Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
نظم
[04.Aug.2016 - 23:44]دا په کوڅو کې چې ښپې ابله ماشومان ګرځي
په سروغرمو کې سرتور سر سيرې ګريوان ګرځي
څوک په لختي کې د بازار مور له ډوډې لټوي
څوک په کباړ پسې د کلي په ډيران ګرځي
څوک په پيوند پيوند لمن د خان موټرصفا کي
چا د ګنګړو تال په سر ايښې پريشان ګرځي
د خپل ښايست نه نا خبره يو روپۍ لپاره
ډولچه په لاس د سپيلنو سپړدې ګلان ګرځي
د دوي ګوګل کې هم زړۀ شته دې ارمانونه لري
په دا اذاده خاوره څۀ نا څۀ حقونه لري
دوي نۀ کرسۍ او نۀ عهده نۀ وزارت غواړي
نۀ ټوپک مار او نۀ موټر او نۀ شهرت غواړي
نۀ د ملا ځينې په زور غزت دولت غواړي
نۀ د لمونځونو بدله کې حکومت غواړي
نۀ دوي اسلام اسلام کوي اسلام اباد لپاره
نۀ د ضمير سودا کوي د خپل اولاد لپاره
نۀ د کتاب نه په ووټونو کې قران جوړوي
نۀ د ځوانانو دهشت ګرد او طالبان جوړوي
اے واکدارانو ډير محدود د دې کلو جهان دې
چرته جونګړه کې بې غمه خوب د دوي ارمان دې
اووۀ پنځوس کلونه دوي په ژړاګانو تير کړل
خان په رباب کباب شراب او په چرګانو تير کړل
څۀ د ذردار د کارخانو د مشينونو ښکار شول
څۀ کراچۍ کې د بمونو ګرنيټونو ښکار شول
چا د ځوانۍ ورځې سعودي کې په فټ پات تيرې کړې
چا په حواجه بري امام کې په خيرات تيرې کړې
د چا سلګۍ د نوابانو د عظمت نخښې دې
د چا خولې د سردارانو د دولت نخښې دې
د چا په وينو د چوهدريانو محلونه رنګ شول
د چا په اوښکو د خانانو مقامونه دنګ شول
په دې کې ماته وايي راشه او جشنونه اوکړه
د اذادۍ د نوې ناوې ديدنونه اوکړه
زۀ د قام سترګې يم احساس لرم شاعر ياديږم
چرته غني چرته اجمل چرته خاطر ياديږم
د اوچو شګو نه محل په بيابان جوړه ووم
د قام بچو ته د صحرا نه ګلستان جوړه ووم
زما بچي له په فټ پات باندې ګزران کوي
په مړه خيټه بې خوب پسې ارمان کوي
په کومه ورځ چې دوي ماړۀ شي او خوبونه اوکړي
زما قلم به ستا د ناوې صفتونه اوکړي
اوس له د دوي اوښکې اوچومه دراني په لمن
چرته لټوم دې ژوندو مړو له ټکړې د کفن
شبيردراني