Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
فریبونه
[27.Jul.2016 - 17:39]" فريبونه" دي چل ول دې "ځان ځاني " ده
ددي دور عجيبه "مسلماني " ده
د " فکرونو" خاوندان په کې قتليږي
په دي ښار کې د "سرونو "ارزاني ده
چې زما د " احساس "سترګي یې بينا کړي
" بي خودي" مي د "جنون "مهرباني ده
ستا د "حسن "د رنګونو " حيرانۍ" ته
ما بښلي خپله مينه " اماني" ده
يا " اشنا "په اوږو زلفي راخوري کړي
يا ويستلي بيا "ګلونو" ستوماني ده
له بل چا به څه ګيله کوو "لا يقه"
زمونږ برخه له " ازله "تاواني ده
لا يق زاده لا يق