Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
ماچې له مانه بیلوې
[04.Oct.2016 - 20:35]ماچې له "مانه" بیلوي خاندي
د زړونو غوښي غوڅوي خاندي
دا انسان نه دې څه "وحشي "غوندي دې
ظلم کوي ستم کوي خاندي
په پرهرونو مي "چړي "را کاږي
د تاریخ نخښي ورانوي خاندي
د خپل غرض او خپل مقصد له پاره
په ما تورونه لګوي خاندي
زما د ميني څه احساس نه لري
وینه مي هر ځای خرڅوي خاندي
زه یم مجبور نه یمه مړ لا یقه
دی به تر څو ما زوروي خاندي
لایق زاده لایق