Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
کرامـت
[14.Jul.2016 - 13:21]کرامـت
چـــــــــا تــــــه ژونــــــــدون دی چـــــــا تــــه قـــیـامــــــت دی
چــــــــا تــــــــه دوزخ دی چـــــــا تـــــــــــــه جــــــــــــنـــــت دی
څــــــوک ویـــــــښــــوي څـــــوک ابـــــــدي ویـــــده کــــــړي
د ســـتــوري شـــــــــعــر کــــــې دا کــــــــــــرامــــــــــت دی
******
سوچ د ژبی بڼه ده
چـــــــا ویـــــل تـــــــــــش د پــــــوهـــــــــېــــدو نـــــــــښــه ده؟
ژبـــــــــــــه د قــــــــــــــام د پــــــــــېــــژنـــــــــــدو نــــــــــښـــه ده
ســـــــــــوچ هــــــــم د ژبــــــې یــــــــوه بـــــــڼـــــه ښـــــکــــاري
ژبــــــــــه د ســـــــــــــوچ د لــــــــوئـــــــــــیــــدونـــــــــښــــــه ده
چــــــې خــــپـــلــــــې ژبـــــې تـــــه قــــــام پــــــام نــــه کــــوي
نـــــــــــو یې هـــــــمــــدا د ورکـــــــــېـــــدو نــــــــښــــه ده
بــــــې ژبــــــــــې قـــــــام وده کـــــــولـــــــــی نــــــــــه شــــــــــي
ژبـــــــه د قـــــــام د پــــــــرمــــــخــــــتــــــلـــــــو نـــــــــښــــه ده
ســـــتـوری پــــــښـــــتـــو بـــــانـــــدې پــښــــتـــو په کار ده
پـــــــه ژبـــــــــه نـــــــــنـــګ د نـــــــنــــــګــیـــالـــــو نـــښـــه ده
*****
سـر ټـیټی مـشر
د هـــــغــه مـــــشـر ســــــر ټـــــیــــټ دی نــــه جــــګــــــــېــږي
چــــــې د خـــــپـــل اولـــــس پــــــه ژبــــه نــــــه پــــوهـــېــږي
چــــــې د خــــــپـل کـــلـــــتــور او ژبــــې نــــــه پــــــردی وي
داســــــــې مـــــــشــر د قـــــــــام کــــــلـــــه پـــــکـــارېــــــــږي
د ســر ټــــیــــټ مــــشـر پــســې مــــــه ځــــه پـــــښــــــتــونـه
د هــــغــه ســــــر چـــې ټــیــــټــــېـــږي ســتـا ټــــیـــټـــېــــږي
ســتــا شــمــلــــه د اســــمــــان ســتــورو تــــــه رســــــېــږي
ټــــــیـــــټ ســـــر کــلــه دې شــــمــلـــــې ســره جــــــوړېـــږي
******
د نفـاق رنځ
اوس کــه خــپــل جـــــنــت وطـــــن کــــې بــــې وطـن یـــــــم
خـــــــو اخـــــر ددې وطـــــن اصـــلـــــي څـــښــــــــتــن یـــــــم
د نــــــفــــــاق رنـــــځ راکـــــــې ګـــــــــډ دی نــــــاتــــوان یـــم
کـــــه یـــو ځـــل پــــــه اتــــــفـــاق شـــــــم تـــــــوانــــمـــن یــم
د نـــــــــفـــاق درنـــــــځ لــــــه درده کـــــــــــه زه روغ شــــــــــم
بـــیــا مــــــې ګـــوره چــــــې د خـــپـــل وطن واکـــمــن یـــم
د غـــاټــــــول د ګــل پــه بــــــوی کــــې یــم لـــــوې شــــــوی
پــروت ددنــګــــو دنــــګــــو غـــــرونـــــو پــــه لــــمـــن یـــم
ســـاه مــــې واخـــلــــه خـــو پــــښــتــو رانــه وانـــه خــلـــې
زه پـــښـــتون یــــم پـــــه پـــښـتـو بـــانــــــدې پــتــمــن یـــم
کـــــه زمــــا ســــتــوري پـــــــه قـــــبــــر چــــــیـرې راشـــــــې
پــــه پــــښـــــتــو راتــــــه دوعـــــا کــــــړه پــرې مــیـن یـــــم
******
داخــپل چـې څوک خـپل نکړی پردی کله خـپـلـوی شي
انسان چې شي بد بخـته خپل کلتور( ۱ ) ځـنې پردی شي
بس خـپل پـیــژنـد ئـي ( ۲ ) ورک شي د بـل نـشي اخستی
پــه داســی رنــځ اخـــته شـی چې نه مری نه رغـېدی شي
د قــام نـه پــکارېــږي چـې پــه خـپـلــه ژبــه ګــونـــګ وي
کـه زر ژبــــې یې زده وي پــه زر ژبــو ګـــــړیــــدی شـــــي
په داســی لـیکــوالانـــــو او پـــوهـــانــو ســــتـوری څـــــه
خــد مـت چې د پــردۍ ژبـی کـړي خــپـلـې ته بدې شي
******
راتـــــه پــــــاتـــــــی لــــــه لــــویــــانـــــو دا پــــیـــــغــــام دی
چـــې د بــل پـــــــه درنـــــاوي کــــې درونـــــد مـــقــــام دی
کــــه نــــظـر دې خــپـل اوچـــت ســاتـــې نــــو پــــوه شـــــه
چـــــــــې لازم د بــــــــل نــــــــــظــــر تــــه احـــــــــــــتــرام دی
د نــیـم ډک او د نـــیــم تـــــش جــــام بــیـــلــــګــــه ګـــــوره
چـــــې مــــنــــفـــي او هـــــم مـــثـــبـت رنــــګ د کــــلام دی
خــېـرخــــواهـــــان وايــــي جـــام ډک نـــــیـــم د اوبــــو دی
بــــــدخــــواهــــان وايــي نــیـم تـــــش د اوبـــــو جـــــام دی
چــې د بــل پــــه ســــپــکـــاوي کــې درنـــښـــت غــــواړي
درونــــد بــــه نـــه شـــــي تــل پــــدې کـــارکې نـــاکـام دی
چـــــې د بـــــل د غــــلامــــۍ ســـــوچ لــــــري ســــــرکـــــــې
ازاد نـــــــــه دی، د ده هـــــــــــم ذهــــــــــــن غـــــــــــلام دی
ســــتـوری وايـــــې دا مـــنــلــــي ټــــــــول جــــــــهـــان دي
خــپـلــواکـــــې بــنــیـادی حـــــق د هــــر یـــــــو قـــــــــام دی
پـه ځان مـیـن
پـه ځــــان دومــره مــیــن شـــو چـې جـــهــان ئـې نه لــېـده
جـهـان لا څه کـوې چـــې خــپـلـــه ځــــان ئــــې نــــه لــــېـده
قــــاتـــلـه ئــــې د ځــــان او د جــــانــــان وه د ځــــان مــیـنـه
لـــمـــبـه لـــمــبـــه ارمـــــان ســـــره ارمـــان ئـــــې نــه لـــېـده
د ځـــــان د مـــیـــنـي اور کـــــې ئـــــې نــظـر وســــوځـــېـده
سـور ټــیـک ، د زنې خال ، مـخ د جـانـان ئـــې نـــه لـېـده
جـــذبـې د ځـان د مـیـنـې ئې بــیـنا سـتـرګې ړنـدې کـړې
د ګـــلـو مـېــــنـځ کې نـاسـت و خــو ګــلان ئــې نــه لـــېـده
ژونـــدی پـــه مــــړ حـساب دی د رڼـــا نـه شـو بـی بـرخـی
ځـــــلانـــده، رڼــــا ســـــتـوري د اســــمـان ئــې نــه لــــېـده
******
د ســتور
دا د ســـتــور دی چــې لــــومــــړی پــــیـژنــــد د ځـان شي
پـــس لـــه هــغې بــیــا پــیــژنــــد د نــــــور جــــهان شــــي
چـــې پـــخــــپـــلـــه پـــــښـتــو ژبــــه لــــیـکــل نـــکــــړي
دالـــــیکـــــوال دې د نــــا لــــوســتي نـــــه قــــربــان شي
******
د پــښتو ضـرورت
سیاسي واکمن که پښتانه شي،پښتوکانـدي دسرکار ژبه
هــــــم د ښــــوونــځـي ، هم د دفــــتر، هـم د خـپل کار ژبـه
بـیا بـــه پــوهــان او امیان حس کړي ضــرورت د پـښتـو
پـښتو بـه شي بیا د پوهنـې ، تـجـارت او د روزګار ژبـه
د پـښـتو ســندری
زار دې شـــــم قــــلـــمـــه د پـــــښـتــو ســـــندرې لــــیکـــه
بـیا د پــښـتـونــــخــــوا د ســــرد رو ســــندرې لـــیــکـــه
زه خـــپله ټـــپه پــخــپــل ربـــاب کـــــې غــــــږول غــــواړم
سـاز پـه یکه زار او یــــه قــربـــان شـروع کـــول غــــواړم
زه قـــا مـي وحـــد ت پـه زور د مــیــنې جــــوړول غــواړم
مــا تـه د خــپل قـــــا م د نـــنـګــیــالـــو ســـــندرې لــیکــه
زار دې شــــم قــــلـمــه د پـــښـتـو ســـــنـــدرې لـــیــکــــه
زه د ژونـــــدون نــاوې خــپل کالـه تــه راوســتل غـــواړم
زه ویــده شــعــور د پـــښـتـونـــوالــې ویـــښـــول غــواړم
زه پــښـتو لـیکل ، پـښـتو ویـل، پـښتو لـوستل غواړم
مـــاتــــه د خــــپل کــلـــــي د حـــجــــرو ســــــندرې لــیکــه
زار دې شــــــم قــــلـــمــه د پـــښـتو ســــنــدرې لـــــیکــه
زه تـا نــــه قــلـمه تــیــره تـــــــوره جـــــــوړول غــــــــــواړم
تـا تـه د خـــوشــحـال نـیـکه پـــټـــکی پـه سرول غـــــواړم
لاره مـې پــښـتو ده د پــښـتو پـه لاره تـــلــــل غـــــــواړم
ســـتـوري تـه د ژونـــد د پــــسرلـــو ســنــدرې لـــیـــکـــه
زار دې شــــم قــــلـمــه د پـــښـتـو ســـــنـــدرې لـــیــکــــه
******
زرمــحـل
مـیـنــه مـــی خــوښـــه ده په زړه کـې ئې د هــر چا غــواړم
د مـــــحـــــبـــت او د وفــــــــا ډ کــــه د نــــیـــا غـــــــواړم
چې زرمــحل تـه سـجده نکـړي صـرف کعبې ته يې کړی
داســـی زاهــــد، داســــی امـــــام ، داســی مـــلا غــــــواړم
چې احسا سات او عــقـل دواړه پــکـې کــړي شــا ډولې
داســی ټـــا ټـــوبــــی د ژونـــدون د خـــپل اشــنا غـــواړم
د ژونـد غــمونـو، مــا تــمونــو دي تــنګ کــړی خـلـک
پـه هــر مــحـفــل کـــې د ژړا پــه ځـــــای خـــنــدا غـــواړم
د اوړی شـپه کې وریـځې خوند نه کـوي هرڅوک وائي
په شــــــــین اســمـــان کـی ســـتوری ځــلـنده رڼـا غــواړم
******
د تـضادونـو کور
د ژونـــــد بــــازار کـې بـیلـه بــیلـه د هـر چـــــا ســـودا ده
څـومره تـوان هـغـومــره غــټـه ئــې رښــــتـیا ســـــودا ده
خــدایـګـو ټــولــــنه د انــسان د تــضادونــو کـــــور دی
پــه هـــــر یــو ګــونـد، ډلــه ټــپـلــه کې جـــدا ســودا ده
څوک دخپل ځان څوک د مزدوراوڅوک د قام غم خوري
چا ســره زړه کـې د انــسان د خـــوشــحالــتـیا ســـودا ده
څـوک د ژونــدون جــــرړی وبـــاسي انــسانــان وژنــي
د چا دمـاغ کې د ژونــدون د پــرمــخـتــیا ســــودا ده
چـې د قــامـي وحــدت ګلان د پــښــتون و غـــوړیــږي
د قــلـم څــوکـه کې د ســـتوري بـــس هـــــــم دا ســودا ده
******
پـښـتـانه
پـــــــاکـــه ربـــــه ښـــــــاد ابــــــاد دا پــــــښــتـــانــــه کـــړې
د نـــــــــــــړۍ پـــــــه اولــــســــونــو کــې يې درانــــه کـــړې
د بــخــت ســتوری ئې روښــان کــړی پـــه اســـمـــان کې
خــــــپـل وطـــــن کـــې ئــې واکــمن او کـــوربـــانــه کـــړې
******
مــلا مـت
مـــونـــږه پــــــــښـتو نـــده پـــا لـلــــې مـلا مـت خــپـله یــو
لـه خـپـل دفـــتـره مــــوویــستلــې مــلا مــــت خــــپله یــو
واکــمن پـــه ویــــنه پــښتانـه دي خــو پــښتو نــــه کــوي
نـــه ئـې لـــیکلــې ، نـه ویــلـې مــلا مـــــت خـــپـــلــــه یــــو
د قــام بــچـي پــوهــان زمـونـــــږه، پــه پـــښتو نـــه روزي
پــــښـتو ئــی شـــا تـه غــورځــولــې مــلا مـــت خــپله یــو
څو چې پښتون نه شي پـښتون ، ننګ په پـښتو ونـه کړي
دنـــیا کې نــــه بــه یـــو ښـــاغــلي مــــــلا مت خـــپلـه یــو
ســــتوریه پـخــپلـــه مــــونږه پــړه یـو پـردی ګـرم مه ګـڼه
پــــښــتو پــخپله مـــونږ ځـــپلـــې مــلا مــــت خـــپلــه یــو
******
شـریک کـور
زمـــونــــږ مــلــک د ګــڼ قــا مــونــو شـــریــــک کـور دی
پـــدې مــلک کـې هـــر یـــو قـــــا م د بـــل قــــا م ورور دی
د خــپل شــمــېر په کـــچ، حــــق هــر قـــام تــــه پــــکــار دی
هــسې نــه چــــې د یــــو تــــش د بـــــل ډ ک شــــکـــور دی
******
ســپـارښـت
ســــوچ او انــــــد مــــــــورنــــۍ ژبــــــه کـــښې اســــان دی
پــه پــردۍ ژبــــــه کــــې ســــوچ انــسان تــــــه ګــــــران دی
د مــــــاشـــــــــــــوم پــــــه مـــــورنــــــــــۍ ژبـــــــــه روزنـــــــه
ســــپــارښــــــت ســـتوریـــه د هـــر یــــو سـا پــــوهـان دی
******
پـښتـو ژبه
چې هــــم تــهـــذ یـب دی هم خـــوږه د ګــــړیــــد و ژبـــه ده
مـلــګــــرو غـــوږ شئ، دا زمـونـږ خـــپله پــــښــتو ژبـــه ده
د فـــــن ښـــکــلا ده د هــــنــر پـــه ګـــلـــد رو کـــې اوســي
د روح غــــــــذا ده د ســـــــنــد رو او نــــــغـــــمــو ژبــــــه ده
خــټـه ئـې خــدای د پـــت، ښـــیګـڼې او وفــــا جـوړه کـړه
د پـښـتـونـخـوا د د نـګـــو غــرونـــــو ســــرد رو ژبــــــه ده
ښــه ئې کـړه یا ده ،چـې بیا سوچ هـم پـه پــښـتو کې کوې
د ژونـــد ګـلــــــبـڼ کــــې د ژونـــد ون د تـــرانــــو ژبـــــه ده
مــنـګـي ربـاب سره چې مل شي نـــو حـــجــرې تـــودوي
پـه خــا ص کــونـړ کې دا د ســــتــوری د مــسرو ژبــه ده
*****
د مینی مـضمون
ګــل مـــې بـــــــویـــــــولــــــــو چـــــې ګـلــګـــــون شـــــومـــه
مــــیــنـه مـــې کـــــو لــه چـــــې مـــجــــــــنــــون شـــــــومـــــه
زړه چـــــې مـــــې دا ســـتا پـــــه مـــیـنــه بــــنــد شــــــولــــو
پـــــــوه هــــــــلـــه د مـــیـــنــې پـــه مــــضـــمـــون شـــومــــه
ستا ښکلې حـــــجــرې کـــې چـــــې مــــې شــــپه وکــــــړه
ویـــښ شــومـــه ، بـــــیدار شــومــه ژونــــد ون شــــــومــه
ســــتــــا د کــــــلا ګـــــــو ډ پــــــــوری نــــــن درغـــــلـــــم
تـــــه چــــې مــــې ونـــــه لـــیــدی راســـــــتــون شــــــومـــــه
ســــتـوری د پـــــښــــتـو چــــې مـــــې مـــلـــــګــــری شــــــو
نــــر شـــــوم ، مـــیړنـــــی شـــــومــــه پـــښــتــون شـــــــومــــه
******
په ایــمان مـین
دا فــــلســفــي وائــي مــلګـــرو هــــر انــــسان مــــــین دی
څــوک پـه پــیسو باندې مــین، څـوک په جـانان مین دی
څــوک ددې ښــــکلـــو مـحـبت کې ســرګـــردانـــه ګــرزي
څــوک خـود پــرســته دی یــوازی پـخـپل ځـان مـین دی
چـــــا د جـــــنـت پـــــه تــــمه تـــمه مــــسلــې زړې کــــړې
څـوک په د نــیا کې مــزې غــواړي پــه جـــهـان مــین دی
څــــوک د اوبـــو پــه شـان د هـر یـو لــــوښــي بـــڼه نـیسي
څـــوک لـــکــه تـــېـږه پـــه ازاد ســـوچ او بــیان مــین دی
د هـر چا خپل کار دی، چې مینې ته څنګ رنـګ ورکوي
ســـتوری په قـام، وطــن، پــښتو او په ایـمان مــین دی
******