ کوی ـ
1-6: سپوږمۍ
سپوږمۍ ته پۀ عربۍ ژبه کښې قمر وئېلےشی او د (نمر) او د نمر نه چې کومه رڼا ددې نه تمبک کېږي او دنيا ته راځی هغې ته "منير" يا نمر وئېلے شی ـ
د سپوږمۍ د زمکې نه فاصله 384400 کلوميټر ده ـ ددې قطر 1737.4 کلوميټر او حجم ئې 21970000 مکعب کلوميټر دے ـ
د سپوږمۍ کېميت (وزن)
73483000000000000000000 کلوګرام دےـ سپوږمۍ پخپله د رڼا جوړولو توان نۀ لری او د نمر رڼا زمکې ته تيمبک کوی.
"او سپوږمۍ لره پۀ اندازه کړي مونږ منزلونه تر هغې چې راوګرځی پۀ شان دڅانګې د خرما زړي."
قرآن ـ سورة يس ( 36 :29 )
"او برکتناک دے هغه ذات چې ګرځولي ئې دي پۀ آسمان کښې برجونه او ګرځولې ئې ده پۀ دې کښې رڼا ډېره او سپوږمۍ روښانه."
قرآن ـ سورة الفرقان (25 :61 )
1-7: فرښتې
فرښتې انسان ته پۀ نظر نۀ راتلونکے د خدائې پاک نورانی مخلوق دے ـ د وئ خدائې پاک انسان ته پۀ نظر راتلونکې دنيا کښې اوسېدونکوخلقو سره د رابطې کار کوي ـ پۀ فرښتو باندې ايمان لرل د ايمان يوه برخه ده ـ
فرښتې ته پۀ عربۍ ژبه کښې "ملک" وئېلے شی ـ د لفظ ملک بنيادی معنی د پېغام وړونکی ده ـ دا لفظ پۀ قرآن شريف کښې د اتياؤ80 پېرو نه زيات استعمال شوے دے ـ د حضور صلى الله علېه وسلم پۀ حديثونو کښې ددې ډېر ذکر راغلے دے.ـ
پۀ اسلام کښې د يو څيز پېدائش، دنيا، عبادت، بدلون، روحانى ژوند، مرګ، بيا ژوندى کېدل وغېره د فرښتو د حوالې نه بغېر نۀ شى پېژندے کېدے ـ
"او يقين کړے دے رسول پۀ هغه څۀ چې رالېږلے شوي دي دۀ ته د طرف د رب ددۀ نه او مومنانو هم يقين کړے دے ـ ټولويقين کړے پۀ الله او پۀ ملائکو ددۀ او پۀ کتابونو ددۀ او پۀ رسولانو ددۀ او وائي دوئي چې واورېدو مونږ او تابعداری کوو مونږ او غواړو مونږ بخښنه ستا ـ اے ربه زمونږ او تاته دي بېرته درتلل زمونږ ـ"
قرآن ـ سورة البقرة ( 02 :285 )
د فرښتو تعلق د نۀ ليدلے شوې دنيا "عالم الغېب" سره دے ـ هر کله چې يقين نۀ لرونکو تپوس اوکړو چې الله د حضور صلی الله علېه وسلم سره دنيا ته فرښتې راکوځې ولې نۀ کړې ـ ددې پۀ جواب کښې خدائې پاک اووئېل ـ
"او کۀ ګرځولے وے مونږ دا رسول ملائک نو خامخا به ګرځؤ مونږ دے پۀ شکل د انسان او خامخا ګډ وډ کړے به وو مونږ پۀ دوئي باندې هغه چې دوئي ګډوډ کوي پۀ ځان خپل ـ
قرآن ـ سورة الانعام ( 06 :09 )
د ايمان پۀ شپږ(6) ستنو کښې يوه پۀ فرښتو باندې يقين لرل هم ده ـ هر هغه کس څوک چې د ايمان پۀ شپږ (6) بنيادى ستنو باندې پۀ يوې هم يقين نۀ لرى نو هغه ته مومن نۀ شى وئېلے کېدے ـ
د ايمان شپږ ستنې دادي چې "پۀ الله باندې يقين کول، د هغه پۀ فرښتو باندې يقين کول، د هغه پۀ کتابونو باندې يقين کول، دهغه پۀ رسولانو باندې يقين کول، د قيامت پۀ ورځ باندې يقين کول، پۀ دې خبره باندې يقين کول چې ښۀ او بد د الله د طرف نه دي ـ"
حضرت عائشه رضی الله تعالی عنها وائی چې حضور صلی الله علېه وسلم فرمائېل "چې فرښتې د رڼا نه جوړې کړے شوي دي ـ لکه څنګه چې پېريان د بې لوګی اور نه او انسان جوړ کړے شوے د هغه څيز نه د څۀ پۀ باره کښې چې تاته وئېلے شوی دی ـ"
(مسلم. نمبر2996)
د فرښتو د پېدائش پۀ حقله داسې څۀ مثبت ثبوت نشته چې دوئي کله پېدا شوي دي ـ البته دا پۀ ډاګه ده چې دوئي د انسان نه مخکښې پېدا شوي دي ـ
"او ياد کړه هغه چې اووئېل رب ستا ملائکو ته چې بېشکه زۀ پېدا کوونکے يمه پۀ زمکه کښې يو حاکم او بادشاه. (نو) اووئېل هغوئي (چې) پېدا کوې تۀ پۀ زمکه کښې هغه څوک چې فساد به کوي پۀ دې کښې. او تويوي به وينې ـ او مونږ يو تسبيح ويونکی سره د ثنا ستا ـ او پاکی بيانوؤ تا لره ـ اووئېل خدائې پاک چې بېشکه زۀ پوهېږم پۀ هغې چې تاسو پرې نۀ پوهېږئ ـ
قرآن ـ سورة البقره (02 :30 )
1-8: پېريان (جنات)
پېريان د خدائې پاک پۀ مخلوقاتو کښې يو مخلوق دے ـ خدائې پاک اول فرښتې، بيا پېريان، بيا انسانان، بيا ځناور، ونې بوټي او نور مخلوقات پېدا کړي دي ـ
پېريان خدائې پاک د بې لوګی اور نه پېدا کړي دي ـ او بيا ئې دوئي له هغه شکلونه ورکړي دي کوم چې خدائې پاک غوښتل ـ د پېريانو پۀ شکلونو کښې د خدائې پاک کړے شوی بدلون پۀ وجه سره دوئي د اور خاصيتونه نۀ لري ـ
چونکې پېريان انسان ته پۀ نظر نۀ راتلونکے مخلوق دے ـ پۀ دې وجه ددوئي د بدن پۀ کېمياوی لحاظ سره څۀ وضاحت نه شی کېدے ـ
" او پېرے مو پېدا کړے دے مخکښې (د انسان نه) د اور ګرم نه ـ"
قرآن ـ سورة الحجر ( 15 :27 )
پېريان پۀ دنيا کښې د انسان سره برابر اوسي ـ پۀ عربۍ ژبه کښې پېری ته "جن" وائی او لفظ جن د فعل "جنا" نه جوړ شوے دے او ددې معنی پټول ده ـ
چونکې پېريان پټ اوسېږي او انسان ته پۀ نظر نه راځي پۀ دې وجه ډېر خلق پۀ دنيا کښې ددوئي موجودګی ( شته والے )نۀ مني ـ
پۀ پېريانو کښې مسلمانان او غېر مسلمه هم وي ـ پۀ دوئي کښې اکثريت د غېر مسلمو دے ـ ټول غېر مسلمه پېريان د مشهور پېری ابليس (شېطان) د فوځ يوه برخه جوړوي ـ
ټولو غېر مسلمه پېريانو ته شيطانان هم وئېلے شي ـ د پېری او انسان دژوندون ډېر اړخونه برابر دي لکه پېريان خوراک کوي، څښاک کوي، ودونه کوي، بچي راوړي او مري ـ د انسان پۀ شان د پېريانو سره به هم خدائې پاک حساب کتاب کوی ـ او د قيامت پۀ ورځ به دوئي د انسانانو سره موجود وي ـ دوئي به هم جنت ته يا دوزخ ته ځي ـ پۀ پېريانو او انسانانو کښې فرق دادے چې خدائې پاک پېريانو ته د انسان نه زيات طاقت او خاصيتونه ورکړي دي ـ خدائې پاک پېريانو ته د انسانانو نه زيات طاقت او خاصيتونه ددوئ د ازمېښت دپاره ورکړي دي ـ د پېريانو پۀ طاقتونو کښې يو طاقت دا هم دے چې دوئ چې د کوم څيز شکل اختيارول غواړي نو اختيارولے شي ـ لکه انسان، ځناور، ونې، بوټي وغېره ـ
پېريان د انسان بدن ته د داخلېدو او د هغه د دماغو د قابو کولو طاقت هم لری ـ د ډېرې مودې نه پېريان د بعضې انسانانوبدن ته داخلېږي او هغوئي قابو کوي او څۀ چې ورسره کول غواړي کوي ـ
د پېری د انسان بدن ته د داخلېدو ډېرې وجې کېدے شي ـ لکه دا وجه هم کېدے شی چې چا پۀ خطا باندې د هغوئ د خاندان څوک زخمی کړے وی ـ بله دا وجه هم کېدے شی چې د پېريانو نه څوک د انسان سره مينه کوی ـ
ددې نه علاوه چونکې پېريان پۀ اصل کښې ډېر ظالمانان او کلک زړۀ لرونکي دي ـ پۀ دې وجه د انسان دبدن ته ننوځی او هغه ته تکليف رسوی ـ
حضور صلی الله علېه وسلم فرمائېلی دی "تاسو پۀ هغه ځايونو کښې ډېر مۀ اودرېږئ کوم ځائې کښې چې پېريان اوسېږي ـ لکه کنډرونه، صحراګانې، زاړۀ بازارونه او مقبرې وغېره ـ
غېرمسلمه پېريان نۀ صرف د انسان بلکې د ځناورو، ونو،بوټو او نورو څيزونوبدن ته ننوځي ـ او دا کوشش کوي چې دوئ د خدائې پاک د عبادت نه منع کړي ـ
پېريان پۀ هوا کښې د الوتو طاقت هم لري ـ ددوئ پۀ هوا کښې الوتل او پۀ نظر نه راتلل د جادو ګرانو پۀ جادو کولو کښې ډېره مرسته کوي ـ کوم غېر مسلمه پېريان چې د جادوګرانو دپاره کار کوي هغوئ د هغې پۀ بدله کښې د جادوګرانو نه د هغوئ روحونه پۀ خپله قبضه (واک )کښې اخلي او هم دا وجه ده چې جادوګران د خدائې پاک پۀ ځائې پېريان خپل خدايان ګڼي ـ
غېر مسلمه پېريان د قسمت د حال وئېلو پۀ لړ کښې هم ډېر مشهور دي ـ
د حضـــــور صلی الله علېـــه وســـلم دې دنيا ته د راتلو نه وړاندې پېـــريان د قسمت پۀ حــــال وئېـــلو کښې پۀ ټوله دنيا کښې ډېر شــــــهرت لرونکي مخــــلوق ووـ پۀ هغه زمانه کښې به جادوګرانو پېريان خپل ملګــــري جوړ کړل او ددوئ پۀ ذريعه سره به ئې خلقو ته د هغوئ د قــــسمت حالونه وئېل ـ دقسمت پۀ حقله ددوئ وئېلے شــــوې خبرې به ډېرې صحيح ختلې ـ د هغـــه زمـــــانې د جادوګـــرانو به د جادو کولو طريقه کار داســـــې وو چـــې هــــر کله به دوئ يو پېرے ملګرے جوړ کړو نو هغه به ئې نزدې آسمان ته ا ولېږلوـ هغه پېری به هغه خبرې واورېدې کومې چې به خدائې پاک د انسان پۀ حقله کړې وې او فرښتو به پۀ هغې باندې پۀ خپل مېنځ کښې خبرې اترې کولې ـ هغه ټولې خبـــرې کومې چې به پېری د فرښتو نه د انسان پۀ حقله واورېدې نو ډېر پۀ تېزۍ سره به ئې د قسمت حال ويونکی جادوګر له راوړې ـ
هر کله چې حضور صلى الله علېه وسلم دې دنيا ته تشريف راوړو نو خدائې پاک د ټولو آسمانونو دپاره څوکيدارې فرښتې مقرر کړې او هر هغه پېرے کوم چې به آسمان ته نزدې کېدو نو پۀ ويشتونکو ستورو باندې به ويشتلے کېدواو دا سلسله تر ننه پورې جاری ده ـ
"هغه څوک چې غلا سره اوکړی اورېدل نو ورپسې شی لمبه ښکاره ـ"
قرآن ـ سورة الحجر (15 :18 )
د قسمت حال ويونکي جادوګران د قرين مدد هم اخلي ـ قرين د پېريانو ملګرے دے او د هر انسان سره موجود وی ـ قرين د انسان پۀ ذهن کښې مختلفې وسوسې اچوی او د ښو کارونو نه د منع کولو خپل ډېر کوششونه کوي او بد کارونو طرف ته د انسان ذهن د راوړلو کوشش کوی ـ د حضور صلی الله علېه وسلم ارشاد دے ـ
"پۀ تاسو کښې د هر يو تن سره د پېريانو يو ملګرے پېرے مقرر کړے شوے دے ـ" صحابيانو تپوس اوکړوچې ستاسو سره هم اے د الله رسوله! حضور جواب ورکړو "نزدې چې زما سره هم خوخدائې پاک د هغه خلاف زما سره مدد کړے دے او هغه پۀ قابو کښې دے ـ اوس ماته هغه صرف د ښۀ کارونو کولو وائی ـ"
خدائې پاک پېريانو ته د پېريانو نه رسولان د هغوئ د اصلاح دپاره رالېږلي دي او حضور صلی الله علېه وسلم ئې د انسانانو، پېريانو، او د ټول مخلوق دپاره رسول راليږلے دے ـ
"اے ډلې د پېريانو او انسانانو! نۀ وو راغلي تاسو ته رسولان زمونږ له تاسونه چې بيانول به ئې پۀ تاسو باندې آياتونه زما او وېرولئ ئې تاسو د ملاقات ددې ورځې ستاسو د ګناه خپلې او دهوکه کړي وو دوئ لره ژوند د دنيا او شاهدی به کوي دوئ کافران ـ"
قرآن ـ سورة الانعام ( 06 :130 )
1-9: انسان (آدم او حوا ابۍ)
پۀ دې دنيا کښې د انسانانو شروع د آدم علېه السلام او حوا عليها السلام نه شوې ده ـ آدم پۀ جنت کښې پېدا کړے شوے وو او بيا خدائې پاک پۀ خپل حکم سره دې دنيا ته راکوز کړے ووـ
خدائې پاک پۀ جنت کښې آدم د خټې نه جوړ کړے ووـ اسلام مونږ ته ددې خبرې پوهه راکو ی چې د انسان د ژوند يو خاص حالت دے او د هغه ژوند خاص حالت خدائې پاک پۀ يو خاص طريقه باندې جوړ کړے دے ـ
د نور مخلوق پۀ مقابله کښې خدائې پاک انسان له ډېرې خوبيانې ورکړي دي لکه روح، اخلاق او علم وغېره ـ د آدم د پېدا کولو پۀحقله خدائې پاک پۀ قرآن کښې فرمائی
"چې ښائسته کړے ئې دے هر هغه څيز چې پېدا کړي دي دۀ او شروع ئې اوکړه د پېدائېش د انسان د خټې نه بيائې پېدا کړو نسل ددۀ د راښکلې شوې اوبو د اوبو سپکو نه ـ" قرآن ـ سورة السجدة ( 32 :7 ـ 8 )
پۀ اسلام کښې آدم نۀ صرف د خدائې پاک پېدا کړے شوے اولنے انسان ووـ بلکې هغه پۀ تقريبا 124000 پېغمبرانو کښې اولنے پېغمبر وو او پۀ هغه کسانو کښې شامل دے چا چې د خدائې پاک سره خبرې کړي دي ـ
حوا ابۍ خدائې پاک پۀ خپل حکم سره د آدم نه پېدا کړې وه ـ حوا ابۍ پۀ کائنات کښې پېدا کړے شوې اولنۍ ښځه وه چا چې د ښځې ټول خاصيتونه لرل او هغه يواځينۍ ښځه وه کومه چې د سړى نه پېدا شوې وه ـ
د آدم او د حوا ابۍ پۀ حقله خدائې پاک پۀ قرآن کښې فرمائی:
"اے خلقو وېرېږئ د رب خپل نه چې پېدا کړي ئې يئ تاسو د نفس يو نه (يعنې آدم) او پېدا کړې ئې ده لۀ دغه نفس نه بى بى ددۀ او خوارۀ ئې کړل لۀ دې دواړو نه سړي ډېر او ښځې او اوېرېږئ د هغه خدائې نه چې سوال کوئ پۀ نامه د هغه او وېره اوکړئ د قطع کولو د خپلولۍ نه ـ بېشکه الله تعالى دے پۀ تاسو باندې نګهبان ـ
قرآن ـ سورة النساء ( 04 :01 )
حضرت ابوهرېره رضى الله عنه د حضور صلى الله علېه وسلم يو حديث مبارک رانقل کړے دے ـ هغه وائى چې حضور يو وارې اوفرمائېل ـ
"چې د ښځو سره پۀ مهربانۍ سره سلوک کوئ ـ ښځې د پختۍ نه جوړې کړے شوي دي او د پختۍ د ټولو نه کږهبرخه د ټولو برنۍ برخه ده کۀ تاسو ددې د نېغولو کوشش کوئ نو دا به ما ته کړئ او کۀ چرې دا تاسو يواځې يواځې پرېږدئ نو دا به کږه پاتې شی ـ پس د ښځو سره پۀ مهربانۍ سره سلوک کوئ ـ"
(بخاری/مسلم)
هر کله چې د خدائې پاک پۀ حکم سره د آدم او حوا ابۍ تخليق مکمل شو نو دوئ پۀ جنت کښې اوسېدل شروع کړل ـ خدائې پاک د امتحان پۀ غرض دوئ د يوې خاصې ونې د مېوې خوړلو نه منع کړي ووـ
شېطان څوک چې د شروع نه ددوئ خلاف وو او ددوئ دښمن وو ددوئي پۀ زړونو کښې وسوسې واچولې او د هغې پۀ نتيجه کښې آدم او حوا ابۍ دواړو د هغه ونې مېوه اوخوړه ـ
"پس راکوز ئې کړل دواړه پۀ فرېب (ټګۍ ) سره ـ پس هر کله چې اوڅښله دواړو هغه ونه نو ښکاره شؤ دواړو ته عورتونه د دوئ او شروع اوکړه دواړو چې پېوندولې ئې پۀ ځان خپل باندې لۀ پاڼو د ونو د جنت نه او آواز ا وکړو دواړو ته رب د دوئي چې اے ما نۀ وئ منع کړي لۀ دې ونې نه او نۀ وو وئېلى ما تاسو ته چې بېشکه شېطان تاسو دواړو لره دښمن دے ښکاره."
قرآن ـ سورة الاعراف (07 :22 )
ددې خطا پۀ نتيجه کښې خدائې پاک دوئي زمکې ته د راکوزولو فېصله اوکړه.
"اووئېل الله تعالی کوز شئ بعضې ستاسو نه به د بعضې نورو دپاره دښمنان وي. او ستاسو دپاره پۀ زمکه کښې ځائې د آرام او د نفع دے تر يو وخت پورې. اووئېل الله تعالى چې پۀ دې زمکه کښې ژوند تېروئ تاسو. او پۀ دې کښې به مرئ. او لۀ دې نه به (بيا) راويستے شئ."
قرآن ـ سورة الاعراف ( 07 :24 ـ 25 )
خدائې پاک پۀ خپل حکم سره حضرت آدم عليه السلام د سعودى عرب د يو ښار( مکه شريفه) پۀ خوا کښې د عرفات پۀ ډهېرۍ باندې راکوز کړے وو. د حوا ابۍ پۀ باره کښې پۀ بعضې کتابونو کښې ليکلے شوي دي چې هغه د سرى لنکا د غرونو چې کومه سلسله ده پۀ هغې کښې پۀ يو غر باندې راکوزه کړے شوې وه.
پۀ بعضو کتابونو کښې ليکلے شوي دي چې هغه د هندوستان د غرونو پۀ سلسله کښې پۀ يو غر باندې راکوزه کړے شوې وه. ډېره موده دوئي د يوبل پۀ لټون کښې وو. د ډېرو کوششونو نه وروستو خدائې پاک دوئي د يو بل سره پۀ مکه شريفه کښې مېلاؤ کړل.
د حضرت آدم او د حوا ابۍ د ملاقات نه وروستوپۀ دې دنيا کښې د انسان د نسل خورېدل ډېر پۀ تېزۍ سره شروع شول.
د خدائې پاک پۀ حکم سره د حوا ابۍ نر او ماده بچي پۀ جوړو جوړو کښې پېدا کېدل شروع شول. يو نر او ماده (هلک او جينۍ) پۀ سحر کښې او يو نر او ماده پۀ ماښام کښې دوئي له به خدائې پاک ورکول.
پۀ سحر کښې پېدا شوى نر (هلک) به پۀ ماښام کښې پېدا شوى مادې (جينۍ) سره وادۀ کولو. او پۀ سحر کښې پېدا شوې مادې به پۀ ماښام کښې پېدا شوى نر سره وادۀ کولو. پۀ دې ترتيب سره دا سلسله روانه وه. او د انسان پۀ دنيا کښې خورېدل ورځ پۀ ورځ زياتېدل روان شول.
دلته ددې خبرې وضاحت مناسب ګڼم چې مونږ د ننۍ زمانې سحر او ماښام سره نۀ شو مقابله کولے. مونږه د ننۍ زمانې دانسان وجود او د هغې خوبيانې د هغه زمانې د انسان د وجود او د هغې د خوبيانو سره برابر نۀ شؤ ګرځولے ـ
2- دوئېم ټوک
2-1: د حضرت آدم علېه السلام نه د حضرت ابراهيم علېه السلام پورې دور.
د حضرت آدم علېه السلام شجره نسب تر ابراهيم علېه السلام پورې پۀ کتاب پېدائش کښې ډېر پۀ تفصيل سره ذکر کړے شوے دے. پۀ دې شجره کښې ورکړے شوي تاريخونه او عمرونه ددې خبرې ډېر ښۀ وضاحت کوى چې هغه سړے تر څومره وخت پورې ژوندے وو. د ځوى د پېدائش پۀ وخت د هغه د پلار د عمر پته پۀ دې شجره نسب کښې لګى.
پۀ لاندينى جدول کښې چې کوم عددونه استعمال شوي دي دا د کتاب پېدائش نه حاصل کړے شوي دي. د بائېبل مطابق حضرت ابراهيم علېه السلام د حضرت آدم علېه السلام نه 1984 کاله وروستو پېدا شوے وو.
د حضرت ابراهيم علېه السلام نسب نامه
شمار |
نوم |
د آدم نه وروستو پېدائش |
عمر |
وفات |
1 |
آدم |
- |
930 |
930 |
2 |
شيث |
130 |
912 |
1042 |
3 |
انوس |
235 |
905 |
1140 |
4 |
قينان |
325 |
910 |
1235 |
5 |
محلل ايل |
395 |
895 |
1290 |
6 |
يارد |
460 |
962 |
1422 |
7 |
يونس |
622 |
365 |
987 |
8 |
متوسلح |
687 |
969 |
1656 |
9 |
لمک |
874 |
777 |
1651 |
10 |
نوح |
1056 |
950 |
2006 |
11 |
سام |
1556 |
600 |
2156 |
12 |
ارفکسد |
1658 |
438 |
2096 |
13 |
سلح |
1693 |
433 |
2122 |
14 |
عبر |
1723 |
464 |
2187 |
15 |
فلج |
1757 |
239 |
1996 |
16 |
رعو |
1787 |
239 |
2026 |
17 |
سروج |
1819 |
230 |
2049 |
18 |
نحور |
1849 |
148 |
1997 |
19 |
تارح |
1878 |
205 |
2083 |
20 |
ابراهيم |
1948 |
175 |
2123 |
2-2: حضرت نوح علېه السلام او غټ طوفان
حضرت نوح ( علېه السلام ) د حضرت آدم ( علېه السلام ) نه 1056 کاله وروستو پېدا شوے وو. د "کتاب پېدائش" مطابق پۀ هغه زمانه کښې د حضرت آدم ( علېه السلام ) نسل تر حضرت نوح ( علېه السلام ) پورې صرف پۀ دجله او فرات علاقو باندې خور شوےوو. پۀ ډېرو کتابونو کښې ددې خبرې ذکر کړے شوے دے چې د حضرت نوح ( علېه السلام ) پۀ بددعا سره د هغه پۀ وخت کښې سېوا د هغه کسانو نه کوم چې د هغه سره پۀ کشتۍ کښې سوارۀ شوي وو. باقى د دنيا ټول انسانان او ځناور خدائې پاک د يو غټ طوفان پۀ ذريعه سره تباه کړي وو. دلته د دنيا نه مراد ټوله دنيا نۀ ده بلکې هغه مخصوص علاقې دي کوم ځائې کښې چې انسانان اوسېدل.
د حضرت نوح ( علېه السلام ) پۀ قوم کښې غلط کارونه ډېر زيات شوي وو. د خدائې پاک ذات او د هغه حکمونه نۀ منونکي هم ډېر زيات شوي وو. پۀ دې وجه خدائې پاک پۀ دنيا کښې د انسانى آبادۍ د ختمولو اراده اوکړه.
هر کله چې نوح ( علېه السلام ) د خپل قوم نه مايوس شو او دا ورته معلومه شوه چې دا قوم اوس پۀ قابو کښې د راتلو نۀ دے نو خدائې پاک ته دست پۀ دعا شو او عرض ئې اوکړو چې اے ربه زما دا قوم زما ايمان نۀ راوړي دا هلاک کړې. او داسې ئې هلاک کړې چې يو کور هم پۀ مخ د زمکې پاتې نۀ شي. الله تعالى د نوح دعا قبوله کړه. او نوح ( علېه السلام ) ته ئې حکم اوکړو چې کشتۍ جوړه کړه. نو نوح ( علېه السلام ) کشتۍ جوړول شروع کړل.
د بائبل ترمخه د کشتۍ پۀ جوړولو باندې 120 کاله لګېدلي وو او پۀ دې 120 کاله کښې نوح ( علېه السلام ) د کشتۍ جوړولو سره سره د خپل قوم د اصلاح کوشش هم کولو. خو هغه خلق ډېر سخت زړۀ لرونکے وو. او نوح ( علېه السلام ) چې کشتۍ جوړوله نو دوئي به تله او راتله او ټوقې به ئې ورپورې کولې. او وئېل به ئې چې دې لېونى ته ګوره دلته کوم درياب او سمندر دے چې دے پۀ دې وچه زمکه کښې کشتۍ جوړوى.
نوح ( علېه السلام ) اوفرمائېل چې ښۀ ده تاسو خو مونږ پورې ټوقې کوئ خو لږ انتظار اوکړئ. مونږ به تاسو پورې ټوقې اوکړو يعنې کله چې تاسو عذاب درپۀ در کړئ. نو خود به د ټوقو لائق اوګرځئ.
هر کله چې نوح ( علېه السلام ) کشتۍ جوړه کړه نو خدائې پاک نوح ( علېه السلام ) ته اوښودل چې پۀ دې کشتۍ کښې به څوک سورېږي.
"تر هغې چې کله راغے حکم زما او جوش ا وکړو تنور(پۀ اوبو سره). نو اووئېل مونږ چې سوارۀ کړه پۀ دې خپل مګر هغه څوک چې وړومبۍ شوې ده پۀ هغه باندې وېنا د عذاب. او هغه څوک چې ايمان ئې راوړے. او ايمان نۀ وو راوړے له ده سره مګر لږو کسانو. او اووئېل دۀ چې سواره شئ پۀ دې کښې پۀ نامه د الله تعالی سره دی روانېدل ددې او اودرېدل ددې. يقينا رب زما خامخا بخښونکے مهربانه دے."
قرآن ـ سورة هود ( 11 :40 ـ41 )
د نوح ( علېه السلام ) درې ځامن وو. چې پۀ هغې کښې د يو نوم کنعان وو. کنعان د نوح ( علېه السلام ) د خاندان نه د هغه د ګمراهۍ پۀ وجه ويستلے شوے وو. د نوح ( علېه السلام ) د ښځې د نوم پۀ باره کښې پۀ قرآن او بائېبل کښې څه ذکر نۀ دے کړے شوے. البته د يهوديانو پۀ تاريخى کتابونو کښې د هغې "نامه " ذکر کړے شوې ده.
"او آواز اوکړو نوح ( علېه السلام ) رب خپل ته. پس اووئېل دۀ چې اے ربه زما! يقينًا چې ځوئې زما د اهل نه وو. او يقينًا چې وعده ستا حق ده. او تۀ ئې غوره د حکم کونکو نه. اووئېل الله تعالى چې اے نوح ( علېه السلام )! يقينًا چې دے نۀ دے د اهل ستا نه. يقينا دا چې دے خاوند د عمل بد دے. پس غوښتنه مۀ کوه زما نه د هغه شى چې نشته تا لره پۀ هغې باندې علم. بېشک چې زۀ نصيحت کووم تا ته چې نۀ شې تۀ د ناپوهو نه."
قرآن ـ سورة هود (11 :45 ـ46 )
نوح ( علېه السلام ) خپل ځوئې کنعان ته آواز اوکړو چې کشتۍ ته راسور شه. لېکن هغه بد نصيبه وو ايمان ئې نۀ وو راوړے او د الله تعالى قانون دے چې نوح ( علېه السلام ) پېغمبر وو او ځوئې ئې کافر. لوط ( علېه السلام ) پېغمبر وو او ښځه ئې کافره وه.
هر کله چې د طوفان آثار ښکاره شؤ. او د زمکې نه اوبه پۀ راخوټکېدو شوې او نوح ( علېه السلام ) خپله عمله کومو چې ايمان راوړے وو کشتۍ کښې سوروله نو خپل ځوئى کنعان ته ئې حکم اوکړوچې کشتۍ ته سورېږه. خو هغه انکار اوکړو چې ستا کشتۍ ته زما ضرورت نشته. زۀ به دې غر ته اوخېژم او د اوبو نه به بچ شم. نوح ( علېه السلام ) ډېر د شفقت پۀ انداز کښې اوفرمائېل چې زما ځويه سور شه دې کشتۍ کښې. د کافرانو سره مۀ ملګرے کېږه. ليکن کنعان اونۀ منله.
د کتاب پېدائش ترمخه د آسمان نه ډېر زيات باران راوورېدلو او د زمکې نه پۀ چينو کښې ډېرې اوبه راووتې. او صورت حال دا شو چې غټې غټې چپې جوړې شوې.
د اوبو هغه چپو کنعان د خپل پلار نوح ( علېه السلام ) نه جدا کړو او همېشه د پاره پۀ عذاب کښې ګېر شو. دې طوفان هغه ټول کسان کوم چې پۀ کشتۍ کښې سواره نۀ وو تباه کړل. او همېشه دپاره ددې دنيا نه فنا شول. او د عذابونو دنيا ته داخل شول. قرآن شريف ددې طوفان د زمانې او ددې د جارى اوسېدو وخت نۀ ښائى.
البته بائېبل ددې طوفان د جارى اوسېدو وخت 150 کاله او د يهوديانو د تاريخ کتابونه 40 ورځې ښائي.
د قرآن ترمخه هغه ځائې کوم ځائې چې د نوح ( علېه السلام ) کشتۍ اودرېدلې وه د هغې نوم( جودى) دے.
(جودى) د غرۀ يوه ډېرکۍ وه. او هر کله چې د طوفان اوبه وچې شوې نو خدائې پاک د نوح ( علېه السلام ) کشتۍ پۀ جودى مقام باندې اودروله. او پۀ دې کشتۍ کښې سوارۀ د هغه د خاندان خلق او ايمان راوړے خلق او نور ځناور او مارغان بچ پاتې شوي وو.
دنوح ( علېه السلام ) عمر 950 کاله وو. او پۀ کوم وخت کښې چې هغه غټ طوفان راغلے وو د کتاب پېدائش ترمخه پۀ هغه وخت کښې د هغه عمر600 کاله وو.
د هغه غټ طوفان نه وروستو د نوح ( علېه السلام ) او د هغه سره پۀ کشتۍ کښې د بچ شوي انسانانو چې پکښې د هغۀ ښځه ، ځامن او اواينګوريانې او نور ځناور او مارغان شامل وو. يو ځل بيا پۀ دنيا کښې اوسېدل شروع کړل. د دوئي نه پۀ ټوله دنيا کښې چې 71٪ وچوبه او 29٪ اوبه لرى د انسانانو، ځناورو او مارغانو وغېره خورېدل شروع شول. تر نن زمانې پورې پۀ ټوله دنيا کښې پۀ 29٪ وچوبه دکومې ټوله علاقه چې 148.94 ملين مربع کلوميټر ده. تقريبا 5850000000 (پنځه ارب او پنځه اتيا کروړه) خلق اوسيږي. پۀ دې خلقو کښې 2015 ملين عيسايان، 1215 ملين مسلمانان، 925 ملين هغه کسان چې د چا چې هېڅ مذهب هم نشته، 786 ملين هندوان، 362 ملين بدمت او باقى د نورو مذهبونو خلق دي.
د نوح سره د بچ شوي ځناورو او مارغانو نه تر نن زمانې پورې بې حسابه ځناور او مارغان وغېره پۀ ټوله دنيا کښې خواره شوي دي.
2-3: د ډاروين (Darwin) نظريه او د هغې ترمخه د انسان جوړښت.
ډاروين پۀ 12 فرورۍ 1809ء کښې پۀ انګليستان (انګلېنډ) کښې پېدا شوے وو. د هغه پوره نوم چارلس رابرټ ډاروين (Charles Robert Darwin) وو. ډاروين پۀ کال 1871 ء کښې يوه نظريه وړاندې کړې وه. د هغه نظرئې مطابق پۀ دې دنيا کښې د اولنی انسان پېدائش د شادو پۀ بدن کښې د بدلون پۀ نتيجه کښې شوے دے. ډېر غېر مسلمه پۀ دې نظريه باندې يقين لري. البته مسلمانان د ډاروين نظريه بالکل نۀ منی. لکه څنګه چې اسلام دا نظريه بالکل رد کوی.
د ډاروين د نظرئې ترمخه ډېره موده وړاندې پۀ دې دنيا کښې سل فيصد (100٪) اوبه وې. يو وارې پۀ هغه اوبو کښې آسمانى تندر راارتاؤ شوے وو. او د هغې پۀ نتيجه کښې پۀ هغه اوبو کښې ساه لرونکي څيزونه پېدا شوي وو.
د وخت پۀ تېرودو سره هغه ساه لرونکي څيزونو کښې وخت پۀ وخت د بدلون (Evalution) عمل جاری وو. او د هغوئ نه سمندری چينجی شان جوړ شول. پۀ هغه چينجو کښې د بدلون د عمل پۀ نتيجه کښې مهيان جوړ شول. د بدلون دا عمل پۀ مهيانو کښې هم رو رو جاری وو. او د هغې پۀ نتيجه کښې پۀ اوبو او پۀ وچوبه دواړو باندې د اوسېدو قابل ځناور جوړ شول. او صرف پۀ وچوبه اوسېدونکي ځناور جوړ شول. پۀ وچوبه باندې اوسېدونکو ځناورو کښې د بدلون پۀ نتيجه کښې مارغان او نور ځناور جوړ شول. چې پکښې ډائېناسور او پۍ ورکونکي ځناور شامل وو.
پۀ هغه ځناورو کښې د نمر، هواګانو او اوبو د اثر پۀ وجه بدلون اوشو او د شادوګانو يو قسم چيمپينزي ځناور جوړ شول.د چيمپينزي پۀ بدن کښې بدلون اوشو او پۀ نتيجه کښې ئې انسان جوړ شو.
قرآن شريف د ډاروين نظريه بالکل رد کوى. د ټول کائنات خالق الله تعالى پۀ قرآن کښې وائى چې اولنے انسان حضرت آدم پۀ جنت کښې جوړ کړے شوے وو.
1- اسمانی تندر
2- ساه لرونکي څيزونه
3- د مهو پۀ شان ساه لرونکي
4- د مهو او لنے نسل
5- مهي
6- مهي او نور ساه لرونکي ځناور
7- پۀ اوبو کښې او پۀ وچوبه اوسېدونکي ځناور
8- ډائناسار
9- چيمپينزي )د شادو يو نسل(
10- انسان
2-4: پۀ دنيا کښې مختلف مذهبونه او دهغې سرپرستان
ترنن وخته پورې پۀ دنيا کښې تقريبا 5850000000 خلق پۀ اووه (7) براعظمونو کښې اوسېږي. ددې خلقو ژوندژواک، ژبه، جامې، کلتور، مذهب، رنګ او د بدن قد د يو بل نه مختلف دي.
د يو بل سره د رابطې(تماس) او د مذهبى احکامونو پۀ صحيح طريقې سره پوره کولو پۀ لړ کښې ژبه بنيادى حېثيت لرى. پۀ دنيا کښې تر ننه پورې 6800 ژبې وئېلے کېږي. پۀ دې ژبو کښې 2261 ژبې پۀ ليکلى شکل کښې موجودې دي او باقى نورې ژبې صرف وئېلے کېدے شي.
پۀ دنيا کښې وړاندې ذکر کړےشوي خلق د مختلفو مذهبونو منونکي دي. چې پکښې اسلام، عيسائيت، يهوديت، او تقريبا پنځلس (15) نور غټ مذهبونه شامل دي.
2-4-1: جوډئيزم (judaism) يهوديت
د يهوديانو د تاريخ د کتابونو مطابق پۀ کال 1290/1301 (قبل مسيح) کښې خدائې پاک حضرت موسى علېه السلام ته يو مذهب ورکړے وو چې پۀ جوډئيزم (يهوديت) باندې نومېږى ـ ددې مذهب منونکو ته يهوديان وئېلے شي.
يهوديت د مختلفو خيالونو يوه داسې ټوله ده کومه چې دنيا او پۀ دې کښې د ژوند تېر ولو لارې ښائي.
پۀ يهوديت کښې د عقيدې څۀ نظام نشته ـ پۀ کوم چې يو کس کۀ يهودى وى نو خامخا به پرې يقين لرى. البته د څۀ حده پورې پۀ دې کښې د عقيدې ځائې شته دے.
د يهوديانو د عقيدې ديارلس (13) بنيادى اصول دي.
1- خدائې هر وخت موجود دے.
2- خدائې پاک يو دے.
3- د خدائې پاک وجود مادى نۀ بلکې روحانى دے.
4- خدائې پاک نه ختمېدونکے ذات دے.
5- دعا صرف د خدائې پاک نه غوښتے شى او د بل هېڅ چا نه دعا نۀ شى غوښتلے کېدے.
6- د پېغمبرانو خبرې رښتيا دي.
7- د موسى علېه السلام د راتلونکى وخت پۀ باره کښې کړے شوې خبرې رښتيا دي. او دا چې موسى د ټولو پېغمبرانو نه لوئې پېغمبر دے.
8- ليکلے شوے ( تورات) موسى ته ورکړے شوے وو.
9- بل تورات به بالکل نۀ راځى.
10- خدائې پاک د انسان خيالات او عملونه پېژنى.
11- خدائې پاک به د ښۀ کارونو جزا او د بدو کارونو سزا ورکوى.
12- عيسى علېه السلام به بيا دنيا ته راځى ـ
13- مړي به بيا ژوندي کولے شي.
2-4-2: حضرت موسی علېه السلام
پۀ يوه زمانه کښې د مصر پۀ زمکه باندې د حضرت ابراهيم علېه السلام، حضرت يعقوب علېه السلام او د حضرت يوسف علېه السلام اولاد اوسېدو. پۀ هغه زمانه کښې د مصر پۀ علاقه باندې د يو ظالم او جابر حکمران فرعون بادشاهى وه. هغه پۀ دنيا کښې د خدائې دعوى هم کوله. هغه به پۀ ډېر کم اجرت پۀ خلقو باندې کارونه کول او هغه علاقې کومې چې د هغه د حکومت پۀ دائره کښې وې د هغې پۀ اوسېدونکو باندې ئې دنيا تنګه کړې وه او وئېل به ئې چې هغوئي دې صرف او صرف د هغه (فرعون) عبادت کوي. ځکه چې د هغه نه سېوا بل خدائې نشته. ډېرو خلقو د مجبودۍ لۀ کبله د هغه دا حکمونه پۀ ښکاره باندې منل خو پۀ اصل کښې هغوئي فرعون بالکل خدائې نۀ منلو. چونکې يوسف عليه السلام ته خدائې پاک ډېر حسن او پوهه ورکړې وه او داسې وئېلے شى چې هر کله به يوسف د هغه ځائې نه تېرېدو چرته چې به زنانه وې نو هغه به خپل مخ پټؤ.
فرعون ددې خبرې نه ډېرو ېرېدو چې کۀ چرې د يوسف او د يعقوب عليه السلام نسل ډېر زيات شي نو د هغه بادشاهۍ ته خطره جوړېدے شى.لۀ دې کبله هغه حکم ورکړو چې د يوسف او د يعقوب عليهم السلام چې څومره هلکان وارثان پېدا کېږي نو هغه مړۀ کوئ.
د فرعون د حکم منل شروع شول او څومره هلکان ماشومانان چې به پېدا کېدل نو مړۀ کولے به شؤ. هر کله چې د فرعون مالى مشيرانو پۀ دې خبره غور اوکړو نو فرعون ته ئې اووئېل چې د اسرائيلو واړه هلکان مړۀ کولے شي او لوئې هلکان ئې پۀ خپل مرګ مري. کۀ چرې دا سلسله دغه شان جارى وى نو ددې پۀ نتيجه کښې به دوئي ټول ختم شي. هغوئ فرعون ته دا هم اووئېل چې پۀ دې کښې به هغه کسان هم ختم شي چا چې به د هغه دپاره کار کولو.
د فرعون مالى مشيرانو هغه ته يوه نوې پاليسى وړاندې کړه او هغه دا چې پۀ يو کال کښې پېدا شوي هلکان ماشومان به مړۀ کولے شي او پۀ بل کال کښې پېدا شوي ماشومان به نۀ شي مړۀ کولے.
فرعون ته دا مشوره خوښه شوه او پۀ دې ئې د عمل کولو حکم نامه جارى کړه.
پۀ کوم کال کښې چې د پېدا شوي هلکانو ماشومانو د مړۀ کولو حکم وو پۀ هغه کال کښې موسى علېه السلام پېدا شو. د هغه مور ډېره خفه وه چې هغه به مړ کړے شى ـ لۀ دې کبله هغې د هغه د پېدائش خبر پټ اوساتو. او پۀ پټه ئې د موسى علېه السلام پالنه شروع کړه.
خدائې پاک د موسى علېه السلام مور ته د فرښتې پۀ ذريعه يو پېغام راولېږلو چې موسى علېه السلام پۀ يوه ټوکرۍ کښې واچوه او پۀ درياب کښې ئې پرېږده. پۀ دې طريقې سره به موسى علېه السلام د فرعون د حکم نه بچ شى.
"او وحې اوکړه مونږ مور د موسی علېه السلام ته ددې (خبرې) چې تے ورکړه دۀ لره ـ پس هر کله چې وېرېدې تۀ پۀ دې باندې پس اوغورځوه دے پۀ درياب کښې. او مۀ وېرېږه او مۀ خفه کېږه. يقينا چې مونږ به راولو دے تاته او ګرځونکي يو مونږ دۀ لره د ډلې د پېغمبرانو نه. پس راپورته کړه دے ال د فرعون (دې دپاره) چې شی دے دوئي لره دښمن او غم يقينا فرعون او هامان او لښکرې د دوئي وو دوئي خطا کونکي."
قرآن ـ سورة القصص ( 28 :07 )
پۀ کوم درياب کښې چې موسی علېه السلام پۀ ټوکرۍ کښې غورځولے شوے وو د هغه درياب نه نهر(وله يا لختے) د فرعون کور ته تلے وو. هغه ټوکرۍ سره د ماشوم د فرعون د ښځې پۀ لاس ورغله. هغه ډېره نرم زړۀ لرونکې او مهربانه ښځه وه. هغې موسی علېه السلام خپل محل ته د ځان سره يوړو. يو کس ته هم پته نۀ وه چې د هغه ماشوم مور او پلار څوک دي. چونکې د فرعون ښځې چې د هغه (موسی علېه السلام) دې پۀ ښۀ طريقې سره پالنه اوشی پۀ دې وجه هغې خپلو نوکرانو ته اووئېل چې يوه ښۀ نوکره اوګورئ چې ددۀ پالنه اوکړی. د فرعون د ښځې نوکرانو اعلان اوکړو چې ملکې سلامتې ته د يوې ښې او قابلې نوکرې ضرورت دے.
ډېرې ښځې د ملکې سلامتې پۀ خدمت کښې د نوکرۍ پۀ غرض حاضرې شوې. خدائې پاک د موسی علېه السلام خپلې مور له هم داسې اسباب جوړ کړل چې هغه هم د فرعون د ښځې پۀ خدمت کښې د نوکرۍ دپاره حاضره شوه. د فرعون ښځې پۀ ډېرو ښځو کښې د موسی علېه السلام خپله مور د هغه دپاره نوکره غوره کړه. د فرعون ښځې ته بالکل پته نۀ وه چې کومه نوکره چې د موسی علېه السلام د خدمت دپاره غوره کړے شوې ده هغه د هغه خپله مور ده. دا ټول کار خدائې پاک پۀ خپل حکم سره کړے وو. موسی علېه السلام د فرعون پۀ محل(ماڼۍ ) کښې لوئې شو. او د هغه د تعليم او تربيت دپاره ښۀ ښۀ استاذان مقرر کړے شوي وو.
خدائې پاک موسی علېه السلام له ښۀ صحت، طاقت، علم، او عقل ورکړے وو. يوه ورځ موسی علېه السلام د مصر پۀ يو ښار کښې دوه سړي اوليدل چې خپلو کښې پۀ جنګ وو. پۀ هغو کښې يو اسرائيلے او دوئېم مصرے وو. هغه اوليدل چې مصرے ډېر پۀ زوره زوره اسرائيلے وهی. هر کله چې اسرائيلے موسی اوليدو نو د مدد طلب ئې ترې نه اوکړو. موسی علېه السلام د هغه تر مېنځه شو او د ډېرې غصې پۀ حالت کښې ئې مصرے پۀ ډېر زور سره اووهلو او هغۀ پۀ هغه موقع (ځائې) باندې مړ شو.
موسی علېه السلام ته چې هر کله ددې خبرې احساس اوشو. چې هغه يو انسان مړ کړو. نو ډېر زيات خفه شو او د خدائې پاک نه ئې بخښنه اوغوښته.
موسی علېه السلام هغه مصرے قصداً نۀ وو مړ کړے. هغه د خدائې پاک نه د معافۍ دعا اوغوښتله. او د هغې تر وروستو هغه پۀ خپل بدن کښې سکون محسوس کړو. او هغه حالت ئې شو کوم چې د هغې سړی د مرګ نه مخکښې وو. ددې واقعې نه وروستو هغه د ډېر صبر او همدردۍ سرګندونه کول د خلقو سره شروع کړه.
ددې واقعې خبر چې هر کله فېصله کؤنکو ته اورسېدو نو هغوئ د موسی علېه السلام د مړ کولو فېصله (پرېکړه )اوکړه. موسی علېه السلام ته دا پته وه چې کوم مصرے چې هغه وژلے دے دهغې سزا د مرګ ده. موسی علېه السلام د مرګ د سزا نه د بچ کېدو پۀ عرض د مصر نه د وتلو فېصله اوکړه او د مصر نه ئې د سوريا (شام ) يو ښار مدين ته سفر شروع کړو. پۀ دې سفر کښې د هغه سره د خدائې نه علاوه نور هېڅوک ملګري نۀ وو. پۀ دې سفر کښې نه د هغه سره د خوراک څۀ څيزونه وو او نۀ ورسره اوبه وې. ولې چې هغه دومره پۀ تادۍ سره روان شوے وو چې دې څيزونو ته بېخی نۀ وو جوړ شوے.
هغه د مصر نه مدين پورې دا سفر پۀ اتۀ (8) ورځو کښې پوره کړے وو. هغه به د ورځې سفر نۀ کولو ځکه چې د فرعون کسان پۀ هغه پسې لګېدلي وو او د ورځې خطره دا وه چې که چرې د هغه د کسانو پۀ نظر کښې راغلے وی نو زيان ورته رسېدے شو.
کله چې موسی علېه السلام مدين ته اورسېدو. نو د يوې ونې لاندې ئې ډډه اووهله. هغه ډېر زيات ستړے شوے وو. او د تندې او لوږې ئې هم پۀ بدن ډېرخراب اثر وو. هغه اوليدل چې د بيزوګرو يو ټولګے خپل څاروي اوبۀ کوي. موسی چې د هغوئي خوا له لاړونو اوئې ليدل چې دوه ښځې پۀ ډډه ولاړې د خپلو څارؤ اوبۀ کولو انتظار کوي. موسی د هغه ښځو د څارؤ پۀ اوبۀ کولو کښې د هغوئي مرسته اوکړه واپس خپل ځائې ته کوم ځائې چې ئې ډه وهلې وه راغلو. هر کله چې هغه ښځې کور ته لاړې بوډا پلار ته ئې ټوله قيصه بيان کړه
هغه بوډا سړی پۀ لوڼو کښې يوه موسی علېه السلام ته د دعوت دپاره وراولېږله چې د هغه کور ته دې راشی. موسی د هغه بلنه قبوله کړه اود هغه د لور سره د هغه کور ته لاړو. څۀ موده وروستو هغه بوډا سړی خپله يوه لور موسی ته د وادۀ کولو دعوت ورکړو او موسی هغه وړانديز اومنلو او د وادۀ نه پس ئې خوشحاله ژوند تېرول شروع کړل.
څۀ کلونه پس موسی علېه السلام او د هغه ښځه پۀ هغه ملک کښې دننه پۀ سفر باندې ووچې ناڅاپه هغه ته يو غټ اور غوندې پۀ نظر راغے. هغه خپل ښځې ته اووئېل چې تاسو پۀ دې ځائې باندې اودريږئ او پخپله يواځې د اورد پتې لګولو پۀ غرض اور اړخ ته روان شو.
هر کله چې موسی علېه السلام اور ته نزدې شو نو د اور د شغلو نه يو آواز راغلو.
"اے موسی." آواز اووئېل "زۀ الله يم. ستا خدائې. زۀ تا خپل پېغمبر جوړوم."
"تۀ خامخا لاړ شه خلقو ته او اووايه هغو ئي ته چې خدائې صرف يو دے ـ الله چاچې هغوئي پېدا کړي دي. پس هغوئي دې خامخا د خدائې پاک شکريه ادا کړي او د هغۀ عبادت دې کوي او ښۀ کارونه دې کوي.
خدائې پاک موسی علېه السلام ته اوفرمائېل چې خپل ورور هارون د ځان سره کړه او فرعون پله تۀ لاړ شه او هغه ته او د هغه خلقو ته زما پېغام اورسوه. موسی علېه السلام سره د خپل ورور مصر ته لاړو او فرعون ته ئې اووئېل چې "الله" چا چې ټوله دنيا پېدا کړې ده، زۀ تا ته رالېږلے يم. زۀ د الله تعالی پېغمبر يم. او ما تا له رښتيا راوړي دي. تا له د يوسف علېه السلام بچي ازادول پکار دي. کوم چې تا د خپلو ظلمونو پۀ دائره کښې بنديوان ساتلي دي. دوئي آزاد کړه او زما سره د تللو اجازت ورته ورکړه. هر کله چې فرعون دا خبره واورېده نو سخت پۀ غصه کښې شو. او وئې وئېل چې تۀ دروغ وائې. د دنيا خدائې صرف زۀ يم. بل هېچوک د دنيا خدائې نۀ شی کېدے. زۀ پۀ دنيا باندې د ټولو نه طاقتور بادشاه يم.
لېکن موسی علېه السلام د فرعون د غصې نه نۀ وېرېدو. او هغه فرعون ته اووئېل چې زۀ به تا ته اوښايم چې خدائې پاک د ټولو انسانانو نه طاقتور دے او ستا نه هم طاقتور دے. موسی علېه السلام خپله همسا راواغسته او پۀ زمکه باندې ئې غوزاره کړه. ناڅاپه د هغې نه يو غټ خامار جوړ شو. فرعون موسی علېه السلام ته اووئېل چې تۀ غټ جادوګر ئې. زه به پۀ خپل مملکت کښې ټول غټ غټ جادوګران راغونډ کړم. نو بيا به اوګورم چې تۀ غټ جادوګر ئې او کۀ هغوئي.
فرعون د خپل مملکت ټول غټ غټ جادوګران رااوغوښتل. هغه جادوګرانو د ځان سره ډېرې همساګانې راوړې. او پۀ جادو سره ئې د هغې نه ډېر ماران جوړ کړل. هر کله چې موسی علېه السلام خپله همسا زمکې ته اوغورزوله. نو د هغې نه يو ځل بيا يو ډېر غټ خامار جوړ شو. او هغه خامار د نورو جادوګرانو هغه جوړ شوي ټول ماران اوخوړل.
جادوګران د موسی علېه السلام نه ډېر متاثره شول. او وئې وئېل چې مونږ پۀ هغه الله باندې پۀ رښتيا سره يقين لرؤ چا چې موسی علېه السلام خپل پېغمبر رالېږلے دے. هغوئي اووئېل چې پۀ حقيقت کښې الله زمونږ د ټولو نه ډېر زيات طاقتور دے او هغۀ د ټول کائنات خالق (پېداکؤنکے ) دے.
پۀ دې خبره فرعون ډېر سخت غصه شو او وئې وئېل چې تاسو پۀ هغه چا باندې يقين کوئ د چا نه چې تاسو ما منع کړي وئ.
هغه ټولو جادوګرانو ته دړکه (دهمکی ) ورکړه. او ورته ئې اووئېل چې کۀ چرې تاسو داسې اوکړل نو ستاسو پښې او لاسونه به پرېکړے شي. جادوګرانو فرعون ته اووئېل چې تۀ زمونږ نه ددې خبرې بدله اخلې چې مونږه د الله پۀ نخښو باندې يقين لرؤ. خدائې پاک دې پۀ مونږ رحم اوکړی او مونږ ته دې د صبر توفيق راکړی. تۀ چې زمونږ سره څۀ کول غواړې نو اوکړه خو مونږ به بيا هم الله ته رجوع کوؤ.
پۀ دې طريقې سره هغه جادوګران کوم چې لالچيان وو د خدائې پاک ډېر ښۀ ايمانداران بندګان جوړ شول.
ددې نه وروستو موسی علېه السلام د يوسف علېه السلام وارثانو طرف ته لاړو او هغوئي ته ئې اووئېل چې تاسو تيار اوسېږئ ـ مونږ به د مصر نه چرته لرې ځؤ. هر کله چې دوئي پۀ سفر روان شول او څۀ تګ ئې اوکړو نو فرعون او د هغۀ سپاهيانو ته پته اولګېده. او د دوئي د نيولو دپاره ئې ددوئي تعاقب(ورپسې شول) شروع کړو.
موسی علېه السلام او د هغۀ خلقو خپل تګ تېز کړو او آخر دا چې يو سمندر ته اورسېدل. فرعون او د هغۀ سپاهيان موسی علېه السلام او د هغه خلقو ته نزدې شوي وو. د موسی علېه السلام خلق ډېر پۀ وېره کښې وو. خدائې پاک د موسی علېه السلام او د هغۀ د خلقو مدد پۀ دې طريقه سره اوکړو چې د سمندر اوبۀ ئې پۀ دوو برخو کښې تقسيم کړې چې موسی علېه السلام او د هغۀ خلق ئې پۀ مېنځ کښې لاړ شي. هر کله چې فرعون او د هغۀ خلق سمندر ته اورسېدل نو هغوئ هم پۀ هغه لاره روان شول کومه چې د سمندر پۀ مينځ کښې جوړه شوې وه پۀ کوم سمندر کښې چې دا واقعه شوې وه. د هغې زوړ نوم بحيره قلزم دے او پۀ ننۍ زمانه کښې ورته بحيره احمر وئېلے شی. هر کله چې د موسی د قافلې اخری کس د اوبو نه پورېوتو او د فرعون د قافلې اخری کس د سمندر پۀ مېنځ کښې جوړې کړے شوې لارې ته راکوز کړے شؤ، نو خدائې پاک پرې د دواړو اړخونو نه اوبۀ راوستې او فرعون سره د خپلو سپاهيانو پۀ سمندر کښې ډوب شو.
ددې واقعې نه وروستو موسی علېه السلام او د هغۀ خلق د ډېرو کلونو پورې پۀ صحرا کښې اوسېدل. يوه ورځ خدائې پاک موسی ته حکم اوکړو چې يو دنګ غر ته اوخېژه. موسی علېه السلام يو دنګ غر ته اوختواو هلته ئې د خدائې پۀ حکم څلوېښت ورځې او شپې تېرې کړې. موسی علېه السلام به هغه څلوېښت ورځو او شپو کښې د خدائې پاک عبادت کولو او د خدائې پاک خبرې به ئې اورېدې کومې چې به خدائې پاک د موسی علېه السلام او د هغۀ د خلقو پۀ حقله کولې.
موسی علېه السلام ته خدائې پاک تورات ورکړے وو. پۀ تورات کښې هغه خبرې بيان کړے شوي دي کومې چې انسان له کول او کومې چې نۀ کول پکار دي.
2-5: هندوئيزم (Hinduism) هندومت :
هندومت پۀ کال 1500 ( قبل مسيح ) کښې پۀ وجود کښې راغلے وو. دا مذهب د انسانانو پۀ خپله جوړ کړے شوے مذهب دے او ددې څوک خاص بانی (جوړؤنکے ) يا سرپرست نشته.
د هندومت منونکي پۀ هندوستان کښې د ټولو نه زيات دي. او د هندوستان د ټولې آبادۍ تقريبا 80 فيصده خلق هندوان دي. پۀ دنيا کښې تر ننه پورې د هندوانو ټول تعداد تقريبا 786 ملين دے.
پۀ هندومت کښې د ايمان لرلو څۀ خاص اصول نشته او پۀ روحانی اړه سره د يقين لرلو مکمل آزادی ورکوی. لکه يو کس پۀ يو خدائې هم يقين لرلے شی او پۀ ډېرو خدايانو باندې هم يقين لرلے شی او داسې هم کېدے شی چې پۀ يو خدائې هم يقين نۀ لری.
د هندومت د ټولو نه زاړۀ مذهبی عبارتونه پۀ سنسکرت ژبه کښې ليکلے شوي دي او هغې ته وداس (Vidas) وئېلے شی. د وداس معنی علم ده.
د هندوانو د تاريخی کتابونو مطابق د وداس څلور کتابونه دي. او پۀ هغې کښې د ټولو نه زوړ ته رېګ ودا (Reg veda) وئېلے شی. پۀ رېګ ودا کښې د مختلفو خدايانو، کائنات او مخلوق پۀ حقله ذکر کړے شوے دے. ددې کتابونو د ليک تقريبا 1000 (قبل مسيح ) ښودلے شوے دے ــ
پۀ کال 200 (قبل مسيح ) کښې د هندومت پۀ حقله ماها بهاراته (Mahabaharata) ليکلے شوے وو ــ پۀ دې کتاب کښې د انسان د روح دګناهونو نه د بچ کېدو درې لارې ښودلے شوي دي ــ
دهندوانو د عقيدې مطابق برهمن (کائناتی روح) د کائنات اصول او ذريعه ده ــ دا آسمانی پوهه د هر ساه لرونکی نه تېروځی چی پکښې د انسان روح هم شامل دے ـ د هندوانو دا هم عقيده ده چې ټول ساه لرونکي پۀ يو خدائي دائره کښې ګرځي ــ دوئي دنيا ته راځي ـ دلته څۀ وخت تېروي ـ بيا مړۀ شي او کوم چې مړۀ شي نو د هغوئي روحونه خدائي دائرې ته لاړ شي ــ او بيا څۀ موده پس هغه روحونه بيا د مړۀ شوو پۀ وجودونو کښې داخل شي ـ او دنيا ته يوځل بيا راشي ــ او دا سلسله همېشه دپاره جاری وی ـ
د ارتهوډاکس (Orthodax) هندوانو معاشره پۀ لاندينی پنځؤ (5) ډلو کښې وېشلے شوې وه ــ
(1) برهمن (Brahmin) ددې ډلې خلق ډېر مذهبی او پوهه ووــ
(2) کشتريه (Kshatriya) دا ډله حکمرانی کوونکې ډله وه او پۀ فوځی کارونو کښې ډېره وړاندې وه ـ
(3) وېشايه (Vaishaya) ددې ډلې خلق د زمکو مالکان او تجارت پېشه خلق ووـ
(4) سودرا (Sudra) ددې ډلې خلق مزدور کار وو ـ
(5) د سودرا نه لاندې ډله پنځمه ډله وه ـ ددې ډلې خلق بې تعليمه او بې هنره وو او د هغوئي سره مېلاوېدل به بد ګڼلے شول ــ
2-6: بدهيزم (Buddhism) بدمت :
پۀ (560-480) ( قبل مسيح ) کښې د هندوستان د يو جنګ ببر بادشاه سودهودانه ګوتمه (Suddodana Gutama) ځوی سدهارتها ګوتمه (Siddharta Gutama) يو مذهب جوړ کړے وو کوم چې پۀ بدهيزم (بدمت) باندې نومېږی ـ چونکې ددې مذهب سرپرست سدهارتها ګوتمه او د هغه ټول خاندان پۀ اول کښې پۀ هندومت باندې وو پۀ دې وجه دبدمت پۀ جوړولو کښې سدهارتها ګوتمه د څۀ حده پورې د هندومت نه مدد اغستے ووــ
پۀ ټوله دنيا کښې د بدمت منونکي خلق تقريبا 362 ملين دي ـ پۀ براعظم اېشياٍء کښې د بدمت منونکي تقريباً
( 313114000 ) دي ــ بدمت پۀ صدو باندې پۀ چين،جاپان او کوريا کښې يو غټ غالب مذهب وو ــ
پۀ بدمت باندې د يقين کولو څلور بنيادی حقيقتونه او لارې ښودلے شوې دي ـ
1: څلور بنيادی حقيقتونه :
1.1: ټول ساه لرونکي څيزونه متاثره کېدل پيژني يا پۀ هغوئي باندې مخلتف مشکلات (کړمنې) راتلے شي هېڅ څوک هم ددې نه بچ کېدے نۀ شی ـ
2.1: پۀ ټولو ژوندونو باندې د مشکلاتو راتلو بنيادی وجه جهالت او د يوبل سره ټل کېدل يا پۀ بل پورې انخښتل دي ـ
3.1: مشکلاتو يا اثر کېدو لره خاتمه شته دے او دا خاتمه صرف پۀ علم باندې کېدے شی ـ
4.1: د مشکلاتو يا اثر کېدو حقيقی خاتمه پۀ اتۀ لارو باندې کېدے شی ـ
(2) اتۀ لارې:
1.2: صحيح پوهه : د ژوندانۀ حقيقت او رښتياوالے پېژندل
2.2: صحيح منزل (Goal) : دا وعده کول چې داسې ژوند تېر کړے شی چې زمونږ د ژوندانۀ مشکلات (کړمنې) ختمې شي ـ
3.2: صحيح کوشش : د کار کولو جذبه جوړول او بهانې نۀ کول ـ
4.2: صحيح خبرې کول: پۀ همدردۍ او د مدد د جذبې سره رښتيا وئېل ــ
5.2: صحيح سلوک کول : د خپل کلتور پۀ دائره کښې پۀ مستقل مزاجۍ سره ژوند تېرول ـ
6.2: صحيح ژوند تېرول: داسې ژوند تېرول چې د هغې نه نورو خلقو ته څۀ زيان نۀ رسی ـ
7.2: صحيح دماغئيت : کوم ځائې کښې چې مونږ اوسېږو د هغه ځائې قدر پېژندل ـ
8.2: صحيح توجه : پۀ غور او فکر سره خپل هوښياروالے زياتول ــ
بدمت پۀ فرد، کس، تن يا آسمانی ذات يا خدائې باندې يقين نۀ لری ـ پۀ دې کښې د آسمانی ذات نه غوښتنه کول، د هغۀ عبادت کول يا د هغه لوئی بيانول نشته ــ
پۀ بدمت کښې بچ کېدل، معاف کېدل او د آسمان امېدونو يو حالت هم نشته ــ
بدمت پۀ حقيقت کښې يو اخلاقی فلسفه ده ـ کومه چې صرف پۀ دې دنيا کښې پۀ ښۀ ژوند تېرولو باندې زور ورکوی ـ
2:6-2 : سدهارتها ګوتمه بدهه (Siddharta Gutama Buddah)
د بدمت سرپرست سدهارتها ګوتمه بدهه پۀ کال 560
( قبل مسيح ) کښې د هندوستان پۀ سرحدی علاقو کښې پۀ يو شاهی محل کښې پېدا شوے وو ــ کومې علاقې ته چې پۀ اوسنۍ زمانه کښې نيپال وئېلے شی ـ د هغه د پلار نوم سودهودانه ګوتمه (Suddhodana Gutma) ووـ او هغه يو ډېر جنګ ببر بادشاه وو ـ د بودهه د مور نوم ملکه ماهامايه(Queen Maha Maya) ووـ د هغه مور د هغه د پېدائش نه اووه ورځې وروستو پۀ حق رسېدلې وه ـ د بودهه ترور يعنې د ماهامايه کشره خور ماها پجاپتی ګوتمی (Maha Pajapati Gutmi) هم د سودهودانه ګوتمه ښځه وه
د بدهه دخپلې مور د مرګ نه وروستو د هغه ترور کومه چې د هغۀ مېرنۍ مور وه د هغۀ تربيت شروع کړوـ د شهزاده سدهارتها پۀ تعليم باندې ښۀ توجه ورکړے شوې وه او د شاهی معيار مطابق ښۀ پوهه استاذان د هغه د تعليم او تربيت دپاره مقرر کړے شوي ووـ
چونکې هغه د يو جنګ ببر بادشاه ځوئې وو پۀ دې وجه هغه ته د جنګ کولو طور طريقې هم ښودلے شوې وې ـ د شپاړسو کالو پۀ عمر کښې د هغه وادۀ د هغه د ترۀد لور شهزادګۍ ياسودهارا سره اوشو ـ د وادۀ نه تقريبا د ديارلس کالو پورې هغه ډېره پۀ خوشحالۍ ژوند تېر کړے وو ــ د سدهارتها دپاره درې محلونه جوړ کړے شوي ووــ يو محل د ګرمۍ د موسم دپاره، بل د يخنۍ دپاره او بل د بارانی موسم دپاره جوړ کړے شوي ووــ
دوخت پۀ تېريدو سره هغه ته د خلقو د مشکلاتو او تکليفونو احساس کېدل شروع شول ـ يوه ورځ هغه د خوشحالو نه د ډک محل نه ددې احساس سره بهر ته راووتو چې دا خلق څنګه پۀ مشکلاتو او تکليفونو کښې دي ـ ددې احساس پۀ وجه سره هغه د دنيا د ترخو حقيقتونو سره مخامخ شوــ
هر کله چې هغه پۀ دې خبره باندې پوهه شو چې د جسماني مزې څۀ قدر نشته نو هغه د رښتياؤ او د نۀ ختمېدو امن پۀ لټون کښې د وتلو فېصله اوکړه ـ د ډېر غور او فکر نه وروستو هر کله چې سدهارتها د شاهی محل نه د وتلو اخری فېصله اوکړه نو هغه ته د هغه د ځوئی د پېدائش خبر راوړے شوــ هغه د ځوئی پۀ زېږون (پېدائش) ډېر خوشحاله نۀ شو او وئې وئېل چې دا يو خنډ دے ـ د هغه د ځوئی نوم د هغه نيکه رهوله (Rahula) کېښودوــ
دا هغه مرحله وه چې د سدهارتها پۀ خپلې ښځې او خپل ځوئی باندې بالکل څۀ پرواه نۀ وه ـ د هغه ټوله توجه هغه مقصد طرف ته وه د کوم پۀ حاصلولو چې ټولو خلقو ته خوشحالی او امن مېلاوېدلے شو ــ
هغه خپله ښځه او خپل ځوئې ځکه يواځې پرېخودلي وو چې هغه ته پته وه چې د هغوئ د ساتنې دپاره د نوکرانو او د خوراک څښاک دپاره د څۀ څيز کمے نۀ ووــ
هغه خپل د ټولو نه وفادار نوکر چهنه (Channa) د ځان سره کړو او د خپلې ښځې او ځوئی پۀ اوودو باندې د ديدار کولو نه پس د محل نه اووتلو او د خپل مقصد حاصلولو دپاره پۀ سفر روان شوــ پۀ هغه وخت کښې د هغه عمر يوکم دېرش کاله ووــ هغه ډېر غټ سفر اوکړو او د انوما درياب (Anoma River) نه پورېوتو ـ او د هغې پۀ غاړه باندې دېره شو ـ هلته هغه خپله ګيره او سر اوخرولو او خپلې ټولې هيرې او جواهرات ئې خپل نوکر چهنه له ورکړل ــ او هدايت (سپارښتنه )ئې اوکړو چې دا هيرې او جواهرات محل ته واپس يوسی ــ هغه د ځان سره صرف د ټوکی يوه نېړه ټوټه پرېښوده او پۀ خوښه سره ئې د غريبۍ ژوند تېرول شروع کړل ــ
څۀ موده پس د سدهارتها ملاقات د الاره کلامه (Alara Kalama) سره اوشوــ الاره کلامه د هغه وخت د خپل مذهب دپاره ډېر ساده ژوند تېرولو او د ژوند د عېش او آرام نه ئې ځان بالکل جدا کړے ووــ
سدهارتها د الاره کلامه نه ډېر څۀ زدۀ کړل ـ ددې نه علاوه هغه د نورو داسې کسانو سره ملاقاتونه اوکړل چاچې د مذهب دپاره ډېر ساده ژوند تېرولوــ
د شپږو کالو د سخت محنت او غوروفکر نه وروستو هغه يوه پوهه حاصله کړه او پۀ هغه پوهه سره ئې ټولې ګنده خبرې ختمې کړې ـ د لالچ عمل ئې ختم کړو او د خپلې پوهې پۀ بنياد سره ئې هغه څيزونه اوومنل کوم چې رښتيا ووـ ددې نه وروستو هغه ته بدهه وئېل شروع شول ـ د لفظ بدهه معنی ده پوهه لرونکے يا بېداری لرونکے ـ سدهارتها ګوتمه بدهه پېداشوے نۀ وو بلکې پۀ خپل محنت سره جوړ شوے ووــ
د اتياؤ (80) کالو پۀ عمر کښې يو اينګر(Blacksmith) کندا (Kunda) پۀ سدهاتها باندې د خنزير غوښه خوړلې وه (پۀ بعضې کتابونو کښې ليکلے شوي دي چې خريړي ئې ورباندې خوړلے وو) د هغې د خوراک نه وروستو هغه سخت بيمار شوے وو او تقريبا پۀ کال (480) ( قبل مسيح )کښې مړ شوے وو ــ
پۀ بدمت کښې بدهه خدائې نۀ ګڼلے کېږی ځکه چې بدمت يو داسې مذهب دے چې پۀ هغې کښې د هندومت پۀ شانتې د بتانو عبادت نۀ کېږی ـ
بدمت د بېدارۍ يوه فلسفه ده ـ لفظ فلسفه د دوه لفظونو نه جوړ شوے دے ـ فېلو(Philo) د کوم معنی چې محبت ده، او سوفيه (Sophia) د کوم معنې چې عقلمندی ده ـ د لفظ فلسفې معنی د عقل مندۍ محبت يا محبت او عقلمندی کېدے شی ـ د بدهه د مرګ نه وروستوبدمت د هندوستان چې پکښې د ننۍ زمانې پاکستان ، بهارت، بهوټان، نيپال، برما، سری لنکا او بنګله دېش شامل دي يو غالب مذهب ووــ
پۀ بدمت کښې د هېڅ څيز يا د کس يا د ذات عبادت نۀ کېږی بلکې د بدمت فلسفه داده چې د انسانانو او څيزونو دې پۀ رښتيا سره عزت اوکړے شي يا د هغوئي قدر اوکړے شي نو ددې پۀ نتيجه کښې به امن او سکون راشی ـ
بددهه د بدمت منونکو ته اتۀ (8) لارې ښودلې دي ـ دا لارې د بدمت مطابق د يوې پائې پۀ شکل کښې د آسمان نه د بدمت سرپرست بدهه ته مېلاؤ شوې وې ــ
د بدمت منونکي پۀ ښۀ طريقې سره عبادت کولو دپاره احتراما پۀ خپلو عبادتخانو کښې د خپل مذهب د سرپرست بدهه د پوره وجود يو تصوير يا د وجود د يوې برخې تصوير لګوی ـ پۀ بعضې ملکونو کښې د بدهه د استعمال چې کوم څيزونه وو دهغې پۀ شان څيزونه احتراما پۀ عبادتخانو کښې لګولے کېږي کومې ته چې سټوپه (Stupa) وئېلے کېږی ـ چونکې پۀ بدمت کښې سټوپه د يو خاص شخصيت نمائندګی کوی پۀ دې وجه دا د قېمتی ګټو يا سرو زرو نه جوړولے شی ـ
2-7-1: عيسائيت (Christianity):
د عيسائيت بنياد د عيسی علېه السلام پۀ پوهه باندې کېښودے شوے دے ـ پوهان وائي چې د عيسائيت سرپرست (سرپال ) عيسې علېه السلام د( 4 او 7) قبل مسيح پۀ مېنځ کښې پېدا شوے ووـ د عيسائيت پۀ باره کښې ليکلے شوي کتابونه د عيسی د پېدائش ځائې بېت الحم ښائی چې پۀ ننۍ زمانه کښې د اسرائيلو پۀ قبضه کښې دے ــ پۀ دنيا کښې د عيسايانو ټول شمېر 1 ارب 92 کروړ او 79 لاکه دي ـ د عيسايانو بنيادی عقيدې دادي ـ
1 : ـ خدائې پاک هغه ټول څيزونه پېداکړي دي کوم چې پۀ نظر راځي او کوم چې پۀ نظر نۀ راځي ـ
2 : ـ عيسی علېه السلام د خدائې پاک ځوئې دے ـ
3 : ـ عيسی علېه السلام د روحانی روح نمائندګی کړې وه ــ او د مريم بی بی علېه السلام نه پېداشوے ووـ
4 : ـ عيسی علېه السلام د عيسايانو د ګناهونو دپاره ډېر مشکلات زغملي وو او هغه له پهانسی ورکړے شوې وه ـ
5 : ـ عيسی علېه السلام مړ شوے وو او هغه ښخ کړے شوے ووــ
6 : ـ عيسی علېه السلام د مرګ نه وروستو بيا ژوندے کړے شوے ووـ
7 : ـ عيسی علېه السلام د بيا ژوندی کېدلو نه وروستو خدائې پاک آسمان ته بوتلے وو او هغه د خدائې پاک ښۍ لاس طرف ته ناست دے ـ
8 : ـ د مړو او ژوندو د جائزې اخستو دپاره به عيسی دنيا ته واپس راځی ـ
9 : ـ کوم خلق چې به د خپلو ګناهونو معافی اوغواړي هغه به معاف کړے شي ـ
10 : ـ هر يو کس به معافی موندے شی يا هر يو کس به آزادی حاصلولے شی ـ
د رومن سلطنت پۀ مدد سره عيسائيت ډېر زر پۀ رومن سلطنت کښې بيا پۀ يورپ کښې او بيا پۀ ټوله دنيا کښې خور شوـ
1- رومن کېتهولک (Roman Catholic)
د عيسی علېه السلام د مرګ نه وروستو دا ټلی پۀ دارالخلافه (سر ښار ) روم کښې چې کومه ګرجه جوړه شوې وه د هغې تابع عيسائيت ته رومن کېتهولک وئېلے شی ـ
رومن کېتهولک خپل روحانی تاريخ د عيسی علېه السلام د اؤلنو منونکو سره تړي ـ ددې څانګې پادريان (Popes) يا روحانی مشران ځان د ټولو اولنی پادری پيټر (Peter) سره تړي ـ
د رومن کېتهولک عيسايان د ټولو نه زيات پۀ هالېنډ، پولېنډ، فرانس او سپېن کښې دي ــ
پۀ څلورمه صدۍ کښې د رومن کېتهولک نه يوه څانګه د ارتهوډاکس (Orthodax) پۀ شکل کښې جدا شوه ــ
2- ارتهوډاکس (Orthodax)
د ارتهوډاکس عيسايانو ګرجې زيات تر قومی وي او د يو خاص ملک سره تړلې شوې وي ـ ارتهوډاکس عيسايان زيات پۀ روس، رومانيه، بلغاريه، يوکرين او امريکه کښې دي ـ
3- پروټيسټنټ (Protestant)
د عيسائيت دا څانګه پۀ شپاړسمې او اولسمې صدۍ کښې د رومن کښېهتولک نه جدا شوې وه ــ ددې څانګې عيسايان پۀ سکښېنډينويه (Scandinovia) انګلينډ او نيدهرلينډ (Netherland) کښې دي ــ
2-7-2: حضرت عيسی علېه السلام :
عيسی علېه السلام (مسيح) د نن نه تقريبا 2011 کاله وړاندې د اسرائيلو قبضه کړے شوې زمکې پۀ يو کلی نذاريته (Nazareth) کښې پېدا شوے وو ـ هغه د دېرش (30) کلونو پورې د يهوديت منونکے وو او د رزق حاصلولو دپاره ئې د ترکاڼۍ پېشه اختيار کړې وه ـ د دېرشو کالو پۀ عمر کښې هغه داسې کارونه/عملونه اوکړل چې د انسان عقل به پرې حېرانېدو ـ د تاريخ د کتابونو مطابق د دېرشو کالو عمر پورې عيسی د هغه ځائې نه دوه سوه ميله لرې نۀ وو تلے کوم ځائې چې هغه پېدا شوے ووـ د هغه د پوهې او عقل حېران کونکي عملونو او کارونو پۀ وجه سره د هغه شهرت پۀ ټول ملک کښې خور شوے ووـ
د موجوده اسرائيلو ملک پۀ هغه زمانه کښې د سلطنت رومن پۀ قبضه کښې ووـ او دا ملک پۀ مختلفو صوبو کښې تقسيم کړے شوے ووـ د عيسی علېه السلام کلے پۀ بېت الحم صوبه کښې وو او د بېت الحم صوبې ګورنر يهودی ووـ د ټولو نه اول د هغه صوبې ګورنر د عيسی علېه السلام کارونه او تګ راتګ کتل شروع کړل ــ
د عيسی علېه السلام بنيادی پېغامونه خلقو ته دا وو چې:
خدائې پاک ستاسو سره مينه کوي او ستاسو سره دے ـ
د يو بل سره مينه کوئ ـ
د يو بل قدر کوئ ـ
خدائې پاک هغه خلق معاف کوي څوک چې معافی غواړي ــ د رومانيانود تاريخی کتابونو تر مخه کوم چې پۀ عيسی علېه السلام باندې تور لګوي ( کوم چې د اسلام تر مخه بالکل صحيح نۀ د ے ) او وائي چې ( عيسی علېه السلام په اول کښې څۀ داسې بيانونه ورکړ ي وو د کومې پۀ بنياد سره چې هغه ځان د خدائې ځو ئې او ځان خدائې ګڼلو ) د سلطنت رومن د حکمرانانو او د عيسی علېه السلام او د هغۀ د پېروکارانو پۀ مېنځ کښې شخړه پۀ دې وجه زياته شوې وه ـ
دې خبرې د يهوديانو د قانون بالکل مخالفت کولوـ پۀ دې وجه د يهودی مذهب مشرانو د سلطنت رومن حکمرانانو ته اووئېل چې ددې سړی ژوندی پاتې کېدل به ډېر غټ اړے ګړے جوړ کړی او دۀ له څومره زر چې کېدلے ش پهانسی ورکړئ ـ
د سلطنت رومن يهودی مشران د تحقيق (پلټنې ) نه وروستو پۀ دې نتيجه رسېدلي وو چې عيسی علېه السلام د خدائې دعوه نۀ وه کړې بلکې د عيسې د بدنامۍ دپاره څۀ نور کسان وو چاچې ځان د عيس طابع ظاهره ؤـ
بل طرف ته د يهودی مذهب مشرانو د بېت الحم صوبې ګورنر پېلټ ته بيا بيا ا ووئېل چې د عيسې علېه السلام د پهانسۍ حکمنامه جاری کړی ـ د مذهبي مشرانو سره د مشورې نه وروستو پېلټ د عيسی علېه السلام د پهانسۍ حکمنامه جاری کړه ـ عيسی علېه السلام اول خو ډېر اووهلے شو او بيا پۀ يو لرګی پورې داسې زوړند کړے شو چې پۀ ګس او خۍ لاس ئې مېخونه ټک وهلے شول او پښې ورله پۀ پړی اوتړلے شوې ـ د داسې طريقې پۀ نتيجه کښې د هغه پهيپهړو ته اکسيجن تلل بند شول او تقريبا درې ګهېنټې وروستو هغه مړ شو ـ د عيسايانو دا عقيده ده چې عيسې پۀ بره ذکر کړے شوې طريقه باندې مړ کړے شوے دے ـ
د قرآن مطابق عيسی علېه السلام ته پهانسی نۀ ده ورکړے شوې او نۀ هغه مړ کړے شوے دے بلکې آسمان ته د الله پۀ حکم سره خېژولے شوے دے ــ الله پۀ قرآن کښې فرمائی :
"ياد کړه هغه چې اووئېل الله تعالی چې اے عيسی زۀ پوره اخلم تا لره او پورته کووم تا خپل طرف ته او پاکونکے يم تا ستا د هغه کسانو نه چې کفر ئې کړے دے ـ او ګرځونکے يم زۀ د هغه کسانو چې کفر ئې کړے دے تر ورځې د قيامت پورې بيا به زما طرف ته راتلل وی ستاسوـ پس حکم به اوکړم پۀ مېنځ ستاسو کښې پۀ هغې چې تاسو پۀ هغې کښې اختلاف کولوــ"
قرآن ـ سورة العمران ( 55:3)
د عيسايانو د عقيدې مطابق د پنځه سوه (500) ګواهانو پۀ موجودګۍ کښې عيسی علېه السلام د مرګ نه درې ورځې وروستو بيا ژوندے شوے وو او پۀ څلوېښتو (40) ورځو کښې هغه د اسرائيلو د شمالی او جنوبی صوبو د مختلفو علاقو دورې کړې وې ــ پۀ آخر کښې عيسی علېه السلام يروشلم ته واپس شوے ووــ کوم ځائې چې هغه ته پهانسی ورکړے شوې وه ـ د ډېرو ګواهانو مطابق عيسی د يروشلم ښار نه آسمان ته ختلے ووــ
2-7-3: اسلام :
اسلام د لفظ سلام نه جوړ شوے دے او د سلام معنی ده سلامتىا ـ خدائې پاک اسلام مذهب د ټولو پېغمبرانو سردار خاتم النبيين حضرت محمد صلى الله علېه وسلم ته ورکړے ووـ اسلام د امن، خوشحالۍ، آرام، سکون او د سلامتۍ مذهب دے ـ اسلام نۀ صرف د مسلمانانو بلکې د ټولې دنيا د انسانانو د حقونو پۀ خيال ساتلو باندې زور ورکوى ـ پۀ ټوله دنيا کښې د اسلام منونکو يعنې د مسلمانانو شمېر تقريبا يو ارب نهه کروړه دے ــ
د اسلام پۀ حقله حضور صلى الله علېه وسلم فرمائى
"اسلام دادے چې تاسو ددې خبرې ګواهی ورکړئ چې د الله نه سېوا بل هېڅوک د عبادت لائق نشته او محمد د الله رسول دے او مونځ کوئ او زکواة ورکوئ او روژې نيسئ او که د سفر وس مو کېږي نو حج کوئ ـ "
(بخاری ومسلم)
اسلام هغه عالمی دين دے د کوم د خپلولو چې خدائې پاک ټولو ته حکم ورکوی او ټولو بنديانو پۀ دې باندې ايمان راوړے دے او ددې د منلو هغوئي اعلان او اعتراف کړے دے ــ خدائې پاک فرمائی چې دا هغه دين دے چې ددې نه علاوه به بل يو دين هم د منلو جوګه نۀ وی ـ
" بېشکه غوره دين پۀ نزد د خدائې اسلام دے او اختلاف نۀ دے کړے هغه کسانو چې ورکړے شوے دے کتاب خو ولې پس لۀ هغې نه چې راغلو دوئي ته علم پۀ سبب د کينې
"او هغه څوک چې غواړي سېوا د اسلام نه بل دين پس د سره به قبول نۀ کړى ددۀ نه او وي به دوئي پۀ آخرت کښې د زيان موندونكو نه ــ "
قرآن ـ سورة العمران (85:03 )
ارکان اسلام
د اسلام پنځه (5) ارکان (بنيادونه ) دي ـ پۀ دې پنځه واړه ارکانو باندې دايمان راوړلو نه بغېر يو کس هم صحيح مسلمان نۀ شى جوړېدے ــ هغه پنځه ارکان دا دي ــ
1- کلمه طيبه :- ددې خبرې ګواهى ورکول چې د الله نه سېوا بل هېڅوک د عبادت لائق (جوګه ) نشته او محمد دالله رسول دے ـ
2- مونځ کول ــ
3- زکواة ورکول ــ
4- د رمضان روژې نيول ــ
5- د بېت الله حج کول ــ
پۀ اسلام کښې د عبادت قسمونه :
پۀ اسلام کښې د عبادت ډېر قسمونه دي ـ پۀ هغې کښې يو څو دا دي ـ
1- دعا :- پۀ دعا کښې د هغه ضرورتونو غوښتنه کولے شي کوم چې د خدائې پاک نه سېوا بل هېڅوک نۀ شى پوره کولے لکه باران غوښتل، مريض له شفا ورکول، مصيبتونه لرې کول، دړد لرې کول، جنت غوښتل او د دوزخ نه پناه غوښتل ــ ارام او سکون غوښتل ، حلال رزق غوښتل ـ ددې نه سېوا نور ډېر داسې څيزونه دي کوم چې د الله دذات نه سېوا بل د هېچا نه نۀ شی غوښتلے ــ
" او وئېلی دی رب ستاسو چې را بلئ ما زۀ قبلووم دعا ستاسو ــ يقينا هغه کسان چې تکبر کوي د عبادت زما نه؛ زر ده چې داخل به شي دوئي پۀ دوزخ کښې ذليله "
قرآن ـ سورة المؤمن ( 60:40)
2- فرياد کول، امداد غوښتل، پناه غوښتل :- فرياد چې صرف الله ته اوکړے شى او د هغه نه امداد اوغوښتلے شى او د هغه پناه اوغوښتلے شى ـ
" خاص تا لره عبادت کوؤ مونږه او خاص تا نه امداد غواړو مونږه" قرآن ـ سورة الفاتحه ( 04:01 )
3- ذبحه کول ، نذر منل : - پۀ اسلام کښې د خدائې پاک نه سېوا د بل چا دپاره قربانی کول يا نذر منل بالکل جائز (روا ) نۀ دى ـ
خدائې پاک پۀ قرآن کښې فرمائى :
"اووايه تۀ چې بېشکه مونځ زما او قربانی زما او ژوند زما او مرګ زما خاص الله لره دي ـ نشته شريک دۀ لره ـ او پۀ دې کار سره امر کړے شوے ماته او زۀ اول د مسلمانانو نه يم ــ" قرآن ـ سورة الانعام ( 163:162:06 )
د محمد صلی الله علېه وسلم حديث مبارک دے :
" چا چې د غېرالله دپاره ذبحه اوکړه پۀ هغه دې د خدائې لعنت وی ــ"
) امام مسلم(
هر کله چې څوک داسې اووائی چې کۀ چرې زما فلانے کار اوشی نو فلانی له به د نذر پۀ طور باندې صدقه ورکړم يا څۀ بل څۀ څيز ورکړم داسې قسمه نذر شرک جوړ شی ـ ولې چې دا د مخلوق دپاره کولے شی ـ چونکې نذر عبادت دے نو دا د يو مخلوق دپاره جائز (روا ) نۀ دے ـ بلکې صرف د الله دپاره پکار دے ـ
4- توکل ،امېد، د خدائې نه يرېدل :- د توکل معنی داده چې انسان د الله د ذات نه سېوا پۀ بل چا اعتبار نۀ کوی ـ د امېد معنی داده چې د الله تعالی د ذات نه سېوا د بل هېچا نه امېد نۀ ساتل او د الله د ذات نه سېوا د بل هېڅ څيز نه نۀ يرېدل ـ
پۀ ننۍ زمانه کښې ډېر خلق د ژوندو خلقو نه او د قبرونو نه خپل مرادونه غواړي ـ د قبرونو طوافونه کوي او د مړو انسانانو نه د خپل مرادونو د پوره کولو سوالونه کوي ـ داسې قسمه خلق يقينا د غېرالله عبادت کوي ـ
الله تعالی پۀ قرآن کښې فرمائی :
"بېشکه هغه چاچې شرک ا وکړو دالله تعالی سره ـ پس يقينا حرام کړے دے الله پۀ دۀ باندې جنت او ځائې د ورتللوددۀ اور دے او نشته ظالمانو دپاره څوک مددګارــ"
قرآن ـ سورة المائده ( 72:05 )
اهل سنت او اهل حديث
مسلمانان پۀ ننۍ زمانه کښې پۀ خپلو کښې پۀ مختلفو ټولګو کښې تقسيم شوي دي ـ اسلام د مسلمانانو پۀ اتحاد باندې زور ورکوی ـ خدائې پاک پۀ قرآن کښې فرمائی :
"او منګولې ښخې کړئ پۀ رسۍ د الله ټول او مۀ جدا کېږئ
قرآن ـ سورة العمران (103:03)
پۀ دې آيت مبارکه کښې د الله د رسۍ نه مراد قرآن شريف دے ـ قرآن د الله تعالی رسۍ ده ـ کومه چې ټولو مسلمانانو له کلکه نيول پکار ده ـ پۀ اسلام کښې پۀ ټولګو کښې تقسيمېدل منع دی ـ پۀ قرآن کښې الله تعالی فرمائی :
"بېشکه هغه کسان چې تار پۀ تار کړے ئې دے دين خپل او شوو دوئي ډلې ډلې ، نۀ ئې تۀ له دوئي نه پۀ هېڅ شی کښې او يقينا خبره داده، کار د دوئي چې خاص الله ته دے بيا به خبر کړي دوئي پۀ هغې چې وو دوئي، کول به ئې ــ"
قرآن ـ سورة الانعام ( 159:6)
نن سبا مسلمانان څوک ځان ته حنفي، څوک شافعي، څوک مالکي، څوک حنبلي او څوک اهل حديث وائي ـ پۀ قرآن کښې داسې يو آيت يا د حضور داسې يو حديث مبارک نشته چې پۀ هغې کښې دا وئېلے شوي وي چې تاسو ځان ته حنفي ، مالکي، شافعي، حنبلي يا اهل حديث اووايئ ـ قرآن وائی چې تاسو ځان ته مسلمان وايئ ـ
"او څوک ډېر ښۀ دے پۀ اعتبار د خبرې د هغه چا نه چې را بلی خلق الله تعالی ته او عمل ئې اوکړو نېک او وائی چې يقينا زۀ دمسلمانانو نه يم ــ"
قرآن ـ سورة السجده (33:14)
د حضور صلی الله علېه وسلم يو حديث مبارک دے ـ
" زما اُمتيان به پۀ درې اويا (73) فرقو کښې تقيسم شي ــ"
سنن ابوداود ـ حديث نمبر (4579)
پۀ قرآن شريف کښې ډېر واره ددې خبرې ذکر راغلے دے چې : " دالله او د الله د رسول صلی الله علېه وسلم اطاعت اوکړئ ـ "
اهل سنت
اهل سنت د مسلمانانو د ټولو نه لوئې ټولګے دے ـ ددې ټولګی عقيدې او پوهې د قرآن او د حضور صلی الله علېه وسلم د سنت مطابق دي ـ پۀ ډېرو حديثونو کښې حضور صلی الله علېه وسلم ددې خبرې نصيحت کړے دے چې زما د سنتو اطاعت کوئ ـ او زما د صحابيانو پۀ لارې باندې مضبوط اوسېږئ ـ خدائې پاک پۀ هر ځائې کښې د قرآن او د حضور صلی الله علېه وسلم دسنتو مبارکو د پېروۍ حکم ورکړے دے ـ پۀ مسلمانانو باندې ددې دواړو اطاعت کول فرض دي ـ او د قيامت پۀ ورځ به ددې دواړو متعلق سوال کولے شی ـ
د حضور صلی الله علېه وسلم وېنا مبارکه ده :
" ما د ځان نه وروستو ستاسو دپاره دوۀ څيزونه پرېښودي دي ـ تر کومې پورې چې تاسو ددې پېروی کوئ تاسو به چرې هم د صحيح لارې نه لرې نۀ شئ ـ پۀ هغې دوؤ څيزونو کښې يو د الله کتاب قرآن دے او دوېم د هغه د پېغمبر صلی الله علېه وسلم سنت ــ "
د حضور صلی الله علېه وسلم د وفات نه وروستو مسلمانانو ته ډېر زيات مشکلات راپېښ شوي ووـ پۀ هغه مشکلاتو کښې يو مشکل دا هم وو چې څۀ قبيلو زکواة ورکول بند کړل ــ حضرت ابوبکر صديق رضی الله تعالی عنه چې هر کله خليفه جوړ شو نو صحابيانو د حالاتو پۀ مناسبت سره د عارضی معافۍ ورکولو مشوره ورکړه ـ حضرت ابوبکر صديق د حالاتو د سختۍ باوجود د حضور صلی الله علېه وسلم دسنتو پېروی اوکړه ـ او د صحابيانو مشوره ئې رد کړه ـ پۀ کوم وخت کښې چې د سړو دپاره د سرو زرو ګوتۍ استعمالول حرام کړے شوي نۀ ووـ نو حضور صلی الله علېه وسلم به دسرو زرو ګوتۍ استعمالوله ــ صحابيانو هم د حضور صلی الله علېه وسلم پېروی اوکړه او د سرو زرو ګوتۍ ئې ځان له جوړې کړې ـ بيا هر کله چې د سروزرو ګوتۍ پۀ ګوته کول د سړو دپاره حرام کړے شوو نو حضور صلی الله علېه وسلم خپله د سروزرو ګوتۍ غوزاره کړه ــ صحابيانو د حضور صلی الله علېه وسلم پېروی اوکړه او دز يان ئې هېڅ پرواه اونۀ کړه او خپلې ګوتۍ ئې غوزارې کړې ـ"
د حضور صلی الله علېه وسلم وېنا مبارکه ده :
"دمسلمانانو د ټولو نه د غټ ټولګي پېروی کوئ ـ هغه کس کوم چې ددې ټولګی نه جدا کېږی هغه به دوزخ ته غورځولے کېږی ـ" )ابن ماجه(
اهل حديث
د اهل حديث مسلک مسلمانان پۀ دې خبره باندې يقين لري چې پۀ قرآن او سنت باندې د پوهېدلو نه وروستو پۀ دې کښې چې کوم قطعی حکمونه دي دهغې متن )عبارت( له اهميت ورکول پکار دی ـ
کۀ چرې پۀ قطعی حکمونو کښې څۀ شک شبه پېدا شی نو د صحابيانو د پوهې جائزه اخستل پکار دی ـ کۀ د صحابيانو پۀ دې مسئله باندې اجماع )يعنې چې ډېر صحابيان ئې مني ( موجوده وی نو د هغوئ رائې منل پکار دی او کۀ چرې د صحابيانو پۀ دې مسئله باندې د يو بل سره اختلاف وي نو د کوم ټولګی رائې چې د قطعی حکمونو لفظونو او ترجمې ته ډېره نزدې وی نو هغې ته غوره والے ورکول پکار دی ـ د اهل حديث مطابق د هر امام د پېروۍ پۀ ځائې د هر امام هغه خبرې له ترجيح ورکول پکار دی کومه چې د حديث عبارت )متن( ته زياته نزدې وی ـ
پۀ اهل حديث مسلک کښې د يو امام رائې د څۀ دليل نه بغېر منل او پۀ هغې باندې عمل کول ضروری نۀ دی ـ بلکې د کوم رائې چې قرآن او سنت ته نزدې وی هغې له د نورو امامانو پۀ رائې باندې ترجيح ورکول پکار دی ـ
سنی او شيعه
سنی او شيعه مسلک والا دواړه د اسلام بنيادی عقيدې لرونکي مسلمانان دي ـ پۀ دې دواړو مسلکونو کښې اختلافات پۀ شروع کښې روحانی نۀ وو بلکې سياسی ووـ د وخت پۀ تېريدو سره ددوئي پۀ مېنځ کښې سياسی اختلافات پۀ روحانی اختلافاتو کښې بدل شول ــ
د سنی او شيعه پۀ مېنځ کښې اختلافات د حضور صلی الله علېه وسلم د وفات نه وروستو پۀ دې خبره باندې شروع شوي وو چې د حضور صلی الله علېه وسلم نه وروستو به څوک خليفه جوړېږی ـ ډېر سنی مسلمانان )صحابيان( پۀ دې خبره باندې متفق ووچې د حضور صلی الله علېه وسلم د وفات نه وروستو به ملګرو )صحابيان( کښې هغه کس خليفه جوړېږی کوم چې د خلافت مستحق وی ـ ددې خبرې پۀ بنياد سره حضرت ابوبکر صديق څوک چې د حضور صلی الله علېه وسلم نزدې ملګرے او مشير وو خليفه جوړ شو ــ
د بعضې مسلمانانو دا عقيده وه چې خلافت د حضور صلی الله علېه وسلم پۀ خپل خاندان کښې چا ته ورکړے شوے وے ـ د کومو مسلمانانو چې دا عقيده وه هغوئ ته شيعه مسلمانان وئېلے شي ـ ددوئ دا عقيده وه چې خلافت دې د حضور صلی الله علېه وسلم د وفات نه وروستو د هغه د ترۀ ځوئ او زوم حضرت علی رضی الله عنهً ته مېلاو شی ـ د لفظ شيعه پۀ عربۍ ژبه کښې معنی ده "د خلقو يو ټولګے" يا امداد ورکونکے د خلقو يو ټولګے ـ
لفظ شيعه د شيعت علی )د علی پارټی يا ټولګے يا جماعت( اختصار دے ـ شيعه مسلک والا مسلمانانو ته "اهل بېت" هًم وئېلے شي ــ د اهل بېت معنی ده "ټبر يا د کور خلق"ــ
يو وارې حضور صلی الله علېه وسلم حضرت علی، حضرت فاطمه، حضرت امام حسېن او خپلې بيبيانې راټولې کړې او پۀ هغوئ د پاسه ئې يو څادر واچولو او وئې فرمائېل " هذا اهل بېتي" دا زما کور والا دي يا دا زما ټبر دے ـ حضور صلی الله علېه وسلم يو وارې اوفرمائېل:
"حسين مني و انا من حسين"
حسېن زما نه دے او زۀ د حسېن نه يم "
شيعه مسلک والا مسلمانان ددې خبرې نه دا مطلب اخلي چې پۀ دې دنيا کښې د نبی صلی الله علېه وسلم هېچا مقابله نۀ شوه کولے سېوا د حضرت حسېن نه ـ دا خبره صحيح ده چې حضور صلی الله علېه وسلم به د حضرت امام حسېن سره ډېره مينه کوله ـ خو د هغه د مينې دا مطلب نۀ وو چې حضرت حسېن د هغه سره د برابرۍ قابل ووـ
د حضور صلی الله علېه وسلم يو حديث مبارک دا هم دے :
"انا خاتم النبيين لا نبي بعد"
د يو نبی او خاص کر د هغه نبی چې هغه آخری نبی وی او الله تعالی ورته خپل ديدار نصيب کړےوی د هغه مقابله يو بل انسان نۀ شی کولے ـ
د سًنی او شيعه مسلمانانو پۀ مېنځ کښې د خلافت پۀ لړ کښې سياسی اختلافاتو روحانی بندونه هم متاثره کړي ووـ او د هغې پۀ بنياد سره دواړه ټولګي د يو بل نه مختلف دي ـ
د شيعه مسلک مسلمانانو دا عقيده ده چې د امام نه پۀ قدرتی توګه باندې ګناه نۀ کېږی يا هغه بې ګناه وی او د هغه اختيار يا قوت مکمل وی ـ ځکه چې دا هغه ته د خدائې پاک نه مېلاو شوې وی ـ پۀ دې وجه شيعه مسلمانان امامانو له د ولی پۀ درجه عزت ورکوي ـ او د هغوئ د قبرونو زيارتونه کوي او دا طمع ترې نه کوي چې د خدائې او د هغوئ پۀ مېنځ کښې د رابطې يوه ذريعه جوړه شی ـ
شيعه مسلمانان د حضور صلی الله علېه وسلم بعضې نزدې ملګرو )صحابيانو( ته د دښمن پۀ سترګه ګوري ـ پۀ خصوصی توګه هغه نزدې ملګرو ته کوم چې د خلافت پۀ مسئله د اکثريتی ټولګی سره ووـ د هغه ټولګی کسانو چې کوم حديثونه رانقل کړي دي ) چې پکښې حضرت ابوبکر صديق ،حضرت عمر او حضرت عائشه وغېره شامل دي ( هغوئ د شيعه مسلک مسلمانان بالکل رد کوي ــ
ددې ټولګی د کسانو د رانقل کړے شوي حديثونو د رد کولو پۀ نتيجه کښې د شيعه او سنی ټولګی پۀ مېنځ کښې ډېر اختلافات پېدا شوي دي ـ ځکه چې پۀ هغه حديثونو کښې د مانځۀ، روژوې ، او حج پۀ باره کښې حديثونه شامل دي ـ
د سنی مسلک مسلمانان پۀ دنيا کښې د ټولو مسلمانانو تقريبا پنځه اتيا (85) فيصده دي ـ د شيعه مسلک مسلمانان زيات تر پۀ ايران، عراق، يمن، بحرېن، شام او لبنان کښې موجود دي
2-8-5:- حضرت محمد صلی الله علېه وعلی اله وسلم
کۀ صورت د محمد نۀ وے پېدا
پېدا کړې به خدائې نۀ وه دا دًنيا
کــۀ رڼا ده پېروی د محــــــمد ده
ګڼه نشته پۀ جــــــهان بلـــــــــه رڼا
نبوت پۀ محمد باندې تمام شۀ
نشته پس له محـــــــــمد نه انبيا
د نن نه پۀ اربونو کاله مخکښې د ټول کائنات او پۀ دې کښې د بې ساه او ساه لرونکو څيزونو پېدا کېدل او بيا ختمېدل او د دوئ دژوند سره تړلې ټولې خبرې خدائې پاک پۀ لوح محفوظ باندې ليکلې دي ــ پوهان وائي چې د کائنات د پېدا کولو نه مخکښې به د خدائې پاک نور پۀ هغه ځائې ګردش کولو پۀ کوم ځائې چې ټول کائنات پراته دي ـ د خدائې پاک نور پۀ هغه ځائې کښې د خدائې پاک د ذکر سره ګردش کولو ـ يعنې د خدائې پاک نور به هم د خدائې پاک ذکر او صفت کولوــ
د کائنات د پېدا کولو نه وروستو د قيامته پورې د هر څيز پۀ باره کښې تفصيل پۀ لوح محفوظ باندې اوليکلے شوـ چې پۀ کښې خاتم النبيين حضرت محمد صلی الله علېه وسلم بن عبدالله او پۀ هغه باندې نازل کړے شوے کتاب قرآن مجيد هم شامل دےــ
زمونږ د خوږ نبی نوم حضرت محمد صلی الله علېه وسلم د پلار نوم ئې عبدالله او د نيکه نوم ئې عبدالمطلب الهاشمی القرېشی دے ـ هغه پۀ شلم (20) اپريل 570 عيسوۍ کښې پۀ مکه کښې پېدا شوے ووـ د هغه پلار عبدالله د هغه د پېدائش نه مخکښې پۀ حق رسيدلے ووـ د هغه د پېدائش نه لږه موده پس د هغه مور حضرت آمنه بی بی هم پۀ حق اورسېده ــ
پۀ وړوکوالی کښې د حضور صلی الله علېه وسلم پالنه د هغه ترۀ حضرت ابوطالب اوکړه د چا تعلق چې د عربو د يوې عزتمندې قبيلې قرېش سره ووـ حضور صلی الله علېه وسلم چې هر کله ځوانۍ ته اورسېدو نو د ذريعه معاش پۀ غرض ئې تجارت شروع کړو ـ پۀ هغه زمانه کښې حضرت خديجه رضی الله عنها پۀ عربو کښې )پۀ موجوده سعودی عرب کښې( يوه ډېره مالداره ښځه وه ـ د هغې د ګټې وټې غټه ذريعه تجارت وه ـ پۀ هغه وخت کښې د حضرت خديجه تجارت د ملک شام، يمن وغېره سره ووـ حضور صلی الله علېه وسلم پۀ لږ وخت کښې پۀ خلقو کښې يو رښتونے، امانتدار او با اعتماده مشهور شوـ د هغه د تجارت دائره هم ملک شام، يمن او اردن وغېره ته خوره شوه ـ
حضور صلی الله علېه وسلم چې به هر کله د ملک نه بهر بل ملک ته د قافلې سره د تجارت پۀ غرض سفر کولو نو حضرت خديجې ( رضې الله عنها ) به د خپل مال ټوله ذمه واری حضور صلی الله علېه وسلم له ورکوله ــ ځکه چې کومه قافله چې به د يو ملک نه بل ملک ته تلله نو د ډېروسوداګرو مالونه به ورسره تلل راتلل او ډېرو خلقو به د حضور صلی الله علېه وسلم پۀ لاس لېن دېن (اخستل اوخرڅول ) وغېره غوره ګڼلو او ډېرو خلقو به ورسره خپل مالونه امانت کېښودل ــ
حضرت خديجه د حضور صلی الله علېه وسلم د ښو اخلاقو، امانتدارۍ ، اخلاص او درښتياؤ وئېلو نه ډېره متاثره وه ـ هر کله چې حضور صلی الله علېه وسلم د پنځويشتو (25) کالو شو نو حضرت خديجې ( رضې الله عنها ) ورته د وادۀ پېشکش (وړانديز ) اوکړو ـ پۀ هغه وخت کښې د حضرت خديجې ( رضې الله عنها ) عمر څلوېښت (40) کاله ووـ حضور صلی الله علېه وسلم د خاندان د مشرانو سره د صلاح مشورې نه پس د حضرت خديجې ( رضې الله عنها ) د نکاح پېشکش (وړانديز )اومنلو او دغه شان د هغه اولنے وادۀ د حضرت خديجې ( رضې الله عنها ) سره اوشوــ
د څلوېښتو(40) کالو پۀ عمر کښې خدائې پاک پۀ محمد صلی الله علېه وسلم باندې پۀ غار حرا کښې اولنۍ وحې نازله کړه ـ د وحې نازلېدو دا سلسله د دروېشتو (23) کالونو پورې جاری وه ـ کومې وحې چې پۀ مختلفو وختونو کښې پۀ حضور صلی الله علېه وسلم باندې نازلې شوې هغې ته پۀ ټوليزه توګه باندې قرآن وائي ـ کوم چې د زندګۍ يو مکمل قانون دے ـ
هر کله چې حضور صلی الله علېه وسلم او د هغه يو ټولګی د قرآن پۀ رڼا کښې خلقو ته د ښو خبرو تبليغ شروع کړو نو د مکې مشرکانو به پۀ دې خبره باندې ډېر بد ګڼل او حضور صلی الله علېه وسلم او د هغه پۀ ملګرو پورې به ئې ټوقې او خنداګانې کولې او رنګ رنګ تکليفونه به ئې ورته رسول ــ
حضور صلی الله علېه وسلم او د هغه ملګرو )صحابيانو( د مکې د مشرکانو د ټوقو، ظلم زياتی او سختۍ باوجود د اسلام تبليغ جاری اوساتوـ د مکې د مشرکينو يو عمل هم د هغوئ د اسلام د تبليغ پۀ لاره کښې خنډ جوړ نۀ شو ـ هر کله چې پۀ حضور صلی الله علېه وسلم او د هغه پۀ ملګرو باندې د مکې مشرکانو ډېر زياتے او ظلم کول شروع کړل نو خدائې پاک حضور صلی الله علېه وسلم ته سره د خپلو ملګرو د مکې نه مدينې ته د هجرت کولو حکم ورکړوــ
پۀ کال 622 عيسوی کښې حضور صلی الله علېه وسلم او دهغه ملګرو د مکې نه مدينې ته هجرت اوکړوـ د مکې نه مدينې ته پۀ هجرت کولو سره هجری کال شروع شو ـ
مدينې ته د هجرت کولو نه وړاندې حضور صلی الله علېه وسلم او د هغه ملګرو پۀ مکه کښې اسلام يو غالب مذهب جوړولو دپاره ډېرې قربانئ ورکولو ته هر وخت تيار ووـ يو وارې د مکې سردارانو يو نمائنده "عتبه" حضور صلی الله علېه وسلم له راغلو او وئې وئېل :
"کۀ ته دولت غواړې نو مونږ به درله ډېر دولت راغونډ کړو او تۀ به زمونږ پۀ شان مالداره شې ـ کۀ تۀ حکمرانی غواړې نو مونږ به تا خپل حکمران جوړ کړو او پۀ يوه خبره کښې به هم ستا د اجازت نه بغېر فېصله نۀ کووـ کۀ تۀ بادشاهی غواړې نو مونږ به تا خپل بادشاه جوړ کړوــ"
ددې ټولو پېشکشونو پۀ بدله کښې د مکې مشرکانو صرف دا مطالبه کوله چې تۀ خلق اسلام طرف ته مۀ رابله او خلقو ته داسې مۀ وايه چې خدائې يو دے اود هغه بل شريک نشته ــ
حضور صلی الله علېه وسلم عتبه ته ځواب د قرآن پۀ آياتونو د لوستو سره ورکړوــ چې ترجمه ئې دا ده :
"نازل شوے دے )قرآن( د طرف د رحمان نه ـ داسې کتاب چې ښکاره بيان شوي آياتونه ددۀ چې قرآن دے د عربۍ ، دپاره د هغې قوم چې زېرے ورکونکے دے ـ پس مخ اوګرځؤ اکثرو ددوئي ـ پس دوئي نۀ اوري ــ"
قرآن ـ سورة حم السجدة ( 02:41- 04 )
د پېغمبر پۀ حېثيت د حضور صلی الله علېه وسلم پۀ سر ډېرې ذمه واريانې وې ــ هغه خپلې ټولې ذمه واريانې پۀ ډېر ښه طريقې سره پوره کولې او د هغې سره سره به هغه نور دنياوی کارونه هم کول ــ هغه به د خپلو بيزو نه پۀ خپله پۍ لوشل ــ خپلې جامې به ئې پۀ خپله ګنډلې ـ خپل پېزار به ئې پۀ خپله ګنډلوـ پۀ اخلی پخلی کښې يا د کور پۀ نورو کارونو کښې به ئې د کور والوو مدد کولوـ څوک غريب کس چې به بيمار شو نو د هغه تپوس له به تللوــ
حضور صلی الله علېه وسلم د مکې مشرکانو ته د خپلې پېغمبرۍ د ثابتولو پۀ غرض څۀ معجزې هم ښودلې وې ـ د هغه معجزو تعداد تقريبا يو زر (1000) دے ـ
يو وارې د مکې مشرکانو د حضور صلی الله علېه وسلم نه تپوس اوکړو چې د خپلې پېغمبرۍ ثبوت اوښايه ـ حضور صلی الله علېه وسلم سپوږمۍ پۀ دوؤبرخو کښې تقسيم کړه او دغه شان هغوئ ته ئې خپله معجزه اوښودله ــ
دحضور صلی الله علېه وسلم يوه معجزه دا هم وه چې هغه ته ونې سلام کړے ووــ
د حضور صلی الله علېه وسلم پۀ ملا باندې د نبوت مهر هم يوه معجزه وه ــ
هر کله چې به حضور صلی الله علېه وسلم پۀ غرمو کښې چرته تلو نو د ورېځو يوه ټوټه به د هغه دپاسه د سېوری دپاره راتله ــ
1- د افريقې د سن بورو موران قبيلې يوه جينۍ
2- د افريقې د ماسائي قبيلې يوه ښځه
3- د افريقې د سن بورو موران قبيلې يو سړے
3-4: براعظم شمالی امريکه
براعظم شمالی امريکه د غټ والی پۀ لحاظ سره د دنيا درېم نمبر غټ براعظم دے ــ ددې ټوله رقبه 24474000 مربع کلوميټره ده ـ دې براعظم ددنيا د زمکې 16.5 فيصده برخه نيولې ده ــ
ددې براعظم پۀ جنوب مشرق کښې بحراوقيانوس ، پۀ شمال جنوب کښې بحيره کربئين ، پۀ مغرب کښې بحرالکاهل او پۀ شمال کښې بحر منجمد شمالی موجود دے ــ
پۀ شمالی امريکه کښې رياست هائې متحده امريکه، مېکسيکو او کنېډا شامل دي ــپۀ شمالی امريکه کښې د رقبې پۀ لحاظ سره د ټولو نه غټ هېواد امريکه ده ــ پۀ دې هېواد کښې دوه پنځوس (52) رياستونه دي او ددې رقبه 3615123 مربع ميل ده ــ ددې براعظم د ټولو نه ورکوټے هېواد برموډا دے او دهغې ټوله رقبه صرف شل (20) مربع ميل ده ــ
د براعظم شمالی امريکه ټوله ابادي 481212000 ده ــ پۀ دې کښې د عيسايانو شمېر 249277000، د مسلمانانو شمېر5450000، د يهوديانو شمېر5942000، د هندوانو شمېر 1185000، د بدمت منونکو شمېر 920000 او د سکهانو شمېر 490000 دے ــ
پۀ شمالی امريکه کښې دهېوادونو تعداد درويشت (23) دےــ دا براعظم کولمبس پۀ 12 اکتوبر 1492 ءکښې ښکاره کړے ووــ د چا تعلق چې د اټلی سره ووــ
1- د شمالي امريکې د اسي ني بوئن قبيلې يو سړے
2- د شمالی امريکې د کليسپل قبيلې يو سړے
3-5: براعظم جنوبی امريکه
براعِظم جنوبی امريکه د دنيا څلورم غټ براعِظم دے ـ پۀ دې کښې د هېوادونوشمېردولس (12) دے ــ او ددې ټوله رقبه 17819000 مربع کلوميټره ده ــ
ددې پۀ شمال مشرق کښې بحراوقيانوس، پۀ شمال کښې بحيره کرئبين، پۀ مغرب کښې بحرالکاهل او پۀ جنوب کښې بحرمنجمد جنوبی واقع دے ــ پۀ براعِظم جنوبی امريکه کښې د رقبې پۀ لحاظ سره د ټولو نه غټ هېواد برازيل دے ــ ددې ټوله رقبه 3286470مربع ميل ده ــ
ددې براعِظم ټوله ابادي 349510000 ده ـ چې پکښې د عيسايانوشمېر448006000، د مسلمانانوشمېر 1329000، د يهوديانوشمېر 1098000، د هندوانو شمېر 748000، د بدمت منونکو شمېر 569000 او د سکهانو شمېر 8000 دے ــ
3-6: براعظم انټارکټيکا
براعظم انټارکټيکا له پۀ 1840ء کښې د براعظم درجه ورکړے شوې وه ـ دا د مختلفو جزيرو(وچو ټاپوګانو ) يوه مجموعه ده ـ ددې براعظم پۀ 98 فيصد رقبه باندې د کال دولس مياشتې واوره پرته وی ـ ددې براعظم ټوله رقبه 13209000 مربع کلوميټره ده کومه چې د دنيا د ټولې رقبې 8.9 فيصده ده ــ
د براعظم انټارکټيکا پۀ مختلفو علاقو باندې ارجنټينا، اسټرېليا، چلی، فرانس، نېوزی لېنډ، ناروے او برطانيه دعوې کړي دي ــ ددې هېوادونو کړے شوې دعوې تر اوسه پورې متنازعه دي او پۀ دې هېوادونو کښې يو هم ددې براعظم پۀ يوه علاقه باندې هم قابو نۀ ده موندلې ــ
انټارکټيکا د دنيا د ټولو نه يخې علاقې لرونکے براعظم دے ــ پۀ دې کښې تر ننـــــــه پورې د ټولــــو نه کـــم درجه حرارت (-40) درجه سنټی ګرېډ ريکارډ کړے شوے دے ــ کوم چې پۀ ټوله دنيا کښې تر اوسه پورې د ټولو نه کم درجه حرارت دے ــ
3-7: براعظم يورپ
براعظم يورپ د رقبې په لحاظ سره د دنيا شپږم (6) براعظم دےـ ددې ټولـــــه رقبــــه 9938000 مربع کلــــوميټره ده ، کومه چې د دنيا د ټولې رقبې 6.7 فيصد برخه ده ــ
په دې براعظم کښې د ملکونو شمېر شپږ څلوېښت (46) دے ــ ددې په شمال کښې بحرمنجمد شمالی، په جنوب کښې بحيره روم، په مغرب کښې شمالی بحراوقيانوس او مشرق کښې بحيره اسود او روس پروت دے ــ
د يورپ ټوله ابادی 730916000 ده ـ چې پکښې عيسايان 551892000، مسلمانان 31975000، يهوديان 2529000، هندوان 1522000، بدمت منونکي 1478000 او سکهان 490000 دي ــ
3-8: براعظم اسټرېليا
براعظم اسټرېليا ته اوشيانا هم وئېلے شی ـ دا د دنيا پۀ ټولو براعظمونو کښې وړوکے براعظم دے ـ ددې ټوله رقبه 8112000 مربع کلوميټره ده ـ دا د دنيا د ټولې رقبې 5.3 فيصدبرخه ده ـ د اسټرېليا پۀ شمال مشرق کښې بحرالکاهل، پۀ شمال کښې بحيره ارافورا ، په مغرب کښې بحرهند او جنوب کښې بحرمنجمد شمالی واقع دے ـ پۀ دې براعظم کښې څوارلس (14) ملکونه پراته دي ـ
ددې براعظم ټوله ابادی 31090000 ده ـ پۀ دې کښې عيسايان 23840000، مسلمانان 382000، يهوديان 91000، هندوان 305000، بدمت منونکي 200000 او سکهان 7000 دي ـ
پۀ دې دنيا کښې د ټولو نه زوړ هېواد سان ميرينو دے کوم چې پۀ 301 (قبل مسيح ) کښې جوړ شوے و او د ټولو نه نوے هېواد يعنی چاچې اوس اوس ازادی حاصله کړې ده هغه مشرق تيمور دے چې په 2002 ءکښې جوړ شوے دے
پۀ دې کښې د ټولو نه غټ هېواد د رقبې پۀ لحاظ سره روس دے ــ چې رقبه ئې 17075400 مربع کلوميټره ده ـ او د ټولو نه وړوکے هېواد ويټيکين سټی دے د کوم رقبه چې 0.44 مربع کلوميټر ده ــ
4- څلورم ټوک
4-1: د انسان او دنيا د ختمېدو نخښې )د قيامت نخښې(
د حضرت موسی الاشعری رضی الله عنه نه روايت دے چې حضور صلی الله علېه وسلم اوفرمائېل چې قيامت به هله راځی چې :
1:- هر کله خلق د قرآن په حکمونو منلو باندې شرم محسوس کول شروع کړي ـ
2:- هر کله چې بې اعتماده خلق اعتماد والا او اعتماد والا خلق بې اعتماده ګڼل شروع شي ــ
3:- هر کله چې دروغژن خلق رېښتونے او رېښتونے خلق دروغژن ګڼل شروع شي ـ
4:- هر کله چې ښځې د بچو سره خفه او د بچو نه بغېر خوشحاله کېدل شروع شي ـ
5:- هر کله چې فېصلې پۀ خيال اندازه کول شروع شي ـ
6:- هر کله چې زما د دين سره متعلق د خبرو قانون سازی زما د امت د يو بدترين ټولګی په لاس کښې ورکړے شي ـ کۀ چرې خلق دوئ قبول کړي او ددوئ د جوابونو نه مطمئن شي بيا د دغه خلقو به د جنت خوشبو هم نصيب نۀ شي ـ
7:- هر کله چې بچي د مور او پلار دپاره د غم او غصې وجه جوړه شی ـ
8:- هر کله چې به اسلام اجنبی )ناخوښ مذهب( جوړ شی ـ
9:- هر کله چې به خلقو ته زيان ورکول او نفرت پۀ خلقو کښې عام شی ـ
10:- هر کله چې اسلامی تعليم )علم( ورک شی ـ
11:- هر کله چې خلق په خپلو ښائسته کورونو باندې فخر کول شروع کړي ـ
12:- هر کله چې طاقت، حسد او لالچ د روزانه ژوند جوړ شی ـ
13:- هر کله چې دروغ پۀ رښتاؤ باندې برے بيا مومي ـ
14:- هر کله چې خلق پۀ ورکوټو وړو مسئلو باندې جنګونه شروع کړي ـ
15:- هر کله چې خلق ښکاره د خپل شهوت تابعداری کول شروع کړي ـ
16:- هر کله چې بې حيائی به بې شرمۍ کښې بدله شی او ډاګه کېدل شروع شي ـ
حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه د حضور صلی الله علېه وسلم يوحديث مبارک رانقل کړے دے ـ حضرت عبدالله ابن مسعود فرمائی چې حضور صلی الله علېه وسلم اوفرمائيل چې د قيامت پۀ نخښو کښې دا هم دي چې هر کله :
1:- سندرې او د سندرو د سازونو آلات بۀ پۀ هر کور کښې موندے شي ـ
2:- خلق پۀ هم جنس پرستۍ کښې اخته شي ـ
3:- د حراميانو بچو شمېر به سېوا شي ـ
4:- پۀ معاشره کښې بۀ د غېبت کوونکو شمېر سېوا شي ـ
5:- خلق بۀ د مسافرو سره اختلافات شروع کړي او د خپلو خپلوانو سره تعلقات خرابول شروع کړي ـ
6:- د جماتونو سينګار کول بۀ شروع شي او د خلقو زړونه بۀ د رهنمايئ نه خالی شي ـ
7:- د جماتونو غولي بۀ ډېر ښکلي جوړ کړے شي ـ او اوچت ممبرونه بۀ اودرولے شي ـ
8:- د جرمونو کوونکو خلقو ټولګی او د بدمعاشه خلقو شمېر به سېوا شي ـ
9:- د مختلف قسمه شرابونو استعمال به شروع شي او دا به ډېر پۀ اسانۍ سره مېلاوېږي ـ
د حضرت عوف بن مالک رضی الله عنه نه روايت دے هغه وائی چی زۀ حضور صلی الله علېه وسلم له راغلم ـ هغۀ د تبوک پۀ مهم باندې وو او پۀ يوه خېمه کښې ناست وو او ماته ئې اوفرمائېل چې د قيامت د راتلو نه وړاندې شپږ څيزونه اوشمېره :
1:- زما مرګ
2:- د يروشلم فتح
3:- ستاسو پۀ مېنځ کښې ډېر مرګونه، داسې لکه څنګه چې پۀ ګډو باندې وبا راشي او پۀ غټ شمېر کښې مړې شي ـ
4:- د دومره حده پورې د دولت زياتوالے چې کۀ چرې يو سړی له سل (100) ديناره ورکړې نو بيا بۀ هم هغه مطمئن نۀ وی ـ
5:- عام لاقانونيت او د وينې توېدل چې د عربو يو خاندان به ترې هم بچ نۀ شی ـ
6:- بيا د امن ژوند کوم چې بۀ ستاسو او د بنی اسفار پۀ مېنځ کښې د امن لوظ نامې پۀ نتيجه کښې وی رومانيان به دغه لوظ نامه ماته کړی او پۀ تاسو بۀ حمله اوکړی ـ دوئ به د يو داسې طاقت سره حمله اوکړی چې پۀ هغې کښې به اتيا (80) جهنډې وي او د هر ې جهنډې لاندې به دولس زره (12000) سړي وي ـ
د حضور صلی الله علېه وسلم د ټولو نه غټه معجزه قرآن ده ـ د قرآن د حفاظت ذمه خدائې پاک پۀ خپله باندې اخستې ده ــ پۀ قرآن شريف کښې هېڅ قسم بدلون راوستل ناممکن دی ــ پۀ دنيا کښې پۀ کروړونو د قرآن شريف نسخې موجودې دي ــ او پۀ دې ټولو نسخو کښې يوه نسخه هم د نورو نسخو نه بدله نۀ ده ــ پۀ دې ټولو نسخو کښې د يو حرف فرق هم نشته ــ
"يقينا مونږ نازل کړے دے قرآن او بېشکه مونږ دۀ لره ساتونکي يو ــ"
قرآن ـ سورة الحجر ( 09:15 )
د حضورصلی الله علېه وسلم يوه بله معجزه دا وه چې يو وارې د هغه ملګري تګي شوي ووــ د هغوئ سره يو لوښے وو او پۀ هغې کښې ډېرې کمې اوبه وې ـ هغه صحابيان حضور صلی الله علېه وسلم له راغلل او وئې وئېل چې زمونږ سره د څښلو او اودس کولو دپاره اوبۀ نشته ، سېوا د هغه لږو اوبو نه کومې چې پۀ لوښی کښې دی ــ حضور صلی الله علېه وسلم پۀ هغه لوښی کښې لاس دننه کړو او د هغه د ګوتو مبارکو نه اوبۀ بهېدل شروع شول ــ هغه ټولو کسانو چې شمېر ئې پنځلس سوه (1500) ووپۀ ډکه خېټه سره اوبۀ اوڅښلې او اودسونه ئې پرې اوکړل ــ
حضور صلی الله علېه وسلم او د هغه ملګرو مدينې ته د هجرت نه پس پۀ مدينه کښې ډېره موده قيام اوکړو او هر کله چې د مسلمانانو يو غټ ټولګے جوړ شو نو د مکې پۀ مشرکانو ئې حمله اوکړه او مکه ئې فتح کړه ـ د مکې د فتح نه وروستو حضور صلی الله علېه وسلم خپل ټول دښمنان اوبخښل ــ
حضور صلی الله علېه وسلم پۀ 28 صفر 11هـ کښې د درې شپېتۀ (63) کاله پۀ عمر کښې وفات شوے ووــ د هغه د وفات د وخت پورې د جزيرة العرب ډېر خلق مسلمانان شوي ووــ د حضور صلی الله علېه وسلم د وفات نه سل کاله وروستو اسلام مغرب طرف ته د سپېن پورې او مشرق طرف ته د چين پورې خور شوے ووــ
چونکې اسلام د امن او سلامتۍ دين دے ـ پۀ دې وجه دا تر ننه پورې د دنيا ګټ ګټ ته رسېدلے دے ـ
درېم ټوک
1.3: پۀ دنيا کښې د انسان پۀ مختلف برخو کښې تقسيم
د حضرت آدم علېه السلام د وخت نه تر نن زمانې پورې انسان د دنيا ګټ ګټ ته رسيدلے دے ـ پۀ دې دنيا کښې کومه چې تقريبا پنځه ارب کاله مخکښې جوړه شوې ده تقريبا 5850000000 انسانان اوسيږي ـ دا انسانان مختلفې عقيدې لري او د مختلفو مذهبونو منونکي دي ـ د هر مذهب منونکي ځان د نورو مذهبونو د منونکو نه غوره ګڼي ــ پۀ دې دنيا کښې دداسې خلقو شمېر پۀ لکونو کښې دے څوک چې د الله ذات نه مني ــ پۀ ټولو مذهبونو کښې د عيسائيت د منونکو تعداد پۀ دې دنيا کښې زيات دے ـ کوم چيې تقريبا 1927953000 دے ـ پۀ عيسائيت پسې اسلام د شمېر پۀ بنياد غټ مذهب دے ـ او ددې مذهب د منونکو شمېر تقريبا 1099634000 دے ــ
انسان د دنيا مختلفو برخو ته د خپل نسل خورولو دپاره پۀ زرګونو کاله محنت کړے دے او نن پۀ دنيا کښې داسې سيمې ډېرې کمې دي کومې ته چې انسان نۀ دے رسېدلے ــ
ددنيا ټوله رقبه 510066000 مربع کلوميټره ده ـ چې پکښې 361419000 مربع کلومبټره باندې اوبۀ دي او پۀ کښې 148647000 مربع کلوميټره وچوبه ده ــ
پۀ دنيا کښې ټول انسانان پۀ 148647000 مربع کلوميټره رقبه باندې ژوند تېروي ـ پوهانو د پوهې دپاره دا دنيا پۀ مختلفو برخو کښې تقسيم کړې ده چې ورته براعظمونه ( د وچوبې غټې ټکړې )وئېلے شي ـ دا دنيا پۀ اووه (7) براعظمونو کښې تقسيم کړے شوې ده چې پکښې براعظم اېشياء ، براعظم افريقه، براعظم يورپ، براعظم شمالی امريکه، براعظم جنوبی امريکه، براعظم اسټرېليا او براعظم انټارکټيکا شامل دي ــ
3-2: براعظم اېشياء
اېشياء د دنيا پۀ ټولو براعظمونو کښې غټ براعظم دے ددې پۀ شمال کښې بحرمنجمدشمالی موجود دے ـ مشرق طرف ته ئې بحرالکاهل ، جنوب طرف ته ئې بحر هند او مغرب طرف ته ئې بحيره احمر او بحيره اسود موجود دي ــ
ددې براعظم رقبه 44579000 مربع کلوميټره ده ـ د2003ء کال د سر شمېر مطابق پۀ دې کښې د اوسېدونکو خلقو تعداد 3701000000 دے ـ کوم چې پۀ دنيا د اوسېدونکو د ټولو خلقو د شمېر د نيم شمېر نه سېوا دے ــ
پۀ دې براعظم کښې د هېوادونو شمېر څلور څلوېښت (44) دے چې پکښې چين د رقبې پۀ لحاظ سره د ټولو نه لوئې او سنګاپور د ټولو نه ورکوټے هېواد دے ـ د اېشياء پۀ مېنځ کښې د غرونو غټې او اوږدې سلسلې خورې شوي دي ـ پۀ دې سلسلو کښې د دنيا دټولو نه دنګ غر ماونټ ايوريسټ هم شامل دے د کوم دنګوالے چې 8850 ميټر دے ـ پۀ دې براعظم کښې د دنيا د ټولو نه ګڼې يا زياتې ابادۍ والا هېوادونه چين او هندوستان نه علاوه د دنيا دوه عجوبې د چين دېوال او تاج محل هم موجودې دي ــ
پۀ اېشياء کښې د عيسايانوشمېر 306762000 ، د مسلمانانو شمېر760181000 ، د يهوديانو شمېر4294000، د هندوانوشمېر775252000، د بدمت منونکو شمېر 320691000، د سکهانوشمېر18130000 دے او باقي د نورو مذهبونو منونکي دي ــ
3-3: براعظم افريقه
براعظم افريقه د اېشياء نه وروستو د دنيا د ټولو نه غټ براعظم دے ـ د افريقې مشرق طرف ته بحر هند، شمال طرف ته بحيره روم او مغرب طرف ته بحر اوقيانوس موجود دے ـ د افريقې جنوبی اړخ د بحرمنجمد جنوب سره مېلاو شوے دے ـ ددې براعظم د شمالی برخو د براعظم اېشياء او براعظم يورپ سره تعلقات ( اړيکې ) د ډېرو صدو راسې قائم دي ــ
افريقې ته پۀ يوه زمانه کښې د تيارو براعظم وئېلے کېدل ـ د دنيا د ټولو نه غټ ريګستان )صحرائې اعظم ( صحارا پۀ افريقه کښې موجود دے ــ کوم چې پۀ دېرش لاکه ـ مربع ميل باندې خور شوے دے ـ پۀ دې کښې د هېوادونوشمېر درې پنځوس (53) دے چې پۀ هغې کښې د رقبې پۀ لحاظ سره سوډان دټولو نه غټ ملک دے ــ د کوم ټوله رقبه چې 967491 مربع ميل ده او د ټولو نه ورکوټے هېوواد پۀ کښې مورو جزيره ده د کومې ټوله رقبه چې صرف 719 مربع ميل ده ــ
د دنيا پۀ اووۀ (7) عجوبو کښې يوه عجوبه احرام مصر هم پۀ براعظم افريقه کښې دے ــ پۀ دې کښې د دنيا د ټولو نه اوږد درياب دريائې نيل هم دے کوم چې ددې براعظم پۀ ښکلا او تاريخی حېثيت کښې بنيادي مقام لری ــ
د براعظم افريقه ټوله رقبه 30065000 مربع کلوميټره او ټوله ابادي ئې 807419000 ده ــ
پۀ دې براعظم کښې د عيسايانوشمېر 346176000، د مسلمانانوشمېر300317000، د يهوديانو شمېر 163000، د هندوانو تعداد 1535000 ، د بدمت منونکو تعداد 36000 او دسکهانوشمېرتقريبا 37600 دے ــ
پۀ دنيا کښې اسلام پۀ براعظمی سطح د خورېدو پۀ ترتيب کښې براعظم اېشياء پۀ اول او براعظم افريقه پۀ دوېم نمبر وه ـ دغه شان د عيسائيت پۀ براعظمی سطح د خورېدو پۀ ترتيب کښې اېشياء پۀ اول او يورپ پۀ دوېم او افريقه پۀ درېم نمبر ده ــ